د رواني میاشتي اکټوبر پرپنځمه مي، په همدې دروند سایټ کي، د پوهاند صېب ډاکټر مجاوراحمد زیار صېب یو مضمون، چي د عبدالنافع همت د « باره او بالا» د تورو د استعمال په مقابل کي وبخښی په وړاندي یې لیکلی وو، ولووست. دا مضون چي زیار صېب په هرنیت لیکلی وي هغه د ده کار دی؛ هر لیکوال، په تېره بیا داسي پوهان چي ځانونه ټیکه داران بولي، بشپړ حق لري، چي د ټیکه داری له دریځ څخه په ګټي اخیستلو سره، خپلي( ارتي بیرتي) ووايي. زه نه د عبدالنافع همت له «باره او بالا» سره کار لرم او نه مي د زیارصېب له ارتو بیرتو سره څه غرض سته؛ خو دونه ضرور ویلای سم چي زه د یوه سپین ږیري، د ګور پر غاړه، اویا کلن لیکوال په حیث، چي تقریبا پنځوس کاله مي په پښتو ژبه شاعري او یو څه لیکوالي کړې ده، د زیارصېب په مضمون ډېر لږ پوه سوم. باور وکړی په دې خبره کي هیڅ مبالغه نه کوم. که یې څوک زما بېسوادي بولي ودې بولي زه خوا نه بدوم. لومړی مطلب مي دا دی چي که زما په څېر اویا کلن سپین ږیری د هغه په لیکنه پوه نه سي نو زه نه پوهېږم چي دا ارتي بیرتي به یې د چا لپاره لیکلي وي.
د زیارصېب د ارتو بیرتو په منځ کي دې ټکي ته متوجه سوم چي هغه( په ټوکو نه بلکه په جدي توګه) خپل ځان د نوي ژبپوهني او پښويي ټیکه دار بللی دی؛ ځکه یې نو د ښاغلي همت مضمون پر خپل ملکیت او قلمرو باندي تېری ګڼلی او اړنګ بړنګ یې ورسره پیدا سوی دی. دا لومړی ځل دی چي زه د داسي یوه سړي، په تېره بیا پوهاند، سره مخامخ کېږم چي هغه خپل ځان د یوه بشپړ علم ټیکه دار معرفي کوي. افغانان نن سبا په ډېرو شیانو کي اول دي نو پرېږده چي په دې ټېکه داري کي هم لومړی مقام ترلاسه کړي.
زما له زیارصېب سره نور اړنګ بړنګ ځکه نسته چي په مضمون یې سم پوه سوی نه یم او که یې بیا ولولم هم باور لرم چي پرې پوه به نه سم. که دی پخپله خپل مضمون ولولي هم ویلای سم چي، که نور هیڅ نه وي، نو بې ارتباطی ته به یې متوجه سي.
زما له زیارصېب څخه پوښتنه دا ده چي څرنګه په دونه پاخه عمر کي، چي حتی تر ما هم څه باندي لس کاله مشر دی، ځانته دا اجازه ورکوي چي د خپل قام د میلیونو انسانانو لهجه (وبخښۍ ګړدود) مسخره کړي. (وبخښۍ پچموغزي ورپوري وکړي) که څه هم چي د علومو ټیکه داري خو، چي موږ یې نوې اورو، په ډېر سلیم عقل کېږي؛ خو زه باور لرم چي زیارصېب باید خپل یو څه عقل له لاسه ورکړی وي. کنه نو په دومره پاخه عمر کي دومره د ماشومانو په سویه لیکنه یې نه کوله. زه به یې معاف کړم.زیارصېب د کندهار د لهجې او ژبي د مسخره کولو په ترڅ کي، د یوه ننګرهاري شاعر له قوله لیکي:
(( د سېبي ترسایې لاندي مي پشه پورته کړه، شاشې مي وکړې )) !
زیارصېب! ستا د ټولي ټیکه داری له تام صلاحیت سره قسم درکوم چي کندهاریان دغسي وايي؟ که ریشتیا په دغه عقیده یې نو زه ستا سره، ستا په پوهه کي، اړنګ بړنګ لرم. ته د ژبپوهني، ګړدودونو، ويي پوهي، پښويي او… په ساحه کي خپله ټیکه داري بیرته واخله. که دي له مقر څخه تر هلمند، فراه او اوروزګان پوري یو سړی پیدا کړ چي د سېبي ترسایې لاندي عبارت یې ووایه زما به ژبه را پرې کوې. ته ولي پشه لیکې؟ که د « ښ » توري له تلفظ سره اړنګ بړنګ لرې نو د دې کلمې معیاري شکل خو «پښه » ده. نو بیا یې هغسي چي لیکله کېږي ولیکه. که ته ریشتیا هم په دې ټوله پښتني سیمه کي، چي تا یې ادعا کړې ده، ګرځېدلی یې، نو باید پوه سې چي په کندهار کي پشه پورته کول د سپي لپاره راځي. دا خبره هیڅ وخت څوک نه کوي چي پشه مي پورته کړه. تا په کندهار کي وخت تېر کړی دی؟ په ټول کندهار کي دي له یوه سړي څخه د شاشې کلمه اورېدلې ده؟ تا خو په یوه جمله کي څلور غلطی کړي دي. که نه په پوهېږي نو ټیکه دار نه یې هسي حواله دار یې او که په پوهېږي او دانسته دي غلطه جمله لیکلې ده نو دا شیطانت دی او د قومونو جنګ اندازي ده. په تېره بیا هغه وخت چي د داسي جملو د لیکلو او پر یوې خاصي لهجې باندي د خصمانه ټوکو کولو په وخت کي د یوې بلي لهجې د شاعر یا لیکوال یادونه وکړې.
زه ستا سره په دې خبره کي هیڅ اړنګ بړنګ نه لرم چي د ويي پوهي، ويي وېش، ويي پانګې، ګړدودونو، لیک دودونو، پښويي او… ټیکه داري واخلې؛ خو دا د نږه لغت دي له کومه کړ؟ ته به د « ږ» توری نه سې تلفط کولای او هغه به د « ګ» په شکل لولې( د ږ له توري سره به خپل اړنګ بړنګ لرې) مګر نګه په لوی لاس نږه نه سې لیکلای. هغه کسان چي په پښتو ټولنه کي یې پښتو قاموس او قلندرمومند او فرید صحرايي چي د دریاب په نوم قاموس ترتیباوه نو هغوی دا کلمه نګه ثبت کړې ده. که ته ځان ټیکه داربولې نو هغوی هم تر تا په پوهه کي کم څه، چي ډېر زیات ول.
یوه بله خبره چي ما ستاسي ټیکه دار صېب په لیکنه کي ولیده هغه له پښتو سره د پارسي د تربورګلوی او سیالی خبره وه. زه نه پوهېږم چي دې برخي ته دي کله پام سوی دی. تربور ګلوي خو په پښتو ژبه او د پښتنو په کلتور کي د دښمنی په معنی اخیستل سوی دی.
تربور که ښه وو د تره زوی دی که بد وو د خره زوی دی.
تر بور ته بې وروه مه سې، ورور ته بې زویه مه سې.
موږ له پارسي سره نه تربور ګلوي او نه سیالي لرو. او نه ما د عبدالنافع همت څخه، چي تا په لوی لاس دې تربورګلوی ته تشویق کړی دی، په ژوند کي په دې اړه څه اورېدلي دي. پارسي زموږ د هیواد د میلیونونو وطنوالو ژبه ده چي په دې خاوره کي، له نامعلومي مودې راهیسي، له پښتنو سره څنګ پر څنګ اوسېدلي دي. پارسي د اېران په څېر یوه ستر هیواد ژبه ده، چي خپل خلک او منورین یې کار ورته کوي، ترجمې وبخښه ژباړي ورته کوي، لیکني او ریسرچونه ورته کوي او اوس یې البته ډېر لیکوالان، او ستا په څېر د ويي پوهي ټیکه داران، نوي لغتونه وبخښه ويي ورته جوړوي. ته په لوی لاس ولي خپل پښتانه وروڼه، په تېره بیا کشران او ځوان لیکوالان خپلي ژبي او کلتور ته له کار کولو څخه راګرځوې او له پارسي ژبې او پارسي ژبو سره یې په جنګ اچوي. پارسي او پارسي ژبي به خپل کار کوي موږ به خپل کار کوو. موږ له هغوی سره ولي تربور ګلوي ولرو. تا د ژبپوهني د یوه لوی ټیکه دار په حیث، بل ځای هم اورېدلي دي چي ژبو له یوه بل سره رقابت کړی وي؟
زه د همت پر مضمون باندي ستا له ایرتو بیرتو سره غرض نه لرم. همت به د بالا او باره په باره کي خپله دفاع کوي. خو دونه درته وایم چي هغه، د عمر په لحاظ، ستا د کشر اولاد سره برابر دی. سړی خپل یوه کشر ته، چي د ښه لیکوال په توګه د یادولو رشوت یې لا هم ورکړی وي، په دغه لهجه ( نه پوهېږم چي ته په دغه صورت کي هم لهجې ته ګړدود وایې کنه؛ ستا غوندي یوه ټیکه دار سره باید سړی په لیکنه کي له ډېر احتیاط څخه کار واخلي) لیکنه نه کوي. ستا لیکني به هغه حتما خواشینی کړی وي. ځکه چي ستا لیکنه د یوه استاد په لهجه نه بلکه د کوڅې او د بازار د سویې په لهجه لیکل سوې ده.
ښاغلی پوهاند زیارصېب! ستا د یوه ورور په حیث نه بلکه د یوه لیري وطندار په حیث هیله درڅخه کوم چي، د ژوند په دې آخر عمرکي، د دې ځپل سوي قام د بې اتفاقه کولو او په جنګ اچولو څخه لاس واخله. خپله ويي پانګه دي جوړوه . البته یقین لرم چي دا، ستا په اصطلاح، ويي پانګه به هم بالاخره، د شرنګ سوټي او ږغ دبلي سویې ته را ټیټه کړې. زه باور لرم چي که دي احیانا جوابیه مضمون راته ولیکی او زما مضمون دي په ارتو بیرتو وارزاوه نو زه به دي دا ځل د لیکل سوي مضمون په لس فیصده پوه نه سم او ځکه به نو ته به زما د جوابیه مضمون له لوستلو څخه بېغمه یې؛ ځکه چي نه به یې درته ولیکم.
ډېر ښه جهاني صاحب.
که زیار کم عقله و تاهم خپله کم عقلي ونه ساتله او ښکاره دې کړه
خوار شئ دوه احساساتي بوډاګانو
کیدای شول د زیارصیب د مقالې ځواب دې د یوه بل ځوان په مرسته وکری وای دا نوڅه خبره وه چې دومره دې کش کړی ده
د سیب د درختې تر سایې لاندې ناست وم
دا جمله اوس هم کندهاریان یې په همدې شکل کاروي
زیار احمق بیا شاشه پکې وراضافه کړې ههههههه