یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهیو بل وخت یو بل ځای|اسدالله غضنفر

یو بل وخت یو بل ځای|اسدالله غضنفر

تيره شپه مې په خوب لېدلې. هماغه كوڅه وي او ګومان كوم چې وختونه هم هغه وختونه وي. ته خو كټ مټ هغسې وې لكه وې چې او زه هم د خپل عمر د ستنېدو ګومان ځكه كوم چې يو خو مې ستا د لېدو اشتياق هغومره و لكه هاله چې و او بل مې د كوڅې د سر باغ په خپلو سترګو ليده. كه دې ياد وي په باغ كې يو زوړ حوض و چې تا به ويل، يوه ورځ به ورځو په گومبزه به يې خپل نومونه ليكو. هماغه گومبزه مې هم وليده.

ما په خوب كې درته ويل: راځه باغ ته ځو.
تا راته ويل: اوس نه بل وخت.
ما درته ويل: اوس ښه وخت دى ماښام دى.
او تا ويل: اوس خو بيخي تياره ده، بل وخت.
ما درته ويل: بيا به خدايزده سره وينو

نور نه ته وې نه كوڅه او نه خوب. زما وروستۍ خبره دا ښيي چې زه هغه عمر ته کټ مټ نه وم ستون شوى.
په هاغه وخت كې كله دا په زړه كې راتېرېدل چې باغ به نه وي، مينه به نه وي، بيا بيا لېدل به نه وي او موږ به دولس كلن نه يوو.

كه دې ياد وي چې تاسو كډه كوله ته د بيلتون په فكر كې نه وې بلكې خوشحاله وې چې بل ځاى ته به ځې. زه هم د فراق په غم كې نه وم. چورتي په دې وم چې تاسې به د بل بل ځاى سيل كوئ؛ خو موږ به لا دلته پاته يوو.

ته چې د خوب له كوڅې لاړې او زه راويښ شوم نو زړه مې عجيبې نخرې شروع كړي. راته ويل يې چې قلم او كاغذ راواخلم، له تا سره خواله وكړم.

قلم او كاغذ مې راواخيستل او سترګې مې لا له خوبه درنې وې چې ليك مې درته شروع كړ.

ما درته وليكل چې په خوب مې ليدلې، هورې دې هم ويل، بل وخت، نو اوس خو ډېر كلونه تير دي. زما سر تك سپين دى، ستا به هم همدا حال وي. له بل وخته دې مطلب څه وْ؟ بل وخت خو  نه راځي په بل وخت ستا څنګه داسې پوخ باور و.

زما ليك ډېر اوږد شو. دومره ځنډ شوم چې نږور مې ور وټكاوه. ويې ويل، خيريت دى بابا، نن ډېر ناوخته شوې.”
د هغې راتګ له دې خوبه هم راويښ كړم. ليك مې پرېښود، راپاڅېدم، مخ او لاس مې ووينځل، د ږيرې په خرېيلو مې شروع وكړه. هندارې ته مې كتل، ليك ته فكر وړى وم ، د زړه په غوښتنې پورې مې خندل. له ځان سره مې ويل، يو داسې چاته د يو خوب په خاطر خط ليكل چې ادرس يې نه لرم، له حاله يې نه يم خبر، په دې نه پوهېږم چې اوس به مې پيژني او كنه او په دې هم نه يم پوه چې اوس به مړه وي، كه ژوندۍ، ډېره ناشوده خبره نه ده؟

د ږېرې له خرېيلو وروسته بيرته خپلې كوټې ته راغلم. نږور مې راته سهارنۍ برابره كړې وه. هغه مې وخوړه او بيا مې د نور كله غوندې خپل لمسي ته اواز وكړ.

لمسي راته وويل:- با با ما ته كاغذي بيړۍ جوړه كړه.

په كاغذ پسې مې شاوخوا وكتل. لنډ كاغذ هماغه و چې تا ته مې پكې ليك ليكلى و. كاغذ مې راواخيست او په داسې حال كې چې خپل ليك ته مې خندل د ليك له پاڼې مې بيړۍ جوړه كړه. لمسي مې په كاغذي بيړۍ غوټه كړه، بهر يې منډه كړه.

شيبه نيمه پس بيا راغى،شونډې او سترګې يې له خوشحالۍ موسيدې، راته ويل يې:
– بيړۍ مې اوبو ته واچوله، اوبو يوړه، بل بل ځاى لاړه.”

ده دا د بل بل ځاى خبره خورا به خوند خوند كوله. په زړه مې بيا بل چل وشو او راته كلك شو   چې راځه وګوره بيړۍ چيرته چيرته تللې ده. امسا مې راوخيسته.بهر راووتم. ويالې ته ودرېدم. بيړۍ مې وليدله چې روانه وه. وروسته بيا په ويالې كې يوې پرتې لښتې ايساره كړه. شېبه نيمه پس بيرته روانه شوه. يوځل په يوه اړخ واوښته، بيرته سمه شوه او بيا مې له سترګو پنا شوه. د هغې پناه كېدو ماشوم شوي زړه ته سكون راكړ. لكه څوك چې يو امانت چاته وسپاري او يا د يو وخت له پاره يو شى زېرمه كړي او ډاډه شي.

زه نه پوهېږم دا ډاډ له كومه كېږي. موږ څه ته هيله من يوو. موږ چيرته روان يوو. اوس ناوخته ماسپښين دى. ډاكټر راته توصيه كړې ده چې تر وسه وسه استراحت وكړم او ماسپښين مهال خامخا ويده شم، خو نن ويښ پاته يم. بيا هم تا ته ليك ليكم. د ليك د وركېدو او شړېدو فكر نه كوم. دا غم يې نه لرم چې زه يا بل څوك به يې په ردي ټوكرۍ كې واچوي. يو نا څرګند خو زور ور اميد راته وايي چې په يو بل وخت، يو بل ځاى كې به زما ليك ولولې. داسې ولې ده؟ ته څه وايې؟
د 1372 كال ورى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب