یو څوک چې هره ورځ یې ویني چې د تندي ګونځې یې سره ورغلې دي، لږ خبرې کوي، سلام یې هم کله پیروز شي او کله نه، دغه مارک دی. دی امریکایی دی، په پراګ کې انګلیسي درس ورکوي.
نژدې شپږ میاشتې وشوې چې له مارک سره پیژنم. ږیره یې رابوټیدلې وي، یو ارزان بیه بیک ورسره وي او چې خبرې ورسره پیل کړم سترګې سره ورولي او ډیر کله د وطن یو شمیر معلمان را په زړه کړي چې لږ به غږیدل او په، نه، او هو به یې لنډ لنډ ځوابونه راکول.
نن سهار چې دفتر ته ولاړم د چای څښلو په وخت د مارک خندني غږ په خود کړم. دا ځل زه ورته غلی شوم، په چرت کې شوم چې مارک څرنګه بدل شوی، نو پوښتنه مې ترې وکړه چې څه چل دی؟
– نن زما په ژوند کې یوه مهمه ورځ ده
– څه؟
– شپږ کاله مخکې په دې ورځ ما په امریکا کې یو پاپی واخیست، په درې نیم سوه ډالره. نن د دغه سپی د اخیستو ورځ ده، نوم یې (رووني) دی
– ما فکر کاوه چې سپي دلته په پراګ کې ګرانه دي دا خو په امریکا کې هم قیمته دي
– ډیر ګرانه دي خو ما د خیریه کار لپاره رووني واخیست پیسې یې هغه حساب ته تلې چې د بې وزلو ماشومانو د سرطان د ناروغۍ علاج پرې کیږي
– نو د رووني د شپږم کال اخیستو خوشاله کړی یې، چیرې دی دغه سپی
– دلته راسره په پراګ کې دی هغه کله له ځانه بیلولی شم
– بیخي ډیر درباندې ګران دی؟
– هو بې حده
– ولې؟
– رووني هغه یوازینی څوک دی چې په ژوند کې چې کله ما ویني که خپه یم یا خوشاله زما په لیدو خوشالیږي، لکۍ راته وهي، رامنډي کوي او مینه راسره کوي.
لوړ مفهوم پکې و.