جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهشاعرانه شدت / نعمت الله صديقي

شاعرانه شدت / نعمت الله صديقي

خوږ ژبي شاعر هجرت الله اختيار پر خپل فسبوک وال د ګران ممتازا ورکزي د يو بيت يوازې دا مسره پوسټ کړېوه ،

( په داسې ځمکه ګرځيدم چې په ماهم ګرځيده )

د لايک ا وکمنټ په هجوم کې نور سړى څه ويلى شي، بس په ليدو مې يې د شاعرانه شدت په ليکلو ځان خلاص کړ خو مسره مې دا څو ورځې له خولې نه غورځيدلې، ولې مې شاعرانه شدت ورته وليکل؟

د ې ته مې نو وروسته پام شو چې د هنري پديدو پر وړاندې مو په همغه وخت د هنر هغه جذبه چې له زوق سره سر وکار لري ودروي ،که د هنري جذبې درک نلرو، شايد ووايو دا نو څه معنا ؟

لکه خاص ځينو ادبي او يا هم هنري اصطلاحاتو ته يې په وچو او پوچو دماغو ولاړ وو،

پدې مسره کې د هنر داخلي ارزښتونه وينو ، احساس ، ښکلا ، تخيل،

( پداسې ځمکه ګرځيدم چې په ما هم ګرځيده ) احساس يې له موضوعي پلوه قوي ده ، ښکلا يې لفظي ساخت افاده کوي او تخيل يې د هنر په ژورو کې ليدلى شو ،

( په داسى ځمکه ګرځيدم ) په کومه ځمکه چې شاعر وړاندې نيمه مسره پوره کوي (په ما هم ګرځيده ) که په ساده ډول يې ووايو نو د ژوند د ارزښت خبره ده ، د شيبوشيبو د احتساب د نوعيت خبره ده، د خپل خالق پروړاندې د ورکړي ژوند احساس ته سر خم کول دي ، عقيده ده ، نو ځکه دومره زور وره خبره شاعر کولاى شي، هغه شاعر چې په هنري رسالتونو کې ژوند ته ژمن وي، په اصطلاح هنري ريالسټ وي، خو ولې شاعران او شعرونو هم کم ندي چې د ژوند په مسليو کې هنر ته ژمن وي د استاد نورالحبيب نثار يو بيت دى،

يو بل مو دومره وويشتل په توپو توغنديو ،

چې بد مې شوه تر پامه د ګلونو ګوزارونه،

هغسې چې پوهاند الهام يې د شعر په تعريف کې وايي

( د شعر يو په زړه پورې، د انسان د اختياج وړ خو يومرموز سحراميزه او خيرانونکې شانته هنري، ژبي، زهني تخليق دى.)

خو په عين حال کې يې ګډ ميراث ځکه بولو چې برداشت د هر چا خپل دى، او درد يې مشترک وي او دشاعر دا رسالت په ټوله کې همغه د احتياج وړ خبره ده،

که د ګران محمود اياز خوا نه بديږي نو د لاشعور چيغې يې نه بولم ، ځکه د تخليق عملي تجربې راته وايي چې د جذبې پر مهال د شعر پنځيدل د لاشعور چيغې خو وي، ولې که پنځونکى يې د شعور د ګډولو مهار هم ولري، شايد شهکار وزيږوي،

ممتاز اورکزى د ښايسته تجربې او مشاهدې خاوند شاعر دى، نو په شعرونو کې يې د دا ډول شهکارو مسرو زيږول که له يوې خوا په شاعرانه راويت کې ځان څرګنده وي نو بل خوا يې د زوق د تنده غرو لپاره د شاعرانه چيغې انکشاف زيرى دى،

پاى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب