چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+هی هی وطن(ناول) - محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن(ناول) – محمدظاهر ارڅک

(شپږمه برخه)

له طوفانه پاته

حافظ اغا چي خپل نوي موټر ته ختی، زوی يې ورږغ کړه: آغاجانه! ما به هم درسره بيايې. حافظ اغا وويل: خود دي بيايم زويه!

 څنګ ته يې ولاړ بل کوچني، چي څيري او خيرن کالي يې اغوستي وه، ويې ويل: آغاجانه! ولاکې زه هم درسره ځم. په دې وخت کي د حافظ آغا زوی بغاري کړې، ويې ويل: هله! آغا جانه زه يې پوري وهلم. حافظ آغا هغه بل کوچنی تر ورېښتانو ونيوی، دوې درې چپلاخي يې پر مخ وواهه. ملا عصمت الله يې لاس ونيوی، ويې ويل: مړ دي کړئ کوچنی دئ.

حافظ آغا له خولې لاس واخيستی ويل يې: د سپي زو! سترګي دي مرداري دي، چټک کور ته ننوزه، چي بيا دي ونه وينم.

ملا عصمت الله کوچني ته رډ رډ کتل، بيا چي دی موټر ته ختی د حافظ آغا د مټرانو کاروان روان سو، حافظ آغا ملا عصمت الله ته وويل: دا نوی ماډل راغلی موټر هم تېز دئ هم زور ور دئ او دا تر دا نورو زرې موټرانو ډېر کلک هم دئ. مګر ملا عصمت الله چورتي وو، لکه د حافظ آغا خبري چي يې هيڅ نه وي اورېدلي. حافظ آغا ږغ پر وکړی: کاکا زو! چيري سودايي سوې، اوس دي بيايم په سرانانو کي مي يو نوی کبابي پيدا کړی دئ، خورا ټېټ کباب پخوي. ملا عصمت الله کرار وويل: حافظ آغا! دا کوچنی څوک وو؟ چورت مي په بند سو.

حافظ آغا په بريتو کي وخندل ويې ويل: ظالمکه! دا سختي سختي پوښتني مه کوه. په پښتون اباد چوک کي يې موټر ودروی، يوه خواپاکي ملا کوچني ته، چي له حافظ آغا سره به ټول عمر ورسره وو يې وويل: کوچنوټې! ور ميدان کاږه، له دې دواخانې څخه هغه زما د کلسټرول دوا را واخله، بيا يې ملا عصمت الله ته وکتل ويې ويل: دا کلسټرول ډېر بد شی دي، لېونی کړی يې يم.

ملا عصمت الله د ده د مسجد د طالبي د وختو ساده ملا وو، په لغاز يې ورته وويل: لږ خوره هوسا به اوسې. حافظ آغا داسي په زوره وخندل، لکه بل څوک چي يې خندوي. ملا عصمت الله وويل: قرآن دې ماسو دا کوچنی خو حافظ صمد فقير ته سوی وو، اوس مي ياد سوه.

حافظ آغا بيا په زوره وخندل ويې ويل: اخير دي پيدا کړئ زوروره!

د ملا عصمت الله سترګي له اوښکو ډکي سوې ويې ويل: ښائسته ځوان وو، د مور يو زوی وو، مور يې د ميراثۍ له بيري ژر واده ور وکړی، هغه بيا دی بېچاره په تشکيل کي برابر سو، لا يې څلور ډزي ويشتلی نه وو چي شهيد سو، هغه وخت يې ماينه اميندواره هم وه، خوشحاله سوم چي خدای (ج) هغه دئ زوی ورکړی دئ.

بيا يې بېله ځنډه وويل: نو ستا کره يې څه کول، دلې نږدې اوسيږي، که څه خبره ده؟

حافظ آغا غاړه تازه کړه، لکه خطبه چي ورکوي ويې ويل: حافظ صمد خو زما په طالبانو کي وو، له مرګ وروسته يې د مور هم زهره پسي وچاوده، نو ځوانه جانه ماينه خو يې ما پر بېبان نه سوای پرېښوولای، را خوندي مي کړه، ملا عصمت الله ژر وپوښتل چي خپل زوی ته دي کښېنول او که وراره ته؟

حافظ آغا وويل: يا! ځان ته مي کښېنول. ملا عصمت الله وويل: استغفر الله! هغه خو ستا د لمسۍ پر ځای وه، تا خو نوري درې هم درلودې.

حافظ آغا وويل: اوله خو دا چي تر ما يې بل چا ښه خيال نه سوای ساتلای، دوهمه خبره دا ده چي هغه اولي ته خو ما له وخته د ورورۍ لاس ورکړی، دا نوري دوې هم چنداني نوي نه دي.

په دې وخت کي دوی د سرانانو خوا ته وروګرځېدل، ملا عصمت الله حافظ آغا ته وويل: آغا جانه! موټر دا بغل ته ودروه.

حافظ آغا وويل: خيرت دئ؟

ده وويل: يو کار مي را ياد سو. حافظ آغا موټر بغل ته ودروی، ملا عصمت الله په يوه منډه له موټره کښته سو، دروازه يې په درب ووهله، حافظ آغا تر شونډو لاندي وويل: څه کوي د بزرګ زوی، څومره بد يې يووړه.

ملا عصمت الله چي له موټره کښته سو، لکه لېونی داسي سو، له ځانه سر ګډ وو، نږدې وو چي چغي کړي؛ مګر ځان يې ټينګ کړی، د خلګو يوه يوه خبره يې ذهن ته راتله، بيا به يې خپله ږيره کش کړه، پر تو به يې کړه، زموږ دي ملا ماته سي، موږ دومره سپک سوو.

ملا عصمت الله ته خپل او د حافظ آغا ځواني ورياد سوه، هغه وخت به هم ټولو ده ته ويل چي حافظ آغا په هډو دروند دئ، مګر ده به باور نه په کوئ، بيا په جهاد کي تر ملا عصمت الله ښه راکټي نه وو؛ خو چي روسان ولاړل، بيا چي ملا عصمت الله پر دنده ونه ليدی او کله چي امريکايان راغلل، بيا د ملا عصمت الله خان راکټ ته خلګ حيران وه.

خو نه يې له روسانو سره پر داخليانو ډز کړی وو او نه يې له امريکايانو سره. له ځان سره بيا ګډ سو، خود به مو خلګ د پنجاب زامن بولي، د پاکستان صدر اعظم دا ډول موټر نه لري، ده ته درې دانې ولاړ دي.

د خپل شهيد ورور ويني ته يې لاس اچولی دئ، زموږ کتار هم له ملائکو څخه نه دئ جوړ، په قطر کي څه روان دي، خيټي يې غټيږي، ورځ تر بلي غوړ ګرځي، دا موږ د پېغمبر (ص) پر سنتو ناست يو او که يې بې عزتي  کوو، لعنت سه پر موږ باندي.

په دې وخت کي يو تېز موټر راغلی د ملا عصمت الله لاسونه يې ور وتړل موټر ته يې ټېله کړی او ويې ويل: دهشتګرده! ځه مخکي شه. ملا عصمت الله له ځان سره په زړه کي وويل چي افغانستان رښتيا هم د بل جګړې ځغولي.

******

ګل مينه به ايله د شپاړسو اوولسو کالو وه، چي حافظ عبد الصمد ته يې ورکړه، حافظ عبد الصمد ښائستکی ځوان وو، ايله به د دووشتو درويشتو کالو وو، ډېر ښه اخلاق او تربيه يې وه، د خپل مور او خور ډېر ښه عزت يې کوی، په سړه سينه به يې خبري کولې او سنګينه ځوان وو.

دی په صحيح مانا په اسلامي روحيه روزل سوی وو، د آيت او حديثو پر بنا يې مور او مېرمن قانع کړه چي دی ځي جهاد ته، مور يې ډېر ورته وويل چي دا د جهاد وخت نه دئ، دا د فساد زمانه ده.

ده ورته وويل: که په آخرت کي خدای (ج) تر غاړه ونيولم، چي قرآن دي حفظ کړی وو، په پوهېدلې او ما جهاد فرض کړی وو او ته نه تللې. بيا به زه څه کوم ته به څه کوې؟

په دې خبره يې مور چپ سوه، مګر حافظ عبد الصمد يوازي په همدا خبره پوهېدی، مګر د نننۍ زمانې په ناولو سياستونو نه وو خبر، خو بالاخره څو څو ځله په تشکيل ولاړی.

يو ځل يو داسي پېښه وسوه چي دوی علميات تر سره کړه، عسکرو پسي واخيستل، دوی سيده د حافظ عبد الصمد په کور کي پټ سول، عسکر هم کور ته راننوتل، حافظ عبد الصمد خپل ملګري خپل په خونه کي له مور، خور او مېرمني سره پټ کړل، بالاخره عسکر بېرته ولاړل، خو يوه ملګري يې ماښام حافظ آغا ته ټوله کيسه وکړه او دا يې هم وويل چي د حافظ عبد الصمد يو داسي مېرمن ده لکه سپوږمۍ، له هغې ورځي به حافظ آغا حافظ عبد الصمد زيات په تشکيلاتو کي استوی، يوه ورځ چي حافظ عبد الصمد عملياتو ته تللی وو، ليري د خاله لور يې، چي په وردګو کي اوسېدل، د دوی کور ته راغلې وه، له دې سره يې کيسې کولې او داسي وه لکه لېونۍ، ولي به نه لېونۍ کېده، دا يې څلورم مېړه وو او درې سره مړونه يې يو په بل پسي شهيدان وه او له هر يوه څخه دې يو زوی درلودی.

څه وخت وروسته يې حافظ عبد الصمد شهيد راوړی، معلوم نه سو چي چا او څنګه شهيد کړی، د شهيد د مور هم زهره وچاودله او ګل مينه حافظ آغا ته پاته سوه او پس مرګي زوی يې د حافظ آغا د سترګو اغزی سو، څوک نه پوهېدل چي څه روان دي.

حافظ آغا هم وو، ملا عصمت الله هم وو، شهيد عبد الصمد هم، شهيد سهراب هم وو، شهيد بهرام هم، شهيد نصير احمد هم او شهيد طاريق هم وو يو لوري ته شهيدان وه او بل لوري ته دلالان دواړي کرښي له همداسي دربدرۍ سره مخ وې، بلا همداسي غټېدله ککرۍ همداسي رغړيدې، خدای (ج) هر څه ليدل خو لا يې اسمان نه رانړوئ.

هی هی وطن (ناول) د طوفان بل ولری-محمدظاهر ارڅک – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...