ځينې خلک بې له دې چې د يو چا خويونه او ځانګړتياوې وپلټي په يوه نرمه خندا ملګری کېدی شي. دا ډول خلک اصلاً د ايينې غوندې راڼه زړونه لري. ځينې نور بيا که تر ډېره وخته هم راشه درشه ورسره وشي خو ريښتينی ملګری نه شي جوړېدلی. دا ډول کسان د شپې په شان تور زړونه لري او څوک په دې نه پوهېږي چې په زړه کې يې څه دي؟
خو يوه بله ډله خلک هم شته چې اصلاً هېڅ د ملګرتيا په ارزښت او ګټه نه پوهېږي او نه د ملګرو د همکارۍ قدر پېژني. دا ډول انسانان په ځان مغروره وي او دا فکر کوي چې دوی د هر ډول عزت، خوشالۍ او همکارۍ وړ دي چې بايد پرته له کومې بدلې ورسره وشي.
دا چې څوک ولې له يو چا سره ملګرتيا کوي؟ او ولې د ځينو ملګرتيا اوږده او د ځينو لنډه وي؟ راځئ چې لږ پرې غږېږو!
د هر يوکار ترسره کېدل يو يا څو علتونه لري. ملګرتيا او د هغې ډولونه هم ځينې علتونه لري! چې د همدغو علتونو له سرچينې څخه ملګرتيا او د ملګرتيا عمر اوبه کېږي! يعنې ترڅه وخته چې د ملګرتيا علت موجود وي ملګرتيا به هم موجوده وي خوکله چې علت ورک شي ملګرتيا هم ورکېږي.
د ملګرتيا په دغو علتونو کې لنډمهاله، منځ مهاله او ځينې نور بيا تلپاتې عمر لري. د لنډمهالو له جملې څخه يو د شتو علت دی. يعنې د شتمن ملګري له ده سره د دې لپاره ملګرتيا کوي چې څه ورپسې وخوري او يا د ده په ملګرتيا کې دوی هم شتمن شي خوکله چې له شتمنه شته لاړ شي ملګري يې هم لاړشي! دا ډول ملګري د شتو يا پيسو په څېر دی او بس!
منځ مهاله عمر لرونکی علت انساني ښکلا ده. يو څوک د ښکلي انسان ملګرتيا ځکه غواړي چې زړه يې ورباندې بايللی وي. خوکله چې د وخت په تېرېدو سره ښکلی بدرنګ او يا يې ښکلا عيبجنه شي د ملګرو ملګرتيا يې هم رخت شي! دا ډول ملګري هم د علت په توپير سره لومړني ډول ته ورته دي!
د ملګرتيا دريم تلپاتې او تر ټولو غوره علت چې د دنيا سره سره په عقبا کې هم په درد خوري! دا د الله تعالی د رضا علت دی! دغه علت په ډېرو کمو ملګرتياو کې وي. او د دغې علت پرسر ډېرې کمې ملګرتياوې جوړې شوې. خو کومې ملګرتياوې چې د دغې علت پربنسټ جوړې شوې په هېڅ ډول تکليف او رنځ کې هم نه ختمېږي! مثلاً: تاسې به له محمد(ص) سره د ابوبکر صديق(رض) د ملګرتيا په اړه اوريدلې وي چې خاص د الله تعالی د رضا لپاره وه او په دې لړ کې هر ډول قربانۍ ته تيار و. يو وخت ابوبکر د خپل خواږه ملګري د ساتنې په خاطر چې څه ژوندي سري يې په تکليف نه کړي خپل پټکی رېتاړې رېتاړې کړ او په غار کې يې ټول سوري ورباندې بند کړل ولې يو سوری چې رېتاړې ورخلاصې شوې خلاص پاتې شو. خو دغه سوری يې د خپلې مبارکې پښې په وسيله بندکړو نو په دغه سوري کې له هغې بلې خوا مار وچيچه! خو د پيغمبر(ص) د دم له برکته د مار زهرو دی ونه واژه. ومو ليدل چې ابوبکر(رض) خو د الله تعالی د رضا په خاطر د خپل ملګري د ساتنه لپاره ځان د مرګ په خوله کې ورکړ. ليکن د الله تعالی رضا دوی دواړه ژوندي او رک روغ وساتل او دغه ملګرتيا يې د دا ډول زرګونو تکليفونو سره سره د ژوند ترپايه وپلله!
اوس که له موږ سره څوک ملګرتيا او همکاري کوي او يا يې موږ له بل چاسره کوو نو پکار ده چې علت يې مالوم کړو! او بايده دي چې لاندې دريو پوښتنو ته د ملګرتيا له پيل کولو مخکې ځوابونه ولرو!
لومړی، ملګرتيا د کوم علت پر بنسټ ده؟ د لنډمهاله، منځ مهاله او که د تلپاتې علت؟
دويم، لنډمهاله او منځ مهاله علتونه په اسانۍ سره مالومېدی شي ځکه چې په سترګو ښکاري خو تلپاتې علت
په سترګو نه بريښي بلکې له عمله مالومېږي نو دا مالومول پکار دي چې ايا دا علت رښتيا هم په موږ او يا
په مخامخ لوري کې شته؟
دريم،کله چې د ملګرتيا علت مالوم شي نو بيا په دې غور پکار دی چې ايا د دې علت پر اساس ملګرتيا کول ارزي؟
زه فکر کوم تر ټولو غوره علت تلپاتې علت دی. ښايي په دې کې د ملګرتيا ټول غوره ډولونه داخل وي نو ځکه مې ټولو ملګرو او نړېوالو ته اعلان دی چې له موږ سره د الله تعالی د رضا په خاطر ملګرتيا وکړئ!!! يواځې د همدې مقصد لپاره! او بس!!
ساده حيدرخېل
۲۱/۰۲/۱۳۹۲
حيدرآباد
سلامونه او احترامات قبول کړی
ما هم د لومړي ځل لپاره د ملګرتیا لپاره یو نوي څه جوړ کړي دي او غواړم چي په ټول هیواد کې دي خپور سي. د ملګري په مختلفو تعریفونو پسي ګرځیدم، نو ستاسو لیکني ته مې پام سو، کور مو ودان دا یوه ستره لیکنه ده! که چیري کیدایسی دا لیکنه د بریښنالیک له لاري را ولیږی!
[email protected]