تاند (جهارشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۶ مه) په کابل کې د چین سفیر ادعا وکړه چې “ځینې اړخونه” هڅه کوي د چین او طالبانو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا مخه ونیسي.
هغه وویل چې هېواد یې له دې موضوع څخه خبر دی او تمه لري چې طالبان هم دې ته پام وکړي.
ژاو شینګ، دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د مرغومي په ۲۳مه، د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړونې له وزیر حمدالله نعماني سره په خبرو کې وکړې.
د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د چین سفیر وویل: «ځینې اړخونه نه غواړي چې د چین او افغانستان ترمنځ سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې شي او دوام وکړي، او هڅه کوي چې خنډونه رامنځته کړي. چین دې موضوع ته پام کړی او تمه لري چې د افغانستان اړخ هم دې ته دقت وکړي.»
د چین سفیر د کوم هېواد نوم وانه خیست. طالبان، چې له لوېدیځ په ځانګړي ډول له امریکا سره خرابې اړیکې لري، هڅه کوي چې له روسیې او چین سره، چې د امنیت شورا دایمي غړي دي، اړیکې پراخې کړي. که څه هم دغو دوو هیوادونو په تېرو درې نیمو کلونو کې د مرستو له ژمنو سره سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د پام وړ مرسته نه ده کړې.
په همدې حال کې، هند، سعودي عربستان، او متحده عربي امارات هم له طالبانو سره د اړیکو ښه کولو لومړني ګامونه پورته کړي دي.
د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړونې وزیر حمدالله نعماني، وویل چې افغانستان او چین له ډېر پخوا څخه سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او دواړه اړخونه د دې اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دي.
هغه وړاندیز وکړ چې د چین پانګهوال دې د ساختماني پروژو په ځانګړي ډول د نوي کابل ښار په پروژې کې د ګډون لپاره وهڅول شي.
په کابل کې د چین سفیر هم د نوي کابل ښار په اړه د پانګونې په اړه څرګنده کړه چې اړتیا ده د پانګونې شرایط، اسانتیاوې، او اړوند جزئیات مشخص شي، ترڅو د چینایي پانګهوالو لپاره بشپړ او روښانه معلومات چمتو شي او هغوی د دې پروژې ګډون ته وهڅول شي.
چین، چې د افغانستان د جمهوري حکومت په لومړیو کلونو کې د لوګر د مس عینک کان قرارداد په کومو شرایطو منلی و، لا هم په دې کان کې پانګونه نه ده پیل کړې.
همداراز سره له دې چې طالب چارواکي وايي، د واخان سړک یې د چین تر پولې رسولی، چین د افغانستان په پوله کې ګمرکي تاسیسات نه دي جوړ کړي او تر دې دمه داسي ښکاري چې لا له افغانستان سره مځکني ارتباط ته لېوالتیا نه لري.