لیکوال: محمد محق
-4-
زه لاهوتي مارغه وم
آسماني دین، د ځمکني واقعیتونو په دایره کې
آسماني دین، د ځمکني واقعیتونو په دایره کې
له دیني مفکورې سره اشنايي
دین د نړۍ په ټولنو په تېره بیا په اسلامي ټولنو کې عمده او اغېزناک عنصر دی. پر دین سمه پوهېدنه ګټوره تمامېدای شي او نا سمه پوهېدنه یې له زیانه ډکې پایلې لرلای شي.
خو دین د وګړو په ژوند کې د دینې مفکورې له لارې تحقق مومي او د موضوع باریکي په همدې کې ده. باریکي او پیچلتیا په دې کې ده چې دلته دوه داسې چارې سره غوټه کېږي چې ذاتاً سره توپیر لري. دین قدسي پدیده ده چې له پورته عالمه راغلې ده خو دیني مفکوره بیا د بني ادم د ځمکني ذهن د تفکر او پلټنې محصول ده. نو دین او دیني مفکوره له یوه جنسه نه دي. کله چې هغه قدسي او اسماني پدیده د خاورین ذهن په هېنداره کې راڅرګندېږي، د قدسي او ناقدسي پدیدو تر منځ پوله ړنګېږي او بیا ډېرو ته یې د بېلولو او تفکیک چاره سختېږي.
د قدسي او غیر قدسي مفاهیمو سره ګډېدل او ورته والی خطرناکې پایلې لري چې اخر کې د دین د تحریف او د هغه د ماهیت د بدلېدو سبب کېږي. د قران مجید له نظره اکثره الهي پیغمبران د دې لپاره نه دي استول شوي چې بې دیني ختمه کړي، بلکې دې ته مبعوث شوي دي چې انحرافي دیانتونه سم کاندي. دغو دیانتونو په اول سر کې خو اسماني ریښه درلودلې وه خو د پیروانو د غلطو تفسیرونو او تعبیرونو په وجه یا له دین څخه د هغوی د ناروا استفادې په وجه، په دین کې د انحراف زمینه برابره شوې وه. نو، دې وخت کې د بې دینۍ او دیندارۍ تر منځ توپیر له منځه تللی و،، بلکې دا حالت تر بې دینۍ لا خطرناکه او تاواني و ځکه چې بې دیني خو سپېڅلې نه وي خو انحرافي دینداري سپېڅلې ګڼل کېږي او څوک ورباندې نیوکه نه شي کولای ځکه چې له قدسي پدیدې سره غوټه ده او د پیروانو ولولې راپارولی شي، نو د وګړو د استثمار زمینه برابروي.
د دې لپاره چې پر کږو او انحرافي لارو د دیانت د تللو مخه ونیول شي، باید دین په علمي او قانون مند ډول وپېژندل شي چې هر وخت د قدسي او غیرقدسي چارو تر منځ پوله څرګنده پاتې شي او یوه د بلې ځای ونه نیسي.
که د نړۍ په مختلفو ځایونو کې د اوسنیو مسلمانانو تر منځ د دین رواج شوي تفسیرونه وګورو نو د هغوی دیني انګېرنې سموونه غواړي. لا هم ډېر ځله لیدل کېږي چې د دین په نامه داسې فتواګانې صادرېږي او داسې فیصلې کېږي چې د دین له لوړو مقصدونو سره په ټکر کې دي. لا تر اوسه هم په دې نامه د خلکو سر او مال د تباهۍ او نیستۍ کندې ته سیخېږي. لا هم د وګړو په منځ کې د مذهب په نامه د تفرقې اور ته لمن وهل کېږي او د فرقه پالنې بازار ښه ګرم دی. لا هم د دین په نامه د داسې کسانو جیبونو ته پیسې اچول کېږي چې د ټولنې په ابادۍ کې هېڅ نقش نه لري. لا هم د دین په نامه داسې بنسټونه جوړېږي چې حاصل یې له وژنو او ورانولو پرته بل څه نه وي.
که وغواړو چې دا وضعیت بدل شي، بله لاره نه لرو مګر دا چې د دین په اړه علمي بحثونه او میتودیکې شننې وکړو او د عاطفي او احساساتي بحثونو پر ځای یې وکاروو.
په ځینو محدودو مناسبتونو کې به د مذهبي احساساتو راپارول ممکن ښه کار وي ځکه چې احساسات او عواطف هم د بني ادم د وجود برخې دي او د اړتیاوو پوره کول یې پخپله یوه اړتیا ده. خو د دیندارۍ په لاره کې د احساساتو غلبه او د عواطفو توپاني کېدل او د عقل او بصیرت تتېدل، لوی تاوانونه پېښوي چې پایله یې بربادي ده.
تمه کېدله چې د رسنیو او د ډله ییزو اړیکو د وسایلو له زیاتېدو سره به دا موقع په لاس راشي چې د وګړو پوهه زیاته شي خو څه چې په عمل کې واقع کېږي دا دي چې د شعور او پوهې پر ځای احساسات او شعارونه مخ په بره روان دي. د مخاطبانو د درک او پوهې د لوړېدو نښې نښانې نه ښکاري خو عواطف په تیزۍ سره مخ په بره درومي او د پوهې او تفکر لپاره میدان وار په وار سره تنګوي.
چېرته چې تفکر مړ شي او استدلال ورک، چېرته چې پلټنه جرم وګڼل شي او پوښتنه عیب، هلته له جهل پرته بل زړی نه شو کرلی او له شخړې او جنګ پرته بل حاصل ترې نه شو اخیستلی.
د دین په اړه علمي مبحثونو ته ورستنېدل او په دې اړه د تحلیلي او تحقیقي خبرو اترو پیلول د مذهبي ټولنو په اساسي اړتیاوو او واجباتو کې حسابېږي. دې سره به د لارې په سمولو کې له دیندارانو سره مرسته وشي او د دین په نامه د دنیوي او سیاسي ګټو وټو زمینه به محدوده شي.
هغه ډلې او ګوندونه چې غواړي د دین په نامه جنګیالي تر لاسه کړي او خپل قدرت ورباندې زیات کړي، د مخاطبانو د فکري ودې مخنیوی د ځان په ګټه بولي او هغوی په ساده یا مرکب جهل کې ساتي چې هر وخت دوی ته تابع پاتې شي. دوی وېرېږي چې هسې نه پلویان یې کتاب ته مخه کړي او فکر وکړي او بیا پوښتنې وکړې او بیا به دې ته نه وي چمتو چې د خپلو مشرانو او مفتیانو خبرې په پټو سترګو ومني.
د عقلانیت وده که د ناوړو استفادو زمینه یو مخ ورکه نه کړي نو ډېره راکمه خو به یې کړي. دا به د هغو کسانو بازار خراب کړي چې د دین په نامه سودا کوي. د دوی په نظر له کتاب سره جنګېدل، د قلم ماتول، د خولو تړل او د ماغزو بندلو هماغومره ضرور دي څومره چې له دښمنانو سره جهاد مهم دی.
که د نن ورځې د اخ و ډب ژورو ته ځیر شو نو دا په حقیقت کې د فکر او پوهې پر ضد د جهل او خشونت جګړه ده. د جهالت د معبد کاهنان د هرې هغې ډېوې له بلېدو وېرېږي چې په یوه ګوټ کې هم تیاره ځپي. هر هغه بحث چې استدلال رادبره کوي، دوی قهروي او له هرې هغې څپې ترهېږي چې د علم او عقل له ودې سره مرسته کوي.
په دې منځ کې له دین سره ډېر ستم شوی دی. د دین په نامه رنګ رنګ جنایتونه او وېروونکي کارونه شوي دي چې د ین له اساسي موخو او مقصدونو سره یې هېڅ تړاو نه درلودل. دا ستونزه دومره لویه وه چې ځینو هغو وګړو چې د دین په اړه یې مطالعه په کمه وه، کله کله یې پخپله دین تر پوښتنې لاندې راوستی او داسې تصور یې کړی دی چې ګواکې دا جنګونه او جنایتونه به له دینه الهام اخیستی وي. دوی ته ان داسې تصور پیدا شوی چې کېدای شي د دین په پرېښودلو به تر دې هوسا او بې جنجاله ټولنه ولرو.
همدا اوس هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې داسې وګړي شته چې د دیني انګېزې پر اساس د راولاړو شویو شخړو او تاوتریخوالو له عواقبو خطر اعلانوي او په عاجزۍ غواړي چې دې وضعیت ته د پای ټکی ولټول شي، ان که د دین له یو مخ ختمولو او بې دینۍ ته د مخه کولو په بیه تمام هم شي.
هغه دیانتوال چې خپل دین یې د پوهې او تفکر پر اساس پېژندلی او غوره کړی دی، باور لري چې د دیني تفسیرونو او انګېرونو په سمولو سره کولای شو ډېرې ناخوالې ختمې کړو، بې له دې چې د دین څنګ ته وهلو ته اړتیا پېښه شي. کولای شو هم دینداره اوسو هم نورو ته د رحم او عاطفې په سترګو وګورو او د ټولنې د ستونزو حل ته د عقل او پوهې په مټ ملا وتړو.
د دې ډلې په نظر، دین د بني ادمانو په ژوند کې ډېر برکتونه لري او دا برکتونه یې همداسې پراخ او دوامدار پاتې کېدای شي خو شرط دا دی چې د پوهې او خبرتیا د غوړېدا فرصت وي او تفکر او استدلالي بحثونو ته میدان ورکړل شي.
البته ډېرو هڅو ته اړتیا ده چې اوسنی وضعیت بدل شي او د دیانت لپاره بهتره شرایط پیدا شي. په دې لاره کې یو مهم ګام له دینې مفکورې او د هغې له ځانګړنې سره اشنايي ده چې باید پر مشخصو اصولو او ضوابطو ولاړه وي.