شنبه, مارچ 22, 2025
Home+شل کلن پرهېز (لنډه‌کیسه) عبدالوکیل سوله مل

شل کلن پرهېز (لنډه‌کیسه) عبدالوکیل سوله مل

ساه یې ستړې ستړې کېده، غځېدلې پښې یې ور ټولې کړې، خپل لوڅ بدن ته یې وکتل، ژر ځای کې را کېناستله، تر څنګ پروت سینه بند یې په سختۍ سینو پورې ونیو، اوچته ودرېده تورو اوږدو جړ وېښتانو یې مخ پناه کړی و، د کټ تر ژۍ پروت نېکر یې له ځان سره واخیسته. تشناب ته روانه شوه، پر ځان یې اوبه را تېرې کړې.په منډه ېې ولمبل او  د ناستې خونې ته بېرته راننوته. مخامخ په لوی کوچ کې یې ډډه واچوله.

 په تلوېزون کې مسته سندره چالانه وه، خو د دې پام  په دېوال کې  راځوړند ښيښه يي چوکاټ ته واوښت، ، ته به وایې، چا یې پر وړاندې ساه ورکړه.ناببره ژړا ونیوه، کړیکه یې تر خولې راووته.

 دوران له پخلنځي را منډه کړه، سرته یې ودرېد:

_ څه خبره ده؟

هغې ښيښي چوکاټ ته لاس ونیو. ددوران مغزی هم هغه لورته کوږشو :

_ ولې څه خبره ده؟

شګوفې سترګې ښکته واچولې، په دواړو لاسونو یې سر ونېو:

_ له خاوند سره به په هغه دنیا کې په کومو سترګو مخ کېږم؟

سترګې یې ور پورته کړې، بیا یې ښيښه یي چوکاټ ته وکتل ، لاس ېې هغه لور ته ونېو:

ـ د دې مبارکې کلمې لاندې چې دې لوڅه او تحریک کړم!

دوران دېوال ته ودرېد، راځړېدلی چوکاټ یې له دېوال

  را بېل کړ، د سترګو په رپ کې یې بلې کوټې ته یوړ.شېبه وروسته راغی، او پرهغه ځای کې ودرېد ، چې چوکاټ یې ترې جلا کړی و.

_ بس نور یې دلته نه راځوړندوم، سر له سبا یې ځای دهلیز شو.

شګوفې مړه ور وکتل:

_ نو ته وایې چې دا به مو د ګناه بار له اوږو کم کړي؟

دوران یې څنګ کې کېناست، غېږې ته یې ور ړنګه کړه:

_ مه لېونۍ کېږه! په دې وطن کې چې دوه سوه کلمې هم په ځان چوف کړې، له ګناه نه راګرځې.

شګوفې ځان راټول کړ، سرېې یوه او بل طرف ته وخوځاوه:

_ دا خو رښتیا وایې، دلته د انسان په دواړو اوږو شیطان کېني، که داسې نه وای، څنګه به مې دا د شلو کلنو پرهېز ماتېده.

دوران  ټوپ کړ، بېرته یې کلکه په غېږه کې ونیوه، د هغې له غمبورو یې ګرمه مچکه واخیسته. د یو مست اتڼچي په څېر یې چرخک وخوړ:

_ واو! څومره بختور یم.

ځنډ وروسته یې په خوشالۍ وویل:

_ رښتیا وایې، له مېړه وروسته دې زه دویم کس یم چې غېږې ته مې راولوېدې؟

شګوفې دېوال ته وکتل، غوښتل یې چې په دېوال کې پر راځوړندې کلمې قسم وخوري، خو کلمه لېږدول شوې وه، بې واکه یې له خولې ووتل:

_ په خدای قسم خورم!

هغه له خوښۍ ټوپ او لاسونه پورته واچول:

_ یعنې پېغلتوب دې ما در خراب کړ؟

شګوفې په لاس ټیله ورکړه، په ناز او کرشمه ېې وویل:

_ په ځان نه پوهېږم، چې تا څه کوډې راباندې وکړې.

هغه په خپلو برېتونو لاس وواهه:

_ زه خو دا کمال او جمال لرم، لېونۍ!

_ نه، ستا د کمال او جمال خبره نه ده.

_ نو څه؟

هغې سوړ اسویلی وویست:

_همدې بې لارۍ ته مې یو زوی راوستم.

دوران په پوښتنیز انداز وویل:

_هغه څنګه؟

د شګوفې سرې شونډې وښورېدې:

_هغه دا چې زما او د ټولو اولادونو خلاف یې له یوې انګریزې سره د یارانې تار واچوه، سر مې ورته سر تور کړ، خو له وې نه منله ،

د دوران سترګې وځلېدې:

_ یعنې زموږ د مینې اړېکه دې د زوی له دې عمل نه راټوکېدلې عقده وه څه؟

هغې سر وخوځاوه:

_ که زه داسې بې لارې وای، دورانه ! ته پوهېږې، څومره ځوانان راپسې ول او څومره کسانو

 د یارانې څه چې د واده وړاندیزونه راته وکړل.

هغه یې له نرۍ ملا لاسونه راوګرځول او یو ځل بیا یې په غېږ کې ټینګه کړه.

_ په دې کې خو هېڅ شک نشته، ته چې اوس دومره جذابه او ښکلې یې. شل کاله وړاندې خو به دې ښایست اورونه لګول.

پسې زیاته یې کړه:

_ خو په یوه خبره پوه نشوم، ته چې دومره له اروپا او ګناه ډارېدلې، نو څنګه دې دغه ځای ته د مهاجرت زړۀ ښه کړ؟

شګوفه غلې وه، هغه ورځ  ورېاده شوه چې سبا ېې له کلې  لېور راځي او  دوي به  له ځانه سره بېايي او بېا به ځانته نکاح پرې تړي ،

دوران یې اوږه وخوځوله.

_ څنګه بې ځوابه شوې؟

شګوفه لکه له خوبه چې راکېني.

_ که داسې مې نه وای کړي، لېوره مې ځان ته په نکاح کولم.

دوران وخندل، په ملنډو یې وویل:

_خو واده به دې ورسره کړی و، کنه.

شګوفه لکه مچۍ  یې چې وچېچي.

_ څنګه مې واده ورسره کړی وای؟ نه یوازې چې زما د پلار په عمر و، بله مېرمن یې هم درلوده.

دوران وستاېله:

_ ښا، بیا خو دې افرین وي درباندې.

د دوران  اوس د شګوفې زوی ته سودا شوه.

_ رښتیا د بې لارې زوی سره دې څه وکړل ؟

_ له کور مې وشاړه!

_ولې ؟ نو چې هم ځوان شي او هم اروپا ته راشي، دلته کله له بې لارې توب  راګرځي؟

دلته په عمر پاخه له بې لارې توب  نه راګرځي، ته لا ځوانان یادوې.

هغې ځان ته لاس ونیوه، د خپلې سپېڅلتیا او ارادې مثال یې ورکړ:

_زه څنګه درته ښکارم، زه چې اروپا ته راغلم، له هغه  ځوانه وم. څنګه مې تر دې دمه ځان وساته.

دوران پر شاه وډبوله:

_ افرین دې وي. نو اوس څه ورسره کوې؟

_ څه ورسره کوم نه، ورسره کړي مې دي!

_څه؟

شګوفې ور لنډه کړه:

_ د تل لپاره مې د ځان او نورو اولادونو پر وړاندی پردی کړ، له کوره مې وشاړه.

_ ولې، ته وایې په دې سره به یې له بې لارېتوب نه  را وګرځوې؟

_ د هغه بې لارېتوب ته غم نه یم وړې، د نورو غم راسره دی چې بې لارې نشي. که همداسې مې پرېښی وای، نور اولادونه یې را خرابول.

_ ته څه وایې، چې نور به خراب نشي؟

شګوفې وخندل:

_ د نورو د خرابېدو غم مې خوړلی دی.

دوران  وپوښتل:

_ هغه څنګه؟

شګوفې د افغانستان نقشې  ته چې په مخامخ د یوال کې را ځوړنده وه ګوته ونیوه.

_ ټولو ته په وطن کې ودونه کوم.

دوران لاس پرې واړو،په ټوکه یې وویل:

_ اوس دا ووایه، چې ما به څنګه له بې لارېتوب څخه راګرځوې؟

شګوفې په ناز ټیل واهه:

_ ته خدای له ذاته بې لارې پیدا کړی یې.

دوران  په لاس کې فیروزيي ګوتمۍ واړوله راواړوله .

_ هغه څنګه؟

شګوفې په سرو شونډو ژبه تېره کړه:

_که بې لارې نه وای، اوس به دې زما پر ځای خپله مېرمن څنګ کې ناسته وه.

دوران ښه شېبه وخندل، بیا یې وویل:

_سمه ده. ستا مې ومنله دا سبا ته مې راوستله.

ځنډ وروسته یې د شګوفې لاس په لاس کې ونیو، په جدي انداز یې وویل:

_ لاس دې راکړه، ایا دا ضمانت راکوې، چې دلته به نه بې لارې کېږي؟

شګوفې یې سترګو ته وکتل:

_ ته څه وایې چې هلته به نه بې لارې کېږي؟دلته چې ته په لار یې او هغې ته وفادار اوسې، د خیانت درجه یې لا ټیټه ده، ټیټه څه چې صفر ده، خو هلته…

دوران  یې خبره پرې کړه، د خپل چلند په ننګه یې وویل:

_پوهېږم چې څه وایې، خو که دلته بې لارې شي، څه کولای شم؟

_ هلته څه کولای شې؟

_هلته پرې زړۀ تشولی شم.

شګوفه په شاه شوه، وډاره شوه:

_ یعنې څه؟

ددوران  تندي ګونځې وکړې، رنګ یې سور واوښت، سترګې بوټې راووتې. اوچت ودرېده ،لاسونه یې کلک سره ور وستل، بې واکه یې چغه کړه:

ـ وژنم یې!

لاسونه یې نور هم سره کلک کړل.

_ پوهېږې څه کوم؟

په ستوني ېې لاس راکښود:

سر ترې غوڅوم!

شګوفه ورېږدېده، له پښو یې ساه ووته، داسې لکه دوران چې د دې اورمېږ په خپلو لاسونو کې کلک ونیسي او ساه ترې واخلي.

نور یې اه له خولې ونه ویست.

لندن ــ انګلستان

جولای ـ ۲۰۲۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....