جمعه, اپریل 19, 2024
Home+جلان د ناوړه دودونو په مقابل کې ولاړ شاعر

جلان د ناوړه دودونو په مقابل کې ولاړ شاعر

ليکواله: ډاکټر عارفه ځدراڼ

استاد الفت وايي: شعر د زړه غږ دی، له زړونو راوځي او پر زړونو اغېز کوي، افلاطون وايي؛ شعر يوه الهي موهومه ده، پر چا چې د خدای لورېينه وشي، د شعر ملکه ورکوي، ستر خوشال خان خټک بيا وايي؛ شعر د هر فاسق اؤ فاجر کار نۀ دی، هغه ورته پۀ تقدس قايل دی خو زما په اند، تر ټولو ښۀ شاعر هغه دی چې د واقعیتونو او د انسان د ورځني ژوند څروګندویي وکړي، د پېښو لفاظي مصور وي او د حالاتو ژباړن، تر ټولو ښۀ شعر هغه دی چې څوک یې پۀ یادولو هڅه ونه کړي، بلکې خپله پۀ ذهن کې کښېني، یؤ لۀ هغو شاعرانو څخه چې شعر یې د هر چا پر ذوق ښۀ لګېږي ښاغلی سیدجیلاني جلان دی، د پورتنیو یادو ځانګړتیاوو څښتن د یؤ فطري شاعرانه استعداد خاوند، د چاپېریال انځورګر او نوښتګر شاعر، پۀ هر نظم کې یې یؤ ځانګړی پیغام پروت وي، او د دۀ پۀ خپل غږ کې شعر ویل یې د شعر خؤند او جذابیت دؤه برابره کوي، پۀ ستاينه کې مې يې مبالغه نۀ ده کړې ځکه د جلان صاحب د غزل پر هره مسرۍ یوه مقاله لیکل کېدای شي. 

جلان د شعر په بېلابېلو اصنافو کې خپله شعري طبعه ازمویلې ده او په کې بریالی هم دی، شاعري یې له ښکلو ایډیامونو، ښکلو تصویرونو او له ښکلو ترکیبونو ډکه ده. هرې موضوع ته چې په شعر کې مخه کړي، په نوې بڼه یې په نوو تشبهاتو، نوو ترکیبونو او نوو تصویرونو کې يې وړاندې کوي نو ځکه یې شعر پر هر چا په زړه خوله لګوي، زه یې د شعر په نورو اړخونه ډېره نه غږېږم په هغوی ځانګړي بحثونونه او مقالې به راتلوونکي ته پرېږدو، اوس یې د خپل وطن ناخوالو او ټولنیزو ستونزو په اړه لید لوري باندې بحث کوم ښاغلی جلان وايي..

عرب د خدای  خواږه پۀ خپله وخوري

یوازې جنګ افغـانســـتان ته راوړي

وګورئ جلان دغه حالات پۀ خپل دغه بیت کې څه ښه انځور کړي دي او څه په جرات یې ویلي دي رښتیا که روژه فرض نه وای، ننني عرب شیخان به له ډېر خوراکه چاودلي وای، اوس لا ښه دی یوه میاشت یې خوله نسبتاً تړلې وي، هغه چلوونه، پلوونه او کبابونه چې دوی وهي، موږ په خوب نه دي لیدلي.

که د عربي شیخانو اولادونو ته وګورو، په اروپا او امریکا کې خرمستۍ او بدخرڅۍ کوي، خو پلرونه یې مجاهدین (جنګیالي) د جهاد لپاره افغانستان ته لېږي، هغسې افراطي عیاشۍ او شرابخورۍ چې عرب کوي؛ امریکایان اؤ اروپايان ورته ګوته په غاښ دي، خو له بده مرغه زموږ خلک د دغو شهوت پرستانو شیخانو په امر خپل خلک د جهاد په نامه وژني، د دغو شیخانو شیطاني څېرې په غیراسلامي هېوادونو کې ښه برملا کېږي، ځکه په خپلو هېوادونو کې یې د ریا غولوونکى نقاب پر مخ ایښی وي.

ترڅو به ژوند کوو په وينو، جنګ او کرکه باندې؟

راځئ چې کېږدو دا ناولې وسلې، ځمکې باندې

جلان دغه بیت کې خپل خلک او خپله ټولنه سولې او ارام ژوند ته رابولي دا بیت یې له خپلې ټولنې ورها خوا ټول انسانیت ته پیغام لري زه چې هر خبري چېنل  را واړوم نو د مرګونو او قتلونو خبرې کېږي په ځانګړې توګه  د مسلمانانو خوار و زار حالت ښکاره کوي، او د اسلامي هېوادو د فاسدو حکومتونو فسادونه، درغلۍ او دوکه مارۍ ښکاره کوي، موږ له ویش و آخ پرته بل هیڅ هم نه شو کولای، چې ډېره توره وکړو نو یو دانه ښېرا ورته وکړو، په افغانستان کې ځانمرګی، په مصر کې لاریون، په پاکستان کې ډزې، په سوریه کې بمبارۍ…

که ښکاره ووايم نو زموږ مسلمانان پر دوو منحرفو او افراطي طبقو وېشل شوي دي، لومړی طبقه؛ شتمن عرب، ګوډاګي پاچاهان او ولسمشران، عیاش شهزاده ګان، او د شاهي کورنۍ بدلاري چارواکي دي، ژوند یې د نڅاګرو په نڅا تېرېږي،

دویمه افراطي طبقه د نېستمنو او منځنۍ سطحې مسلمانان دي، هغوی بیا د جهاد په دنده اخته دي، نه په ساینس خبر دي، نه په پرمختګ، نه په اقتصاد، نه په سیاسي مبارزه، نه په حقیقي اسلام، بس وایي که اسلام دی همدا جهاد دی، موږ به یو او ټوپک به وي، د دوی بیا دغه کار دی؛ نن دلته دوه عېسویان وژلي، سبا هلته درې هندوان وژلي، بله ورځ پنځه کوریایي انجنیران تښتولي، حورو ته د رسېدو په خاطر ځانمرګی کړی، کافرانو ته د جاسوسۍ په تور مسلمان وژلی، پل الوځولی.

وا پښتونه! ستا نو په دې خاوره وجود څه مانا؟

نه شې کوای ان د ځان پوښتنه حدود څه مانا؟

جلان د خپلې پښتني ټولنې ناخوالو هم ډیر دردولی دی او دردیږي . نوموړی په خپل شعر کې په پښتنو غږ کوي او یو ډول هنري پیغور ورکوي چې ولې ته نه راویښیږي؟ ولې د ځان پوښتنه نه کوي؟ شپه ورځ وژل کیږي خو ته یوازې خپلې جنازې پورته کوي خپل غږ نه پورته کوي د خپلو قاتلینو څه پوښتنه د ځان نه شي کولی نو بیا ته څوک یې؟ ستا موجودیت څه دی؟ ستا هغه غرور او لافي د څه لپاره دي؟ 

څوک چې خبره د ولس او د وطن کوي

اول دې ځان ته غم د قبر او کفن کوي

زموږ په وطن کې بدبختي داده چې څوک د وطن او ولس غمخور وي د هغه ژوند ته خطر وي وژل کېږي، تحدیدېږي ان کورنۍ ته یې ستونزې جوړېږي جلان همدغې موضوع ته په پورتني بیت کې ښکاره اشاره کړې ده چې په دې وطن کې  د وطن او ولس لپاره څوک مبارزه کوي مخکې له دې چې مبارزه پیل کړې ځان ته دې د قبر او کفن غم هم وکړي چې ژوند یې هر وخت له ستونزو سره مخ وي.

 د اسلام ستر داعي شیخ احمد دیدات په خپله یوه وینا کې فرمایي؛ ما ته نه یوازې د کافرانو له خوا ګواښوونکي احوالونه او ټیلفونونه راځي، آن د ځینو اسلامي ډلو له خوا اخطاري ټیلفونونه راځي، دا زما د هلو ځلو برخه ده، هر څوک چې مبارزه کوي له دغه ډول پېښو سره به مخ کېږي” که مو مبارزه پر حق وي، وجدان او ایمان مو پر رښتینوالې شاهدي ورکوي، الله به مو مل وي، له هیڅ ډول ګواښونو او ګوتڅنډنو مه وېرېږئ، خو که مو مبارزه د شهرت، پیسو، مقام… د ترلاسه کولو لپاره وي، بیا به نو له خپل سیورې هم وېرېږئ.

د جلان لاندې بیت ته تم کېږو وګورو، چې جلان څنګه پراډکسي خبره کوي او څومره په ساده الفاظو کې ژور فکر او خیال کاروي، شعر هر څوک لیکلی شي خو شعر کې داسې خبرې لکه جلان یې چې کوي د هر چا کار نه دی.

صفت یې د وطن د رهبرانو راته وکړ

په شګو کې څهرې د شيطانانو جوړوم

په افغانستان کې سياست همدې ته وايي، وايه يو څه، کوه بل څه، نارې د هېوادپالنې وهه، خو د پردې تر شا د هېواد پښې وهه، د وطن د اقتصاد د پياوړتيا ژمنې کوه، خو تر هر څه مخکې خپل جېبونه ډکوه.

 څومره ښه خلک يوو چې زوی ته  ښځه ښکلې غواړو

خـو لـور تـه وايـو چـې پـه خـوښه بـه مـېـړه نـه کوې

زموږ په ټولنه او  سېمو کې هلک لۀ جینۍ او جینۍ لۀ هلک خبره نه وي خو د ژوند تار مشرانو ورتړلی وي. هلته کۀ چا دغه غږ پورته کړ بې شرم، بې حیا او دې ته ورته لس نور نومونه پرې ږدي.

موږ د پنځلسو افغانيو مڼې ناليدلې نه اخلو خو د ژوند دا اوږد تړون بيا په پټو سترګو تړو، اسلام چې د فطرت دين دى په دې اړه شریعت اجازه ورکړې چې کله څوک ریباری ته ځي نو کولای شي د هغې مخ او دوه لاسونه وویني، آن تر دې چې غوره یې ګڼلې په داسې حالت کې ولیدل شي چې هغه متوجه نه شي ځکه کیدای شي له یوې خوا په سر او صورت لاس ووهي او له بله پلوه که احیانا یې توافق رانه شي، چې د کوم لوري عوا‌طف تر پښو لاندې نه شی. کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبرېږي چې مغیره غواړي واده وکړي نو ورته فرمایی: ورشه هغه وګوره. ځکه دا کار ستاسې تر منځ تفاهم او مینه پیاوړې کوي. (دا حدیث ابن ماجه روایت کړی او البانی صحیح بللی.)

په هغه ټولنه كې چې د ناخوالو نه د خلاصون وروستۍ لار، الله ته ناخوښ روا كار (طلاق) تقريبا په حرام اوښتى، هلته چې تر مرګه په سكروټو ژوند زغمل كېږي… آيا دومره بې غوري د زغملو وړ ده؟ آيا اړينه نۀ ده چې په دې اړه د ټولنې ناسم دود مات كړو؟

 ته كه واده كوې نو پلار او مور به یې خوښوي. د مور معيار مو غټې سترګې او سپين مخ دى او د پلار بيا د پلرونو او نيكونو ښه نوم. زما مور متل كوي چې “سپينه خو واوره هم ده چې سوځول كوي”. پلار ته يې سلام او د نيكه يې درناوى زما په سترګو، خو دا را ته ووايه چې دا آغلې/ ښاغلى څنګه اخلاق لري، زما سره په خاورينه خونه كې ژوند تېروي كه نه؟ آيا هغې ارزښتونو ته درناوی كوي چې ما ته مهم دي؟ آيا زما سره په خبره پوهېږي؟

دا په شــاتو کې د مینـــــې ګل ډیـوې دي

دا د خدای نازک مخلوق معصومې نجونه

جلان د خدای خوږ مخلوق یانې نجونې او میرمنې د شاتو په منځ کې د ګلونو له ډیوو سره  تشبې کړې دي، شعر کې همدا نازک خیاله ده او داسې نازک خیالي چې جلان یې کوي انسان حېرانوونکې او په زړه پورې دنیا ته بیايي، زړه به دې غواړي بار بار یې شعر ولولې او د هر ځل لوست وروسته یوه نوې انګیزه درکوي او نوي فکر کولو دې ته اړباسي.

له لور او خور سره مينه کول يوازې دا نه ده، چې قيمتي او ښکلې جامې ورته واخلې، په ګاڼو او جواهراتو يې ونازوې، هوسا ژوند او ښه خواړه ورکړې. خو د جهالت چاره يې ونه کړې، د سلګونو زرو افغانيو زر به لري، خو خپل نوم به نه شي ليکلای، ښکلې او قيمتي جامې به لري، خو د کتاب يوه کرښه به نه شي لوستلای، په مادي لحاظ به شتمنه وي، خو له معنوي پلوه به نېستمنه وي. له نجونو سره رښتينې مينه د هغو لوستې کول دي، تعليم او ليک لوست پرې زده کول واقعي مينه او قرباني ده. که نجونه د تعليم په ګاڼه سمبالې شي، راتلوونکي نسلونه به مو له جهالته را ووځي. تعليم د روښانه راتلونکي ضمانت دی. جلان همدغې موضوع ته هم څه ښه اشاره کړې ده 

د وطن پیغلې د رواج  خدای ته په ملا خمې دي؟

او که کږې دي غونډې منډې اینې په اور کې?

 ډېری  افغانان  د ښځو د زده کړو په باب؛ تر ډېره کلتوري او رواجي ذهنیت لري، ښځه له دې امله ښوونځي تا نۀ پرېږدي، چې نورې ښځې ښوونځي ته نه ځي، د کلتور تقاضا مو همدا ده، یا ښایي ګاونډیان بد پسې ووایي، خو همدغه افغان چې کله اروپا او امریکا ته ولاړ شي؛ نۀ ښځې له ښوونځي منع کوي، او نه په دغو مسایلو کې هومره جدي وي؛ لکه افغانستان کې چې به و، ظاهراً دوی په افغانستان کې؛ دغه کار ته شرعي رنګ ورکوي، خو په حقیقت کې هغه د رواج وي.

ډار دی بګنېږو په قدم قدم بلاوې ګرځي

د مړو ښار دی ژوندي هم لکه ارواوې ګرځي

یو خوا چې حالات دې حد ته ورسېږي لکه جلان یې چې په شعر کې انځوروي دا نو بېخي ناهیلي کوونکي وي، جلان په افغانستان کې اوسي د خپل وطن له هر درد او غم څخه خبر دی او شېبه شېبه دا حالات تجربه کوي، بېرته یې د شعر په مټ تر موږ را رسوي، له بله اړخه موږ ځکه له ډاره بګنېږو چې موږ کې ډیر کم خلک  له منافقت څخه پاک دي، د منافقت اخلاقي ناروغي بېخي زیاتو افغانانو کې شته. وایي یو څه، کوي بل څه، د وطن د مینې نارې وهي، خو په یو نه یو ډول له وطن سره خیانت کوي، د دین دوستۍ شعارونه ورکوي، خو قول او عمل یې ځمکه او اسمان توپیر لري، د ملګرتیا او سرښندنې ټټر ټکوي، خو پر نه څه ملګرتیا پرېږدي او غیاب کې دې غیبت کوي، د ستر او حجاب پلویتوب کوي، خو بازار کې پر حجاب لرونکو ښځو پر حجاب سربېره خوند اخلي.

په افغانستان کې د جګړې له بلا پرته نورې بلاګانې هم د خلکو په ذهنو کې شته: شیشکه، آلمستي، روې، مادرزومی، دېب، بلا، اروا، پېری…….

انسان چې مړ شي اروا یې تر قیامته د الله په قید کې وي، د قیامت په ورځ بېرته ارواګانې خپلو جسدونو ته د الله په امر راستنېږي، ځینې خلک چې اوس له ارواګانو وېرېږي، یا یې د لیدلو ادعا کوي؛ دا ټول د دوی توهمات او خیالي انځورونه دي، اروا نه موږ وېرولای شي، نه ګټه او زيان را رسولای شي، او نه یې هم موږ لیدلای شو.

مالیخولیایي هغه کس ته ویل کېږي، چې یو څوک ژوندی وي، دی نه ترې وېرېږي، خو چې مړ شي؛ ترې وېرېږي، ګومان کوي چې د مړه کس اروا به د شپې راشي، دی به وډاروي، له وهمه یوازې ویدېدای نه شي، حال دا چې مړی بېچاره د ځان واک لا نه لري، ځینې انسانان په لوی لاس خپل ځانونه د تصور په شرمښانو خوري، ځان د وسوسو او سودا په وهمي نړۍ کې ورک کړي.

جلان بل ځای وايي

د جهالت په رواجو باندې مې پښه کیښوده

لور مې مکتب ته کړه روانه چې یې ژوند رڼا شي.

چې یو څوک د نجونو د زده کړې په هکله خبره وکړي، د ځینو سخت دريځو لخوا پوچ دلایل ورته ویل کيږي، وایي، موږ نه غواړو خپلې ښځې د غربیانو او امریکایانو غوندې لوڅې او بې ستره کړو.

هیڅ یو ایمانداره افغان دا نه غواړي چې د هېواد مېرمنې یې بربنډې وي، او نه هم د نجونو تعلیم د فحشا او بې سترۍ مانا لري، د نجونو تعلیم د ټولنې لپاره یو ضرورت دی، ضرورت لا نه بلکې یو اشد ضرورت دی، البته د اخلاقي او اسلامي اصولو په چوکاټ کې، موږ د پنځه سلنه بداخلاقۍ له امله مطلق د نجونو تعلیم ناروا نه شو بللای، ځکه قانون جوړونه پر استثنائاتو او اقلیت نه کېږي، بلکې پر اکثریت کېږي، شرعاً که د یو شي خیر تر شر زیات وي، د خیر پر مسئله اطلاقېږي، ډېری نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، او نه هم له نارینه وو لخوا په کور کې زده کړه ورکول کېږي، د اولاد او ټولنې د سالمې روزنې لپاره لوستې مېرمن اړینه ده، ځکه علم رڼا ده چې هم په خپله لار په پیدا کوي او هم نورو ته د همدې رڼا په برکت لارښوونه کوي، الله تعالی د هغو کسانو چې ایمان یې راوړی وي او د علم خاوند يا خاونده وي درجې او مقام یې لوړوي (يَرْفَعِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءامَنُواْ مِنكُمْ وَٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلْعِلْمَ دَرَجَـٰتٍ)

 [المجادلة:١١]

او همدارنګه په دنیا کې هم لوستي کسان تر نالوستو قدرمن وي، که ښځه وي که نر.

ځينې بيا وايي، چې د نجونو د تعلیم ځکه نه یو طرفداره چې تعلیم یافته نجونو کې فحشا ډېره وي.

دغسې ذهنیت ډېر خلک لري. حال دا چې فحشا یا د هلک او نجلۍ تر منځ اړېکې هره طبقه کې شته، باسواده او بېسواده دواړو طبقو کې ښه و بد شته. دا د هر هلک او نجلۍ په اخلاقو او کورنۍ روزنه پورې اړه لري، چې څنګه عمل او شخصیت ځان ته غوره کوي. ما د ډېرو بېسوادو او سواددارو نجونو او هلکانو د اړیکو کیسې لیدلې او اورېدلې دي. نو ځکه وایم، چې ړوند قضاوت ښه نه وي او یوه طبقه مطلق ښه او بله بده ګڼل ناانصافي ده. د پخوانیو بېسواده نجونو د ګودر پر غاړه، پر بامونو، کلیو او باغونو کې د معاشوقو نکلونه به مو اورېدلي یا لوستلي وي، شاعرانو یې شعرونو کې یادونه هم کړې ده.

په دروغجنو دلاسو حقيقت نه پټوم

ياره! مرګ تريخ دی خو بې ابه ژوند نه مړينه ښه ده

زۀ د جلان صېب د دې خبرې سره همغږې یم، ځکه چې ژوند د خدای نعمت او د مرګ امانت دی، خو د بېغیرتۍ او ذلت  له ژونده، مرګ سل نه زر ځلې غوره دی. غیرت زموږ پښتو، زموږ اسلام دی. په غیرت یوه ورځ مړه ښه یو نه په بېغیرتۍ هره ورځ.

هره ورځ دلته وي قيامت جلانه !

هره ورځ دلته يو ځواني ماتېږي

  د  پورته بیت په لوست سترګې له اوښکو ډنډ کیږي دا ځکه چې مونږ هر ورځ په لسګونه ځوانان او له دې زیاتې ځوانې تر خاورو لاندې کوو هره ورځ  قیامت تجربه کوو تر څوبه دا حال وي ؟ 

کله چې فکري فقر شتون ولري، همداسې بۀ وژل کېږو، همداسې لکه بې شپونه رمه کۀ هر چا وخوړلو، خوري بۀ مو. 

عجبه احساس کؤم باور وکړئ، دغه حالت انسان وژونکي سکوت سره مخ کوي، دا چې ګورې نړېوال هر قدم د خپلې خاورې د پرمختګ لپاره پورته کوي او افغان لګیا وي د بربادۍ کارونه یې کوي. 

 یؤ ترکي ډوکمینټري فلم مې لېدو چې د ترکیې بېرغ د ترهګرو له خوا غورځؤل کېږي. هر ترکي وګړی کۀ زوړ و، ک، ووړ، کۀ نر و، کۀ ښځه د خپل بېرغ د بېرته پورته کؤلو لپاره منډې وهي، یؤ وخت ټول رسېږي، د یؤ بل په اوږو خېږي او خپل بېرغ هماغسې لوړ درؤي. 

دغه حالت کۀ څه هم فلم و، سترګې رالمدې کړې ومې ویل راشه موږ ته چې څومره راته خپل بېرغ او ملي حاکمیت د ارزښت وړ دی.

زما په نظر جلان یو روماني شاعر دی، یو نوښتګر شاعر دی، د ښکلاګانو ترجمان شاعر دی، خو جلان د ترخو تجربو د ناوړو رواجونو په ځانګړې توګه د نجونو او میرمنو سره د راوجونو د ظلم او وحشت په مقابل کې یو باجراته او مبارز شاعرهم دی، لسګونه شهکار نظمونه یې همدې برخه ته په ډېر جرات لیکلي، ما یې په پورته لیکنه کې په همدې اړخ زیات تمرکز وکړ ګنې د جلان د شاعرۍ په نورو اړخونو مقالې او کتابونه لیکل کېږي، د ادب څېړونکو ته بویه چې د جلان شاعري راوسپاړي، درسته شننه پرې وکړي او ټولنې ته د دې ستر او نوښتګر شاعر ژور فکر او نازک خیال ور وپېژني، زه جلان صیب ته د لا زیاتو پرمختګونو، د لا نویو او هنري پنځونو په هیله یم او خپلې خبرې د جلان په دغه بیتونو راټولوم چې:

ته! دجلان غزل ژور ولوله

پروت یې ګل دښتې دښتې خیال تر شا

        یا

که خدای ژوند راکړ نو جلانه! د پښتو لپاره

پوره لــــرم یو سندریزه زمانه خبرې

په مینه او درنښت

ډاکټر عارفه ځدراڼ

امریکا 

۱۰ زمری ۱۴۰۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب