چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+پړسېدلې پوکڼۍ | عبدالوکیل سوله مل

پړسېدلې پوکڼۍ | عبدالوکیل سوله مل

سره لمبه یې په کولمو کې تاو راتاو شوه. په ګېډه یې لاس کېښود. له سرک سره د غځېدلي لوی پارک څنګ ته وروګرځېد. د ګڼو ونو منځ ته ورننوت. د نږدې لویې ونې ډډ ته ودرېد. شاوخوا یې ښه وکتل؛ بیا یې د پطلون ځنځير په ګوتوکې ټینګ ونیو. ناببره یې د سپي غپا واورېده. له لرې د سپي د خاوند غږ راغی.

– ارام شه!

دی ولړزېد. له ځنځیره یې لاس وښویېد. په ګېډه کې یې روانې لمبې نور هم زور واخست.

– نو څنګه وکړم!؟. نه چې رسوا شم؛ خدایه!

له لوی سرکه په منډې راپورې وت. لږ څه وړاندې له پله لاندې راتېر شو. پاس راوخوت. د پله سر ته چې کوم سرک غځېدلی و. نږدې لوی بوټي راټوکېدلي وو. په بېړه بوټو ته ورننوت. له شا یې ټوخی واورېد. ټکان یې وخوړ. بېرته راووت. له ځانه سره وغورېد.

– ښه که اوس د ښاروالۍ مامور راشي. دا رسوایي به بیا چېرته وړم.

د خپل یوه نږدې ملګري نکل یې په زړه راوورېد. چې یواځې د لاړو په تو کولو یې دوه سوه پونډ جریمه کړی وو. فکر کې لاړ. له ځانه سره یې وویل.

– که په بولو مې څوک ونیسي؛ د جریمې برسېره مې ښایي څو ورځې زندان ته هم ولېږي. څوک پوهېږي؟

له بوټو راووت. قدمونه یې چټک کړل. کور ته یې دومره لاره نه وه پاتې، خو ده ځان نشو ټینګولای. کولمو کې یې پرله پسې لمبه تاوېده راتاوېده. نږدې وو بې واکه په بولو ځان ولړي. دا ځلې یې دواړه لاسونه په ګېډه کېښودل. د سرک پر غاړه د روان سپین ږیري ورپام شو. زړه یې پرې وسوځېد. ده ته نږدې راغی؛ په ولي یې لاس ورکېښود.

– امبولانس ته زنګ ووهم؟

ده د نفې سر وخوځاوه. او له ده یې مننه وکړه. قدمونه یې نور هم چټک کړل، لکه کولمې یې چې پرې کېږي. ټوپ یې وهل. په ګېډې یې بیا لاسونه کېښودل. د سرک غاړې ته ځای پر ځای په پښو کېناست. خولې ته یې لاس نږدې کړ. دوه ګوتې یې ستوني ته ورننویستې. له ځانه سره یې وویل.

– کانګې دومره رسوایي نه ده؛ خو که پطلون په بولو ولړم. بیا به دې مخلوق ته څنګه سترګې وغړوم. ګوتې یې په ستونې کې نورې هم پورته ننویستې. زړه يې پوره خولې ته راغلی وو؛ خو خواړه یې نشو راګرځولی. ګرځون او کانګې یې ناشونې وو. سوکه او خوابدی راپورته شو. د کور په لور روان شو. شاوخوا یې وکتل. ناببره یې منډه واخسته. کور ته په پنځوس مترۍ کې نږدې وه ټول پطلون په بولو ولړي. دروازه یې په درب پرانېسته. مېرمن یې وارخطا مخې ته ودرېده.

– ولې څه خبره ده!؟

ده بیا په ګېډه لاس کېښود.

–  څه شي پسې مه ګرځه. شکر وباسه چې خدای له لویې رسوایۍ وساتلم. خدای ته خو هسې هم رسوا او شرمنده یم. که مې پطلون په بولو لړلی وای؛ بیا به مې د مخلوق خندا چېرته وړی.

د مېرمن تندی یې ګونځې شو.

 – شرمنده به نو څنګه نه یې، د دنیا هېڅ حلال او مردار دې پرېنښودل. هر څه دې له خولې تېر او ګېډې ته ورواچول. د هغه لوېې راوتلې ګېډې ته یې لاس ونیو.

– دا ته یې چې دومره حلاله او مرداره دې تر اوسه هضم کړه؛ که بل بنیادم وای، اوس به له وخته پړخ چاودېدلی وای. دده په ولو یې لاس کېښود.

– ځه شکر وباسه نن به هغه ټوله مرداري درنه د خیره ووځي چې تا په دې څو کلونو کې ګېډې ته اچولې وه.

لکه څوک چې څوک له کوره وباسي. په ورو یې ټېل واهه.

– ځه ورځه اوس بیت الخلا ته ولاړ شه.

بیت الخلا ته یې اشاره وروکړه.

– ځان سپک کړه. خو چې له دې وروسته له حلالو او مردارو ځان پرهېز کړې.

ده په سینه لاس کېښود. اخ یې کړل. په لوی ګرځون یې ټول دهلېز ولاړه. د پړسېدلې پوکڼۍ په څېر سپک شو. مېرمن ته یې رڼې سترګې ونیوې.

 – د باندې مې څومره په خولې کې ګوتې ننویستې. خدای ونه شرمولم.

 – ښه دی چې خدای درباندې پرده واچوله. ټوله مرداري دې له خلکو پناه په خپل کور کې راوګرځوله.

ده وخندل.

– د خدای شکر چې بولې رانه نه دي تلي وه ښځې او پطلون مې نه دی لړلی.

زر له ځایه پورته شو. بیت الخلا ته ننوت. مخکې له دې چې د پطلون ځنځیر پرانېزي؛ لکه په بیت الخلا کې چې بم والوځي؛ ډز یې وهل. لوی باد يې پرېښود. په ګېډه کې یې ګړ او ګوړ ونښت. لکه لوی بار یې چې له ولو ولوېږي. ایله یې زړه سپک شو. رنګ یې بیرته وغوړېد. له بیت الخلا راووت. مېرمن ته بیرته مخامخ په لوی کوچ کې کېناست. په شونډو یې موسکا وځلېده. مېرمن یې هم موسکۍ شوه.

– سپک شوې.

ده سر وښوراوه. مېرمن یې وویل.

– ته به نور هم ښه سپک شې چې توبه وباسې او له دې وروسته له هرې مردارې او حرامې ډوډۍ لاس واخلې.

دی له څوکۍ راپاڅېد. مېرمن ته نږدې ودرېد.

– اوس به څنګه لاس نه اخلم، لېونۍ! خوراکونه او طعامونه خو په قدرت او ثروت کې وي. اوس هغه قدرت او ثروت چېرې دی. بیا به هغه وختونه په خوب کې هم ونه وینم.

مېرمن یې وویل.

– خو ته پوهېږې. که دې حلالو او مردارو ته دې دوام ورکړی وای؛ پوهېږې څه درباندې کېدل؟

ده حیران وروکتل.

– څه؟

دده له راوتلی ګېډې یې ډب وویست. بیا یې په دېوال کې راځوړنده پړسېدلې پوکاڼه په لاس کې ونیوه. کوچنی مېخ یې پوکڼی ته ننویست. پوکڼۍ رادرز وهل. دې وخندل.

– نور نو دغسې چاودېدې لکه دا پوکڼۍ.

زړه ته یې د مېرمنې خبره ولوېده. په ږیره یې لاس کېښود.

– توبه توبه! اوس نو ځم چې اودس وکړم او د خدای شکر ادا کړم. چې د نورو حلالو او مردارو مې خدای زړه صبر کړي.

لندن ـ انګلستان

سپتمبرـ  ۲۰۲۲

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب