دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+موټی خاوره د وطن به پرې ور نه کړم

موټی خاوره د وطن به پرې ور نه کړم

دوکتور لعل پاچا ازمون
دویمه برخهانځور ور ته وویل:
ـ دا ځوانان تازه پېښور ته راغلي؟
رډ رډ یې را کتل:
ـ ښه نو جي کابل کې جنګونه دي؟
یون ور وړاندې شو:
ـ هو، جنګ که جنګ؟
سر یې وښوراوه:
ـ څه بدقسمتي ده! دا زمونږ والا نه وو؟
شونډې یې غاښونو کې ټینګې کړې:
ـ دا چې وې یې، سپرلی راولم
ما انځور ته وکتل:
ـ اجمل خټک ښيي.
ـ او جي، همدا. دا سایل ور ته ویلي وو چې: نه دی سپرلی راوړ نه ګلونه درغجنه درغجنه…
انځور یې په خبرو کې ور ولوېد:
ـ سیاست نه څه نه جوړېږي، مونږ دې ته راغلي یو چې ته را باندې دیوه علمي کار زېری وکړې، دا را ته ووایه چې اوس دې له خیره څه بشپړ کړي او په څه بوخت یې؟
هغه موسک شو:
ـ ما خو لا پخوا …
دې سره یې سترګې را ډکې شوې:
ـ خدای دې یې وبښي، نصر صاحب په خوله سیاست همدې دروغجنو ته پرېښود او ژبې ته مې کار ووې!
ـ مونږ خبر یو.
دا ځل یون د انځور پوښتنه پخپلو لفظونو کې تازه کړه، خو ورسره جوخت یې کڅوړې ته لاس کړ او د استاد الفت د نثرونو پنډ کتاب یې ترې را وایست:
ـ یره جي، دا چې کوم دی، ډېر لوی او مهربانه سړی و، رښتیا هم چې الفت و.
کتاب یې لاسونو کې واړاوه را واړاوه:
ـ دا ډېر لوی کار شوی دی.
یون دده خوشحالي پر دې خبرو ونمانځله:
– تاسې پښتو ادب ته ډېر کار کړی دی، تاسې د پښتو ژبې رښتیني خدمتګاران یاستئ، تاسې چې پښتو ته څومره د زړه وینې ورکړي، دا به ډېرو کمو خلکو ورکړي وي، تاسې پښتو ادب پاللی، ښېرازه کړی مو دی، موږ ستاسې د هلو، ځلو او لیکنو قدر کوو.
هغه رډ رډ کتل، یو دم یې وویل:
– او جي، نو موږ خو خپله خواري کوو، اوس مې هم څه کار کړی دی، لا هم لګیا یم، خو روپی《پیسې/امتیاز》مې پې (پرې) نه دي اخیستي.
یون موسک شو:
ـ پښتو باندې به خپلې پیسې لګی.
ـ بالکل خو داسې ده چې: چا پښتو وخوړه او څوک پښتو وخوړل. نو مونږ پښتو وخوړوو.
– موږ پوهېږو چې تاسې په خپل جېب او خپله خوارۍ هرڅه کړي او پښتو ادب ته دې د زړه له خلاصه خدمت کړی دی.
– کوو جي، کوو یې، نور به هم وکو، خو یره جي، دا کار ډېر سخت دی، د پښتون قام راټولول او قانع کول ګران کار دی.
ما هم پکې یوه ټیکۍ وویشته:
ـ پښتو او پوښتنو ته کار کول پښتۍ ماتوي!
ـ او جي همدسې ده.
دې سره دده د کار په باب بیا هغه پوښتنې تازه شوې، سترګۍ یې لرې کړې:
ـ اوس لګیا یم، د خوشحال《نام حق》د پاړسي نثر چې کوم دی، دا متن چاپ ته برابروم.
دې خبرې سره یې جوخت پښتو اکاډمۍ ته پام واوښت:
ـ دلته یوه اکیډیمي ده، دا اکیډمي هسې خلکو نیولې، هو یوه زمانه کې چې مولینا عبدالقادر و، بیا څه نور وو، هغوی کار کاوه، اوس خو…
انځور یې خبرې ور پرې کړې:
ـ بس ستا دا کارونه لوی کارونه دي، دا بې له تا بل څوک نشي کولی!
سړی ډډ کېناست، د مخ پر لویه کاسه خوره وره وړه پوزه یې راښکله، ټېغ ټېغ یې راکتل:
ـ او جي خلک اوس لګیا دي، روپی ګټي او مونږ چې کوم دی پښتو ګټو.
بیا یې یو سوړ اسویلی وایست:
ـ څه وخت و، افغانستان کې به لوی لوی سیمینارونه کېدل، یاره دا باچا ( ظاهرشاه) ‌ډېر ښه سړی و.
افغانستان خوږ وطن دی.
دې خبرې سره یې د زړه ستنې کږې وږې شوې، سیاسي شخصیتونو ته یې مخ واوښت:
ـ هغه زمونږ یوه به وې: زه به سره ډولۍ کې راځم، سپرلی به راوړم، دا به کوم، هغه به کوم، هغه ته بیا ښه و، سایل ځواب ورکه (ورکړ).
یون یې په خبرو کې ور وغورځېد او بیا یې ترې د کار پوښتنه وکړه:
– اوس په څه اخته یې؟
– جي اوس د قلندر دکتاب ( پټه خزانه فی المیزان ) باندې تنقیدي کار کوم، دا حبیب الله رفیع خو هېڅ و نه کړه.
بیا یې له قلندره زړه وخوړ:
ـ ښه تا دا وخت وګوره او دده دا کتاب وګوره! له کتاب نه یې د کینې او خپلې شخصي ګټې بوی راځي.
انځور پر سترګیو ګوتې ووهلې او ور ته یې وویل:
ـ تاسې دې خدای پاک ژوندي او روغه سټه لري چې همداسې ګټور کارونه وکړئ، نو اوس مونږ در نه اجازه غواړوو.
ـ ښه ته ودرې چې دوی ته زه د صابرشاه صابر چې زما شاګرد دی، د شعرونو یو یو کتاب ورکړم.
د مېز تر شا المارۍ نه یې یو یو کتاب راواخست، ما یې دا شعر په شونډو زمزمه کاوه چې:
موټی خاوره د وطن به پرې ور نه کړم
که په سر د ځمکې هر وطن خو تن شي
د اوبو په ځای د زړه وینې به ورکړم
که محتاجه تراوت ته دا چمن شي
که غلیم له ما بری وېوړ محبوبې
ستا پوړنی دی زما د سر کفن شي…
ده وخندل:
ـ دا خو زما د سیاسي دور شعرونه وو، په دې به مې قام را ویښاوه.
ـ ما د ښوونځي په پښتو کتاب کې دا شعرونه لوستي وو، ددې شعرونو په پای کی یې لیکلي وو:
همېش خلیل
ما دده ددغو شعرونو پر ټال زنګل، هغه مېز ته پر مخامخ دېوال، د را زړېدلې ګړۍ ټک ټک ته وکتل، باڼه یې را ټول کړه:
ـ دا خو غرمه پر سر ولاړه ده، شګې هم تودېدې دي او د سفر جاله هم په دوه پښو ده، نو…
څټ یې وګراوه، انځور لکه پیرانو پیر پاڅېد، موږ بالکیان هم ورسره سم جګ شوو، همېش پکول پر سر تازه کړ، دا ځل یې ټولو ته غېږه پرانسته، له درشله مو چې پل واخست، نو د شونډو پر سرو یې وویل:
ـ یره جي روټی به مو خوړلی وی!!

موټی خاوره د وطن به پرې ور نه کړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب