شنبه, جولای 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهجهاد(!)/اجمل پسرلی

جهاد(!)/اجمل پسرلی

د نجلۍ لاسونه د مور په غاړه کې پراته و. د مور یې سترګې رډې رډې راوتلې وې، د چاودنې له ځایه یې منډې وهلې. د ښځې د ښې پښې د زرغونې پلاستیکي څپلکې بند پرې شو، ښځې د پښو ګوتې سره راټولې کړې، خو څپلکه یې له پښې وختله. شاته یې مخ پسې واړاوه. د لور له مخ سره یې پوزه ولګیده.

په پوړیدلي غږ یې وویل:

« ډاکټر ته رسیږو…»

ښځه تیزه شوه. شمال ته یې ټیکری وښویده، دې لاس ورواچاوه، نژدې یې نجلۍ له غیږې لویدلې وه، لاس یې پر دیوال تکیه کړ.

یو ږیرور د دوی مخې ته کړوپ کړوپ تیر شو…

یو ځوان نجلۍ ته وکتل، منډه یې کړه…

 پولیس د ونې شاته تاو شو…

 خبریال کمره ورته ونیوله. ښځې خپلې اوږې ته لاس کړ چې په پلو مخ پټ کړي، ټیکری ترې په لاره ښویدلی و. د فلش رڼا ته د نجلۍ نیمې پرانیستې سترګې وځلیدې. ښځې خوله خلاصه کړه چې خبریال ته څه ووایي. هغه ویالې ته ټوپ کړل. ښځې د لور پر مخ لاس تیر کړ، خپلو سرو لړزیدلو ګوتو ته یې وکتل. مخامخ یې د روغتون پر وره ورمنډه کړه. ډاکټر نجلۍ پر بستر  څملوله غږ یې کړل:

-ژر کوئ بل یو

د نجلۍ مور په لوړ غږ وویل:

-تر دې مسلماني خو کفر ښه دی

ډاکټر نرسې ته اشاره وکړه، هغې پر نجلۍ سپین څادر خپور کړ.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب