پیتر په خپل سپي ( سپایک) نوم ایښی و. دغه زیړ سپي به کال مخکې د کوڅې ټولو لارویانو ته د دروازې له شا غپل. هغه ورځ مې نه هیریږي چې په ګراج کې یې راته وغپل او ډډ غږ یې په تشه خونه کې لور د لوره راغبرګ شو.
نن چې د پیتر کور ته وروسته له مودو ورغلم. زیړ سپی غلی د دیوال سیورې ته تیر شو، تر پخوا ټیټ راته وایسیده، زما خواته یې بیخي ونه کتل. پیتر ته مې وویل:
-سپی دې څرنګه غلی شوی؟
ده ورنارې کړې:
-سپایک
هغه زانګه وانګه راغی ده یې څټ وګیراوه:
-ځواني ځواني ده، زوړ شو
سپایک د پیتر له چوکۍ سره کښیناست. جګ ښکاره شو، پښې مې راټولې کړې. سپي یوه سترګه پټه بله رڼه کړه. ما پیتر ته وویل:
-دومره زوړ شوی چې غپلی نه شي؟!
ده یې ژامې په لاسونو سره پرانیستې:
-غاښونو ته یې ګوره
سپی وکوړنچیده، له خولې یې لاړو لیکه وکړه. پیتر راته وویل:
-کتکا لور مې وایي دا سپی د څارویو د ساتني دفتر ته وسپاره نوی سپی به واخلو
سړي عینکي له سترګو لرې کړې، پر سپي یې لاس تیر کړ:
-له دې سپي سره به زه له یانا سره سهار وختي او مازدیګر ناوخته ځنګله ته تلم په کومه ورځ چې دا مړه شوه کتکا ژړل همدې سپي راته لوبې کولې د ښځې له غمه یې ایستلم خو اوس د لوبو نه دی هډوکي هم سم نه شي ژوولی.
په کوڅه کې د سپي غپا شوه، زیړ سپي د دروازې خواته منډه کړه، نابلده سپی پر پنجره اي وره ورغورځیده، سپایک له دې لورې له دروازې سره اوږد وغځید، سر یې پر پښو کیښود.
پراګ
ماشاءالله. دې ته وایي کیسه. بېخي داسې تصویرونه لري لکه خښتې چې یوه پر بله کېږدې.