جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرد نعمیه غني څو شـــعرونه

د نعمیه غني څو شـــعرونه

ورته والی

زه او کعبه دواړه همزولې پیغلې

دواړه د تورې پردې شاته ناستې

دواړو کې خدای اوسي

 د خدای له نوره

دا شوه سپيڅلې په سپیڅلو سترګو

زه هم سپيڅلې وم

خو چا رانه طواف ونکړ

غزل

هیلو لږ دمه مې کړئ یوازې یم

ژوند راکړئ شیبه مې کړئ یوازې یم

وخت د زاڼو خیل او زما مات وزر

خیر دی درسره مې کړئ یوازې یم

وار کړئ په ویشتلو کې د غم غشو

هسې نه چې مړه مې کړئ یوازې یم

زه د یار له کلي نه په کډه ځم

اوښکو بدرګه مې کړئ یوازې یم

ژوند یوه شیبه مینه ذره د نور

ماته آيينه مې کړئ یوازې یم

هیله د چا نه یم چې غزل به شم

ساندو کې ټپه مې کړئ یوازې یم

للوللو

للو للو زما شیرینې لورې

غلې ویده شه له دنیا نه لرې

هرې سیلۍ له هر توپانه پناه

له هرې ویرې او بلا نه لیرې

دا دنیا ډيرې هسکې ټیټې لري

بیا به یې ووینې او پوهه به شې

تل به زما تر پلو لاندې نه وې

بهر به ووځې لورې لویه به شې

اوس که خندا کوې خندا به وینې

بیا تهمتونه به خندا ورکوي

ته که د چا په لور مسکۍ غوندې شې

دوی په بدل کې به ژړا درکوي

للو للو ګوره چې  ویښه نه شې

د ناز خوبونه دې په ناز کوه

ستورو ته لاس اچوه لوبې کوه

سپینې سپوږمۍ سره دې راز کوه

اوس دې قدم نه ږدې د مور په لیمو

بیا په اغزیو به مزلونه کوې

پښې به دې لوڅې وي تلوار به لرې

د تیر ساعت به ارمانونه کوې

بیا به دسمال په خپلو اوښکو ګل کړې

بیا د غمو په تار مرۍ به پيیې

درانه پنډونه به دې ملا ماته کړي

د صبر تار سره کوڅۍ به پييې

څوک به دې بده بد شګونه بولي

با به وې کونډه اویا بوره به وې

یا به بدۍ ګالې د ورور د کاله

یا دعوه ګیره له تربوره به وې

یا به دې شپول له یتیمانو ډک وي

د مړولو به یې څه نه لرې

یا به دې حق وي د ظالم په خوله کې

ته د غوښتلو به یې خوله نه لرې

دا رنګینه د خوب نړۍ به نه وي

غم د ژوندون غم د خپل ځان به کوې

سر ته به لاس دې د غمو ایښی وي

د دې تودې غیږې ارمان به کوې

للو للو زما شیرینې لورې

دنیا دې داسې په کرار نه پریږدي

اوس خانده خانده او خپل وار تیر کړه

بیا دې خندلو ته هم وار نه پریږدي

3 COMMENTS

  1. Salam,
    Der sha sherona dy, fekar kawam che yusufzy Saheb ba del wassalon Sara moshkel Lari, aw ka reshtya ham de shaghaly pa nazar khrab wy, no kawalay shy Che eslah ye kry, pa zay de de che bekara waliki.

  2. Salam,
    Bakhshana ghwaram, pa portanay zoma likana kshe typ ghalati da. De .” del wassalon.” Pa zaay bayad.” de lwastalo.” Likal Shawn way.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب