Homeخبرونهلیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه یې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی او لا هم له موسیقۍ او هنري فعالیتونو سره اړیکه لري.

لیلا خان دا څرګندونې په خپله انسټاګرام پاڼه کې په یوې تازه ویډیو کې کړې دي.

نوموړې په ویډیو کې د خپل هنري فعالیتونو او له هنر سره د خپلې اړیکې په اړه خبرې کوي.

هغې ټینګار کړی چې د ځینو ستونزو او شرایطو له امله ښايي د هغې هنري فعالیتونه د پخوا په څېر نه وي، خو د هنر له نړۍ څخه یې مخ نه دی اړولی او لا هم ځان د هنر له ډګر سره تړلی ګڼي.

د نوموړې دا څرګندونې داسې مهال دي چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر افغان او پښتنې هنرمندانې له بېلابېلو محدودیتونو او ستونزو سره مخ شوې او له دې کبله یې هنري فعالیتونو ته شا اړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

وچه پاڼه| آرين تسل

وړه او شنه پاڼه غلې وه. تر څنګ یې لویې پاڼې ته وکتل او ویې ویل: — ولې خفه یې؟ غټې پاڼې ځان راټول کړ؛ داسې...