دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرد ښځمنو في البدیهه مشاعره

د ښځمنو في البدیهه مشاعره

ملالۍ بشبر||

د تيرې شنبې په ورځ پر ټولنيزو رسنيو د ښځو په ګروپ کې فی البديهه مشاعره وشوه. د مشاعرې بلنه مېرمن اسيه مهرابي ورکړه او لومړی بيت يې داسي وو:


جانانه ځورېدلی, کړېدلی مې ته خوښ ېې 
د مينې په غمونو لمبېدلی مې ته خوښ ېې

اسيه مهرابي


خفګان دې درنه کډه شي ښه نه درسره ښکاري
پايزېب غوندې شېرينه شرنګېدلی مې ته خوښ يې

خوږه شېرزاد
————————————————–
دعشق په ښکلی لاره ساه نیولی می ته خوښ ېي
زما وخوار بورجل ته رسیدلی می ته خوښ ېی

مېرمن پروين ملال


پرېږده چې ګومانونه هرې لوري ته خواره شي
خو راکه، لاس دې راکه، لاس نيولی مې ته خوښ يې

خوږه شېرزاد

درځمه ستا پر لوري اوس مې کډه سمومه
چې درشمه خندانه, مسېدلی ته مې خوښ ېې

اسيه مهرابي


که ستا خوښي له بل سره وي، تاسې سره يو شئ
د ژوند سفر نيمګړي کې بايللی مې ته خوښ يې

خوږه شېرزاد

پوهېږمه چې دغه بغاوت څوک زغمی نه شي 
اې خياله لېونيه نا ليکلی مې ته خوښ يې

خوږه شېرزاد


شغلې، شغلې، شغلې کوه، مړ نه شې، تازه اوسه
اې د ګل اننګو اوره لګېدلی مې ته خوښ يې

خوږه شېرزاد


يقين شي را نه ليرې چې ته شې راته څيرمه
لږ ليرې، لږ پريشانه رنځ زغملی مې ته خوښ يې

سهېلا حسرت نظيمي


ټوپک، ټوپک ماحول کې وه زما شېرينه ياره
کتاب تر څنګ نيولی، فکر ښکلی، مې ته خوښ يې

خوږه شېرزاد


د ژوند سختي خوارۍ که راشي بېرته ځي جانانه
د ژوند په بد حالت کې صبرېدلی مې ته خوښ ېې

اسيه مهرابي


سندرې غوندې مست يې، سندريزه، موسيقياره
او توري د غزل غوندې سپېڅلی مې ته خوښ يې

خوږه شېرزاد


مه ګوره! بلې لورې ته ترور، ترور نظره
د يار په ښکلو سترګو نښلولی مې ته خوښ يې

خوږه شېرزاد


ستا فکر کې مې شپه او ورځ يوه ده، څومره ښه ده
د زړه وره ته نيږدې را رسېدلی مې ته خوښ يې

ملالۍ بشير


ته پرخه غوندې نم شوې او زه ګل وغوړېدمه
د سپين سهار لمره غوړېدلی مې ته خوښ ېې

اسیه مهرابي


رنګينه، لونګينه، د مورکې د لاس نښې
همداسې په سينه باندې ټومبلی مې ته خوښ يې

خوږه شېرزاد

———————————-


که نه دې ليکم، شم به لېونۍ، ليوني خياله
په زړه باندې مې بوجه، راوتلی مې ته خوښ يې

خوږه شېرزاد


سرزوريه زړه! منله دې زما خبره کله؟
همداسې د چا پښو ته غورځېدلی مې ته خوښ يې
خوږه شېرزاد


بېديا شمه که للمه او که تکه سره مڼه شم
د لمر غوندي راباندي غوړېدلی مې ته خوښ يې
ملالۍ بشير


ويده شه, ښه دې شپه, په خوږو خوږو خوبونو
ګهيز ملا آزان ته پاڅېدلی مې ته خوښ ېې

اسیه مهرابي

———————————————–
ملنګه خیر څه کوې دیدن ته مې دمه شه
د کور په دروازه کې پښه نیولی ته مې خوښ یې

نعيمه غني

همداسې لیونۍ مینې کې مست ښه یې زړګیه

همداسې یې په غم کې زنګیدلی ته مې خوښ یې

نعيمه غني


زه ستا په روح میینه د نړۍ ته یم راغلې
جانانه نه لیدلی نه کتلی مې ته خوښ یې

نعيمه غني


بيګا مې يادولی هر ګړی مې وې په زړه کې
راتګ دې کړم خوشاله اوس راغلی مې ته خوښ ېې

اسیه مهرابي

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب