تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۳۰مه) د لوبې دویمه ورځ تېره شپه پای ته ورسېده!
افغان لوبډلې د کوربه زمبابوې لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ د ۲۳۲ منډو مخکې والي په ځواب کې د دویمې ورځې تر پایه د یوه لوبغاړي په زیان سره ۳۴ منډې جوړې کړې او لا هم ۱۹۸ منډې وروسته پاتې ده.
ابراهیم ځدراڼ ۲۵* او رحمن الله ګربز ۷* منډې لري.
نن غرمه به له همدې ځایه افغان لوبډله خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۲۷ منډې وکړې چې د شنونکو په باور همدې کمو منډو د لوبې واک د زمبابوې لاس ته ورکړ.
اوس باور دا دی که افغان لوبډله پر لوبه واک غواړي نو د لوبغاړو اوږدې ملګرتیا ته اړتیا ده چې باید پام.ورته وکړي.
دوی وایي که درېیمه ورځ ټوله افغان لوبډله له زیان پرته یا په کم زیان ولوبوي، نو څلورمه ورځ د دوی په واک کې ده چې بیا به د لوبې د ګټلو او یا مساوي کېدو چانس وي.
توپ اچونه کې بیا ځوان لوبغاړي ضیاء الرحمن شریفي غوره توپ اچونه وکړه او د زمبابوې ۷ لوبغاړي یې اوټ کړل.
اوس وبه لیدل شي چې افغان لوبډله څنګه پرمخ ځي.