یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په ۹ میاشتو کې د اووه نیم میلیارد ډالرو واردات او...

افغانستان په ۹ میاشتو کې د اووه نیم میلیارد ډالرو واردات او صادرات لرل

تاند (سې شنبه، د حوت ۱ مه) د افغانستان د احصایې او معلوماتو اداره وايي چې د سږ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې افغانستان د یو میلیارد او ۳۵۵ میلیون ډالرو صادرات او د ۶ میلیارده او ۲۹۹ میلیون ډالرو واردات لرلي دي.

د دې ادارې پر اساس د تېر (۱۴۰۱) کال په ورته موده کې افغانستان د یو میلیارد او ۳۷۵ میلیون ډالرو صادرات او د ۵ میلیارده او ۱۲۴ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو واردات لرل.

له دې داسي ښکاري چې د افغانستان صادرات لږ څه کم شوي خو واردات یې زیات شوي دي.

د دې ادارې په تازه راپور کې ویل شوي چې افغانستان د کال په لومړیو ۹ میاشتو کې پاکستان ته د ۶۸۹ میلیون او ۹۰۰ زرو، هند ته د ۴۶۳ میلیون ډالرو، متحده عربي اماراتو ته د ۳۲ میلیون او ۳۰۰ زرو ډالرو صادرات کړي دي.

د افغانستان د صادراتو تر ټولو لویه برخه وچه مېوه وه چې ارزښت یې ۳۴۲ میلیون او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسیږي. ورپسې طبي بوټي، کاني مواد او تازه مېوه ده.

په یاده موده کې افغانستان تر ټولو ډېر واردات له ایران او بیا پاکستان څخه کړي دي.

له ایران څخه د افغانستان د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۳۱۸ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالره او له پاکستان څخه د یو میلیارد او ۱۵۶ میلیونه او سل زره ډالرو ته رسیږي.

افغانستان له ایران څخه تر ډېره نفتي مواد وارد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب