Homeخبرونهپه یوه ترافیکي پېښّ کې ۴ تنه مړه شول

په یوه ترافیکي پېښّ کې ۴ تنه مړه شول

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۱ مه) په یوه ترافیکي پېښه کې چې تېره شپه د میدان وردک ولایت په بهسود ولسوالي کې وشوه، ۴ تنه مړه او یو تن ټپي شوی دی.

 باختر خبري اژانس نن (یکشنبې) وویل چې دا پېښه د یوه موټر او بایسکل د ټکر په نتیجه کې شوې ده.

 د میدان وردک د امنیه قوماندانۍ ویندوی یوسف اسرار وویل، موټر، چې له بامیان څخه کابل ته روان و، په بهسود ولسوالي کې له یوه بایسکل سره ټکر شو او بیا چپه شو.

په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د لارو د خرابوالي او د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله کېږي.

سږ کال په ځانګړي ډول ترافیکي پېښې زیاتي دي خو له کبله یې د مرګ ژوبلو کره راپور نه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...