شنبه, اپریل 27, 2024
Home+بړبوکۍ (ناول) ارواښاد نصیراحمد احمدي

بړبوکۍ (ناول) ارواښاد نصیراحمد احمدي

 د ارواښاد نصیراحمد احمدي دا ناول په ۲۰۰۹ م کال په تاند کې برخې برخې خپور شوی و. دلته ټول ناول په یو وار لوستونکو ته وړاندې کېږي.

(تاند )

په يوه تنګه دره کې درې خړ پوځي موټر روان ول، په دوی پسې سپېرې دوړې پورته کېدلې ، ځای ځای به ودرېدل، بېرته به د ماشين غږ پورته شو، پنډ او په دوړو لړلو ټايرونو به حرکت وکړ، پر لوړو ژورو به وختل او د سړک  غاړو ته پر سپېرو ډبرو به خړ پوټی پرېووت…

ناڅاپه د وړو ماشينګنو ډزو ازانګې خورې کړې، موټرې ودرېدلې، دروازې خلاصي شوې ، د يوه موټر ترمخ د  توغوندي ګولۍ ولګېده، دوړې پورته شوې، په  غره کې د الله اکبر چيغو زور ونيو او لاندي وېرېدلو تيرو کوکو دره په سر واخيسته…

عسکرو د غټو تيږو شا ته مورچې ونيولې، له ډبرو  سپين سوکي بادېدل او د درې پر سر، ډېر پورته يوه خړ ټپوس وزرونه غوړولي وو.

جګړه په  شدت روانه وه، له پورته پر سړک مرمۍ اورېدې … له لاندي  مشينګڼو پورته خولې نيولې وې، له ميلونو څخه يې  اورونه بادېدل.

  ناڅاپه د هليکوپترو دروند غږ دره ولړزوله، د غره پر ډډه  پرله پسې راکټونه ولګېدل، لويې، وړې تيږې بيلې شوې، د تيرو چرو نرۍ شڼهارى واورېدل شو، عسکرو منډه کړه، د موټرو دروازې پسې  پوري شوې، ټايرونه تاو شول او په لنډ وخت کې خړه دره  له شور ماشوره تشه شوه..

تر ډېره چوپه چوپتيا وه، وروسته  يوه کارغه ناره کړه ، کاغ …کاغ .. کاغ… بيا د وړو تيږو دښوېدو غږ پورته شو، لس دولس تنه يو په بل پسې ليکه روان وو، ټولو اوږدې ږيرې درلودې، پټکي يې تړلي وو او د ماشينګڼو خولې يې لاندې د سړک خواته اړولې وې.

دوی په کوزېدو کې احتياط کاوه، کله کله به يې په لويو تيږو پسې لاسونه نيول، هر يوه هڅه کوله چې د خپل  بدن توازن وساتي.

وروسته دوه تنه پورته ودرېدل،  نورو ځانونه لاندې سړک ته ورسول.  دوی وارخطا وو، شاوخوا يې کتل، يو ټيت شو، له خاورو يې توپانجه ورپورته کړه، بل يوه مشينګڼه وموندله،  درېيم هم يوې اوسپنيزې خولۍ ته لاس کړ.

دا وخت يوه چيغه کړه!

_   وينه ، وينه شته؟

ټولو ورته وکتل، څېرې يې نهيلې وې.

سړي لاړې تو کړې:

_  تو،  لعنت دي وي په دې سرکوزو، بچ شول.

د يوه بل شونډې وخوځېدې:

_  دلته پاتې کيدل خطرناک ده، بايد لاړ شو.

يودم  ډزې شوې، ولاړو کسانو منډه کړه، تر تيږو پټ شول، د ماشينګڼو خولې يې پورته ونيولې، لوړ ولاړ ملګري يې يوې خوا ته ډزې کولې، وروسته يې چيغه کړه!

_ کاپر دی، ويې ولئ!

ناره شوه!

_  چيرته؟!

_  لمر خاته ته،  د هغې تيرې پرښې ترشا.

د ماشينګڼو خولې د پرښې خواته تاوې شوې. په اوږده ولاړه تيږه  لسګونو مرمۍ ولګېدې. يو دم چوپه چوپتيا شوه. پورته ولاړ سړي ناره کړه!

_ تر اوسه لا هلته دی!

له لاندي يوه چيغه پورته شوه!

_ نو څه ته ګورې ! ويې وله ! مردار يې کړه!

سړي په لوړ غږ وويل:

_ له دې ځايه نه ښکاري.

درې تنه له خاورو پورته شول، لمر خاته خوا ته يې منډه کړه، نورو په ولاړه پرې ښه ډزې وکړې.  مقابل لوري کوم غبرګون ونه ښود.

يو ځل بيا چوپه چوپتيا شوه، يوه راکټ ته مرمۍ ورواچوله،  بل پر اوږه لاس ورکېښود، ورو يې وويل:

_ ملګري مه ژوبلوه، پرښې ته نږدې دي!

داوخت د ولاړې ډبرې له يوه کونجه دوه  لاسونه را ووتل، وروسته يوه اوسپنيزه خولۍ لمر ته وبرېښېده، بيا اوږې،  ټټراو ځنګنونه ښکاره شول،  د پرښې تر څنګ يو عسکر ودرېد.

هغه په بيړه خپل لاسونه پورته ونيول، يو دم چيغه شوه، نږدې کسانو منډه کړه، يوه د کلاشينکوپ پر کنداغ وار پرې وکړ، د عسکر له خولې وينو داره وکړه، پړمخې ولوېد، بل يې پر ملا ګونډې کيښودې، لاسونه يې شاته ور واړول، دا وخت نورو کسانو هم منډه ورواخيسته، ديوه په لاس کې چاړه وه، نورو د مشينګڼو پر ماشو ګوتې ايښې وې، کله چې ډله ور ورسېده، پر پراته عسکر ور پرېوتل، د سوکانو او لغتو وار نه کيده، يو دروند سوک د عسکر ژامي ته سيخ شو، خولۍ يې له سره ورغړېده او پر خړو خاورو تورې څڼې پريوتې.

يوه چيغه کړه!

_  نجلۍ ده.

*        *       *

نجلۍ سترګې رڼې کړې، تته رڼا وه، لږ وخوځيده، په اوږه کې يې نرى درد تير شو، بېرته پرېوته،  چت ته يې وکتل، تيرې ډبرې راوتلې وې، مغزی ( ورمېږ ) يې کوږ کړ، په يوه نمجنه سمڅه کې پرته وه.

د پښو دربی يې واورېد، باڼه يې سره وروستل، لنډه شېبه ووته، پر مخ يې سړي اوبه تويې شوې، سترګې يې رڼې کړې، دوه تنه يې سر ته ولاړ ول، يوه مشينګڼه ورته نيولې وه،  د  بل په لاس کې يو پلاستيکي خيرن سطل ښکارېده.

يوه چيغه کړه!

_ پورته شه!

نجلۍ په راوتلو رډو سترګو ورته کتل.

بل وويل:

_ زموږ په ژبه نه پوهيږي.

د ټوپکوال شونډې وخوځېدې:

_ په زور يې ولاړه که!

سطل په لاس سړي وويل:

_ نشم کولای، نجلۍ ده!

ټوپکوال د ټوپک په ميل ووهله!

نجلۍ کېناسته.

سړي اشاره ورته وکړه چې له سمڅي ووځي.

نجلۍ ولاړه شوه،  د ملا درد ځاې پر ځای کينوله، بيا يې پر پښو زور راووست، دوه درې ګامه يې واخيستل، سر يې وګرځيد،  په تيږه پوري يې لاس ونيو.

سطل په لاس سړي وويل:

_  نه شي تلای.

ټوپکوال په ملنډو ور غبرګه کړه!

 _  اوس به يې لارې ته راولم.

يودم يې د مشينګڼې ګيټ کش کړ، چيغه يې کړه!

_ ځې که دې غلبېل کم!

نجلۍ ولړزېده، په ړنګو ګامونو له سمڅې ووته.

سترګي يې د لمر رڼا ته وبرېښيدې، شاوخوا يې وکتل، سپيره غر و، پنځه شپږ وسله وال  يو ځای  پر يوه  هواره  تيږه  ناست وو،  کله چې يې نجلۍ ته وکتل، سرونه يې وځړېدل، د نجلۍ ځان ته پام شو، د ګرېوان پاسنۍ درې تڼۍ يې شلېدلې وې او تور لانده ويښته يې پر ټټر پراته وو، ورو يې  دګرېوان دواړه خواوې سره ور  وستې، پر اوږه  يې څه ولګېدل، يوه سپينه ټوټه يې پر سترګو پرېوته، اوږې ته يې لاس کړ، يو نرى څادر و،  شاته يې وکتل، تر څنګ يې يو په عمر پوخ سړی ولاړ و، له سپينې لونګۍ يې په نکريزو رنګ کړې سرې څڼې راوتلې وې، په کيڼ لاس کې يې مشينګڼه ښکارېدله.

نجلۍ په څادر کې ځان وپېچه، ولاړ سړي خپلو ملګرو ته اشاره و کړه،  په ډډ نارينه غږ يې وويل:

_ څه واياست؟ د کوم وطن درته ښکاري!

دوه تنه له تيږې را ولاړ شول، ولاړ سړي ته نږدې ودرېدل، يوه يې وويل:

_ ما وليده، پر مټ يې د امريکايانو ټاپه ده.

بل په خبره کې ورولويد:

_ نه يې منم، امريکايان د بيزو ګانو غوندې سره دي، خو دا له رنګه موږوالو ته ورته ده.

د تيږې پر سر يوه ناست ځوان ناره کړه!

_ په کاپرانو کې هر ذات پيدا کيږي، يوه ګولۍ يې وولئ او سپيو ته يې واچوئ!

يوه بل وويل:

_ رښتيا وايي، تر څو به يې راسره ګرځوو.

د سرو څڼو لرونکي  سړي وويل:

_ موږ بايد خپل مشران خبر کړو، پرېکړه د هغوی په لاس ده، که يې وژله ، که يې له نورو بنديانو وروڼوسره تبادله کوله، ما اورېدلي چې کوپارو ته خپل کسان ډير ارزښت لري.

د يوه شونډې وخوځيدې:

_ هر رنګه چې وي ، خو له دې ځايه يې ورکه کړئ، په مرکز کې  د دې ښځي موجوديت ښه نه دی..

د نګ سړی په خبره کې ورولوېد:

_ ابادی ته يې نه شو وروستی، خطر لري.

يوه شېبه غلی شو، وروسته يې سر پورته کړ، ورو يې وويل::

_ يوه چاره به يې وکم!

*    *    *

سپي وغپل…

يوه ځوان بړستن له سره لري کړه، غوږ يې ونيو، ورو يې وويل:

_ چغه!

بېرته يې سر پټ کړ، د سپي غپېدا ډيره شوه، ځوان کېناست، سپي غپل…

يوې ښځې په خوبولي غږ وويل:

_ څوک نا رې وهي؟

ماشوم وژړل…

ځوان سر ته ايښى شل ډزي  ته لاس ور وغځاوه، ولاړ شو، له خيمې ووت، د باندي سوړ باد چلېده…

شاوخوا يې وکتل، سپي مخامخ منډه واخيسته، ځوان د ټوپک ګيټ کش کړ، يوه چيغه کړه!

_ خپل يو.

ځوان ور مخته شو، د سپوږمۍ په رڼا کې درې تنه ولاړ وو، سپي غپل…

ځوان په زوټه ( لوږ غږ ) وويل:

_ څه غواړئ؟!

ډډ نارينه غږ يې واوريد:

_ يو امانت راسره دی.

_ د چا؟

_ د پلار دې.

ځوان  ورو وويل:

_ راځئ!

دريو تنو په ده پسې حرکت وکړ، سپی ترې راګرځېده، غپل يې…

ځوان خيمې ته ننوت، ورو يې وويل:

_ څراغ بل کړئ!

اورلګيت ولګېد، په کېږدۍ کې تته رڼا شوه، درې وارخطا ښځې په خپلو ځايونو کې ناستې وې، دوه ځوانې وې، بله هم بوډۍ، ماشوم هماغسې ژړل…

د ځوان شونډې وخوځېدې:

_ ميلمانه لرو.

ښځو په خپلو ببرو ويښتو څونۍ  ( ټکري ) ورکش کړي.

ځوان په زوټه ( زوره )  وويل!

_ راځئ!

کېږدۍ ته درې تنه ور ننوتل.

بوډۍ په ويره وويل:

_ عسکر!

ځوان په بيړه ميلمنو ته وکتل، دوو يې ټوپکونه تړلي وو، تر دريم يې يو سپين څادر تاو و، پښې يې په لويو خړو عسکري بوټونو کې پټې وې،  لاسونه يې شاته تړلي ښکارېدل.

يوه وسلوال وويل:

_ په جګړه کې مو ونيوله.

په کېږدۍ کې ناستو ښځو په حيرانی ورته کتل…

بوډۍ وويل:

ښځه ده؟

هو!

_ دلته مو ولې راوسته؟!

_ زوی دې راوليږله.

ځوان ميلمنو ته د کېناستو اشاره وکړه.

 يوه يې وويل:

_ نه شو ماتل کېدای، امر دی!  بايد په شپه کې ځانونه مرکز ته ورسوو.

ځوان له وسلوالو سره د باندې ووت..

 سپي غپل…

ځوان وويل:

_ دا بلا به  ترڅه وخته دلته يي؟

د يوه شونډې وخوځېدې:

_ نپوهيږو! خو احتياط کوئ! څوک بايد کوم بوی يونه سي!

سړو حرکت وکړ…

 سپي منډه پسې واخيسته…

ځوان بېرته کېږدۍ ته ورننوت، ښځې تر نابللې ميلمنې راګرځېدلې وې، هغې ته يې په حيرانۍ کتل، ميلمنه وارخطا وه، د څراغ ژېړې رڼا ته يې غټې سترګې ځلېدلې،  پر لاندنۍ ډکه شونډه يې وچه وينه پرته وه.

بوډۍ يو سوړ اسويلی ويست، ځوان ته يې وکتل، ويې ويل:

_ شېرګله! دا خو خبرې نه کوي!

ځوان موسک شو، شونډې يې وخوځيدې:

_  زموږ په ژبه نه پوهيږي، پرنګۍ ده.

ښځو په يوه خوله وويل!

_ څه؟!

ځوان وخندل، ټوپک يې د کېږدۍ ټاټ ته ودراوه، د باندې ووت، لنډه شېبه وروسته بېرته راغی، يوې نجلۍ په حيرانۍ وويل:

_لالا! د خرې پړی دې ولې راووړ؟!

ځوان د پړي يو سر د نابللې ميلمنې  تر تړلو لاسونو تاو کړ، کلکې غوټې يې ورواچولې، بل سر يې په کېږدۍ کې د ولاړ موټرسايکل په ټاير پورې وتاړه.

ښځو په حيرانی ورته کتل.

ځوان په خپله بستره کې ننوت، ټوپک يې له ځان سره پټ کړ، ورو يې وويل:

_شپه پخه ده، سبا به سره غږيږو.

ماشوم ژړل…..

*      *      *

د نجلۍ پر مخ يوه  توده ساولګېده، بيا يې په ښي غومبري تود لوندوالی احساس کړ، په بيړه يې سترګې رڼې کړې، تور وربوز يې وليد، يوه زوروره چيغه يې تر خولې راووته، سپي کوړنج وهل، نجلۍ ټکان وخوړ، پړی کش شو، موټرسايکل ړنګ شو، ځوان په منډه کېږدۍ ته ورننوت، يو اوږد ډانګ په ګوتو ورغی،  سپی  په کوړنجيدا  د باندي ووت..

بوډۍ غږ کړ!

_ څه خبره ده؟

ځوان وويل:

_ سپي وډاره کړه!

بوډۍ کېږدۍ ته ور ننوته، په لاس کې يې له شيدو ډک جام ښکارېده، په ملنډو يې وويل:

_ سپي دا وډاره کړه، که دې سپی وډار که!  ته ورته وګوره!  سمه دمه بيزو ده، د سپي بلا دې سل واره ورباندې وګرځي.

نجلۍ په راوتلو رډو سترګو ورته کتل…

شېرګل وويل:

_ وړانګه چيرته ده، ورېندار هم نه شته؟

بوډۍ سوړ اسويلی ويست:

_ اوبه نه وې، يوه ګړۍ مخکې دواړه چينې ته ولاړې.

له دې سره له کېږدۍ ووته.

شېرګل نجلۍ ته وکتل، هغې ژړل…دی هم د باندې ووت.

نجلۍ شاوخوا سترګې واړولې، کېږدۍ لويه وه، يوه څنګ ته څو خيرنې بړستنې پرتې وې، بل لورته  ناولي لوښي ايښي وو او مخامخ د يوه ماشوم نرۍ پښې تر لانده اوړني راوتلې وې.

وروسته ټوخي واخيسته، سپين لوګى يې تر سترګو تير شو، د کېږدۍ له يوې چولې يې د باندې وکتل، لمر نوی راختلی و، بوډۍ اور ته ور پوه کول…تر څنګ يې يوه توره کټوه ايښې وه،  لږ لرې څو خرو په وړو تيږو کې خولې وهلې، پښو ته يې لنډ پړي ور لوېدلي وو،  لوی ګامونه يې نه شوای اخيستلای.

بيا يې دوو کوچيو ته پام شو، ګړندی تګ يې کاوه، ګڼی ګردۍ لمنې يې خوځيدلې، شېبه وروسته يې کېږدۍ ته نږدې، له يوې شاتورې خرې له اوبو ډک ژی کښته کړ.

وروسته يوه سيرلي منډه واخيسته، تر نغري يې ټوپ کړل، بوډۍ تيږه پسې وويشته.

څو ګامه هاخوا، شېرګل د يوې اوښې ورانه ته جارو نيولې وه، وچ خوشايي يې ترې ليرې کول، دی هډور ځوان و، لمر سوځولې څيره يې درلوده او په زنه پورې يې تار تار مړه ويښته نښتي وو.

ناڅاپه ټاټ پورته شو، کېږدۍ ته ژيړه رڼا ور ولوېده، اوس نو شمال لور ته پرتې ټيټې غونډۍ ښکارېدلې، په لمنو کې يې ګڼې سپاندې ولاړې وې،  يواځيني زاړه توت ته نږدې يوه رمه پنډه وه.

وړانګه کېږدۍ ته ور ننوته، نابللې ميلمنې ته يې وکتل، ورمخته شوه،  د موټرسايکل له ټايره يې پړی خلاص کړ.

نارينه غږ يې واورېد:

_ په دې پرنګيانو دومره زړه سوی مه کوه!

کوچۍ ور وکتل، په خواره خوله يې وويل:

_ وبال لري.

شېرګل وخندل:

_ موږ هم اوبو نه يو راوړي.

بېرته يې پړی په ټاير پورې وتاړه.

وړانګې څه ونه ويل.

نابللی ميلمنې په حيرانۍ ورته کتل…

بوډۍ کېږدۍ ته ورننوته، يوه توره چايجوشه يې پر زاړه ليمڅي کيښوده، د چايجوشې له څوښکې  تاو پورته کېده…

شېرګل وپوښتل:

_ انا! ډوډۍ پخه ده؟

بوډۍ وويل:

_  سړه ډوډۍ ډېره وه.

شېرګل پر سپيره ليمڅي پلتۍ ووهله، خور يې دسترخوان هوار کړ، له شلېدلو پاستو سره لوی او واړه هډوکي پراته وو..

_ بوډۍ د ځوان تر څنګ کېناسته، لمسۍ او نږور يې هم پلتۍ ووهلې.

نابللې ميلمنې په حيرانی ورته کتل…

د بوډۍ سپين ويښته له ټکري راوتلې وو، نږور يې هم خيرنه او ډنګره وه، خو نجلۍ په غوښه پټه ښکارېدله، په غنم رنګه زنه يې درې شنه خالونه وهل شوي وو، تورې ډبلې وروځې يې لرلې او تر خړې پاسنۍ شونډی يې واړه،  نري  تور ويښته راتاو وو.

وروسته يې په څلورو خيرنوګيلاسونو کې بوره واچوله، چايجوشه يې ور پورته کړه، ګيلاسونه د شيدو له خړو چايو ډک شول.

شېرګل په ډکه خوله وويل:

_ ميلمنې ته مو ننګ ( ست ) ونه کړ.

د بوډۍ شونډې وخوځېدې:

_ خاورې دې وخوري.

شېرګل د پاستي يوه ټوټه ور ورغورزوله،  ډوډۍ د ميلمنې پښو ته نږدې ولوېده.

وړانګې وويل:

_ وبال لري، رزق ده.

 ميلمنې په حيرانی ورته کتل..

شېبه وروسته  کېږدۍ ته نږدې يو موټرسايکل ودرېد

سپي وغپل…

 شېرګل ولاړ شو، څو ګامه ليري دوه تنه ولاړ وو، سپی ترې راګرځيده، شېرګل په سپي پسې تيږه وويشته، سپي منډه کړه، دی ورمخته شو.

ښځو ورته کتل…

شېرګل يوه شېبه له سړو سره ودرېد، بېرته کېږدۍ ته راغی، په کونج کې ايښی زوړ ګيلن يې ورپورته کړ.

بوډۍ وپوښتل:

_ څوک دي؟

د شېرګل شونډې وخوځيدې:

_ راځم.

د باندي ووت، څوګامه يې واخيستل، ګيلن يې د موټرسايکل پر ټانکۍ ورپورته کړ، يوه شېبه  له سړو سره ودرېد، وروسته موټرسايکل حرکت وکړ، شېرګل کېږدۍ ته راغی، ګيلاس يې ورپورته کړ، ويې ويل:

_ بې خوبه وو.

بوډۍ وپوښتل:

_ نو څه يې کول؟

 _ نيمه شپه سړک ته تللی ول، ويل يې چې ځمکه کلکه وه، د ماين ښخولو ډېر وخت ونيو.

خور يې په خبره کې ورولوېده:

_ چيرته؟

شېرګل ګوله تيره کړه، ويې ويل:

_ د پاخه سړک پر غاړه،زړې ژرندې ته نږدې.

وروسته يې ميلمنې ته مخ ورواړاوه ، په خوند يې وويل:

_ دوه ساعته باد ستا دوطندارانو کتار تېريږي، درز به يې واورې!

ميلمنې په حيرانی ورته کتل..

_ ښه شېبه ووته، په دسترخوان کې يواځې هډوکي پاتې شول.

بيا کېږدۍ تشه شوه.

ځوان په رمه پسې روان و، بوډۍ نغري ته نږدې په ولاړ ځګ کې مستې اچولې، دوو نورو کوچيو ناولې جامې پر يوه شاتوره خره بار کړې وې او چينې ته يې د تګ تياری نيوه.

————–

غرمه وه، په کېږدۍ کې تود باد چلېده، ماشوم لغتې وهلې، پښې يې ککړې وې، بوډۍ د چکې د جوړولو په تمه په يوه ژېړه تيکه يې کڅوړه کې شړومبې اچولې.

لاس تړلې نجلۍ په کېږدۍ کې ناسته وه، سر يې درد کاوه،  پښو ته نږدې يې وچه ډوډۍ پرته وه،  وروسته يې يوه لوی غونډل ته پام شو، غونډل ګړندی روان و، بيا د ماشوم په بوغبند کې ور ننوت.

د نجلۍ سترګې رډې راوختې،  په بيړه ولاړه شوه، پړی کش شو، بېرته کېناسته، تړلي لاسونه يې ټاير ته ور وغځول، هڅه يې وکړه چې پړی خلاص کړې، پاتې راغله، پرېوته، په خيرن پړي يې غاښونه ټينګ کړل، جټکه يې ورکړه، يودم يې ويښته د شا خواته کش شول، بوډۍ چيغه کړه!

_چيرته تښتې!

پر مخ يې يوکلک شی ولګېد، سر يې وګرځېد، بوډۍ ته يې وکتل، په لاس کې يې توره چايجوشه نيولې وه.

نجلۍ ماشوم ته اشاره وکړه، شونډې يې سره سريښ شوې:

_ ام م م م م م م م م م م ….

بوډۍ ناره کړه!

 _ بلا بلا، څه رمباړي وهې؟!!

نجلۍ په راوتلو رډو سترګو ماشوم ته کتل، هغه پښې وهلې…

بوډۍ مخ واړاوه، نجلۍ پسې وکتل، د موټرسايکل ټانکۍ ته يې تړلي سوکان ونيول، بوډۍ ګام واخيست. نجلۍ چيغه کړه!

_ غونډل، د ماشوم بسترې ته غونډل ورننوت.

بوډۍ منډه واخيسته، ماشوم يې پورته کړ، پر سينه يې لوی غونډل روان و.

غونډل يې په لاس وواهه، ماشوم چيغه کړه، غونډل پر ليمڅي ولوېد. بوډۍ اوکلۍ  پرې کېښوده.

لاس تړلې نجلۍ سترګې سره وروستې، سړه ساه يې واخيسته، ورپسې يې يو سوړ اسويلی ويست.

بوډۍ په بيړه د ماشوم کميس لري کړ، د هغه لوڅ ځان ته  يې وکتل، په زوټه يې وويل:

_ يا پيره دستګيره ! رارسيږه!

داوخت زنګولې وشرنګېدې، ډډ کوچيانی غږ پورته شو:

_ ارررې،   اررری….

بوډۍ ماشوم ورواخيست،  په منډه له کېږدۍ ووته.

نجلۍ پسې وکتل، د رمې په سر کې يو ښکرور سيرلی روان و.

بوډۍ چيغه کړه!

_ شېرګله، وه شېرګله!

ځوان ناره کړه!

 _ څه خبره ده؟!

بوډۍ ورمخته شوه، په لوړ غږ يې وويل:

_ د بنګل په بوغبند کې غونډل و.

ماشوم ژړل…

ځوان په بيړه ماشوم ور واخيست، ورته ځير شو، يوې او بلې خواته يې سره واړاوه، په خندا يې وويل:

_ انا! زړه مه خوره، د نيش وهلو ځای نه ښکاري، روغ رمټ دی!

له دې سره يې ماشوم ښکل کړ، بوډۍ ته يې ونيو،  په رمې پسې روان شو.

بوډۍ په يوه لويه ډبره کېناسته،ماشوم ژړل…

لاس تړلې نجلۍ وچې سترګې ورته نيولې وې…

ښه شېبه ووته، بوډۍ همالته ناسته وه، ځوان ديوه پسه وړۍ سکوللې…وروسته وړانګه او د هغې ورېنداره ښکاره شول، دوی په يوې خرې پسې روانې وې، د خرې پر شا له پرتو جامو څاڅکي څاڅکي اوبه څڅېدلې…

بوډۍ مخې ته ورغله، لنډه شېبه سره ودرېدل، لاس تړلې ښځې ور کتل… د بوډۍ نږور خپل زوی ور واخيست، په سينه پورې يې ونيو،وروسته يې د هغه له مخه څو پرله پسې مچې واخيستې.

بيا درې واړه د کېږدۍ خواته روانې شوې، وړانګې له غوړې کاسې يوه توره چاړه ور واخيسته، لاس تړلې نجلۍ ته ورنږدې شوه، د نجلۍ سترګې رډې راختلې وې، وړانګې پړي ته چاړه ونيوله او د هغې لاسونه يې خلاص کړل.

داوخت ځوان کېږدۍ ته ورننوت، په ښي لستوني پسې يې سپينې وړۍ نښتې وې، په غولي پراته شليدلي پړي ته يې وکتل.

 بوډۍ وويل:

_ ها! دا دی!

ځوان سترګې ورواړولې، په ليمڅي پورې يو تور غونډل چختاړی و، يواځې يوه ببره پښه يې خوځېدله…

ځوان وويل:

_ په پرنګيانو کې هم ښه خلک پيداکيږي.

کوچيانو وخندل.

ځوان د لرګي له زاړه صندوقه يو څټک ور واخيست.

وړانګې وويل:

_ څه يې کوې؟

د ځوان شونډې وخوځيدې:

_ د يوه پسه ګړنجونی خراب دې.

ګام يې واخيست، خو يودم ودريد، بوډۍ ته يې وکتل، په حيرانی يې وويل:

_ انا! تا څه ويل؟

بوډۍ وخندل، شونډې يې وخوځيدې:

_ څه وخت؟

_  تا ويل چې دې پرنګی خبره کړې، د دې خو…

د بوډۍ سترګې رډې راوختې، په خبره کې يې ورولويده:

_ هو رښتيا! دې خو زموږ ژبه وويله!

 ځوان نابللې ميلمنې ته وکتل، شونډې يې وخوځېدې!

_ ته په پښتو وغږيدې؟!

نجلۍ په ريږدېدلي غږ  وويل:

_ هو.

د کوچيانو خولې وازې  شوې…

نجلۍ وويل:

_ نوم مې ماريا ده.  په امريکا کې پيداشوې يم.

بوډۍ په خبره کې ورولوېده:

_ نو له کوپارو سره دې څه کول؟

د ماريا سر وځړېد، ورور يې وويل:

_ زه په اصل کې افغانه يم، خو د امريکا تذکره لرم، هلته مې د عسکرۍ درس ويلی، له يوه کاله راهيسي افغانستان ته راغلې يم.

بوډۍ په بيړه وپوښتل:

_ بوسلمانه ( مسلمانه ) يې؟

ماريا د(( هو )) په نښه سر وخوځاوه.

_ نو بيا دې څه مخ تور دی چې له کوپارو سره ولاړه يې؟

د ماريا سر وځړيد.

وړانګې وويل:

_  هر  رنګه چې وې،  زما وراره يې بچ کړ، د زړه رحم لري.

ځوان وويل:

_ خورې! جامې يې وربدلې کړه! دا عسکري کالي يې ښه نه دي، خطر لري.

بيا يې ماريا ته وکتل،  په خندا يې وويل:

_  د ترښتې پکر ونه کړې، سپی ډير خړولی ( خوړونکی ) دی.

ځوان ګام واخيست، بېرته ودرېد،  ښځو ته يې مخ ورواړاوه، ورو يې وويل:

_ هغه ماين يې ويست،  نپوهيږم چې له کومه وپوهېدل، ما رمه پيايله، د غونډۍ له سره مې ورته کتل، خو کتار تر زړې ژرندې يو څه ليرې ودرېد،  دوه تنه له يوه موټره کوز شول او  ماين ته نيغ ودرېدل.

*    *    *

ځوان سلام وګرځاوه، څادر يې ټول کړ، ولاړ شو، سترګې يې رډې راوختې.

ماريا د کېږدۍ څنګ ته ولاړه وه، ګڼ کوچيانی کميس يې په تن و، د کميس په لمنې پورې يې سپينو روپيو ټال خوړ، لستوڼو ته يې ګونګړوګان ور لوېدلي وواو ټتر يې له  شنو مريو ډک و.

ځوان نږدې ورغی، نجلۍ ته يې په لومړي ځل په ځير وکتل،  ښه ورته ښکاره شوه، هسکه غاړه يې درلوده،  ټټر يې راوتلی و او په ډکو سرو شونډو يې يوه خوږه موسکا پرته وه.

ځوان جټکه وخوړه!

_  څنګه مې جوړه کړه، څوک به دا ووايي چې کوچۍ نه ده؟ هه!

ځوان خپلې خور ته وکتل، تر څنګ يې ولاړه وه، ويې خندل:

_ بلا يې بلا!

وروسته کېناست، د سپي په غټ سر يې لاس تېر کړ، ماريا ته يې وکتل، په خندا يې وويل:

_ خو دومره ازادي مه ورکوه!

د وړانګې تندی تريو شو:

_ لالا! وبال لري، چيرې به لاړه شي، يوې خواته دښته ده، بل لور ته غونډۍ.

د ځوان شونډې وخوځېدې:

_ احتياط يې هم ويلی!

مخ يې واړاوه ، درمې خواته روان شو.

وروسته يې يو لوی پسه له ځمکې پورته کړ، پرې يې ايست او د پسه دوړيو په سکوللو بوخت شو.

ښه شېبه ووته، بيا يو سيوری ورباندي ورغی، پورته يې وکتل، ماريا وه، بېرته يې سر وځړېد.

نجلۍ وويل:

_ مننه!

د ځوان شونډې وخوځېدې:

_ څه؟

_ مانا، کور ودان.

_ د څه له پاره؟

_ زه دې دوهم ځل ونه تړلم.

ځوان وخندل، ورو يې وويل:

_ په دې شرط چې منونکې  و اوسې!

ماريا په خبره کې ورولوېده:

_ قول دى!

ځوان وويل:

_ ځه! سمه ده!  باور به وکم، خو!

 غلی شو،  پسه يې په بل مخ واړاوه.

 نجلۍ وويل:

_خبرې کولی شم؟

ځوان وخندل:

_ اوس دې هم خوله نه ده ګنډلې.

نجلۍ يوه شېبه غلې وه، بيا يې يودم وويل:

_ ورور دې چيرته دی؟

ځوان نيغ ورته وکتل، بېرته يې سر وځړېد، پسه ناره کړه، يو موټى سپينې وړۍ په وينو سرې شوې، ځوان ځمکې ته لاس کړ، خاوره يې ورواخيسته،  د پسه په ټپ يې واچوله.

  ورو يې وويل:

_ ماين ته يې ځمکه کېندله، پام يې نه و، په خپل ماين والووت..

نجلۍ وويل:

_ ما وبخښه

ځوان غلی و، وروسته يې شونډې وخوځېدې:

_ هغه ته مو تير کال ښځه راوړه، زوی يې پس مرګي پيدا شو.

نجلۍ وويل:

_ پلار دې؟

_ پلار مې کوماندان ( قوماندان ) دی، ډير وخت په غره کې وي، کور ته کم راځي.

سپی وغرېد، ځوان ورته وکتل، څو ګامه لرې ولاړ و.

ورو  يې وويل:

_ چغه!

سپي لنډه لکۍ وخوځوله .  ځای پرځای  پريووت.

ماريا لرې وکتل، دوه تورې کېږدۍ ښکارېدلې، ويې ويل:

_ هاغه هم کوچيان دي؟

ځوان سر پورته کړ، دښتې ته يې وکتل، شونډې يې وخوځېدې:

_ هو ! هلته يې مېنه ده.

_مېنه؟

ځوان وويل:

_ موږ ژمی ګرمسير ته ځو، اوړی دلته اړوو، د کوچيانو مېنې مالومې دي، داسي لکه د جايي  ( ځايي ) وو چې کور کلی مالوم وي، څوک دا حق نه لري چې د بل يوه په مېنه کې واړوي.

ځوان غلی شو، په بياتي پورې نښتې وړۍ يې لرې کړې، ورو يې وويل:

څړ ځايونه مو هم سره ويشلى دي، هر قوم خپل څړځای لري،  بل ځای رمې نه شي پيولی.

ځوان غلی شو.

نجلۍ وويل:

_ لاړم!

ځوان وړۍ سکوللې…

نجلۍ يوه شېبه ودرېده، ځوان ور ونه کتل، وروسته روانه شوه.

سپي سر پورته کړ، نجلۍ ته يې وکتل،  بېرته يې د مخکنيو غزېدلو پښو په منځ کې وربوزکېښود.

ماريا يوه جونګي ته وروګرځېده، جونګي هسکه غاړه نيولې وه، ژامه يې خوځېدله، شخوند يې واهه…

يوه شېبه له جونګي سره ودرېده، بيا يې وړانګې ته پام شو، پياز يې وړول، ورغله،  د هغې تر څنګ کېناسته. ورو يې وويل:

_ په اشپزي کې څنګه يې؟

_ څه؟!

_ ديګ کولای شي؟

وړانګې وخندل، لندې  غټې سترګې يې ور واړولې، ورو يې وويل:

_ په ښوروا کې تکړه يم.

ماريا کاسې ته وکتل، د پيازو په غوڅو شويو ځايونو باندي د چاړې تورې خيرې ښکارېدلې.

داوخت يو غږ شو، دوې ټيټې هليکوپترې راغلې، ځوان منډه کړه، ماريا يې ترمټ ونيوله، دواړه کېږدۍ ته ننوتل. دروند غږ کېږدۍ ولړزوله.

ماشوم وچونګېد!

ځوان سوړ اسويلی ويست.

د ماريا سترګې رډي راختلې وې.

بوډۍ، د هغې نږور او وړانګه کېږدۍ ته ورننوتې، دوی وارخطا وې.

ځوان ماريا ته مخ ورواړاوه، ورو يې وويل:

_ ته به مو په بلا وخورې!

ماريا په حيرانی ورته کتل.

وړانګې په خواره خوله وويل:

_ طيارې وې، تيرې شوې.

ځوان چيغه کړه!

_ پلار مې ولې خپله کورنۍ په بلا خوري؟ بل ځای نه و؟

يوه شېبه غلی شو، بيا يې ورو وويل:

_ بايد احوال ورکړم، دا نجلۍ دلته  نه شي پاتې کېدی!

ماريا په منډه له کېږدۍ ووته، لاړه،  لرې په يوه لويه ډبره کېناسته. دښتې ته يې وکتل، لويه دښته وه، پای يې نه مالومېده، تر يوه ځايه خړې سپاندې ولاړې وې، وروسته سپېرې شګې ښکارېدلې، بېرته يې سر وځړېد، تر يوې وړې تيږې د څرمښکۍ خړه لکۍ راوتلې وه، څنګ ته يې تور ميږيان ليکه، روان وو.

يودم يې پر اوږه لاس ولګېد، ورميږ يې کوږ کړ، څنګ ته يې وړانګه کېناسته. تر ډېره غلې وې، وروسته ماريا په ژړغوني غږ وويل:

_ هغوی به مې ووژني.

وړانګې د نجلۍ پر ورانه لاس کېښود، شونډې يې وخوځېدې:

_ غم مه کوه! زه خو يم.

ماريا د هغې پر اوږه سر ولګاوه، يو دم يې وژړل…

وړانګې د نجلۍ  په تورو ويښتو کې ګوتې تېرې کړې، ورو يې وويل:

_ زړه دې غټ ونيسه!

ماريا ژړل…

*     *     *

وړانګې په حيرانی وويل:

_ ولې دې لاس ونيو؟!

د ماريا شونډې وخوځېدې:

_ وږې نه يم.

_ خو تا هيڅ هم نه دي خوړلي، سهارنۍ ډوډۍ مې ماسپښين له غولي راپورته کړه.

ځوان په ډکه خوله وويل:

_ څه يې کوې! زړه ته به يې نه کيږي.

ماريا ولاړه شوه، دوه درې ګامه ليرې کېناسته. دباندې يې وکتل، اسمان له سپينو ستورو ډک و. بېرته يې په کېږدۍ کې ناستو کسانو ته سترګې ورواړولې، تر دسترخوان څلور تنه را تاو ول، ځوان له لندې ډوډۍ ګوله جوړوله، بوډۍ د ښي لاس ګوتې په خوند څټلې، دوو نورو کوچيو هم ډوډۍ خوړه…وروسته د غوښې د ويشلو وار ورسېد، ځوان په يوه پاستي څلور برخې کېښودې، وړانګې په بيړه وويل:

_ ماريا دي هېره شوه؟

د ځوان شونډې وخوځېدې:

_ مړه ده!

بوډۍ وويل:

_ ماته سپينه غوښه راکه!

ځوان د ښځو تر مخ په پرتو پاستو يوه يوه برخه کېښوده، وړانګې پاستي ته لاس کړ، ولاړه شوه، د ماريا ترڅنګ کېناسته، ورو يې وويل:

_ غوښه درواخله!

ماريا په مړاوي غږ ځواب ورکړ:

_ مړه يم.

ځوان هغې ته وکتل، د مخ پر يوه خوا يې د لمپې رڼا لګېدله، بېرته يې سر وځړېد، ورو يې وويل:

_ دومره يې مه نازوه!

ښه شېبه ووته، کاسې پورته شوې، دسترخوان ټول شو، وړانګې هډوکي او اتامونه ( ماته ډوډۍ ) د باندي ويستل، د غوړو په يوه سکڼل شوي زاړه ټيم کې يې واچول، ورو يې وويل:

_ تو، تو ، تو

سپي منډه ور واخيسته.

کوچۍ بېرته کېږدۍ ته ننوته، ځوان ولاړ شو، موټرسايکل يې وښوراوه، په ټانکۍ کې تيل وچړپيدل.

بوډۍ وويل:

_ چيرته ځې؟

ځواب يې ورکړ:

_ مرکز ته.

غلی شو، ماريا ته يې وکتل، ويې ويل:

_ پلار ته وايم چې دا بلا له دې ځايه ورکه کړي!

وړانګه په خبره کې ورولوېده:

_ نه! دا ځای ورته ښه ده،  په کومه بلا يې ونه خورې!

ځوان ورو وويل:

_ په موږ يې څه! که يي وژني که يې بل ځای بيايي، خو دلته نه شي پاتې کېدای.

د وړانګې سر وځړيد:

_ وبال لري!

د بوډۍ ګونځې شونډې وخوځېدې:

_ شېرګله زويه! خور دې  بده خبره نه کوي، تور سرې ده.

وړانګې  په بيړه د خبرو وار ورنه ونيو، په خواست يې وويل:

_ خدايکه يې د طيارو پلار رانه وپيژني! ته ورته وګوره! سمه دمه کوچۍ ده.

ځوان يوه شېبه ودرېد، موټرسايکل يې پرېښود، له کېږدۍ ووت.

وړانګې ماريا ته وکتل، د هغې په سترګو کې اوښکې ولاړې وې…

 ورو يې وويل:

_ له وروره مې خوا مه بدوه! په زړه کې څه نه لري، بس!  لږ کاوړي ( غوسه ناک ) دی.

يوه شېبه غلې وه، بيا يې د نجلۍ لاس ونيو، ويې ويل:

_ راځه چې دباندې ووځو! ښه باد لګيږي، پام به مو غلط شي.

ماريا ولاړه شوه، دواړه له کېږدۍ ووتې، څو ګامه ليرې په يوه لويه ډبره کېناستې،  نرم باد چلېده،چوپه چوپتيا وه، يواځي کله کله به په غاښونو د هډوکو د ماتېدو کړسا پورته شوه او ډېر لرې به يوه شغال ناره کړه.

دواړه تر ډېره غلې وې، بيا ماريا سوړ اسويلی ويست ، په مړاوي غږ يې وويل:

_ مور مې ډيره ياديږي!

وړانګې په غاړه کې لاس ورواچاوه، يوه شېبه غلې وه، بيا يې سوړ اسويلی ويست، په خوابدي غږ يې وويل:

_ ته بختوره يې، مور  لرې، خو زه…

غلې شوه، ماريا ور وکتل، پر تندي يې د ستورو تته رڼا پرته وه، وړانګې خبره پسې وغزوله:

_ …خو زه مور نه لرم، هغه دوه کاله مخکي غونډل وچېچله، انا مې رنګارنګ بوټي ورته وټکول، ښه نه شوه،  دوهم سهار ته مړه پرته وه.

وړانګه غلې شوه، يو دم يې په غږ کې بدلون راغی، په خندا يې وويل:

_ اوس دا دغم خبرې پريږده! زړه مه خوره، خدای مهربانه دی.

په لنډه فاصله کې کوکه شوه، ماريا جټکه وخوړه، سپي وغپل، منډه يې واخيسته، تر يوه ځايه لکه سيوری داسي ښکارېده، وروسته په  تياره کې ورک شو.

ماريا وويل:

_ دا غږ د څه و؟

وړانګې وخندل:

_ د شغال، دلته شغالان ډېر دي، د ورځې په غونډيو کې د  ډبرو سيورو ته پراته وي، ماښام تياره، هوارې ته راځي ، تر سپيده چاوده بوی کاږي. تېر څوړموني ( پسرلي ) يوه شغال…

ماريا په خبره کې ورولوېده، ويې ويل:

_ ورور دې څنګه  سړی دی؟

وړانګه يوه شېبه غلې وه، وروسته يې وخندل:

_ ډېره ورنه ډاريږې؟

ځواب يې وانه ورېد.

وړانګې وويل:

_ زړه مه خوره! بد سړی نه دی، څو کاله له کوره ورک و، په مدرسه کې يې سبق وايه، بيا په کور کېناست، په چا کار نه لري، خپله رمه پيايي، تير کال يې يوڅه وخت ټوپک ګرځاوه، څو ځله سړک ته لاړ، يو وار پر مټ ولګېد، نه منع کېده، خو کله چې مې مشر ورور پر ماين وخوت، پلار مې ټوپک ورنه يووړ، ويل يې چې په کور کې يواځې تور سرې دي، ده هم څه ونه ويل او د پلار خبره يې ومنله.

وړانګه غلې شوه، يودم يې وپوښتل:

_ خوب درځي؟

د ماريا شونډې وخوځېدې:

_ هاغه ستوری وينې؟

_ کوم؟

_لمر لوېدو ته! تر نورو يو څه غټ دی.

وړانګې وخندل:

_ هو! موږ يې د ماښام ستوری بولو.

ماريا وويل:

_ تر اوسه مې دومره روڼ ستوری نه و لېدلی،  ښکلی دی، دلته ستوري څومره  راڼه  دي!

وړانګه په خبره کې ورولوېده:

_ موږ کله کله د شپې له خوا مزل کوو، غرونه، دښتې او دريابونه مخې ته راځي، خو لاره نه غلطوو، لالا مې د ستورو په حساب ښه پوهيږي، لار د ستورو له مخې مالوموي. ځو؟

دواړه ولاړې شوې، کېږدۍ ته ور ننوتې، ځوان د راډيو ستن تاووله… بوډۍ ته له چايو ډک ګيلاس ايښی و، نږور يې د ماشوم ککړې پښې پاکولې…

نجوني يوې خواته کېناستې، چا ور ونه کتل، ماريا ګيلاس ته لاس وروغزاوه، تر نيمايي يې له تورو چايو ډک کړ، ولاړه شوه، ګيلاس يې د باندې تش کړ، بېرته په خپل ځای کېناسته، چايجوشه يې ورپورته کړه.

ځوان راډيو يوې خواته  کيښوده، ولاړ شو، توشکه، بړستنه او بالښت يې ورواخيستل، بوډۍ وويل:

_ څه کوې؟

د ځوان شونډې وخوځيدې:

_خوب راغی.

بوډۍ په حيرانۍ وويل:

_ کېږدۍ خو لويه ده، يوه څنګ ته پريوزه!

ځوان ماريا ته وکتل، بېرته يې مخ واړاوه، پرته له دې چې څه ووايي، د باندي ووت.

ښځې تر يو څه وخته ناستې وې، وروسته وړانګه ولاړه شوه، توشکې يې هوارې کړې، ماريا ته ېي وکتل، ورو يې وويل:

_ راځه!

ماريا له ټکري سره پرېوته، بړستن يې پر سر ورکش کړه، د وړيو سوړ بوی يې په سپږمو ننوت، بېرته يې مخ لوڅ کړ، پورته کېږدۍ ته يې وکتل، د يوه زاړه غلبيل تر څنګ د غوښو څو بڅري راځړېدل.

وروسته وړانګې لمپې ته ور پوه کړل، تپه تياره شوه.

 چرچرک نارې وهلې….

*   *   *

اسمان برګ و، دوه نجوني په يوه پراخه دره کې رواني وې، تر مخ يې يوې خړي خرې په ډبرو کې چټک ګامونه اخيستل، د خرې پر شا د اوبو تش ژی پروت و. دوی ښه شېبه مزل وکړ، بيا د يوې چينې پر غاړه ودرېدې، اوبه له يوې تيږې راوتلې…د نري لښتي دواړو غاړو ته شنه واښه ولاړ وو.

وړانګې د خرې له شا ژی کښته کړ، ماريا ته يې مخ ور واړاوه، هغه څو ګامه ليرې ولاړه وه، ورو ورو غږيدله…

وړانګې په خندا وويل:

_  ولي له ځان سره ګډه يې؟!

د ماريا شونډې ورپېدې:

_ څه؟!

_ ما وليدې، خپل ګريوان ته دې خوله نېولې وه،تا خبرې کولې.

ماريايوه شېبه غلې وه، بيا يې يو دم وخندل:

_ ما دعا ويله.

وړانګه له خندا شنه شوه:

 _ خدای که دې په يوه خبره  پوه شوې يم!

_ انګريزي وه.

وړانګې هماغسي په خندا وويل:

_ په انګريزي د عا ويل کيږي!

ماريا غلې وه.

_ وړانګې وويل:

_  موږ په اوبو پسې څومره لرې راځو! هه!

ماريا سړه ساه واخيسته،  د لښتي پر ژۍ کېناسته، تر رڼواوبو لاندې زيږه شګه پرته وه، د شګې پر سر د ګوتې په اندازه کوچنيو خړو ماهيانو لکۍ وهلې…

وروسته يې اوبو ته لاس ور وغزاوه، سړې وې، يوه لپه يې مخ ته ور واچوله، له سپينې لنډې زنې يې راڼه څاڅکې و څڅېدل…

 اوږدې ګوتې يې په تورو ويښتو کې تيرې کړې، بله لپه يې مخ ته ور واچوله، نرۍ وروځې يې لندې وې.

بيا يې وړانګې ته وکتل، ژي ته يې په لپه اوبه ور اچولې…

ماريا وويل:

_ وېرېږم!

وړانګې وخندل:

_  ولې؟

_ که دې ورور خبر شو، نو بيا؟

_ نه خبريږي!

ماريا يوه شېبه غلې وه، بيا يې وويل:

_ اوس به يې رمه راوستې وي، ناوخته شو!

د وړانګې شونډې وخوځېدې:

_ دا دی! ژی ډکېدو ته نږدې دی!

ماريا مخامخ وکتل، غونډۍ ټيټې وې، ځای ځای سپاندې او هسک اغزي باد ښورول…لرې پر يوه غټه ډبره دوه سارايي کوترې ناستې وې. په ټوله دره کې چوپه چوپتيا وه، يواځې يوې کوترې غومبرې وهلې، ځای پرځای راګرځېده…

ماريا کيڼ لور ته وکتل، دا غونډۍ هم تر ډېره  هغې بلې ته ورته وه، يواځې کوترې نه وې.

ښي لور ته يې مخ واړاوه، رنګ يې والوت، په بيړه يې وويل:

_ وړانګې!

وړانګې وخندل، پرته له دې چې سر پورته کړي، شونډې يې وخوځېدې:

_ دا دی، ډک شو!

ماريا چيغه کړه!

_ ورور دې!

وړانګې په بيړه سر پورته کړ، شېرګل منډې ور وهلې…ولاړه شوه، د ماريا مخې ته ودرېده، په رېږدېدلي غږ يې وويل:

_ زړه دې غټ ونيسه! تاته څه نه وايي!

لنډه شېبه ووته، شېرګل ور ورسېد، ساه يې لنډه لنډه کېده، سترګې يې رډې راختلې وې، لاس يې پورته کړ، چيغه يې تر خولې راووته!

_ تاته چا ويل چې دا پليته دلته راوله!

کوترې والوتې.

يو کړس شو، وړانګه کيڼ لورته ړنګه شوه، شېرګل دوهم ځل لاس پورته کړ، ماريا پر نجلۍ ورپريوته، چيغه ېې کړه!

_ مه!

شېرګل لاس ونيو، په زوره يې وويل:

_هاخوا شه! که نه نو!

ماريا په بيړه ولاړه شوه، يوګام يې واخيست، د سړي تر مخ ودرېده، چيغه يې کړه!:

_ که نه نو څه؟ ها!  په ښځو لاس پورته کوې! بې غيرته!

يوه شېبه دواړو يوبل ته وکتل، د ځوان سترګې سرې وې،  د نجلۍ په سترګو کې اوښکې رغړېدلې. ..

شېرګل په زوره وويل!

_ خوله دې وتړه!

د ماريا شونډې وخوځېدې:

_  ته هم ځانته نارينه وايې!

وروسته يې وړانګه تر مټ ونيوله، د هغې لاندنی شونډه ويني وه، په سترګو کې يې وېره ښکارېدله…

ماريا سړي ته وکتل،  ورو يې وويل:

_ شونډې ته يې  وګوره!   ډېر زورور يې، داسې نه ده؟!

د شېرګل  سر وځړيد.

ماريا چيغه کړه!

_ تا وليدل !  زه نه يم تښتېدلې!

شېرګل غلی و.

ماريا د وړانګې لاس ونيو، ورو يې وويل:

_ راځه!

وړانګې په اوبو کې پراته ژي ته وکتل، ماريا تر لاس کش کړه، دواړه روانې شوې.

خره د غونډۍ نيمايي ته رسېدلي وه، په سپاندو او اغزيو کې يې خوله وهله…کوچی ځړيدلی سر ولاړ و.

*       *       *

بوډۍ د کېږدۍ سيوري ته ناسته وه، وړۍ يې ريسلې، وروسته يې سر پورته کړ، نجوني ولاړې وې.

 بوډۍ په بيړه وويل:

_ شېرګل ته خشکه ( غوسه ) ورغلې وه، مخې ته مه ورځئ!

وړانګې د خپلې انا غېږې ته ځان ور واچاوه، يودم يې وژړل…بوډۍ ورته وکتل، د لاندنۍ شونډې پر سر يې ډومبک وينه پرته وه.

ورو يې وويل:

_  ځار ! بلا دې راباندي وګرځه!

د وړانګې ژړا زور ونيو…

ماريا يوه شېبه ولاړه وه، بيا کېږدۍ ته ور ننوته.

کوچۍ خپل زوی کراراوه، ماريا يې ترڅنګ کېناسته، ماشوم ته يې وکتل، تک ژېړ و، نرۍ پښې يې درلودې،  د ملا هډوکي يې راوتلي ښکاريدل.

ماريا وويل:

_ څه شی ورکوې؟

د ښځې شونډي وخوځېدې:

_ د وزې شيدې.

_ ولې خپلې؟

_ کمې دي، مړولی يې نه شم.

ماريا يوه شېبه غلې وه، بيا يې وپوښتل:

_ د څلورو مياشتو دی؟

کوچۍ وويل:

_ دا يې اومه مياشت ده.

_ په کور کې وريجي لری؟

کوچۍ ورته وکتل، ورو يې وويل:

_ خدايزده! موږ وريجي ډيرې نه پخوو.

ماريا وويل:

_ که ماشوم له څلورو مياشتو وروسته شوله، په شيدو کې لنده ډوډۍ او داسي نور پاسته خواړه وخوري، ګټه ورته لري.

کوچۍ هماغسې په حيرانی ورته کتل.

ماريا پر اوږه لاس ورکېښود، ورو يې وويل:

_  يوځل يې وازمايه!

 ولاړه شوه، د باندي يې وکتل، بوډۍ د پخوا غوندي څرخی تاواوه… وړانګه ليرې د مېږو او پسونو په مينځ کې د توت سيوري ته ناسته وه.

ماريا ورغله، وړانګې ته يې وکتل، اوږده باڼه يې سره سريښ وو، تر څنګ يې کېناسته، تر ډېره دواړه غلې وې، وروسته د وړانګې  ژړغوني غږ چوپتيا ماته کړه، ورو يې وويل:

_ ورور مې کاوړي سړی ده، خو تر اوسه يې په ما لاس نه و پورته کړی، دا يې ړومبۍ څپيړه وه.

د ماريا شونډې وخوځېدې:

_  زما له لاسه!

وړانګې وويل:

_ ته نه يې ملامته!

ماريا مېږو او پسونو ته سترګې ورواړولې، ټول پراته وو، ځمکه له وچو او لندو پچو ډکه وه، ځای ځای له ونې رالوېدلي توتان  ښکارېدل، د څو لويو شنو مچانو بنګی خوت…

وروسته يې مخامخ وکتل، ورو يې وويل:

_ راغی!

وړانګې سر پورته کړ، شېرګل په خرې  پسې روان و، شېبه وروسته د کېږدۍ تر څنګ ودرېد، بوډۍ ور پورته شوه، لاسونه يې خوځېدل، خو غږ يې نه راته.

يوه شېبه سره ودرېدل، بيا شېرګل کېږدۍ ته ننوت، بېرته راووت، نېغ د توت خواته ور روان شو.

شېبه وروسته د خپلې خور تر څنګ کېناست، سر يې وځړېد، له خاورو يې يو خلکی ورپورته کړ، پر ځمکه يې څو کرښې وېستې، ورو يې وويل:

_ له ما خپه يې؟

وړانګه غلې وه.

شېرګل سر پورته کړ، وړانګې ته يې وکتل، د هغې غټې سترګې لندې وې.  ورو يې د نجلۍ سر په خپل ټټر پورې ولګاوه، نجلۍ ژړل…

شېرګل وويل:

_ بيا به داسي نه کيږي.

د نجلی ژړا زور ونيو.

شېرګل وويل:

_ زړه مې مه راخوره!

نجلۍ هماغسي ژړل، ښه شېبه يې اوښکې تويي کړې، وروسته ورو ورو کراره شوه.

ماريا دواړو ته کتل.

شېرګل وويل:

_ ورشه! مخ ته دې يو دوه لپې اوبه ورواچوه!

وړانګه ولاړه شوه. شېرګل پسې کتل… نجلۍ کېږدۍ ته نږدې ايښي ګړي ته ور وګرځېده.

شېرګل په ځړېدلي سر وويل:

_ تاته ام پړ يم.

ماريا غلې وه.

د شېرګل شونډې وخوځېدې:

_ ته خو پوهېږې! ستا وطنداران ډېر کلک زړونه لري، په چا صرفه نه کوي.

ماريا غلې وه.

شېرګل وويل:

_ زه مې په خور وېرېدم.

ماريا په خبره کې ور ولوېده:

_ ما خو نه وژله!

د شېرګل سر وځړيد، ورو يې وويل:

_ تېرکال د توتانو په وخت کې يوه طياره راغله، هغه وخت چينې ته نږدې يوه کېږدۍ ولاړه وه، نه پوښتنه، نه بازخواست، لوی بم يې پرې واچاوه، د پسونو او انسانانو غوښې مو نه شوی سره بېلولی.

ځوان غلی شو، نجلۍ ورته وکتل، څېره يې نيولې وه.

 ځوان وويل:

_ دا اندېښنه به ترهغو راسره وي، تر څو چې ته دلته يې!

ماريا وويل:

_ ژمنه کوم، کورنۍ به دې له خطره لرې وي.

شېرګل ورته وکتل، شونډې يې وخوځېدې:

_ له کومه داسي ډاډه يې؟

نجلۍ وارخطا شوه، يوه شېبه غلې وه، يودم يې وخندل:

_ نه پوهيږم! زړه مې همداسې راته وايي.

ځوان وخندل.

ماريا وويل:

_ ته دومره بد هم نه يې، په خندا کې ښکلی ښکارې.

 د دواړو سترګې سره وجنګېدې، د شېرګل سر وځړېد.

 ماريا ولاړه شوه، ورو يې وويل:

_ په ما باور وکه!  نه تښتم.

شېرګل پر خاورو ليکې ايستلې…شېبه وروسته يې سر پورته کړ، ماريا روانه وه، ده تر هغو پسې کتل چې نجلۍ کېږدۍ ته ننوته.

*      *       *

د سهار خړه وه، وړانګې ورو وويل:

_ انا!

بوډۍ کوم حرکت ونه کړ.

د وړانګې شونډې وخوځېدې:

_ پورته شه!  ناوخته ده.

بوډۍ په بړستن کې پټه وه.

وړانګی ورو بړستن لرې کړه، د بوډۍ له خولې سپين ځګونه روان وو…وړانګې چيغه کړه!

_ انا!

ماريا جټکه وخوړه، سترګې يې رڼې کړې، کېناسته، بوډۍ ته يې وکتل، سترګې يې سپينې راختلې وې.

شېرګل او د هغه ورېندار په بيړه کېږدۍ ته ور ننوتل، ټول تر بوډۍ راتاو شول، وړانګی ژړل، نور وارخطا وو.

ماريا ور مخته شوه، د بوډۍ پر ګونځې ګونځې غاړه يې ګوتې کېښودې، ورو يې وويل:

_ ژوندۍ ده.

يوه شېبه غلې وه، وروسته يې شونډې وخوځېدې:

_ لږ ځای راکړئ!

کوچيان يوې خواته شول.

ماريا وويل:

_ تر دې مخکې يې څه تکليف درلود؟

وړانګې په ژړغوني غږ ځواب ورکړ!

_ جکه جوړه وه!

شېرګل وويل:

_ يوځل يې پر زړه درد راغلی و، بس!

ماريا د بوډۍ د ښي لاس زيږې ګوتې و موښلې، ورو يې وويل:

_ ما ته د زړه حمله ښکاري.

کوچيانو په حيرانۍ ورته کتل…

ماريا وويل:

_ د پښو تلې يې ور ومښئ!

کوچۍ د بوډۍ پښو ته ور وښويدې.

ماريا څو ځله د بوډۍ پر سينې زور وکړ، کوچيانو په حيرانۍ ورته کتل…

بوډۍ وټوخل.

ماريا وويل:

_ د پښو مښلو ته دوام وړکړئ!

بوډۍ ورو سترګې وغړولې، وړانګې په ژړا کې وخندل.

 ماريا هغې ته وکتل، ورو يې وويل:

_ لږ د بورې شربت ورته جوړ کړه!

وړانګه ولاړه شوه، شېبه وروسته يې د بوډۍ په خوله کې خوږې اوبه وڅڅولې، ورو يې وويل:

_ انا! څنګه يې؟

بوډۍ په حيرانۍ ورته کتل، وروسته يې شونډې وخوځېدې:

_ څه خبره ده؟

شېرګل وخندل:

_ هيڅ! طبيعت دې يوڅه خټه و.

بوډۍ په ګيلاس کې پاتې شربت پر سر واړول، شېبه وروسته کېناسته ورو يې وويل:

_ سر مې درد کوي!

وړانګه په خبره کې ورولوېده:

_ ښه کيږې.

ماريا له کېږدۍ ووته،  لمرخاته خواته اسمان ژېړ و، نری باد چلېده…

نجلۍ پر يوه تيږه کېناسته، تيږه سړه وه، سپی ورغی، لکی يې ووهله،  پښو ته يې پرېوت.

ماريا د هغه پر غټ  سر لاس تېر کړ، د سپي لکۍ له ځمکې نرۍ دوړه پورته کړه…

ښه شېبه ووته، لمر راوخوت، د غونډيو يوه خوا ژيړبخونه ښکاريدله، بل لوري يې سيوری و.

بيا يې د شېرګل غږ واورېد:

_ ته خو سمه دمه ډاکټره يې!

ماريا وخندل.

شېرګل مخامخ په شګو کې ورته کېناست، نجلۍ ته يې وکتل، د لمر وړانګې يې پر سپين مخ لګېدلې، ښکلې ورته ښکاره شوه.

نجلۍ ناڅاپه وويل:

_ حاجي خداينور پيژنې؟

شېرګل په حيرانۍ ورته وکتل، شونډې يې وخوځېدې:

_ څنګه دې دا پوښتنه وکړه؟

ماريا وخندل:

_هسې، د هغه د زړورتيا کيسې مې اورېدلې وې، تيرکال يې په رڼا ورځ يو امريکايي ټانک وويشت.

شېرګل يوه شېبه غلی و، وروسته يې په خوند وويل:

_ حاجي خداينور لوی زړه لري، ما دوه درې ځلې  ليدلی دی، د راکټ په ويشتلو کې يې نوم وړی.

_ اوس چيرته دی؟

شېرګل وخندل:

_ خدای خبر.

ماريا يوه شېبه غلې وه، بيا يې وويل:

_ پوهېږې چې د امريکا حکومت د هغه پر سر پنځه ميليونه ډالره انعام ټاکلی! مړ يا ژوندی.

شېرګل وخندل:

_ هو! خو د هغه نيول دومره اسانه خبره نه ده.

_ ته له کومه پوهېږې؟

_ حاجي خداينور هوښيار سړی دی، نن دلته سبا بل ځای، ځای بدلوي، تېره مياشت مرکز ته راغلی و، بيا چا نه دی ليدلی.

ځوان غلی شو، ماريا غونډيو ته کتل، شېرګل هغې ته وچې سترګې نېولې وې…وروسته يې يو غږ واورېد:

_ چای نه سوروئ؟!

 دواړو د کېږدۍ خواته وکتل، وړانګه وه، ولاړ شول، کېږدۍ ته ورننوتل، پر غوړ دسترخوان  د شيدو له چايه ډکې پيالې پرتې وې، ځای ځای وچه ډوډۍ ايښې وه، ماريا د بوډۍ ترڅنګ کېناسته، د هغې پر اوږه يې لاس کېښود، ورو يې وويل:

_ اوس څنګه يې؟

د بوډۍ شونډې وخوځېدې:

_ ښه يم.

وړانګې په خندا وويل:

_ ډاکتره خو به نه يې؟

ماريا وخندل:

_ نه، خو په ځينو لومړنيو مرستو پوهيږم.

بوډۍ په خبره کې ورولويده:

_ څه؟!

_ مانا دا چې له سوځېدلي، بېسده او په اوبو کې له ډوب شوي انسان سره کومک کولی شم.

شېرګل ولاړ شو.

وړانګې دسترخوان ته وکتل، د ورور پياله  يې تر نيمايي ډکه وه، له پاستي هم کومه ګوله نه وه پورته شوې، ورو يې وويل:

_ څه کوې؟

د شېرګل شونډې وخوځېدې:

_ رمه سارا ته بيايم.

وړانګې وويل:

_ يو وار خو دې چای سور که!

شېرګل په خبره کې ورولوېد:

_ زړه ته مې نه کيږي.

له دې سره له کېږدۍ ووت.

بوډۍ وويل:

_ نورکله خو په دريو پاستو نه مړېده، نن څنګه داسې ژر ولاړ سو؟!

د وړانګې شونډې وخوځيدې:

_ خدايزده!

لنډه شېبه وروسته  شېرګل بېرته کېږدۍ ته ور ننوت، ښځو په حيرانۍ ورته وکتل، کوچۍى وارخطا و، نېغ زړو بړستنو ته ورغی، شل ډزی ټوپک يې ور واخيست، وړانګې په بيړه وويل:

_ څه خبره ده؟

شېرګل په لړزانده غږ وويل:

_ عسکر دي!

د ټولو رنګونه والوتل، وړانګه د خپل ورور مخې ته ودرېده. په وارخطايۍ يې وويل:

_ د خدای له پاره، موږ ته وګوره؟

شېرګل چيغه کړه!

_  مخه مې پرېږده.

بوډۍ په بيړه وويل:

_ خور دې ښه وايي.

شېرګل په خشکه وويل!

دوی به مو تر تېغ تېر کړي.

ماريا د کېږدۍ له چولې دښتې ته وکتل، په دريو رينجرو موټرو پسې سپيرې دوړې پورته کيدلې…

وړانګې چيغه کړه!

_ تر اوسه خو لا نه ده مالومه چې دوی چېرته ځې؟

شېرګل ماريا ته وکتل ، ورو يې وويل:

_ دوی په دې نجلۍ پسې راغلي، له هغه پرته هم نه بچ کيږو، ښه دا ده چې په دوی هم ميندې بورې کم.

د ماريا شونډې وخوځېدې:

_ ته هوښيار سړی يې، کورنۍ دې مه ژوبلوه!

شېرګل وويل:

_ خو…

ماريا په خبره کې ور ولوېده:

_  په ما پسې نه دي راغلي.

سپي وغپل…

شېرګل د توپک ګېټ کش کړ.

ماريا وويل:

_ په  ما باور وکه،  زه ستا د کورنۍ بربادي نه غواړم.

موټر دوه درې شله ګامه لرې ودريدل، سپی ترې راګرځيده…

ماريا د شېرګل  له لاسه ټوپک ونيو، بېرته يې  تر بسترو  لاندې کړ.

يو غږ واوريدل شو!

_ را ووځه!

 وړانګې ژړل، ورېندار يې هم سونګيدله، بوډۍ وارخطا وه.

شېرګل ماريا ته وکتل، په مړاوي غږ يې وويل:

 _ تا غواړي.

ماريا په خپل تندي ټکری ورکش کړ، له کېږدۍ ووته، شل پنځه ويشت وسله وال ولاړ وو، ځينو يې عسکري دريشۍ اغوستې وې، نور يې په شخصي جامو کې ول، برګ رومالونه يې تر سرونو تاو وو، په دوړو لړلي ښکارېدل.

ماريا په لوړ غږ وويل:

_ څه غواړئ؟!

يوه  ناره کړه!

_ سړی راوباسه!

_ له  هغه سره مو څه  کار دی؟

_  ولي يې زموږ په ليدو منډه واخيسته؟!

ماريا يوه شېبه غلې وه، وروسته يې ورو وويل:

_ شېرګله، راووځه!

_ کوچی له کېږدۍ ور ووت:

دوه وسله وال  د دوی خواته ور روان شول، ماريا کېږدۍ ته ننوته.  شېبه وروسته عسکر د شېرګل تر څنګ ودريدل، يوه يې کېږدۍ ته سر ور دننه کړ، شاوخوا يې وکتل، يواځې ښځې وې، بېرته يې شېرګل ته مخ ور واړاوه، ورو يې وويل:

_ ته دلته اوسې؟

شېرګل په وارخطايي ځواب ورکړ:

_ هو!

_ ولي دې زموږ په ليدو منډه واخيسته؟

د کوچي ژبه بنده شوه:

_ ما،  ما

هماغه  عسکر په غوسه وويل:

_ بيا داسې بې عقلي ونه کړې! پوه شوې!

شېرګل غلی و.

عسکر روان شول، شېبه وروسته موټرو حرکت وکړ، سپي تر يوه ځايه منډه پسې واخيسته، کله چې دوړې کيناستې، ځای پرځای ولاړ و، په موټرو پسې يې غپل…

شېرګل کېږدۍ ته ور ننوت، کوچيانوخدای ته شکرونه ايستل…

 شېرګل ماريا ته وکتل، ورو يې وويل:

_ تا کولای شوای چې له هغوی سره لاړه شې.

مار يا غلې وه،  کوچيانو په حيرانۍ ورته کتل…

وړانګې وويل:

_  لا لا رښتيا وايي! ولې دلته پاتې شوې؟!

ماريا يوه شېبه غلې وه، وروسته يې وويل:

_ ما نه غوښتل چې تاسو ته کوم تاوان در ورسوم، که ما ځان ور پيژندلای وای، نو…

بوډۍ ورمخته شوه، ماريا يې پرتندي ښکل کړه، وړانګې ژړل…

ماريا د باندې ووته، پر يوه لويه ډبره کېناسته، دښتې ته يې وکتل، موټر ډېر ليرې لمر خاته خواته روان وو، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، له ځانه يې ورټ ( کرکه )  وشو، شنه اسمان ته يې وکتل،  ورو يې وويل:

_ خدايه! ما وبخښه!

*               *              *

شېرګل د يوې ګڼې بيدې سيوري ته ناست و، پر ځمکه يې ليکې ايستلې،  تر مخ يې د غنمو شنه وږي باد يولاس ښورول…رمه څو ګامه ليرې څرېدله.

وروسته يې د يوه سيرلي نری غږ واورېد، سر يې پورته کړ، د سيرلي لکۍ  له شنو غنموراوتلې وه، شېرګل ولاړ شو، په سيرلي پسې يې څو تيږې وويشتې، سيرلي د رمې خواته منډه کړه.

يو غږ يې واورېد:

_   ياره کوچيه مرداره مو کړه!

شېرګل کيڼ لورته وکتل، يو ځوان  ور روان و، سپينه خولۍ يې پر سر وه، په لاس کې يې بيلچه ښکارېدله.

شېرګل په ډډ کوچياني غږ وويل:

_ ولې؟ څه مو کړي چې داسې په کاوړ کې يې!

ځوان د شېرګل تر څنګ ودرېد، ورو يې وويل:

_ اجب خلک ياست! د جايي وو( ځايي خلکو)  سلامت فصلونه مو  وخوړل، بيا وايې …

شېرګل په خبره کې ورولوېد:

_ چا؟

_ تېره شپه کوچيانو زما د تره رشقې ته رمه ور پريښې وه، سهار ته  ډکی نه و پاتې.

شېرګل په بيړه وويل:

_ زار  دې شي، ما خو خدايکه تر اوسه مرداره پرې خوړلې وي.

ځوان يودم وخندل:

_ تاته نه وايم، ته ښه سړی يې، زما درباندې پام و، سيرلی دې له غنمو وشاړه.

شېرګل روان  شو، ځوان هم په هغه پسې ګامونه واخيستل، دواړه د ونې سيوري ته کېناستل. يوه شېبه غلي وو، وروسته شېرګل مخامخ وکتل، ورو يې وويل:

_ دا غنم ستاسې دي؟

ځوان ختيځ لورته لاس ونيو، شونډې يې وخوځېدې:

_ هاغه هسکه تيږه وينې!

_کومه؟

_  هاغه چې ټپوس پرې ناست دی.

_ هو!

_ تر هغه ځايه موږ کرلي، ورهاخوا د هغې ټيټې غونډۍ تر لمنې پورې  مو بيا د ترونو فصلونه دي. هماغه تيږه ټک ( پوله ) ده.

شېرګل څه ونه ويل، ځوان يوه شېبه غلی و، وروسته يې شونډې وخوځېدې:

_ اې کوچيه! خپه راته ښکارې.

شېرګل غلی و.

ځوان وويل:

_ پوروړی يې؟

شېرګل هغه ته وکتل، شونډې يې وخوځېدې:

_ نه!

ناروغه يې؟

_ نه!

 کوم تاوان دې کړی؟

_ نه!

مالونه دې ناجوړه دي؟

_ نه

د ځوان تندی تريو شو:

_ نو بيا څه ټکه درباندي پرېوتې ده چې داسې خپه يې؟!

شېرګل غلی و.

ځوان يو دم وخندل:

_ مين يې؟

شېرګل هغه ته وکتل، بېرته يې سر ځوړند شو.

ځوان وويل:

_ خوب دې څنګه ده؟

_ دا دوه شپې مې سترګې نه دي سره وروستي.

_ اشتها؟

_ څه؟

_ ډوډۍ ډيره خورې که کمه؟

_ خدايکه مې له پرونه راهيسې ګوله هم راپورته کړې وي.

ځوان يوه شېبه غلی و، وروسته يې وويل:

_ د خلکو خبرې بدې درباندې لګيږي؟

_ هو!

له څه وخته راهيسي؟

_ دا دوه ورځې کيږي.

ځوان وخندل:

_ مين يې نو تور وي که سپين؟!

شېرګل هغه ته وکتل.

ځوان وويل:

_ ته مين شوی يې.

شېرګل په حيرانی ورته کتل…

ځوان وويل:

_ سپينه راته وکه!

د شېرګل شونډې وخوځېدې:

_ څه؟

_ څوک دې خوښيږي؟
شېرګل کوم ځواب ورنه کړ.

ځوان وويل:

_ کوچۍ ده؟

_ نه

ځوان د هغه وليو ته يو سوک ورکړ، په خندا يې وويل:

_ نو کومې جايي زړه درنه وړی؟

_ نه

ځوان په حيرانۍ وويل:

_ نه کوچۍ ده ، نه هم کليواله، نو څوک ده؟

د شېرګل زړه ولړزيد

ځوان وويل

_ نه راته وايي

_ نه

ځوان وخندل:

_ سمه ده، مه راته وايه! خو زه هم مين يم، دا ټول په ما تېرېږي، نه خوب لرم او نه هم اشتيا، هيچ شي خوند نه راکوي، بس نو! مينه همداسې وي..

شېرګل يوه شېبه غلی و، وروسته يې وويل:

_ رښتيا وايې؟!

د ځوان شونډې وخوځېدې:

_ اى کوچيه! خدای خبر ته به پوه شې که څنګه؟! خو زه به د مينې په باره کې څو خبرې درته وکم، بيا ته په خپله فکر وکه چې مين يې که نه؟

ما په يو چا زړه بايللی، کله کله بې اختياره ژړا راځې، اوښکې تويول راته ښه دي، د سکون او ارامۍ احساس کوم، کله چې شپه شي، لکه هغې چې له ما سره پر يوه بالښت سر ايښی وي، د ورځې يې په ياد ټپې بولم، زړه مې راته وايي چې هرځای راسره وای، هغه څه مې ورته ويلي وای چې نورو ته يې نه شم ويلای، له خپلو کاميابيو مې خبره کړې وای او د هغې په ليدو مې په زړه کې پراته دردونه هير کړي وای.

ځوان غلی شو، کوچي ته يې وکتل، بېرته يې شونډي و:خوځيدې

_ په خبرو مې وپوهېدې؟

شېرګل په حيرانی ورته کتل…

ځوان وويل:

_ ګوره! که دې د هغې په ليدو د زړه دربېدا ډيريږي، نو مين يې!

که غواړې چې خپل پټ رازونه يواځې له هغې سره شريک کړې، نو مين يې!

که يې په نه ليدو د خواشينۍ احساس درته پيدا شو، نو مين يې!

که دې له زړه،  نه وته، نو مين يې!

اوس پوه شوې؟!

کوچی غلی و.

ځوان وخندل:

_ نه غواړې چې هغې ته دروغ ووايې، داسي نه ده؟

کوچي په حيرانی ورته کتل…

ځوان وويل:

_ ساده به درته ووايم! غره ته وګوره! کاڼو ته وګوره، بوټو ته سترګې ور واړوه، که دې په هرڅه کې هغه وليده،نو مين يې، مين ته ټوله دنيا، يواځي خپله مينه ښکاري.

ځوان غلی شو، ناڅاپه يې وخندل، د شېرګل وليو ته يې يو دروند سوک ورکړ، په خندا يې وويل:

_ پوه شوې که نه؟!

شېرګل غلی و.

 د ځوان شونډې وخوځېدې؟

_ نوته په کوم يوه کې راځې؟

شېرګل وويل:

_  خدايزده!

ځوان ولاړ شو، په زوټه يې وويل:

_ اى کوچيه! فکر وکه! که زما غوندې احساس کوې، نو پوه شه چې مين يې، هو رښتيا! له رمې سره دې پام کوه، للمو ته ورګډه نه شي، زه درنه لاړم.

ځوان حرکت وکړ، شېرګل پسې وکتل، ځوړند سر روان و، ښه شېبه ووته، لمر د ونې سر ته راغی، د غنمو د سنو وږو پر سر يوې سرپوټکې ( يو ډول مرغه دی ) په هوا کې خپل وزرونه خوځول، ځای پرځای ولاړه وه، هغې نارې وهلې….

*     *     *

شېرګل تر زاړه توت لاندې رمه پنډه کړه، کېږدۍ ته يې وکتل، خور يې ولاړه وه، ورغی، وړانګې وويل:

_ نور کله خو به وختي راتلې!

شېرګل غلی و.

وړانګې وويل:

_ زه به ډوډۍ درته راوړم.

د شېرګل شونډې وخوځېدې:

_ زړه ته مې نه کيږي.

وړانګې په حيرانی وويل:

_ سهار دې هم ګوله درپورته نه کړه، اوس د ماسپښين سيوری ړنګ دی.

شېرګل يوه شېبه ودرېد، وروسته کېږدۍ ته ورننوت.

بوډۍ پرته وه، نږور يې ماشوم ته شوله ورکوله، ماريا يې هم ترڅنګ ناسته وه..

شېرګل خيرن بالښت ته ډډه ولګوله، ماريا ته يې وکتل، د زړه دربا يې ډېره شوه، د کليوال ځوان خبره يې په زړه کې راوګرځېده (( که دې د هغې په ليدو د زړه دربا ډرريږي، نو مين يې. )) سر يې وځړيد، يو ژېړ ميږتون د زاړه ليمڅي په وړيو کې نښتی و، ناڅاپه پر مېږتون غوړ دسترخوان هوار شو. شېرګل پورته وکتل، خور يې پر دسترخوان څو پاستي او يوه ډکه کاسه مستې کېښودې.

شېرګل له پاستي يوه ټوټه ور بېله کړه، مستو ته يې وروړه، کله چې يې ګوله خولې ته پورته کوله، ماريا ته يې پام شو، هغې ماشوم ته کتل، وروسته د دواړو سترګې سره وجنګېدې، شېرګل لاندې وکتل، کاسه يې ورپورته کړه، له مستو يې غوړپ وکړ، کاسه يې بېرته پر دسترخوان کېښوده.

ولاړ شو، خور يې پسې غږ کړ:

_ ډوډۍ دې ونه خوړه!

شېرګل له کېږدۍ ووت، لاړ، د توت سيوري ته کېناست.، دښتې ته يې وکتل، غونډۍ يې تر سترګو تېرې کړې، خوند يې ورنه کړ، هرڅه يې پر زړه ولاړ وو.

ښه شېبه ووته، چرتونو په مخه کړ، په ذهن کې يې يواځې د ماريا څيره ولاړه وه،. يو دم يې وخندل، خپل ورانه ته يې سوک ورکړ، له ځان سره يې وويل:

_ خوار سړی، خړ يې سپی، خپله رمه دې  پيايه!

بېرته يې  د ماريا سرې شونډې او سپين غاښونه سترګو ته ودرېدل، تندی يې تريو شو، سترګې يې ډکې ډکې کېدې، د کليوال ځوان خبره ور په زړه شوه (( که د  له زړه،  نه وته، نو مين يې.))

يو دم يې غبرګ لاسونه غوږونو ته وروړل، شونډې يې وخوځېدې:

_ توبه خدايه، توبه!

رمې ته يې وکتل، څلور ورځې مخکې ژوند ور په زړه شو، نه يې غم پيژانده او نه يې هم په چا پوري زړه تړلی و، ټوله دنيا يې يواځې  په  خپله کورنۍ کې ليده، د وريو حساب يې ټينګ نيولی و، منی به شل يو نيم شل مېږې وپلورم، پيسې يې تر خولې تېرې دي، تر څوړموني  د کور ښه چلاو پرې کيدی سي،  خدای مهربانه دی، مېږي به وري پيدا کړي، هو رښتيا! سږ کال بارانونه ډېر دي، ژمی به ګرمسير ته ځو، واښه به ډېر وي، مېږې او پسونه به غوښه ونيسي، د خپل زړه پيسې راته جوړولی سي.

يوې ميږې رمباړه کړه، شېرګل ورته وکتل، ورو يې وويل:

_ ته څه غم لرې؟!

يودم يې وخندل:

_ لېونی شوم که څنګه؟!

ولاړ شو، د توت يوې ټيټي څانګي ته يې لاس کړ، څو تور توت يې خولې ته واچول، خوند يې ور نه کړ، بېرته کېناست، دښتې ته يې وکتل، تر يوه ځايه خړه وه، وروسته د يوې اوږدې تراډې ولاړو اوبو غوندې ځلېدله…

هوا دپه وه، ډېر ليرې غرونه خوځيدل….

بېرته يې سر وځړېد، پر خړه پايڅه يې تور لوی مېږتون  روان و، مېږتون يې د ښي لاس په ګوتو کې ونيو، سترګو ته يې ورنيږدې کړ، مېږتون پښې وهلې…يوه شېبه يې ورته وکتل، شونډې يې وخوځيدې:

_ کاشکې مېږتون وای.

خندا ورغله، مېږتون يې پرخاورو پريښود، مېږتون  منډه کړه،  د يوه پراته پسه د ټټر په سپينو وړيو کې ننوت.

شېرګل يوه شېبه د ونې سيوري ته کېناست، وروسته يې سترګې درنې شوې، خوب ورغی، پټکی يې په څادر کې ونغاړه، تر سر يې کېښود، دوه درې ځله يې د يوې ميږې ټوخی واورېد، بيا يې باڼه سره ورغلل.

*   *   *

لمر په لوېدو و، د کېږدۍ تر څنګ يو په دوړو لړلی سراچه موټر ودرېد، شېرګل د باندې ووت، په سپي پسې يې لوټه وويشته، دوو وسلوالو ته يې غېږ ورکړه، هغوی اوږدې ږيرې درلودې،  په دوړو سپېره ښکارېدل.

درې سره کېږدۍ ته ننوتل، بوډۍ په يوه کونج کې ناسته وه، په اوکلۍ ( هاون ) کې يې باديان ټکول…

وسله والو خپلې ټوپکې زړو بړستنو ته ودرولې، شاوخوا يې وکتل، بوډۍ يواځې وه، تر څنګ يې ماشوم لغتې وهلې…

شېرګل په زوته ( لوړ غږ ) وويل:

_ چای!

يوه وويل:

_ ادې! څنګه يې؟

بوډۍ سوړ اسويلی ويست:

_ ښه يم! ژوند ده، تيريږي.

شېرګل وخندل:

_ انا! ته اوس هم د زليخا ځواني غواړې!

نارينه وو وخندل…

بوډۍ اوکلی ټنګوله…

يوه ميلمه شېرګل ته وکتل، په خندا يې وويل:

_ پرنګۍ چيرته ده؟

بوډۍ وويل:

_  پرنګۍ يې ولې بولې! سمه دمه بوسلمانه  ده!

مېلمنو وخندل…

شېرګل وويل:

_ ودې نه لېده؟

_ چيرته؟

-د باندي، له تورسرو سره.

مېلمنو يوه بل ته وکتل، يوه يې وويل:

_ ترنغري خو يواځې درې کوچۍ راګرځېدلې وې.

شېرګل وخندل:

_ يوه يې پرنګۍ ده.

د مېلمنو خولې وازې شوې، يوه يې وويل:

_ ډېره ازادي مو ورکړې!

بوډۍ په خبره کې ورولوېده:

_ ګلالۍ ده، چاته يې بد نه رسيږي.

مېلمنو وخندل…بوډۍاوکلۍ ټنګوله…

شېرګل وويل:

_  په مرکز کې څه کيسې دي؟

يوه ميلمه وويل:

_ کراره بده ورځ، بيګاه طيارې راغلې، دوه درې دورې يې وخوړې، خو بمبارد يې ونه کړ.

د بوډۍ شونډې وخوځيدې:

_ شکر

شېرګل وويل:

_ پلار مې څنګه و؟

بوډۍ بله پوښتنه وکړه:

_ څه وخت راځي؟

يوه ميلمه ځواب ورکړ:

_ غږ يې نه دی کړی.

د بوډۍ تندی تريو شو:

_ داسي هم نه وايي چې کور ده، اور ده، څوک جوړ دي، څوک ناجوړ، شل، يونيم شل ورځې يې ووتې، يو وار رانه غی.

يوه ميلمه وخندل:

_ رابه شي، زړه مه خوره!

بوډۍ سوړ اسويلی ويست، شونډې يې وخوځيدې:

_ اولاد دښمن دی.

داوخت وړانګه کېږدۍ ته ورننوته، د مېلمنو تر مخ يې يوه تور ه چايجوشه او دوه ګيلاسونه کېښودل، شېرګل  ته يې وکتل، ورو يې وويل:

_ لمبات ( بوره ) خلاص شويدي.

يوه ميلمه وخندل:

_ لمبات پريږده، پرنګۍ ته ووايه چې تياره شي.

د اوکلۍ ټنګاه غلې شوه.

د وړانګې رنګ والوت، شېرګل په حيرانی وويل:

_ ولي؟!

د مېلمه خندا زور ونيو!

_ بيايو يې! نور به يې له شره خلاص شئ.

شېرګل په بيړه وويل:

_ چيرته؟

_ اوس خو يې مرکز ته بيايو!!

بوډۍ د خبرو وار ونيو:

_ وژنئ يې!

_ خدای خبر!

شېرګل په خبره کې ورولوېد:

_ پلار مې غوښتې؟

_ هو!

وړانګې خپل ورور ته وکتل، د هغه سر وځړېد، نجلۍ چيغه کړه!

_ نه!

يودم يې منډه واخيسته،  له کېږدۍ ووته!

بوډۍ وويل:

_ زه به مې زوی ته ووايم!

مېلمنو په حيرانی ورته وکتل.

د بوډۍ شونډې وخوځېدې:

_ تاسي يې نه شی بېولای!

شېرګل وويل:

_ انا!  تاته خو مې پلار مالوم دی، هغه…

بوډۍ په خبره کې ورولېده:

_ هغه زما خبره مني.

يوه ميلمه وويل:

 _ حاجي خداينور غوښتې ده.

د شېرګل غوني زيږه شول.

بوډۍ غلې وه.

شېرګل  په زوټه وويل:

_ ورته ووايه چې تياره شي!

د وړانګې د ژړا غږ پورته شو…

يوه مېلمه دوه ګيلاسه ډک کړل.

چوپه چوپتيا شوه، يوه هم څه نه ويل، کله کله به د وړانګې د ژړا غږ اورېدل کېده….ښه شېبه ووته، وروسته ماريا کېږدۍ ته ور ننوته، په کونج کې ايښې تاو شوې عسکري دريشي يې ورواخيسته، بېرته د باندې ووته.

بوډۍ پسې غږ کړ:

_ ته به چيرې نه ځې!

د وړانګې ژړا زور ونيو…

شېرګل په زوټه وويل:

_ دريشې دې نه اغوندي، خطر لري.

يوه مېلمه د تاييد په علامه سر وخوځاوه.

شېرګل خپلې انا ته وکتل، په نا اميدۍ يې وويل:

_ موږ څه نه شو کولای.

ماريا ور غږ کړ!

_ راځئ!

بوډۍ په بيړه له کېږدۍ ووته.

مېلمانه ولاړ شول.

لمر لويدلی و، لوېديځ ته پرتې تار تار وريځې سرې وې، لرې غزيدلي غرونه تور ښکاريدل.

وړانګې ژړل، بوډۍ او د هغې نږور هم خوابدې وې، خو ماريا   زړورې خبرې کولې، په څېره کې يې ويره نه وه پرته.

شېرګل غلی ولاړ و، سپي غپل، يوه سيرلي ټوپونه وهل…وسله وال  په موټر کې ناست ول.

ماريا اغوستي کوچياني کميس ته اشاره وکړه، ورو يې وويل:

_ ستا کميس مې راسره يوووړ.

وړانګې کوکه کړه!

ماريا د ماشوم مورته مخ ورواړاوه، شونډې يې وخوځېدې:

_ بنګل  ته وګوره! ښه شوی دی، نرم  خوراک ورکوه!

کوچۍ خپلو سترګو ته ټکری ونيو.

بوډۍ غلې ولاړه وه،اوږدې لرګينې تسبيح يې اړولې…

ماريا حرکت وکړ، د شېرګل د زړه دربا ډېره شوه.

 وړانګه د خپل ورور مخې ته ودرېده، سترګې يې سرې وې، په خواره خوله يې وويل:

_ لالا!

شېرګل غلی و..

ماريا د شا په سيټ کې کېناسته، د موټر د ماشين غږ پورته شو، د شېرګل پښې ولړزېدې، په سترګو يې تياره راغله، يودم يې منډه کړه،  د موټر تر مخ ودرېد.

مخکينی دواړه دروازې خلاصې شوې. سپی تر موټر راګرځېده، غپل يې…وسله وال کښته شول، دوی په حيرانۍ شېرګل ته کتل…

شېرګل ورمخته شو، شاتنۍ دروازه يې خلاصه کړه، ورو يې وويل:

_ کښته شه!

ماريا په موټر کې ناسته وه.

يوه وسله وال وويل:

_ ته دا سي نه شې کولای.

شېرګل چيغه کړه!

_ کښته شه!

وسله وال د ټوپک ګېټ کش کړ.

شېرګل برګ برګ ورته وکتل، د ټوپک ميل کښته شو.

وسله وال وويل:

_ دا به دې  په خير نه وي.

بوډۍ په خبره کې ورولوېده:

_ خدايکه مو رانه بوتله.

وسله وال شېرګل ته وکتل، په کاوړ يې وويل:

_ دا حاجي خداينور غوښتې.

د ماريا شونډې وخوځېدې:

_ زه ورسره ځم.

وړانګې په غريو کې وويل:

_ ليونۍ يې!

شېرګل چيغه کړه!

_ هغوی به دې ووژني!

ماريا وويل:

_ خو زه تاسو ته جنجال نه شم جوړولای.

شېرګل لاس ور وغزاوه، تر مټ يې ونيوله او له موټره يې کښته کړه!

يوه وسله وال وويل:

_ ښه دې ونه کړل!

شېرګل مخ واړاوه، لاړ او تر توت لاندې کېناست. موټر يوه شېبه ولاړ و، وروسته يې حرکت وکړ، ښځې کېږدۍ ته ننوتې، د ماشوم د ژړا نرۍ غږ اورېدل کېده.

*       *        *

وړانګې دسترخوان هوار کړ، له مستو ډکه کاسه يې کېښوده، ورو يې وويل:

_ راځئ!

يوه هم حرکت ونه کړ، بوډۍ پرته وه، شېرګل بلې لمپې ته وچي سترګې نيولې وې، ورېندار يې ماشوم مړاوه، ماريا هم يوه کونج ته ناسته وه.

وړانګې څه ونه ويل، د ماريا ترڅنګ غلې کېناسته، بوډۍ ته يې وکتل، د کېږدۍ پر تاټ يې د جړو ويښتو او تيرې پزې اوږد سيوری ښکارېده.

ټول غلي ول، يوه هم څه نه ويل، کله کله به ماشوم د وريجو په ګولې پسې چيغه کړه!

ماريا ورو ولاړه شوه، له کېږدۍ ووته، د باندي سوړ باد چلېده، سپوږمۍ نوې راختلې وه، نرۍ ښکارېده، خو بيا يې هم پر دښته خړه رڼا پرته وه.

ماريا پر يوه هواره تيږه کېناسته، سپی ورغی، لکۍ يې وخوځوله، پښو ته يې پريووت.

ښه شېبه ووته، سپي سر پورته کړ، وغرېد، منډه يې کړه، ماريا پسې وکتل، څو ګامه ليرې يې يو سيوری وليد، حرکت يې درلود، د سپي غپا يودم غلې شوه، ماريا په ځير ځير ورته وکتل، سپی او سړی دواړه ور روان ول.

ماريا په بيړه کېږدۍ ته ننوته، يوه هم ورته ونه کتل، ټول غلي ول، پر دسترخوان له مستو ډکه کاسه ايښې وه.

ماريا وويل:

_ د باندي يو سړی دی.

شېرګل په بيړه کېناست، ټوپک ته يې لاس ور وغزاوه، بوډۍ خپلې پښې ورټولي کړې.

ټوخی واورېدل شو…

وړانګې وويل:

_ ابا!

کېږدۍ ته يو په ونه دنګ سړی ور ننوت.

شېرګل ولاړ شو، وړانګه او د هغې ورېندار ه هم ودرېدې، بوډۍ کېناسته، ماريا په حيرانی ورته کتل…

دې دا  لمر سوځولې څيره او له سپينې لونګۍ په نکريزو رنګ شوې راوتلې سرې څڼې په غره کې ليدلې وې.

سړي ماريا ته وکتل، پرته له دې چې مخ ورنه واړوي په ملنډو يې وويل:

_ دا خو مو سمه دمه په کور راګډه کړې ده!

د وړانګې پښو پړک واخيست…

 سړي خپل زوی  ته سترګې ورواړولې، يوه شېبه غلی و، وروسته يې يودم چيغه کړه!

_ څنګه دې دومره زړه وکړ؟

د شېرګل سر وځړېد.

بوډۍ په مړاوي غږ وويل:

_ هلک ته  خشکه مه کوه!

سړي چيغه کړه!

_ ده حاجي خداينور ته ځواب ورکړی دی!

ماريا په بيړه ورته وکتل.

وړانګې ژر له غولي وروڼی ورپورته کړ، سپخيدلی زوړ بالښت يې کېښود، خپل پلار ته يې وکتل، هغه ولاړ و.

بوډۍ په سړه سينه وويل:

_ کېنه! سا سمه که! هرڅه به خدای سم کړي.

سړي بالښت ته ډډه ووهله. تندی يې ګونځي و، له سپين پټکي يې په دوړو سپيرې سرې څڼې راوتلې وې، څېره يې د لاټين ژيړې رڼا ته نيولې ښکارېدله…

وړانګه ورمخته شوه، له  تورو چايو ډک ګيلاس يې سړي ته نږدې کېښود.

چوپه چوپتيا وه، يوه هم څه نه ويل، ټول خواشيني  وو، شېبه وروسته سړي سر پورته کړ، شېرګل ته يې وکتل ، ورو يې وويل:

_ د تورې  غونډۍ تر شا يوه زړه کلاه ده، څوک نه پکي اوسي، خو ديوالونه يې روغ دي، حاجي خداينور او نور ملګري به يې سبا سهار اته بجې هلته درته ماتله وي، نه وخته او نه هم ناوخته، پوره اته بجې، پرنګی وروله او ور ويې سپاره!

وړانګې وويل:

_ نه!

سړي رډ رډ ورته وکتل، وړانګه په بيړه له کېږدۍ ووته.

بوډۍ ماريا ته اشاره وکړه!:

_ دا به هيچيري هم نه ځي!

ماريل په بيړه وويل:

_ نه! زه ځم!

شېرګل چيغه کړه!

_ چپ!

سړي په حيرانی ورته وکتل، د شېرګل سر ځوړند شو.

سړي په خشکه وويل:

_ نه پوهيږم! دې پرنګۍ په دومره لنډ وخت کې  څه کوډې درباندي کړې دي!

د شېرګل شونډې وخوځېدې:

_ هغوی به يې ووژني!

سړي په خشکه وويل:

_ بلا مو ورپسې، مرداره دې کړي! ولې مو دومره زړه پسې تړلی؟ هه؟!

د باندي د وړانګې د ژړا غږ پورته شو!

ماريا په منډه له کېږدۍ ووته.

سړي شېرګل ته مخ ور واړاوه، په خشکه يې وويل:

_ بله نه کيږي! وخته به حرکت کوی،  پوره اته بجې بايد زړې کلا ته ور ورسيږی! نه وخته نه هم ناوخته! پوه شوې!

شېرګل غلی و.

چوپه چوپتيا شوه، کله کله به  د وړانګې د سونګېدا غږ پورته شو، ماريا به ډاډېينه ورکوله، ډېر پورته د يوې بنګنې طيارې نرى غږ اورېدل کيده…

*          *          *

ماريا مخ واړاوه، د سهار په خړه کې يې شا ته وکتل، د غونډۍ په لمنه کې يوه توره کېږدۍ ولاړه وه، درې تورسرو پسې کتل، بيرته يې ورميږ کوږ کړ، مخ په ځوړند روانه شوه، يو ځل يې بيا شا ته وکتل، له هسکو تيږو راوتلې شنې سپاندې، ګونګلان ( يو ډول غرنی بوټی دی ) او تېره اغزي يې تر سترګو شول، کېږدۍ تر غونډۍ  پټه شوې وه، هيچ هم نه ښکاريدل.

ماريا يوه سړه سا واخيسته، شېرګل ته يې وکتل، څو ګامه ليرې ځوړند سر روان و…خړ پړ ښکارېده، ټوپک يې تړلی و، ګړندي ګامونه يې اخيستل…

ماريا  پښو ته زور ورکړ، څو ګامه يې واخيستل، يودم يې چيغه کړه!

_ وای!

شېرګل په بيړه ور وکتل، د نجلۍ پښو ته نږدې يوې سوی منډه واخيسته، شېرګل ټوپک پسې ونيو، سوی تر يوې لويې ډېرې ټوپ کړ،  په سپاندو او بوټو کې يې منډه کړه،  تر غونډۍ واووښت.

ماريا يودم وخندل:

شېرګل په حيرانۍ ورته وکتل…

ماريا غلې شوه.

شېرګل ټوپک غاړې ته واچاوه ، ورو يې وويل:

_ اجبه نجلۍ مې وليده! مرګ ته روانه يې، بيا هم خاندې!

ماريا څه ونه ويل، شېرګل خپل تګ ته دوام ورکړ.. نجلۍ په هغه پسې ګړندۍ روانه وه…

نری باد چليده، پاس يوه غوټه توره وريځ ولاړه وه، نور اسمان شين و.

ښه شېبه ووته، دوئ يوه غونډۍ تر شا پرېښوده، د دوهمې په نيمايي کې د بوټوانو ( هغوی چې په غره کې بوټي وهي ) له خوا په جوړه شوې نرۍ لاره کې مخ پورته روان ول. .. پاو وروسته د غونډۍ سر ته وختل، شېرګل په يوه  اواره ډبره کېناست، ماريا ور ورسيده، شېرګل وويل:

_ سا به سمه کو!

نجلۍ دوه، درې ګامه واخيستل، سړي ته مخامخ په يوه بله ډبره کېناسته. شاوخوا يې وکتل، هسکې او ټيټې غونډۍ وې، ژوندۍ ساری نه ښکارېده.

 ماريا وويل:

_ څو بجې دي؟

شېرګل ګړۍ ته وکتل، شونډې يې وخوځېدې:

_ پاو کم شپږ!

د ماريا پرمخ  د اوبو څاڅکی ولګيد، پورته يې وکتل، پر سر يې توره پنډه وريځ ولاړه وه. دوهم څاڅکی يې سترګې ته برابر شو، ځمکې ته يې وکتل، د مار سپين پوستکې پروت و.

د شېرګل غږ يې واورېد:

_ ډېر وخت نه لرو.

له دې سره ولاړ شو.

ماريا وويل:

_ څومره لاره پاتې ده؟

د شېرګل شونډې وخوځيدې:

 _ ايله اتو بجو ته ورسيږو.

ماريا په سړي پسې روانه شوه. پاو نور ووت، دوئ د يوې ټيټې غونډی په لمنه کې ګامونه اخيستل… د باران څاڅکي ډېر شوي وو، په نری باد کې د لندې خاورې بوی تاوېده او ډېر لري يوې زرکې نارې وهلې. کړکه کړکه کړکه….

دوئ  ښه شېبه مزل وکړ، تر يوې بلې غونډۍ واوښتل، ماريا وويل:

_ څو بجې دي؟

شېرګل په مړاوي غږ ځواب ورکړ!

_ شپږ نيمې!

د ماريا شونډې وخوځېدې:

_ دمه نه کوو؟

کوم ځواب يې وانه ورېد، سړی هماغسې پورته خوت…

دوه درې دقيقې يې نور هم مزل وکړ، شېرګل يو ناڅاپه ودرېد، پرته له دې چې ماريا ته وګوري، ورو يې وويل:

_ څه نه اورې!

ماريا غوږ ونيو، د يوې بنګنې  ( بې پيلوټه ) الوتکې نرى غږ اورېدل کېده، ورو يې وويل:

_ نه!

د شېرګل شونډې وخوځېدې:

_ طياره نه ده؟

ماريا وويل:

_ نه پوهېږم!

سړی روان شو، ماريا هم ګام واخيست،  شېبه وروسته د غونډۍ سر ته وختل.

شېرګل وويل:

_ دمه کولی شې، خو لنډ وخت.

ماريا په يوه لويه ډبره کېناسته، ورو يې وويل:

_ څومره لاره پاتې ده؟

سړي ورته وکتل، د نجلۍ له خړ ټکري راوتلی تور پيکی لوند و، پر سپين تندي يې څو تاره لانده ويښته سريښ ول او پر زنه پورې يې د باران يو روڼ څاڅکی ځړېده.

شېرګل ځمکې ته وکتل، ويې ويل:

_ دومره وخت نه لرو، بايد اتو بجو ته ځانونه ورسوو، يا الله!

له دې سره ولاړ شو، پښه يې وښوېده،  پر کيڼ اړخ پرېووت، خو بېرته ژر ودرېد.

ماريا په بيړه وويل:

_ ژوبل خو نه شوې؟

شېرګل تشي ته لاس ونيو، خو څه يې ونه ويل.

لاندې تر بلې غونډۍ څه کم يو پاو لاره هواره وه،  بوټي کم ول، ځای ځای به يوې مږې منډه واخيسته، د غار تر څنګ په پر دوو پښو ودرېده، شاوخوا به يې وکتل، غار ته به ننوته.

دوئ په هوارۍ کې پټه خوله روان ول، يوځای د ماريا د ګڼ کوچياني کميس لمن په يوه تېره اغزي کې بنده شوه،  لاس يې ور وغځاوه، په ګوته کې يې نری درد احساس کړ، روانه شوه، ګوتې ته يې وکتل، ډومبک وينه ترې راوتلې وه.

لمر راختلی و، د وريځو يوه څنډه ژېړه ښکارېده، ختيځ لورته شنه زرغونه ولاړه وه، ښه شېبه ووته، د ماريا ګامونه ورو شوي وو، خو شېرګل ګړندی تګ کاوه، لوړې ژورې يې نه لېدې، نېغ روان و، د دواړو تر منځ دوه، درې شله متره واټن پروت و.

کوچي شا ته وکتل، سر يې وخوځاوه، يوه هواره ډبره يې د ناستې له پاره خوښه کړه، کېناست، نجلۍ ور ورسېده، سړی ولاړ شو.

ماريا وويل:

_ ستړې يم!

شېرګل بېرته کېناست، ماريا ته يې وکتل، ټکری يې په غاړه کې پروت و، نري باد يې تور ويښته يوې، بلې خواته اړول.

شېرګل ګړۍ ته وکتل، ماريا په بيړه وويل:

_ څو بجې دي؟

شېرګل يوه شېبه غلی و، وروسته يې سړه سا واخيسته:

_درې پاوه وخت لرو!

ماريا په خواره خوله وويل:

_ دمه کولی شم؟

کوچي د هو په نښه سر وخوځاوه.

ماريا وويل:

_ مننه!

د شېرګل سر وځړېد. ماريا مخامخ وکتل، باران درېدلی و، د لمر وړانګې پر لندو غونډيو لګېدلې…هرڅه پرېوللي ښکارېدل، پر سپاندو او اغزيو پورې رڼو څاڅکو ټال خوړ…

شېرګل په مړاوي غږ وويل:

_ ياالله!

ماريا ولاړه شوه. دواړو حرکت وکړ، شېبه وروسته د غونډۍ سر ته وختل، د غونډۍ سر تر ډېره هوار و، تګ دومره زور نه غوښت، دوئ  په اسانی سره ګامونه اخيستل…په لنډ وخت کې يې ډېره لاره ووهله، خووروسته يې يوه هسکه مخې ته ودرېدله، دا غونډۍ تر تېرو غونډيو لوړه وه، تېرې ډبرې يې درلودې، تکې تورې، رنګ يې د سکرو غوندي و.

ماريا په بيړه وپوښتل:

_ څومره لاره لا پاتې ده، ډېر وخت…

شېرګل په خبره کې ورولوېد:

_ دا وروستۍ غونډۍ ده، شا ته هواري لري، کلاهمالته ده، د غونډۍ له سره يې ليدی شې.

د ماريا سر وځړېد، مخ پورته روانه شوه، يوه شېبه يې مزل وکړ، خو کله چې يې شاته وکتل، داځل شېرګل پاتې و.

نجلۍ ماتله شوه، کوچی ور ورسېد، د ماريا تر څنګ تېر شو، خو ګامونه يې بېسېکه ول، د پخوا غوندې يې پياوړی تګ نه کاوه.

ماريا په سړي پسې روانه شوه، دواړه غلي ول، يواځې د وړو ډبرو د ښوردو او لاندر رغړيدو غږ اورېدل کېده…

د غونډۍ نيمايي ته رسيدلي وو چې شېرګل يو دم ودرېد، نجلۍ ورته وکتل، حيرانه شوه، د سړي سترګې له اوښکو ډکې وې.

ماريا په بيړه وويل:

_ څه خبره ده؟!

د شېرګل سر وځړېد، کېناست.

ماريا وخندل:

_ کوچيان په تګ کې غښتلي وي، خو…

شېرګل په خبره کې ور ولوېد:

_ ستړی نه يم

_ نو بيا څه خبره ده؟

شېرګل غلی و.

ښه شېبه ووته، يوه هم څه نه ويل، خو وروسته د شېرګل شونډې وخوځېدې:

_ ته تلی شې!

ماريا په حيرانۍ وويل:

_ چېرته؟

_ نه پوهيږم! هرچېرته چې دې زړه وي، خو له دې ځايه لاړه شه!

نجلۍ د هغه تر څنګ کېناسته، سړي ته يې وکتل، له سترګو يې اوښکې روانې وې.

ماريا په حيرانۍ وويل:

_ ته ژاړې؟

شېرګل مخ ورنه واړاوه.

ماريا وويل:

_ څه خبره ده؟

شېرګل يوه شېبه غلی و، وروسته يې پر پزه لستوڼی تېر کړ، په مړاوي غږ يې وويل:

_ تا به ووژني.

نجلۍ د هغه تر څنګ کېناسته، شونډې يې وخوځېدې:

_ ته ولې خواشينی ېې؟

_ د کوچي بدن پړک واخيست.

نجلۍ وويل:

_ته ښه سړی يې، زما له پاره دې خپله کورنۍ خطر ته ورکړه، زه …

شېرګل چيغه کړه!

_ په خبره پوه شه! دوئ به دې مړه کړي!

ماريا غلې وه، وروسته يې وويل:

_ خدای ته به يې پريږدو، راځه!

له دې سره ولاړه شوه، دوه درې ګامه يې واخيستل، شېرګل چيغه کړه!

_ ته ليونۍ يې!

ماريا ورته وکتل، سړی ځای پرځای ناست و،  ورغله، د کوچي تر څنګ ودرېده، ورو يې وويل:

_ زه تا او ستا کورنۍ ته غم نه شم پرېښودلای.

شېرګل يو سوړ اسويلی ويست، شونډې يې وخوځيدې:

 _ ځم، وطن پرېږدم، خو ته له دې ځايه لاړه شه!

ماريا يوه شېبه غلی وه، وروسته يې په حيرانۍ وويل:

_ ولې؟  ته زما له پاره ولې دومره لويه قرباني ورکوې؟ هه !

د شېرګل سر ځوړند و.

ماريا وويل:

_ ته خو پوهېږې!  زه هيڅ نه لرم، تاته پيسې نه شم درکولاى!

شېرګل رډ رډ ورته وکتل، يودم يې چيغه کړه!

_ پيسې په بلا وهم!

_ نو بيا ولې ځان خطر ته ورکوې؟ هه!

د شېرګل سر وځړېد.

ماريا وويل:

_ راته ووايه!

شېرګل غلی و.

ماريا خپله خبره تکرار کړه:

_ راته ووايه!

شېرګل چيغه کړه!

_ ته مې خوښيږې!

د نجلۍ رنګ والوت.

شېرګل منډه کړه، په يوه سا څو متره پورته وخوت، ځنګنونه يې پر وړو تيږو ولګېدل، سر يې ځوړند شو.

ماريا تر ډېره لاندې ولاړه وه، زړه يې سستي کوله، سترګي يې له اوښکو ډکې وې، ښه شېبه ووته، وروسته يې  ټوپک ور پورته کړ،  روانه شوه، د سړي تر څنګ ودرېده، هغه ژړل…

ماريا کېناسته، شېرګل ته يې وکتل، سر يې ځوړند و، د ماشوم غوندې يې سلګۍ وهلې…

  شېرګل په غريو کې وويل:

_ زه څه خبر وم، ماته خو يوه کليوال ځوان را پام کړل، ويل يې چې ته مين يې،  هغه رښتيا ويل، ټولې خبرې يې سمې وختې، زه خپه يم، ډېر خپه، له تا پرته به څه کوم؟!  هه!  ته ووايه!  زه…

ويې ژړل او خبرې يې پرې شوې.

د نجلۍ سترګې ډکې ډکې کيدې…

ښه شېبه ووته، شېرګل سونګېده، نجلۍ غلې وه…وروسته ماريا د کوچي پر اوږه لاس کېښود، ورو يې وويل:

_ راځه! ناوخته شو!

شېرګل په پښو ودرېد، سر يې ځړېدلی و، مخ پورته روان شو.

ماريا ټوپک اوږې ته کړ، په سړي پسې روانه شوه، شېبه وروسته د غونډۍ سرته وخته، شېرګل ځوړند سر ناست و.

نجلۍ مخامخ وکتل، تر ډېره هواره دښته وه، وروسته شنې کروندې ښکارېدلې، ورپسې خړ کورونه پراته ول.

ماريا غړۍ اوږده کړه، غټو ډبرو د غونډۍ لمنه پټه کړې وه، زړه کلا نه ښکارېده.

نجلۍ د کوچي تر څنګ کېناسته، هغه ورو ورو سلګۍ وهلې…نجلۍ په مړاوي غږ وويل:

_ زه ستا په درد پوهېږم، ستا مېړانه دې هم نه شم هېرولی، خو…

نجلۍ غلې شوه.

شېرګل په غريو کې وويل:

_ ما نه غوښتل، خو بس نو! زړه دی، پام مې نه و، نه پوهيږم ولې! خو ته مې ښه ايسې!

ماريا په خبره کې ورولوېده:

_ خو…

غلې شوه.

شېرګل پر خپله پزه لستوڼی تېر کړ، ورو يې وويل:

_ اوس هم وخت لرې، له دې ځايه لاړه شه! زه به لاره در وښيم، لنډه لار، بس!  يو ، يونيم ساعت مزل غواړي، هلته عسکري پوسته ده.

نجلۍ د سړي تر لاس تړلې ګړۍ ته وکتل، لس کمې اته وې، ورو يې وويل:

_ اوس ناوخته دى، هر څه پای ته ورسېدل.

شېرګل سر پورته کړ، سترګې يې سرې وې، بيرته يې لاندي وکتل، ورو يې وويل:

_ هيڅ هم پای ته نه دي رسيدلي، هغوی لاندې په کلا کې دي، خدای خبر!  يا به اوس را رسيږي، راځه! بېرته له غونډۍ کښته شو، څوک مو ويني! هه!

ماريا ولاړه شوه، ورو يې وويل:

_ نه!

شېرګل په حيرانۍ ورته وکتل، نجلۍ ټوپک غاړي ته اچولی و، دښتې ته يې وچې سترګې نيولې وې.

شېرګل په بيړه وويل:

_ که په تا څه وشول، نو زه

ماريا د خبرو وار ورنه ونيو:

_ په ما هيڅ هم نه کيږي!

دا يي وويل،  روانه شوه.

شېرګل منډه کړه، نجلۍ ته مخامخ ودرېد، د هغې اوږو ته يې ټکان ورکړ، په لوړ غږ يې وويل:

_ ته ليونۍ يې!

د ماريا په ټنډه کې ګونځې پيدا شوې:

کوچي په حيرانۍ ورته کتل…

نجلۍ د سړي لاس ونيو، ګړۍ ته يې وکتل، پنځه کمې اته وې،  لاس يې پريښود، روانه شوه…

شېرګل پسې کتل…

ماريا ګړندي ګامونه واخيستل، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، سا يې لنډه لنډه کېده… شېبه وروسته لاندې يو خړ دېوال ښکاره شو، ور مخته شوه، د غونډۍ له سره يې يوه زړه کلاه سترګو ته ودرېده.

هسک سره بخون ديوالونه تر يوه يوه نيم جريب ځمکې راتاو ول، په منځ کې يې زړې کوټې ښکارېدلې، دوو يې بامونه لرل، نوري يې ړنګې وې.

ماريا ځای پر ځای کېناسته، شېرګل ور ورسېد، د خواست په ژبه يې وويل:

_ داسې مه کوه!

ناڅاپه د ديګ بخار د شپيلۍ غوندي نری شڼهاری واورېدل شو، دواړو په بيړه پورته وکتل، په يوه توره ګړندۍ اوږدې اوسپني پسې سپين لوګی روان و، لوګی ټيت شو، ځمکه ولړزېده، تر کلا سرې لمبې راتاوې شوې…سر يې تورو  لوخړو ونيو…

د کوچي رنګ والوت، پر ځمکه اوږد وغځېد.

دروند غږ يې په غوږو ننوت، يوه جيټ  الوتکه پر کلا ور ټيټه شوه، درب شو، لويې وړې ډبرې ورغړيدې، توره لوخړه  پورته شوه…کلا نه ښکارېده

له لوګي يو څوک راووت، سرې لمبې ترې تاوې وې، چيغې يې وهلې…څو ګامه يې واخيستل، ولوېد،  سره لمبه ترې راوګرځېده…

دروند غږ يې واورېد، شمال شو، په بيړه يې شا ته وکتل، يواځې څو ګامه ليرې اوږده څرخونه تاوېدل، تر غونډۍ سلامت چورلکه(هليکوپتره) راپورته شوه،  سر ته يې ودرېده، په پرانيستې دروازه کې يې يو عسکر ناست و، مشينګنه يې کوچي ته نيولې وه…

دوهمه چورلکه راپورته شوه، دا ټول د سترګو په رپ کې پېښ شول.

شېرګل ماريا ته وکتل، نجلۍ  ډاډه ناسته وه، له ځايه نه وه خوځېدلې،  خوشاله ښکارېدله.

د کوچي زړه اور واخيست، پر سترګو يې تياره راغله، ولاړ شو، نجلۍ يې د وليو په مينځ کې  په لغته ووهله، پړمخې پرېوته، ټوپک يې له ورنو وښوېد.

شېرګل ټوپک ته لاس ور وغځاوه، ټک شو، کوچی شا پرتخته ولوېد، د ماريا له خولې ځګونه باد شول، چيغه يې کړه، په انګريزي يې څه وويل، پر کوچي ورپرېوته.

سړي تر څڼو ونيوله، په ښی اوږه کی يې نری درد تير شو، لاس يې له حرکته ولوېد، کيڼ لاس يې پر ځمکه وتپاوه، تيږه په ګوتو ورغله،  ماريا يې لاس ټينګ ونيو، چيغه يې کړه!

_هغوئ به دي ووژني!

عسکر ور ورسېدل، د شېرګل لاسونه يې شاته ور واړول، عسکرو چيغې وهلې، څه يې ويل، خو کوچی يې په ژبه نه پوهېده.

شېبه وروسته يې د سړي  لاسونه ور وتړل، يوه چورلکه څو ګامه ليري ناسته وه، څرخونه يې تاوېدل، بلې د کلا پر سر دورې وهلې…وروسته له ناستې چورلکې څو تنو ټوپ کړل، ټول له رنګه سره ول، ژېړ ويښته يې درلودل، جګ او هډور ښکارېدل.

يو دنګ سړی تر مخ و، د هغه په ټټر پورې سپينو او ژيړو روپيو ټال خوړ، نجلۍ ته يې کلکه غېږ ورکړه، د هغې لاس يې ټينګ ونيو، خوله يې له خندا، نه سره ټولېده، په انګريزي يې څه وويل، بيا له څو نورو عسکرو سره لاندې د کلاپه لور کښته شو.

د غونډۍ پر سر درې عسکر پاتې شول، يو يې چورلکې ته نږدې ولاړ و، دوو نورو د مشينګنو خولې کوچي ته ور اړولې وې…

د شېرګل له خولې ځګونه باديدل، پوچ پاش يې ويل، ښۍ اوږه يې په وينو سره وه.

ماريا يوه عسکر ته څه وويل، هغه منډه کړه، کله چې بېرته راغی، په لاس کې يې يو تور بکس ښکارېده.

عسکر ټپي ته مخامخ کېناست، بکس يې خلاص کړ، له رنګارنګ دواوو، پلسترونو او سپينې پختې ( پنبې )  ډک و. وروسته يې پر يوه ټوټه سلامت بوتل تش کړ، ټوټه يې د کوچي اوږې ته ورنږدې کړه، کوچی شا ته شو، ماريا وويل:

 _ پرېږده چې زخم دي پانسمان کړي، مرمۍ وتلې ده، جوړېږي!

شېرګل تو کړل، د نجلۍ له سپينې زنې لاړې وڅڅيدې.

کوچي چيغه کړه!

_ تا ماته دوکه راکړه!

ماريا خپل لستوڼی پر زنه تېر کړ، کلا ته يې وکتل، تور لوګی ترې پورته کېده، ورو يې وويل:

_ ما يواځې خپله دنده تر سره کړه، حاجي خداينور د امريکې ګټو ته ستر ګواښ و،  ده زموږ پر ضد جنګيالي روزل، د جنګ پلانونه يې جوړول، تېرکال يې څلور امريکايان ووژل،  نن زموږ وار و، غچ مو واخيست.

نجلۍ غلې شوه.

شېرګل په حيرانۍ ورته کتل…

ماريا عسکر ته اشاره وکړه، عسکر د شېرګل د ټپ په پاکولو بوخت شو، کوچي کوم غبرګون ونه ښود، ماريا وويل:

زه پوځي نه يم، تر اوسه مې ماشې ته ګوته نه ده ور وړې، زه د امريکې استخباراتو ته کار کوم، تېر کال افغانستان ته راغلم، پوره لس مياشتې مې بېلابېل تمرينونه وليدل، نيمه هېره شوې ژبه مې له سره زده کړه، له خلکو سره وغږېدم، په دود، دستور مې ځان پوه کړ، مختلف کتابونه مې ولوستل.

نجلۍ وټوخل، بېرته يې شونډې وخوځېدې:

يوه ورځ مې چادري پر سر کړه، له نظامي اډې ووتم، يواځې وم، سړک ته وختم، يوه کرايي موټر ته مې لاس ورکړ، د نږدې ولسوالۍ کلينيک ته ورغلم، کليوالې  ښځې وې، خبرې مې ورسره وکړې، سمه دمه پښتنه وم، کليواله پښتنه، يوې هم کوم شک وانه خيست، يواځې  يوې پيغلې زما د راڼه پوستکي او پستو ويښتو راز راڅخه وپوښت، نور هيڅ خبره نه وه.

ماريا غلې شوه، کوچي په حيرانۍ ورته کتل… نجلۍ وويل:

ماته يواځي يو ماموريت راکړل شو، د حاجي خداينور پيداکول، د هغه په موندلو پسې امريکې ډېرې هڅې کړې وې، انعامونه يې ټاکلي ول، جاسوسان يې پسې اچولي وو، خو کومه ګټه يې نه کوله، حاجي خداينور مرموز سړی و، درک يې نه لګېده.

دوئ دا ماموريت ماته راوسپاره، پوهېدم چې  له خطره ډک دی، مرګ ورسره تړلی دی، خو بله چاره مې نه ليده، امر و، بايد پر ځاې شوی وای.

ماريا يوه شېبه غلې شوه، بېرته په خبرو راغله:

بخت ياري راسره وکړه، لس ورځې مخکې زموږ استخباراتي سرچينو ته خبر راغی چې حاجي خداينور په همدې سيمه کې ليدل شوی دی، دا زموږ له پاره ښه چانس و، بېړنۍ غونډه داېره شوه، پر پلان مو کار پيل کړ، نقشه مو مخې ته واچوله، د حاجي خداينور د پيداکېدو احتمالي ځايونه مو په نښه کړل، هره خوا مو وسنجوله، کار د کاغذ له مخې سم جوړ شو، له پلان سره سم، زه بايد د مخالفو وسلوالو مينځ ته ورغلې وای، خو داکار تر ټولو  ستونزمن و، پوره دوه ساعته مو خبرې وکړې، بله چاره نه وه، ما بايد اسارت ته ځان ورکړی وای.

درې ورځې وروسته يې د جوړ شوي پلان له مخې په يوه پوځي موټر کې کينولم، دريو موټرو حرکت وکړ، په هغه لار لاړو چې له خطره ډکه وه، زموږ پلان سم وخوت، د درې په مينځ کې ډزې راباندي وشوې، موټر ودرېدل، له عسکرو سره کښته شوم، تر يوې لوړې پرښې مې ځان پټ کړ، مرمۍ مې پر سر تېرېدې، مرګ مې په سترګو ليد، خو پلان له نقشې سره سم پرمخ لاړ، عسکر د چورلکو په مرسته وتښتېدل او زه اسيره شوم.

لومړی مې وهل وخوړل، بيا يې غره ته بوتلم او وروسته يې تاسو ته دروسپارلم.

ماريا غلې شوه، د خپل کوچياني کميس ګريوان ته يې لاس کړ، بېرته يې راويست، په ګوتو کې يې د قلم د سر غوندې نرۍ اوسپنه ښکارېده، څوکې يې غمی درلود، کله کله به خپه سره رڼا ترې راووته…

نجلۍ ورو وويل:

ما په کيږدۍ کې څو ورځې تېرې کړې، خو له مرکز سره مې تماس درلود، د دې دستګاه په برکت يې زما ټولې خبرې اورېدلې، له هرڅه خبرېدل، زړې ژرندې ته نږدې ماينونه هغوئ ويستل، زه هم ډاډه وم، د خطر په وخت کې رارسيدل، بخت ياري راسره وکړه، هرڅه سم پرمخ لاړل، کيږدۍ له مصنوعي سپوږمۍ څخه کنټرولېده، کله کله به بې پيلوټه الوتکې هم دورې وهلې، هرڅه تر کنټرول لاندې ول.

نجلۍ غلې شوه، کوچي هيڅ نه ويل، سترګې يې سرې وې، په ټنډه کې يې ګونځې ليدل کېدی، څېره يې نېولې وه.

ماريا ولاړه شوه، له  کلا څخه هماغسي لوګي پورته کيدل، سرتيري په کنډوالو کې ګرځېدل…

نجلۍ کوچي ته وکتل، پر اوږه يې سپينه ټوټه تړل شوې وه.

ماريا ورو وويل:

ته له زړه صاف سړی يې، خو خور دې ډېره خوږه ده، هغه…

کوچي چيغه کړه!

خو تا غلط کړو!

ماريا يوه ترخه موسکا وکړه، شونډې يې وخوځيدې:

ته څه فکر کوې؟! که طيارې نه وای راغلې، دوی به ژوندی پريېښې وای، ته په خپله پوهېږې، په جګړه کې هر لوری خپلو ګټو ته ګوري، که يې ونه وژنې، نو وژني دي، ما يواځې  خپل ماموريت تر سره کړ، په خپل قول ودرېدم، تاسو ته مې هيڅ تاوان  در ونه رساوه، د اوږې ټپ دې هم له خپله لاسه، که تا ټوپک ته لاس نه وای ور غځولی، هغوئ نه ويشتې، ما ورته ويلي وو چې تاته کوم تاوان  در ونه رسوي.

تېز شمال شو، نجلۍ پورته وکتل، پر سر يې چورلکه ولاړه وه، شېبه وروسته د  هغې بلې چورلکې تر څنګ کېناسته، څرخونه يې تاوېدل… سپاندې او غرني بوټې يوې خواته ړنګ پراته ول…له چورلکې څخه څو سرتېر وټوپ کړل، دوئ خوشاله ښکارېدل، خبرې يې کولې، خندل يې…ماريا ټولو ته لاس ور اوږد کړ، يوه له ونې دنګ شين سترګې ځوان د نجلۍ ګڼ کوچياني کميس ته اشاره وکړه، څه يې وويل، ټولو وخندل.

يوه بل له ځمکي شل ډزی ټوپک ورپورته کړ، د چورلکې خواته ګړندی روان شو، شېرګل پسې کتل، په سترګو کې يې کرکه پرته وه…

شېبه وروسته نور سرتيري  هم پورته ور وختل، د يوه په لاس کې توره پلاستيکي کڅوړه وه، ډکه ښکارېدله، دوو نورو سوځيدلې مشينګنې خپلو ملګرو ته ورښودلې….

يو سرتيرى ور دمخه شو، کوچی يې د مشينګڼې پر ميل وواهه، دالوتکې خواته يې اشاره وکړه، ماريا په بيړه ور نږدې شوه،سرتيري ته يې څه وويل، هغه يوې خواته غلی ودرېد.

پنځه دقيقې نورې هم تېرې شوې، وروسته ټول د چورلکو خواته روان شول، ماريا او دوه نور سرتيري کوچي ته نږدې ولاړ وو.

ماريا ورو وويل:

پاته شوه د مينې خبره، ته ښه سړی يې، خو…

شېرګل لاړې تو کړې، چيغه يې کړه!

دروغ وو، ټول دروغ وو، ته مې د سپۍ غوندي بده ايسې!

ماريا وخندل، ورو يې وويل:

هر رنګه چې دې زړه وي، خو ما کوژده کړې، واده ته مې دوې مياشتې پاتې دي.

د شېرګل سترګې له اوښکو ډکې وې…

ماريا يوه سرتيري ته اشاره وکړه، هغه ټيټ شو، د کوچي لاسونه يې خلاص کړل. شېرګل په بيړه يوې ډبرې ته لاس ور وغځاوه، ولاړ شو، پرله پسې ډزې  شوې، د کوچي پښو ته يوه ليکه مړه دوړه پورته شوه، بل سرتيري د کنداغ وار پرې وکړ، کوچی پر کيڼ اړخ پرېوت.

ماريا ورته وکتل، د کوچي خوله وينې وه.

نجلۍ د چورلکو خواته روانه شوه، دوو نورو سرتېرو هم حرکت وکړ، مشينګڼې يې د کوچي خواته نيولې وې…

نجلۍ دروازې ته نږدې پر څوکۍ کېناسته، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، کوچي ته يې کتل…

چورلکې ټکان وخوړ، له ځمکې پورته شوه، کوچی پر پښو ودرېد، په چورلکې پسې يې منډه کړه، چيغې يې وهلې، تيږې يې ويشتلې، څه يې ويل، خو غږ يې نه اوريدل کيده، سرتېرو خندل…

چورلکه پورته وخته، ډېره پورته، شېرګل د يوه ټکي غوندې ښکارېده، خو نجلۍ له هغه څخه سترګې نه اړولې، کوچی ولاړ و، شاوخوا خړي غونډۍ ترې راګرځېدلې وې، له کلا تور لوګي پورته کيدل….

چورلکې څنګ بدل کړ، ليرې يوې بوړبوکۍ دورې خوړلې، نېغه د شنو فصلونو خواته ور روانه وه.

پای

١٣٨٨ لمريز کال ، د سرطان شپږمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب