جمعه, اپریل 19, 2024
Home+یاغي لولۍ /   ع. سوله مل

یاغي لولۍ /   ع. سوله مل

ګلنارټوله شپه اړخ پراړخ واوښته راواوښته ـ خوسترګې ېې سره ورنغلې. ترسبا ویښه پاتې شوه. قوماندان ډډک ېې نیغ مخې ته ودرید. دهغه پرونیو خبرو ېې په زړه غوبل جوړکړی وو، یوه یوه خبره ېې په زړه راووریده:

ـ دلته ګل ولي هم راځي؟

دګل نارسترګې وځلیدې ، دټولو هغو ګل ولیانو څیرې ېې په ماغزوکې راوټوکیدې اومخې ته ودریدې چې دې ېې په دې کوراوماڼې کې جنسي تنده خړوبوه کړې وه ، ټول هغه قدونه اومخونه ېې په دهن کې راژوندي شول چې دې لیدلي وو: لوړ، ټيټ ، پیت پوزی ، غټ سری ،ډنګر،چاغ ،…..  په نازېې وروکتل:

ـ کوم ګل ولي؟

اوله دې سره ېې دګڼو ګل ولیانو نومونه یو په بل پسې قطارکړل:

ـ قوماندان ګل ولي ، وزیرګل ولي ،ریس ګل ولي ، وکیل ګل ولي ،سناتورګل ولي ، پاچا ګل ولي ، میا ګل ولي ،ملاګل ولي ، قاري ګل ولي ، شیخ ګل ولي ، ظابط ګل ولي،جنرال ګل ولي…..

قوماندان ډډک چې څنګه د ملا اوقاري ورستاړي واوریدل ، زرېې په خبروکې ورټوپ کړ، په خپله مونډې ږیره ېې لاس راتیرکړ،اخ ېې له خولې ووت:

ـ داڅه وایی!؟، دلته ملایان اوقاریان هم راځي؟

ګلنارپیکي ته لاس پورته کړ،څڼوته ېې شړک ورکړ، وی خندل :

ـ ولې ملایان اوقاریان زړونه نه لري که څه ؟

دده دپښومنځ ته ېې سترګې ونیوې ،په ملنډوېې وویل:

ـ اوکه دغه بلاګی ورپورې نه دی نښتی؟

ډډک ته هم خندا ورغله ، طلایی غاښونه  ېې له ورایه وځلیدل:

ـ دا خومنم لیونۍ ، چې دخپلوچڼیانو سره په لواطت ېې پوره کتابونه ډک دی ، خو دا دخره زامن بیا په نوروڅنګه دسنګسارحکمونه کوي ؟

ګلنارورنږدې شوه ، دده په مونډۍ ږیره ېې لاس راتیرکړ:

ـ نوتاسو ټول امیران او قوماندانان خو هم ځانته ملایان وایاست ؟

ډډک لکه وچې شرمیږی اویا بې ځوابه شي ، غلی شو، خوبیرته ېې په شونډونرۍ موسکا خپره شوه ، سرېې ددې دخبرې په تصدیق وښوراوه:

ـ داسې خوده ،که رښتیا درته ووایم ، که جهادنه وای شروع شوی او دا سره روسان وطن ته نه وای راغلي ، زه به هم اوس دکوم جومات امام وای.

ګلنار اوږې وښورولې :

ـ نوته وا دا ښه کارشوی ؟ له دې چې خلک دې ووژل ـ اوبلادښمنان دې ځانته وزیږول ، ښه به نه وه چې په جومات کې دی دخدای کلام خلکوته ښودلی وای؟!

لکه څوک ېې چې وچیچي ، اوپه غوسه ېې کړي ، سترغلي ېې وپړسیدل ، په غوسه ېې وویل:

ـ ملاېې لا څه دوس دی ، دا خودخدای تعالی فضل او کرم دی چې نه یم ملاشوی ، اوس به د نورو لاس ته ناست وای اوپه دم او دعا به مې ځان چلاوه ،

اوله دې سره ېې خوله له خندا چینګه شوه :

ـ اوس به خدای زده ما له څومره چڼوسره لواطت کړی و. ستا غوندې ښاپیرۍ ته بیا چا پریښودم ؟

ګلنارهم وخندل ، دپالنګ سرته دمیزپه سرټیپ ریکاردته ېې په مکیزسترګې ونیوې :

ـ نودسردارعلی ټکرپه آوازکې به دغني خان شعرونه هم ښه په خونداورې که څنګه ؟

ده لاسونه یوپه بل کې ننویستل ، په شونډوېې ژبه راتیره کړه :

ـ که رښتیا درته ووایم ، زه په نارینوکې دهغه او په ښځوکې یوازې د نغمې سندرې آورم .

ګلنارلکه په اتڼ چې ورګده شي ، څڼې واړولې راواړولې ، لږشاته راغله ، لکه دنغمې سیاله چې وي:

ـ نغمه دې څنګه خوښیږي ؟ د هغې خو ولاکه نه غږپه زړه چنګ لګوي اونه شعرونه !؟

ډډک زرورغبرګه کړه :

ـ دهغې په غږنه یم مءین ، دهغې په ښایست ….

دې ځانته لاس ونیو، خپل راوتلي تیان ېې نورهم راوویستل ، زلفوته ېې شړک ورکړ:

ـ ولې زه ښایسته نه یم ؟ زما کوم ځای له نغمې کم دی؟

ده غیږکې راونیوه ، ځانته ېې راجوخته کړه ، په مخ ېې ښکل کړه :

ـ ته له هغې هم ښایسته ېې ،خو…

دې په نازپه مخ وواهه:

ـ نوخوېې په څه کې ده ؟

ـ خوېې داده چې ته هغه کمال کله لرې لیونۍ ؟

ـ دڅه شي کمال ؟

ـ دسندرو

ـ اوکه ما سندرې ویللی نوبیا؟

ـ نوبیا مې له دې ځایه الوزولې

ـ چیرته ؟

ـ کورته ، راسان مې درباندې نکاح تړله

ـ نوکه سندرې مې نه دی ویلي ، ګډا خومې یاده ده ،

دې لاسونه واچول ، دهندی فلم دنڅارګرې په څیرتاوراتاوه شوه :

ـ نغمه زما په څیرګډیدای شي ؟

ده بیا په غیږکې ونیوه ،په ستاینوېې خوله پرانیسته :

ـ په دې کې خو استاذه ېې ، ولاکه دهندوستان مدوبالاهم درپسې درورسیږي.

ګلنارپه مکیزله لاس راونیو، په پالنګ ېې کښیناوه ، مخې ته ېې ودریده ، لکه څارنوال ېې وپوښت:

ـ ښه اوس دا ووایه ،چې څنګه دې دګل ولي پوښتنه وکړه ؟ او دا کوم ګل ولي دی ؟

مونجي په جیب لاس وما نډه ، خپل موبایل ېې راوکیښ ، د عکسونوپه ذخیره ېې ګوته کیښوده ، بیا ېې تصویرددې مخ ته ونیو:

ـ دغه دسپي زوی

ګلنارټکان وخوړ،سترګې ېې بې واکه پټې اوبیرته وغړولې ، دده له لاسه ېې په منډه موبایل راواخیست، سترګوته ېې نږدې ونیو،بیا ېې ده ته رڼې سترګې ونیوې :

ـ ولې ده څه کړي دي ؟

لکه دده په زخم چې مالګه ودوړوي ، غاښونه ېې وچیچل ، نیغ له ځایه راپورته شو:

ـ په دې پسې مه ګرځه چې څه ېې کړي ؟ اول دا راته ووایه چې دلته راځي که نه ؟

ګلنار ته وا چا په مرۍ کې ونیوه ،غلې شوه ، ، لکه یولوی مجرم ته چې په پناه ورکولوګرمه وبلل شي . سرېې ټیټ واچاوه، بیرته ېې وروراپورته کړ، په وروېې وویل:

ـ هو، دامې ډیرپخوانی او سخي ګاک دی. له ټولومې ډیرنازوي .

ده واردمخه وپوښتل:

ـ څودرکوي ؟

ـ هغه کلدارې نه راکوي .

ـ څه شي درکوي ؟

دې دستي په دیوال کې راځوړنددستکول راواخیست ، له دسکول ېې دډالروسلګون نوټ راوویست ، ده ته ېې ونیو:

ـ هغه دا راکوي ،ډالر،ډالر..

ـ څومره ؟

دې بیا ډالرپه لاس کې واړاوه راواړاوه :

ـ کله داسې یو او کله داسې دوه سلګونې

ده بیا لکه کوم مسلکی حسابداردپوښتنواوږده لړۍ پیل کړه:

ـ تراوسه ېې څومره درکړي ؟

ـ زه څه پوهیږم ؟ دا درې کلونه دې چې دلته ېې رامخه شوې ده ، کله په میاشت کې یو ځل راځي ، کله دوه ، اوس ېې نو ته حسابوه

ـ بیا هم !؟

ـ زه څه پوهیږم ! تراوسه خو به ېې یو پینځه زره راکړي وي.

ده اوږده ساه وکښله ، غلی شو، کښیناست ، چرت کې لاړ، سرته ېې لاسونه تکیه کړل ، ګلنارېې په اوږه لاس کیښود، لکه له خوبه چې ېې راکښینوي :

ـ ولې څه خبره ده ؟

دده سترګې ټیغې راووتې :

ـ پوهیږې دا څوک دی ؟

ګلناردې ناببره پوښتنې بیا ګنګسه کړه ، اوږې ېې وښوریدې:

ـ زه څه پوهیږم !

لاسونه ېې وښورول ،په لوړغږېې وویل :

ـ اوزما ېې دخلکو سره څه کار؟ څه پولیسه یا څارنواله خونه یم . دلته خو هرڅوک راځي ، پولیس دلته راځي ، ملا دلته راځي، سیاست والا دلته راځي ……..

همداسې ېې بیل مسلکونه او دندې په لیکه کړې ، دده سترغلی وپړسیدل ، چیغه ېې کړه :

ـ دا مې دښمن دی ،ګلنار

دې هیڅ ونه ویل ، بیا غلې شوه ، شااوخواېې وکتل ، بیاېې ده ته مخ ورواړاوه ، بې واکه ېې له خولې ووتل :

ـ وی به نو،نوستا خودا کاردی ،یا به ته دچا په وژلوپسې سرګردانه ېې اویا به تا پسې خلک لالهانده ګرځي .

ده بیا اوږده ساه وویسته ، لاندنۍ شونډه ېې کلکه په غاښونوکې ونیوه ، بې واکه ېې له میزه ډب پورته کړ:

ـ زه اوس بل هیڅ دښمن نه لرم ، ما ټول لوی او واړه له مخې لیرې کړي دي . یوازې همدا دسپي زوی رانه پاتې دی.

ـ نوزه څه وکړم ؟ نورېې منع کړم ؟

ده سروښوراوه :

ـ نه ، په لاس ېې راکړه .

دی زرله خونې ووت ، موټرته ورغئ ، ديپلومات بکس ېې په منډه پرانیست ، دډالرویوه بسته ېې رابیله کړه ، دسترګوپه رپ کې بیرته راغی ،بسته ېې دې ته ونیوه :

ـ واخله ! دومره پیسې هغه په درې کلونوکې نه دی درکړي ، دده دټول کوروالي دوه چنده !

ګلنارلکه له خبروچې ولویږي ، غلې ودریده ، رنګ ېې زیړراواوښت، دپيسوبنډل ته ېې دسترګولاندې وکتل، خوزرېې مخ واړاوه ، ته وا پیسې ېې خوري ، دډډک سترګې نورې هم سرې شوې ، ورنیږدې شو. لاس ېې بیا وراوږدکړ، بنډل ېې وروښود:

ـ درونیسه !

ګلنارلاړې تیرې کړې ، دده په لاس کې ایښي بنډل ته ېې بیا په نه زړه وروکتل، پیسوته ېې لاس اوږدکړ،خوبیرته ېې راشاته کړ، ته وا کوم مردارشي ېې وجودچټلوي :

ـ په دې څه وکړم؟

په مونجي ېې خبره داسې بده ولګیده ، تابه ویل وېې کنځه ،برګ ېې وروکتل ، چیغه ېې کړه:

ـ څنګه څه وکړې ؟ په لاس ېې راکړه ؟

ـ دڅه لپاره ؟

ده ورلنډه کړه :

ـ ددې لپاره چې لړه ېې کړم ، وی وژنم.

دا هکه پکه شوه ، وی پوښتل:

ـ ولې ؟

ډډک له غوسې سورراواوښت، لاس ېې دڅپیړې لپاره بې واکه پورته شو، خوبیرته ېې ښکته کړ، له ځان سره وغړمبید :

ـ ولاحوله ولاقوة، څنګه نه پوهیږې ، درته ومې ویل چې دښمن مې دی، که وارړومبی نه کړم ، هغه راباندې وارکوي.

ګلنارزرپه خبروکې ورټوپ کړ.

ـ خودلته نورمه راځه اوبل ځای ځان ترې ساته !

ـ دا څه واېې ؟ که پخوا په اونۍ کې یو ځل راتلم ، له دې وروسته به هره ورځ راځم ، دسپي زوی چې دلته راګیرنه کړم ، بل ځای ېې نشم ښکارولی.

ګلنارچې داواوریدل ،ورنیږدې شوه، بې واکه ېې لمن دده مخې ته وغوړوله:

ـ دخدای روی ته وګوره! بس دی چې دا یوه ګنا ه کوم  اوستا په شان دنارینوو شهوانی تنده ماتوم، او سړوم ،دانسان دوینوبهولو ته مې مه مجبوروه ، مه مې ګنهکاروه ، دلولۍ نوم مې بس دی ، دقاتلانوقطارته مې مه ورګډوه، دقاتلې نوم مه راباندې ږده.

ډډک له ډاګه ولګید، په سوک ېې میزپه کلکه وواهه:

ـ دا ته څه  غول خورې ؟! قتل زه کوم ، او له ګناه ته ډاریږې !

ګلناردخپلې خبرې پخلی وکړ، دلیل ېې ووایه :

ـ خوزه چې دقتل واسطه ګرځم، زه په دې قتل کې شریکه کیږم.

ډډک لکه مارتاوراتاوشو، لکه بې ځوابه چې شي ، هیڅ ېې ونه ویل ، په لاس کې نیولی لس زریزبنډل ېې پالنګ ته په شړک وروغورزاوه ، پرته له دې چې په ګلنارخپله شهوانی تنده خړوبه کړي ، په قهرله خونې ووت .

ګلنارچې له بې خوبۍ ځنګیدله ،په وروراپورته شوه ، څراغ ېې بل کړ، په دیوال کې راځوړندې ګړۍ ته ېې وکتل، ،دګهیځ دلمانځه وخت و، دباندې ېې نظرواچاوه ، تیاره وه ، درڼا څرک نه ښکاریده ،کړکۍ ته ورغله ، کړکۍ ېې پرانیسته ، سرېې له کړکۍ وکیښ ، پاس آسمان ته ېې وکتل ، آسمان تورووریځونیولی و. نری باران وریده ،څه شیبه ودریده ، بیرته راوګرځیده ، لکه سودایی په خونه کې لاړه اوراغله ، دډالروبنډل ته ځیرشوه، ورغله ،بنډل ېې راپورته کړ، لکه مرداره چې وګوري

دکوټې بل کونج ته ېې ګوزارکړ.

دخوب له خونې ووته ، داوبوډک ګیلاس ېې دپالنګ سره په ابښي میزکیښود. مخامخ ولاړې المارۍ ته ودریده. دالمارۍ له یوې جا بې ېې د ګولیو کوچنی بوتل راواخیست، ګولۍ ېې په دووګوتو خولې ته واچوله ، داوبوډګ ګیلاس ېې په سرراواړاوه، دڅراغ بټن ېې ووهله ، په خونه کې بیرته تیاره شوه.راغله ،برابره وغځیده، سترګې ېې سره ورغلې ، چې راپورته شوه ،غرمه وه ،باران دریدلی و،

 آسمان شین اورڼا خپره وه، زنګیدلې له بسترې راولټیده، تشناب ته لاړه ، په ځان ېې اوبه راتیرې کړې. خونې ته راننوته ، لوېې هندارې ته ودریده ،سترغلي ېې پړسیدلی وو، په مخ مښلي پوډرېې تللی وو. څیره ېې له بې خوبۍ او اندیښنو مړي ته ورته شوې وه ،له سینګاربکس ېې لبسیرین راوویستل چې په شونډوېې ووهي، بیرته پښیمانه شوه ،کییښود،دکړکۍ خواته ورغله ، کړکۍ ېې پرانیسته، دباندې ېې وکتل، بیرته دسینګارمیزته راوګرځیده، په هنداره کې ېې بیا خپله څیره ولیده، دمخ سورخي ېې نوره هم تللې وه ، رنګ ېې سپين تښتیدلی و، دسپيدې بوتل ېې راواخیست،خو لکه داورسکروټه چې په لاس کې ونیسي ، بیرته ېې په ځمکه وغورځاوه، بیا هندارې ته ودریده، په تن کړی نارنجي جاموېې هم خوا وګرځوله ، لاړه ،له المارۍ ېې تورې جامې راوکښلې ، په تن ېې کړې،

کړکۍ ته ورغله ، لکه له رڼا چې وویریږي ، لویه پرده ېې راوځړوله، په پالنګ کښیناسته ، اندیښنوکې ډوبه شوه، شاوخواېې وکتل، لویه هنداره ، په سینګاربکس دښایسته کولو رنګا رنګ شیان ېې له نظره تیرکړل. ناببره ېې په کونج کې دپرتوډالرو بنډل ته پام شو، ورغله ، راپورته ېې کړل، بنډل ېې داسې په لاسوکې ونیو ته وا څیري ېې ، څیرې ېې نه کړل ، خوپه شړک ېې ټول بنډل په خونه کې وشینده، په کرکې ېې په نوټونولاړې توکړې.

له خونې ووته ، تشناب ته لاړه، اودس ېې وکړ، له ځان سره ېې مسله راوړه، په لمانځه ودریده، قضایی لمونځ ېې په بیړه وکړ.له لنډې دعا وروسته ېې مسله ټوله اوبلې خونې ته یوړه.

دکورزنګ وکړنګید، مخکې له دې چې دکورساتونکی دروازه پرانیزي ، دی د خپلې خونې دزنګ په بټن ګوته کیښوده .ساتونکی په بیړه راننوت، په خونه کې په شیندلوډالروېې سترګې ولګیدې،سترګې ېې ورپيدې ، خوله ېې وازه پاتې شوه، ګلنارشیندلونوټونوته لاس ونیو:

ـ دادرسره ټول کړه، نن هیڅوک مه راپریږده!

ساتونکي هیڅ ونه ویل، لکه سرتیری چې دخپل بولندوۍ امرواوري ، دستي لاس په کارشو،له خونې ېې ټول نوټونه راټول کړل، دی ته ېې مخ ورواړوه:

ـ مشرې څه په وکړم، چیرې ېې خوندي کړم؟

دې لکه مچیوچې چیچلي وي ،په غوسې ځواب ورکړ:

ـ اورورواچوه ،په بلاېې ووهه ـ خوزما له مخې ېې لیرې کړه!

ساتونکي ټکان وخوړ،سترګې ېې بقې راووتې، خوله ېې وازه پاتې شوه،دګلنارتریوتندي دبلې خبرې زړه ترې واخیست، شاه ګرزېې وکړ، نوټونه ېې په وړه خلطه کې واچول ، له خونې ووت ،چې دکوردروازه پرانیزي .

ددروازې شاته لوی لانګروزردریدلی و، له لمنځه ېې خمنډوکی سړي چې شاوخواېې هډورووسله وال ناست و ،غږکړ:

ـ ګلناربنده ده ، ولې دروازې ته ناوخته راغلې.

ساتونکې خوله ځواب ته جوړوله چې ده بیا ورغږکړ:

ـ ما درته نه دی ویلی چې کله زه دلته راځم باید تا ټول خلک ځواب کړي وي.

په غاړه کې پرتې تومانچې ته ېې لاس ونیو، په ګواښ ېې وویل:

ـ ته خو ما ښه پیژنې ؟

ساتونکی چې ددې دمخه لادګلنارخټه شوي طبیعت ناقراره کړی و،په ورووویل:

ـ صاحب ، بې غمه اوسئ ، هیڅوک نشته

سړي بیا بړچ وهل ،په سپکوېې خوله پرانیسته:

ـ نوغول دې خوړل ،ولې دې دومره ډیردروازې ته ودرولو؟

ساتونکې راڼه وروکتل ، لکه کومه لویه تیروتنه چې ترې شوي وي:

ـ صاحب، مشره وايي چې هیڅوک نن مه راپریږده

دده تندی ګونځې شو:

ـ ولې ؟

ـ لږڅه بیماره ښکاري !

ده وخندل ،په ملنډوېې وویل:

ـ دڅه شي بیماره ؟ چټیات مه وایه ، دبیمارانوځای هسپتال دی،  دروازه خلاصه کړه.

ساتونکی له ویرې غونج شو، په ریږدیدلولاسونوېې دروازه پرانیسته.

موټردکورپه بره څنډه کې ودرید، خمنډوکی سړی چې لنډه ږیره ېې درلوده اولوی نوی پکول ېې په سروله موټره راکیوت.پرته له دې چې له ساتونکې وپوښتي سده دګلنارخونې ته ورغی. ګلنارېې په ناببره ورتګ جټکه وخوړه، زړه ېې له ویرې وریږدید، په زړه ېې لاس کيښود:

ـ زړه دې رانه بوټ وویست. څنګه لکه پیری بې ټک او ټوکه راننوتې؟

ده زرپه غیږکې کلکه ونیوه، له غومبوروېې تودې مچکې واخیستې:

ـ ځکه چې وږی یم ،لیونۍ!

دې سترګې ټیټې ونیوې لکه وچې شرمیږي.شونډه ېې له غاښونولاندې کړه،لویه ساه ېې وکښله، دده په احساس ېې ځان ناګاره او ړونداوکوڼ کړ.لکه په لوی پلورنځي کې ولاړه مصنوعی پيغله چې هیڅ شورنه خوري ، میخ پخپل ځای ودریده، دی شاته راغی،په ځیرېې لاندې باندې له نظره تیره کړه.ددې سوړچلنداوتوروجاموپه ګڼوفکرونوکې واچاوه.ورنیږدې شو ،ددې له ځنې ېې لاس لاندې کړ:

ـ څنګه دې نن تورې جامې اغوستي ، خیریت خوبه وي؟

دی ده ته اوبیا دباندې وکتل، په درنګ شیبه کې په آسمان کې تورې وریځې ګرځیدې ، مخ ېې بیرته دده لورته راواړاوه ،پخپل تورکمیس ېې لاس کيښود:

ـ توررنګ دې ښه نه راځي؟

ـ توررنګ یوازې دمکتبي نجونوسره ښه ښکاري.

بیاېې ددې جاموته لاندې باندې ولیدل:

ـ خلک په نوره دنیاکې تورې جامې یوازې دغم په ورځ اغوندي.

دا شاته راغله ، لاس ېې پورته کړ:

ـ نوزه څه وکړم ، جامې وباسم ؟

ده وخندل:

ـ وباسې خوبه ېې خامخا ،خو نن دې نوره مزه هم نشته

ـ څنګه ؟

ـ نه دې نازوینم او نه هغه اداګانې .

دکوټې برسرته ایښی ټيپ ریکاردته ېې ورپام شو،په منډه ورغی، په وروېې چالان کړ:

ـ نن دې موسیقي هم نه ده چالان کړې !داولې؟

دالکه ستړې چې وي اویا په کې دودریدومتره نه وی ، دپالنګ سره نږدې څوکې کې کښیناسته :

ـ ځکه چې نن مې په زړه کې زورنه دی پاتې.

دی هک پک شو:

ـ ولې څه خبره ده ؟

دپښوپه منځ کې ېې خپړه کیښوده:

نوزه به په داسې حال کې خپله تنده څنګه خړوبوم ؟

ورنږدې شو، دهغې په سرېې لاس کبښود:

ـ ته پوهیږې ،زه چې دلته راځم ، درې څلورشپې له یوې ښځې سره هم نه څملم. ټولې اوبه تاته ساتم.

دې وریځې پورته ونیوې :

ـ نوڅه غواړې ؟

ـ څنګه څه غواړم، غواړم ودې خورم ، درته ومې نه ویل چې وږی یم .

ګلنارپرته له دې چې په شونډوېې خنداخپره شي او په وجودکې ېې دمستۍ اوکوروالي احساس را وټوکیږي. بې واکه دپرتوګاښ ګڼده پرانیسته ، پرتوګ ېې لاندې وښوید، راغله په لوي پالنګ کې پریوته .ده ته ېې دلاس په اشاره بلنه ورکړه:

ـ نوڅه ته ګورې ،راځه

دی نیغ ودرید:

ـ څنګه څه ته ګورم ؟ زه دې مستي غواړم ، چیرې دی دی هغه نازونه او ادګانې ؟ چې داسې یخه ېې ، ما کله ګرمولی شې؟

ګلنارهم په جګه له ځایه راپورته شوه ،په منډه ېې په کوټه کې ایښي پرتوګ واغوست:

ـ ما خودرته وویل چې نن مې ان په زړه کې دخبروزورنشته ، ته لانورې نخرې غواړې .

دقوماندان ګل ولی تندی ګونځې وکړې :

ـ نوچې داسې ده ولې دی دکوردروازه نه تړله ؟

ـ دسپي زوی ته مې وویل چې نن هیڅوک مه راپریږده !

دی ېې خواته راغی ، له لاس ېې راونیوه:

ـ ولې ؟ ناسازه ېې؟

ـ نه

ـ نوبیا څه ټکه رالویدلې ده؟ چا خوبه په عذاب کړې نه ېې ؟ چا خوبه ګواښلې نه ېې ؟

ګلنارلکه خوله ېې چې ګنډلې وي ، غلې وه ، هیڅ ځواب ېې ورنکړ، لاړه ، دکړکۍ خواته ودریده ، دباندېې وکتل ، په آسمان کې دتالنده بریښنا ډزاوډوزخوت، لویه ساه ېې وکښله ، ده ته ېې سترګې ونیوې،په وروېې وویل:

ـ قوماندان ډدک

لکه دیوڅارنوال په وړاندې چې دهغه مجرم نوم واخلې چې دا ېې دجرم شریکه ده ،نورېې هیڅ ونه ویل . دګل ولي اوږې وښوریدې ، تندي ېې ګونځې وکړې، له لاسوېې ټک وویست ، دډډک دنوم په اوریددی هم ډډشو، په لوړغږېې چیغه کړه:

ـ کوم ډډک؟

ددې له خولې بې واکه ووتل:

ـ ستا دښمن ډډک

دګل ولي خوله وازه پاتې شوه ،ټوپ ېې کړ، دګلنارپه ولي ېې لاس کیښود:

ـ ولې دسپي زوی څه کړي دي ؟

ګلنارغلې شوه ، زړه نازړه وه چې څنګه ورته ووايي ، په وروېې وویل:

ـ ته له دې خبرېې چې هغه هم دلته راځي اوستا په شان ځان سړوي ؟

دګلناردفکربرعکس دګل ولي تندی وغوړید، په شونډوېې داسې موسکا خپره شوه ، تابه ویل دمودوورک پوروړی ېې په لاس ورشي.

ـ دا خودې ښه زیری راباندې وکړ، هغه چې ما په آسمان غوښت ،دادی خدای په ځمکه راکړ.

ګلنارېې په خبروکې ورولویده:

ـ خوهغه خبرشوی چې ته هم دلته راځې.

دی غلی شو، څوقدمه په خونه کې لاړ،بیرته راوګرځید،ددې په وړاندې ودرید:

ـ بس نوربه دلته نه راځم ـ خوته به یوکارکوې چې کله راغی ما ته به خبرراکوې .

دې زرورغبرګه کړه:

ـ نوداخودهغه فرمایش هم دی .

ـ خوزه پیسې درکوم او ښې ډیرې

دې ېې په خوله کې خبره وچه کړه :

ـ خوهغه لا دوخته راکړي دي،

ده په جیبونوکې لاسونه ننویستل :

ـ څومره ؟

ـ لس زره ډالر

ده لکه دکوم لوړبیه شي داخیستو دلیلام په ځای کې چې واقع وي، بیه پورته کړه ، په غرورېې وویل:

ـ زما له خوا شل زره درغلې .

دې پخپل زړه لاس کیښود، په شونډوېې نرۍ موسکا خپره شوه ،

ـ داسې فکرمه کوه چې څوک لولۍ شي ،نوله هیڅ ګناه به مخ نه اړوي،

دده خوله وازه پاتې شوه ، په خپل زړه ایښي لاس ېې نورهم زورراوست :

ـ لولۍ هم زړه لري ،دهرچا یو مخ مه ګوره ، که لولۍ یم او هرچا ته مې پښې پورته دی، همداسې سخي هم یم ، له دې چټلوپیسو غټه برخه هره ورځ په غربیبانوهم ویشم ،

په منډه لاړه ، له بلې خونې ېې په ټوټه کې پوښ قران راوړ، ښکل ېې کړ، دده مخ ته ېې ونیو:

ـ پوهیږې ، هره جمعه ددغه مبارک کتاب درې سیپارې لولم اوبیا خدای ته په سجده یم چې ومې بخښي.

ده هم په ږیره لاس راکښود،دګلنارپه لاس کې نیولي قران ته ېې سترګې ونیوې :

ـ ولې زه درته کافرښکارم که څنګه ؟ فکرکوی زه له خدایه نه ویریږم، که تا درې سیپارې لوستي دی ، ما هرځل هم له هرقتل مخکې د قران ختم کړي او هم له هغه وروسته .

ورغی ، ددې له لاس نه ېې قران راواخیست ، ښکل ېې کړ،

ـ مه مو ګنهکاروه ، ته اوس دا بیرته خپل ځای ته یوسه !

ګلنهارلاړه ، قران ېې یوړ،بیرته راغله ، دی بیا په خپله غوښتنه کلک ودرید :

ـ ته اوس نورې خبرې پریږده ، ډډک په لاس راکوې که نه ؟

دې سردمخالفت په پاروښوراوه :

ـ نه ، چې له پیسوسره مې وتلې هم دا کارنه کوم، داګناه ده.

دده سترګې بقې راووتې :

ـ ګناه !؟

ددې دپښومنځه ته ېې لاس ونیو، بیا ېې په خونه کې لوی پالنګ ته وکتل:

ـ دا څه غول خورې ، دا چې هره ورځ دې په دغه پالنګ ځوان او زوړ، ږیروراوبې ږیرې پښې پورته کوي ، هغه کناه نه ده ؟

دې غوږونوته لاسونه پورته کړل :

ـ توبه ، ولې ګناه نه ده ـ خودابخښل کیږي ، په دې ګناه کې دنارینه منی تویږي ، خوپه دغسې ګناه کې دخلکو وینې تویږي …

ده ېې خبره ونیوه ، په خپله مونډۍ ږیره ېې لاس راتیرکړ:

ـ ته اوس ماته شریعت او عقل مه راښایه ، داسې مه وایه ، که زنا لویه ګناه نه وای ، په شریعت کې به په زناکارانو دسنګسارحکم نه جاری کیده.

ګلنارسیخ ودریده ،لکه دشرعی او فقې استاذه او ماهره چې وي پسې اوږده ېې کړه:

ـ خوما اوریدلي چې قتل نه بخښل کیږي ، که قاتل ېې توبه هم وباسي کفاره ېې نه کیږي .

لکه دیولوی مولوی مسله چې کوچنی چڼی وننګوی ، دی نورهم په غوسه شو:

ـ دا دی له کوم دوس ملا اوریدلي، هرڅه بخښل کیږي خوخپله طریقه او اصول غواړي.

ـ اصول

ـ هو اصول او اصول ېې دا دي چې توبه به باسې ، سوچه ږیره به پریږدې ، حج ته به ځې ، هلته به توبه باسې

دی پوښتنه وکړه :

ـ دا په کوم کتاب کې راغلي ، داڅوک وایی ؟

ده ځانته لاس ونیو:

ـ دا زه وایم

خپله مونډۍ ږیره ېې لاس کې ونیوه:

ـ خیردی که ږیره مې اوږده نه ده او دملایانو په څیرسپینې جامې نه اغوندم او توره لونګۍ نه په سروم…

په سرېې دواړه لاسونه کيښودل :

ـ ټول دین مې په دې ماغزوکې پروت دی،لیونۍ

ـدا له ځایه راپورته شوه :

ـ نوته واېې چې زه په دې قتل کې درسره شریکه شم ؟

ـ خامخا،پوهیږې له هغې وروسته به نه یوازې په تا توبه باسم او له دې کاره به دې راګرځوم ،پخپله به هم توبه باسم ، حج ته به په ګډه ځو.

غلی شو، لاړې ېې تیرې کړې ،لاسونه ېې لپه ونیول ، له لیرې ېې آسمان ته وکتل :

ـ ما خوډیرپخواله قتلونوتوبه کړې ده ، دا لس کلونه کیږي ،چې څوک مې په څپیړه هم نه دی وهلی ـ خودادځناوربچی که له مخې لیرې نه کړم، ما وژني ، څنګه وکړم؟

دې ورلنډه کړه :

ـ خوروغه ورسره وکړه.

ـ کاشکې روغه شونې وای ، موږنه یوازې یودبل دډیروقتلونوپوروړي یو،یوبل ته موبې حسابه تاوانونه هم وراړولي دي ، زموږترمنځ روغه یوازې یودبل په ختمولوراځي اوبس.

ـ نوته وا چې په حج به مې ټول ګناهونه وبخښل شي .

ـ خود، هم دې په حج ګناهونه بخښم او هم دی یوسم مجاهدمسلمان ته ودوم.

ګلنارشونډې په غاښونوکې ونیوې ،سترګې ېې بې واکه پټې شوې ، لاړې ېې تیرې کړې. په کټ کې کښیناسته ، سرېې په زنګنونوکې ومانډه، په خیالونوکې ډوبه شوه، خوګل ولي فکرونوته پرینښوده ،ترخواېې کښیناست، په اوږه ېې لاس ورکیښود:

ـ په کوم سوچ کې لاړې ؟

ـ په دې سوچ کې چې څه وکړم؟ څنګه ځان له دغې ګناه وساتم؟

ـ دکومې ګناه ؟

ـ چې ستا دقتل په نقشه کې شریکه نشم.

هغه بیا د ډاګه ولګید، دا ېې ټیل وهله ،نیغ راپاڅید:

ـ دا څه چټیات وايي ، داسې چې له ګناه ډاریږې ، دا دهندواو مسلمان سره دې دکړې زنا ګناه چیرته وړې ؟دسپي لورې ،

دې بیا غوږونه کلک په لاسونوکې ونیول :

ـ نوره توبه باسم اوسرله سبا کورهم خالی کوم.

ګل ولي وغړمبید:

ـ اوس دې پلارهم دا کورنشي پریښودلي، ترهغې چې مې هغه دسپي زوی ستا په واسطه ستا دکورمخې ته نه وی لړه کړي ، زه دی اوس کله پریږدم.

ګلنارسره راواوښته ، پړینګ په ژړا شوه، خوګل ولي دهغې دژړا هیڅ پروا ونه کړه ، جیب ته ېې لاس تیرکړ، دسل ګیزو ډالرودوه بستې ېې راوکښلې ، ددې په میزېې کيښودلې.

ګلناروپوهیده چې ددواړه نه پخلاکیدونکي غلیمان دي اودیوبل دوژلواراده نه ما تیدونکې ده ،خولې ته ېې کولپ واچاوه. ګل ولي هم نورهیڅ ونه ویل ،په غوسې چابک له کوره ووت.دهغه له وتلوسره ېې بیرته زړه ودربیده. انديښنوکې ډوبه شوه. له ځایه ولټیده ، تشناب ته لاړه، اودس ېې وکړ،بیرته راغله ، په لمانځه ودریده.له لمانځه وروسته ېې لاسونه لپه ونیول ،خدای ته په زاریوشوه:

ـ خدایه ته خوحاضراوناظرېې چې څنګه له دغسې ګناه تښتم ، پخپل مرحمت او لويۍ مې وبخښئ!

ګرده ورځ اوشپه ېې له ځان سره وکرل اووریبل، هیڅوک ېې ونه مانه ، ټوله شپه ېې په عبادت تیره کړه.کهیځ ناوخته ېې سترګې پټې شوې .خوپه خوب ېې ګړۍ نه وه تیره چې ناببره ېې دخوب خونه ووهل شوه ،ساتونکی ېې وارخطا خونې ته راننوت ،له راننوتلوسره سمدستي ېې حیرانونکی خبرراوړ:

ـ مشرې خبره شوې ؟

دی حیران وروکتل ، وی پوښت:

ـ له څه ؟

ـ هغه چې دلته هغه بله ورځ راغلی و او تا ېې ډالرشیندلي و.

دا نیغه راپورته شوه ، له خولې بې واکه ووتل :

ـ ډډک

ده سروښوراوه

ـ هومشرې

ـ ولې څه خبره شوې

ده واردمخه ورلنډه کړه

ـ موټرېې ټکرکړی ،مړدی.

ګلنارتندي ته ټس ورکړ،په سینه ېې لاس کیښود:

ـ دا څه وایی؟ خدای دی وبخښي

رنګ ېې وغوړید، شکرېې پرځای کړ، علیشاه ته ېې پرچوکۍ دکښیناستو اشاره وکړه، علیشاه کښیناست ، دی مخ ورواړاوه:

ـ علیشاه مرګ مې په هیچا نه لوریږي که دسردښمن مې هم وي ، خوښه دی چې ډډک دګل ولی په لاس مړنشو!

علیشاه هک پک شو:

ـ ولې ګل ولي ، دا پروني مشتري ، دا سپک خولی،خمنډوکی؟

ـ هو،هماغه ، خو که هغه وژلی وای ، موږېې هم په ګناه کې ورګډیدو،

علیشاه ټکان وخوړ، نیغ له چوکۍ راپاڅید:

ـ داڅنګه؟

ـ دا بیا درته وایم …اوس ېې پریږده ،خوګوره وایی هغه شردی خدای پیښ کړي چې زموږبه په کې خیروي

راغله ، دعلیشاه مخ ته ودریده ، دده په ولي ېې لاس کیښود:

ـ علیشاه ،بس دده مرګ ماته دتوبې وسیله شوه.

دعلیشاه په شونډوموسکاخپره شوه :

ـ یعنې نوربه دادخیرکارنه کوي که څنګه مشرې ؟

ګلنارهم وخندل، غوږونوته ېې ګوتې وروړې ، مخ په قبلې ودریده ، په لوړ آوازېې په خولې توبه جاري شوه:

ـ ، توبه ، توبه ،توبه …..

دعلیشاه زړه ته نه لویده :

ـ ټوکې مه کوه

ګلنارجدي بڼه ونیوه :

ـ ټوکې نه کوم ، ريښتیا وایم ،سرله سبا داکورهم پریږدم.

ده وپوښتله :

ـ چیرې ځئ؟

ـ اول حج ته اوبیا به د خاوندغم کوم.

دعلیشاه څیره وغوړیده ، ورنږدې شو، غوښتل ېې چې په غیږکې ېې ونیسي ، وشرمید ،که وبیرید، بیرته راپه شاشو، ځانته ېې لاس ونیو، ددې په سترګوکې ېې سترګې خښې کړې ، په وروېې وویل:

ـ چې داسې ده له ما ښایسته ځوان بل چیرته دی…

دګلنارسترګې لکه په توره تیاره کې چې روانه وی او ناببره څراغ ولګول شي ، له خوشالۍ وځلیدې.

بې واکه ېې لاسونه دهغه له ملاراتاوشوو ،خپلې پستې غیږته ېې رانږدې کړ:

ـ ته چې مې له دومره کسانوسره دکوروالی وروسته په نکاح منې ـ نوله تا به بل ښایسته او مهربان خاوندله کومه کړم!؟

دواړوله خوشالۍ ټوپونه واچول ، یوبل ېې ترډیره په غیږکې ونیول ، کړکۍ ېې پرانبسته ، په آسمان کې دوریځو ټغرټول اوښایسته لمرراختلی و.

لندن ـ انګلستان

۲۰/۱۰ /۲۰۲۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب