دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور رد کړ

طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور رد کړ

تاند(دوشنبه، د اسد ۶) وسله والو طالبانو تازه په یوه اعلامیه کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما وروستی راپور رد کړی او هغه یې بې اساسه بللی دی. ږ

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد راپور د امنیتي ارګانونو د معلوماتو په اساس ترتیب او خپور شوی، چې په خبره یې په واقعي بڼه د ملکي مرګ ژوبلې قضيې نه دي په کې په ګوته شوي.

طالبانو دغه راز یو ځل بیاپه هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې اصلي او عمده عامل په کلیو، کورونو او ملکي ځایونو باندې د افغان ځواکونو بمبارۍ یادې کړې.

دوی په خپله خبرپاڼه کې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ وروستۍ پېښه یې د بېلګې په توګه یاده کړې ده.

د یادونې ده،چې وړاندې تر دې یوناما دفتر د ملکي مرګ ژوبلې په اړه خپل وروستي راپور کې د ملکي تلفاتو زیاته پړه پر طالبانو اچولې وه.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%84%da%a9%d9%8a-%d8%aa%d9%84%d9%81%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87-%d8%af-%db%8c%d9%88%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%a7-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88%d8%b1-%d8%aa%d9%87-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب