سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبتر لیکوالۍ څلور ګامه

تر لیکوالۍ څلور ګامه

ژباړه او زیاتونه | صفیه وردګ

موږ ته په ژوند کې بې شماره څيزونه راکړل شوي دي چې له دې ډلې يې دوه ډېر اړین دي. وړتیاوې او فرصتونه!

د بریالیو او ناکامو کسانو ترمنځ توپیر د فرصتونو په ګټه اخیستنه کې دی.

خو اوس راځو دې ته چې څرنګه کولای شو په لیکوالۍ کې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلو او بریا خپله کړو؟!

د بریالي لیکوال او عادي وګړې تر منځ توپیر یو شی دی:تمرین!

دا خبره ظاهراً ډېره اسانه ښکاري.آیا تاسې چمتو یاست چې هر سهار له را ویښېدو وروسته، له نوښته مالامال لیکل پیل کړئ؟

هر څوک کولای شي چې ددې کار د نه کولو لپاره بهانه جوړه کړي؛ددې کار  د نه کولو تر ټولو ستر علت وېره ده او له همدې وېرې څخه د تېښتې لار د یو عادت منځته راوړل دي، تر څو يې له فکره پرته سرته ورسوئ.همدغه کارډېری بریالي لیکوال هم سرته رسوي.که غواړئ پر بریالي لیکوال بدل شئ نو دا کار وکړئ:

څلور ګامه

۱:یو ځای وټاکئ

دا ځای کېدای شي د ډوډۍ خوړلو مېز، د لیکلو مېز ،تیاره کوټه ،ازاده فضا یا څو نفري څوکۍ وي خو دا ځای ځانګړی دی او همدلته مو انګېرنې او نوښتونه سپړل کېږي او خپله ځان څرګندوي، کوښښ وکړئ تل يې په خپل ځانګړي ځای کې ولیکئ.

۲: یو وخت وټاکئ

وخت کېدای شي د سهار پینځه بجې، یا د غرمې دولس وي؛یوازې کوښښ وکړئ وخت مو څرګند وي.دا اړینه ده چې تل په ټاکلي وخت او ځای کې وئ.که د لیکلو فکر ولرئ یا نه!

تر څو مو چې پیل او په ځانګړي وخت کې هوډ نه وي کړی، هېڅ ډول فکر به مو ماغزو ته لار پیدا نه کړي.

۳: یوه موخه وټاکئ

موخه کېدای شي۱۰۰ یا ۱۰۰۰ کلیمې وي، خو چې هر څومره مو موخه پراخه وي په هماغه اندازه به مو له ځان سره مهرباني کړې وي.

ارنسټ همینګوی په دې مشهور و چې یوه ورځ به یې ۱۵۰۰ کلیمې او بله ورځ يې ۳۰۰کلیمې لیکلې.

پر لیکوالۍ د عادت کېدلو لپاره همدا بسنه کوي.

۴:مطالعه وکړئ

هره ورځ کتاب ولولئ، وخت ورکړئ په کتاب لوستلو سره مو مخې ته موضوع راځي، نوښتونه مو پر مخ ځي او لیکوالي مو پخېږي.ځینې وخت د لیکلو لپاره ډېرې موضوع ګانې وي؛ خو لیکلای یې نشو که چېرته ورسره مخ شو پوهېږو چې دا موضوع زه هم لیکلای شم؛خو په بله بڼه.

دا کار په وار وار او هره ورځ سرته ورسوئ.له یوې میاشتې وروسته به ډېر حیران شئ. لیکوالي به درته اسانه وي!

د کومې موضوع په اړه يې ولیکو؟!

دا مسله مهمه نه ده.له هر اړخ او هر څه  يې کولای شئ ولیکئ.که پر لیکلو عادت نه وئ ممکن لیکنه مو دومره ښه هم نه وي.

هر هغه څه چې ډېره اړتیا ورته لرئ، لیکل دي!

تر کومه چې کولای شئ، ولیکئ او تمرین وکړئ تر څو لیکنه مو ورځ تر بلې ښه شي.که تر اوسه مو د لیکلو لپاره موضوع نه وي موندلې په لاندې موضوعاتو يې ولیکئ:

– د خپل چاپېریال او شاوخوا خلکو په اړه.

– هغه څه مو چې د ورځې په اوږدو کې سرته رسولي.

– د هغه کتاب د ځینو برخوپه اړه چې اوسمهال يې لولئ.

– ځان یا ملګرو ته مو لیک ولیکئ.

-هر هغه څه چې احساسوئ.

– هر هغه څه مو چې خوښېږي.

– له خپلو وېرو يې ولیکئ.

له نا پېښو شویو مسایلو، راتلونکې،هیلو،خوبونو او دردونو یې ولیکئ.

دا مهمه نه ده چې څه ولیکئ؛بلکې خپل ټول فکر پر دې را غونډ کړئ چې څرنګه يې ولیکئ.

د هرې ورځي په پای کې یوه پوښتنه ځواب کړئ:

آیا ما نن څه لیکلي؟!

هو؟        نه؟

که د کلیمو شمېر مو له لاسه ووت، پروا نلري.د وخت پر اساس يې ولیکئ ،مهمه داده چې د ورځې په لړ کې مو پورته پوښتنې ته ځواب مثبت وي، په هماغه ورځ تاسې بریالي یاست. راتلونکو ورځو کې هم دوام ورکړئ.که دا بریا مو خپله کړه کولای شئ ځان لیکوال وګڼئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب