باران د تروږمۍ سره شروع شوى ؤ،
اسمان ګړزا او پړقا کوله، ټول ښار يې په خپل طوفاني باران کښـې راګېر کړى ؤ، ښايي دومر په قار شوى ؤ چې د خپل ټول عمري قهر زور يې نن په دې شپه ويستۀ.
د کوټې ګوټ ګوټ ته په صندوق د لګېدلې شمعې رڼا رسېدله، د شمعې نه ماشي راچاپېر ؤ، دوه درې ورته لاندې سوځېدلي ستي شوي هم پراتۀ وو، خو نورو بيا هم د هغوي نه عبرت نۀ اخيستۀ، تاوېده راتاوېده او يو نه يو به پکې پکوړه شه، همدغسې يې دا لوبه روانه وه، زرين په خپل کټ کې په ښي ډډه پروت ؤ، مخ يې د دېوال په لور ؤ، يوه لور او يو زوى يې په زمکه پراتۀ ؤ او مېرمن او کشرى زوي يې په بل کټ کې پراتۀ ؤ، ماشومان ټول اودۀ وو، خو د زرين مېرمن نرۍ نرۍ ژړېده، د سلګيو غږ يې د زرين غوږو ته صفا راتلو او زرين………… زرين هم په دېوال سترګې خښې کړې وې يا خو يې د ښځې نه ځان په دې پټولو چې اودۀ يم او يا يې ځان له د اودۀ کېدو دوکه ورکوله.
بهر د اسمان ګړزا روانه وه، باران ښه په تېزۍ سره د اسمان نه د زمکې په لور راروان وو، د تندرونو ګړزار پکې بېل اورېدل کېدو.
زرين د يوې درميانه طبقې کورنۍ سره تعلق لرلو، په دوه وروڼو او څلورو خوېندو کې په درېم نمبر ؤ، تر لسم پورې سبق ويلو نه وروسته د کار په لټه کې د پېښور په لور راغلو، په پېښور کې يې د کتابت کار شروع کړو او چې څۀ وخت بيا کمپيوټرې پېښور ته راورسېدې نو دۀ هم له کمپيوټر سره يارانه جوړه کړه او د کمپوزنګ کار يې شروع کړو.
د زرين مشر زوى اورنګزېب په سبق کې ډېر تکړه ؤ، هر کال به په ښوونځي کې اول نومره راتلو، په کمپيوټر کې يې هم ډېر پروګرامونه زده کړي وو او ډېر تکړه هلک ؤ، خو د غلطو هلکانو سره د ناستې پاستې په وجه بې لارې شو.
يوه ورځ چې اورنګزېب د شپې کور ته رانغلو نو زرين ورپسې ډېر وګرځېدو، څومره خپلوان ياران دوستان چې يې وو د ټولو نه يې پوښتنه وکړه، چرته چرته چې د اورنګزېب د تګ څۀ اميد ؤ هغه ټول ځايونه يې وکتل، خو د اورنګزېب څۀ درک ونۀ لګېده او چې په سبا له بيا په خپله راپېدا شه نو زرين ورته ډېر په قهر ؤ او په وهلو، ډبولو يې سړى سم د بوسو سخى کړو، خو اورنګزېب داسې هيڅ ونۀ ويل چې هغه چرته تلى، څۀ يې کول، ولې کور ته رانغلو، بيا څۀ وخت پس به يې کله کله داسې کار کولو، چې ناڅاپه به د ورځې ورک شو، کله به د شپې هم کور ته رانغلو، زرين ته په ورو ورو پته ولګېده چې اورنګزېب سيګرټ څښي، هغه په دې ډېر ووهلو، خو اورنګزېب به ترې انکاري ؤ، بيا يې يوه ورځ په چرسو ګېر کړو، دغه وخت خو د زرين دپاره ډېره د خفګان وه، چې په وهلو او ټکولو ونۀ شوه نو بس زرين هم ترې لاس لږ راښکه او په يو او بل به يې پوهولو.
تېره ورځ يې د يو ملګري نه خبر شوى ؤ چې اورنګزېب په جينکو پسې هم ځي، نور نو نزدې وه چې زرين لېونى شي، دا څلور پنځۀ ورځې کېدې چې دفتر ته به هم نۀ تلو، ځکه چې اورنګزېب ډېر زيات خفه کړى ؤ، ذهني سکون يې تباه شوى ؤ او اوس دا درې ورځې کېدې چې اورنګزېب کور ته هم نۀ ؤ راغلى، مور يې پسې ډېره خفه وه او نن ماښام چې مور ته د هغه ميسج راغلو،
“مورې! زۀ لاړم او د نن نه پس کور ته نۀ درځم، زما لټون ونۀ کړئ”.
زرين ورته ډېر ټيليفونونه وکړل، خو هغۀ به ټيليفون نۀ پورته کولو، ميسجونه يې هم ورته وکړل، خو اورنګزېب څۀ ځواب ورنۀ کړو، زرين ترې ډېر ځل دا پوښتنه کړې وه چې کۀ تاته څۀ مسئله وي يا څۀ کول غواړې نو ماته ووايه، زۀ به ستا مرسته وکړم، خو داسې له کور نه بهر مۀ ګرځه، غلط کارونه مۀ کوه، مور ته يې هم ورله ويلي ؤ چې کۀ د دې هلک څۀ مطالبه وي نو تۀ ترې پوښتنه وکړه، خو مور يې هم په دې کې کاميابه نۀ شوه چې د هغه نه داسې څۀ خبره واوري چې اورنګزېب اخر غواړي څۀ.
باران د لږ ساعت کمېدو نه پس يو ځل بيا راتېز شوى ؤ، ګړزا او پړقا روانه وه، طوفان هم ورسره راغلى ؤ، دننه په کوټه کې د زرين د مېرمن د سلګيو غږونه صفا اورېدل کېده، شمع خپل اخري احتتام ته رارسېدلې وه، ورسره خوا و شا ستي شوي ماشي پراتۀ وو، زرين په دېوال کې سترګې خښې کړې وې، په دېوال د شمعې نرۍ نرۍ رڼا خوره وه، د زرين د سترګو نه اوښکې لاندې د بالښت په لور روانې وې او په مخامخ دېوال ورته د خپل پلار څېره رامخکې شوې وه، پلار يې ورته لګيا ؤ: اخر تۀ غواړې څۀ؟.
“پلاره! زۀ خپل ژوند په خپله مرضۍ تېرول غواړم”.
زرين ته لکه د فلم د پردې، تېر وخت په دېوال ښکارېدۀ، اوښکې بالښت ته روانې وې، شمع مړه شوې وه، ماشي خوارۀ شوي وو او کومو چې د شهادت جام نوش کړى وو هغه د شمعې نه ګېر چاپېر پراتۀ وو، بهر د طوفان، باران شور زيات شوى وو، تندرونه غورځېدل، دننه د زرين مېرمن ژړېدله، داسې ښکاريده چې نن په ټولو يو شان غم راخور دى.
د مۍ ٢٥مه، کال ٢٠١٣ء