چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهګوتیریش: له طالبانو سره د نړیوالو په تعامل کې ستونزې شته

ګوتیریش: له طالبانو سره د نړیوالو په تعامل کې ستونزې شته

تاند (سې شنبه، د حوت ۱ مه) د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په دوحه کې د افغانستان په اړهد کنفرانس په پای کې وویل چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې په تعامل کې ستونزې شته.

خو ده په عین حال کې د دوحې کنفرانس ګټور وباله.

سرمنشي وویل چې د کنفرانس ګډونوالو له افغانستان او طالبانو سره د تعامل د حرنګوالي په اړه پر ګڼو اساسي موضوعاتو موافقه وکړه.

سرمنشي وویل، افغانستان د امنیت د ټینګښت، د فساد د کمولو او پر کوکنارو د بندیز په برخو کې ښه پرمختګ کړی خو وايي ډېر نور کارونه پاتې دي چې باید ویې کړي.

انتونیوګوتیریش چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې د افغانستان په اړه د ۲ ورځنۍ غونډې کوربه و، نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې نړیواله ټولنه باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو دا ډاډ ترلاسه شي چې د ټولو افغانانو حقوق او اړتیاوې پر افغانستان د واکمنو طالبانو د لومړیتوبونو اصلي محور وي.

ښاغلی ګوتیریش زیاتوي چې ډېر افغانان د خوړو ډوډۍ ته اړ دي او تعلیم، روغتیايي امکاناتو او کار ته لاسرسی نه لري. د م. م سرمنشي یادونه کوي سږکال به هم د افغانستان له نیمایي زیات وګړي بشري مرستو ته اړ وي په داسې حال کې چې دې هېواد ته د مرستو له پلانونو سره تراوسه یوازې څه کم درې سلنه بسپنه اعلان شوې.

د ملګروملتونو بېلابېلو ادارو مخکې هم په افغانستان کې د بشري مرستو د پروژو لپاره له نړیوالو مرستندویانو څخه د بسپنې غوښتنه کړې وه.

طالبانو د دوحې په کنفرانس کې ګډون ونه کړ.

له دې کبله د دوحې کنفرانس د یو شمېر کتونکو په باور یوه ناکامه هڅه وه خو سرمنشی، چې د کنفرانس په پای کې په یوه خبري غونډه کې ږغېده، وویل چې په دې کنفرانس کې څرګنده شوه چې نړیواله ټولنه له طالبانو څه غواړي.

2 COMMENTS

  1. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش افغانستان هیر کړی وه او د اکراین او اسرایل جګړی ته یی مخه کړی وه.
    اسرایل چه په فلسطین کی یی بی ګناه ۳۰۰۰۰ انسانان قتل کړه او لا نور هم قتل روان دی، خو انتونیو ګوتریش ته اسرایلو کوم اهمیت ورنکړو.
    همداسی روسانو او اکراینیانو هم کوم اهمیت ورنکړو. او یا دا چه د دغی اداری زور ونه رسید او یا کیدایشی د ملګرو ملتونو اداره هسی سمبول وی.
    په هر صورت د ملګرو ملتونو اداری اوس د دوحی په غونډه کی هم ستره ماته وخوړه. ځکه د یوی خوا روسیې، چین او ایران د طالیبانو د دریځ ننګه کړې او دبلی خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، د دوحی افغان د مدنی ټولنی په نوم استازي په غیرشفاف ډول غوره شوي لکه محبوبه سراج، لطف الله نجفي زاده، شاه ګل رضايي او میترا مهران.
    ملګرو ملتو ته پکار دی چه یو ځل په خپل مینځ کی غونډه وکړی، چه نه مو اسرایل خبره منی، نه مو روسیه او اکراین خبره منی او نه مو طالیبان خبره منی او نه مو نور ملکونه.
    ښه خبره داده چه دغه اداره په خپل وظیفوی یا کاری پلان کی تغیر راولی. او که نه بیا خو د داسی اداری ته هیڅ ضرورت نشته.

  2. که کفری ندی غواړی چی بیا د کفر او الحاد شوم پلانونه په بی غیرته خرڅ سوی لنډغرو او مشریکینو اړ چپاولګرو او اختطاف چې.سیاف په واسطه او فحشا د څو لنډیو او فاحشو چی په غرب او اروپا کښې په فحشا بوختې دې مخته بوزی دا ناممکن خبره ده دا بدنامه اداره د ملل متحد په نو رادشې اففانستان کښی دحقوقو په باره کښی د دمسلمانو او با عفته ښځونه دې رایې واخلی نه د اروپایې فخشاو نه مونږ د اروپا دیمکراسی شل کاله تجربه کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب