پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+ مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره ده چي دوې شپې یې پخپل ژوند کي مطالعه نه وکړه. یوه شپه چي د ده واده وو. بله شپه چي یې مور مړه وه. ویل کېږي ابن رشد به هره شپه تر ناوختو لوستل کول او په همدې یې په اندلس کي ښه نوم درلود.
 روسي لیکواللیو تولستوی به په لوستلو کي دونه خوند احساسوی چي ویل به یې: ” په دنیا کي هیڅ داسي لذت نسته، چي د مطالعې له لذت سره یو برابر سي. “
د یوویشتمي پېړۍ په دریمه لسیزه کي د اروپایي او نورو ټولنو وګړو لوستل په ورځني ژوند کي یو ډول پر ځان جبري کړو. دوی د ورځنیو چارو سره سره یو ځل په څلروېشت ساعته کي حتماً لوستلو ته وخت ور کوي. چینایان خو بیا په دغه برخه کي بېخي جدي دي. دوی وایي:” که درې ورځي مطالعه ونکړې خبري دي پیکه کېږي. “
افعانستان غوندي هیواد کي چي ځوان نسل یې ۱۰۰ کي ۹۰ فیصده انټرنیټ بېځایه استعمالوي او یا میډیا کي غرق دي، د مطالعې رنګ پکښي یو ډول پیکه او کمرزوری ښکاري. یو ځای مي لوستله وای پوهه د یوه دیکتاتور لپاره تر ټولو خطرناکه ده. ځکه هغه څوک چي کتاب لولي هیڅکله غلام کېدلای نسي.  مطالعه او ژوند یو ډول سره تړلي ښکاري او بیا چي ژوند په یوویشتمه پېړۍ او افغانستان غوندي هیواد کي سي، اړتیا لوستلو ته نوره هم ډېره احساسېږي. د بشر د پرمختګ او مدنیت ته د رسېدو راز په لیک او لوست کي وو. کله چي انسانانو له غیري انساني ژوند څخه انساني ژوند ته مخه او لیک او لوست منځته راغی په مټ یې انسان ننۍ نړۍ ته ځان را ورساوی. او د پوهي، لوستلو او فکر په ذریعه انسان ان نورو سیارو ته د تګ هوډ هم وکړ. په پخواني یونان کي د پوهي کلتور ښه و غوړېد. لوستل او لیکل باب سوه. مناظرې دایري او د ولي؟ او څنګه؟ پر پوښتنو بحثونه مطرح سوه چي بیا یونان د افلاطون، سقراط او ارسطو غوندي پوهانو کوربه هم سو.
د چاپ د ماشین اختراع او منځته راتګ د انسان په ژوند کي یو بل نوښت وو چي انسانانو یې له برکته لوستلو ته مخه کړه. داستانونه، رومانونه او کیسې ولیکل سوې. نوي علوم منځته راغله او انسانانو د تفکر او پوهي په ځواک بلاخره ټاپ ماډرن حالت ته چي نن یې اروپا او نوره نړۍ کي وینو ځانونه ورسول. دا هرڅه په لوستلو ممکن وو، او په همدې لاري ممکن هم سوه. د لوستلو او مالوماتو په دې تاوده دوران کي بې مطالعې فرد داسي مثال لري لکه په یوه لوسته ټولنه کي چي ډېر ناپوه شخص قرار ولري. په یوویشتمه پېړۍ کي مطالعه د ژوند یوه برخه ګرځېدلې او څوک چي لوستل نه کوي د فکر، نوښت او تفکر توان له لاسه ور کوي او هرڅه چي پر تحمل او تپل کېږي دی به یې مني. آزاده مطالعه اوس دونه په اوج کي ده چي که انسان ټول عمر هم لوستلو ته وخت ورکړي، نو ښایي د نړۍ د کتابونه په سلو کي یوه برخه به یې هم نه وې لوستې ځکه خو مطالعه د ژوند برخه او ژوند په لوست او پوهه کي وده او پرمختګ کوي.
افعانستان کي که له یوې خوا مطالعه کم رنګه خو له بلي خوا سراسري ښکاري. څو میاشتي دمخه د کتاب یوه مخکتنه کي وم. احسان الله درمل آنلاین پر لیکه وو. ده یو ډول د ظنز په ژبه وویل چي افغانانو اوس خورا پرمختګ کړی. دوی اوس لوستل نه کوي. او میډیا او نوې نړۍ ور اخیستي دي. ده زیاته کړه چي کوم هیواد کي زه اوسم دلته اوس هم هره میاشت ۲۵۰۰ مجلې په بېلا بېلو طب، ساینس، تاریخ، هنر ادبیاتو او نورو برخو کي چاپېږي او خلک یې اوس هم زیات لوستل کوي. درمل ښایي پر حقه وو. موږ رښتیا هم پرمختګ کړی. خو د میډیا او وخت په غلط استعمال کي. دلته که له یوې خوا کلاسیک آثار بازار او لوستونکي نلري. له بلي خوا  سراسري مطالعه نسبتاً په اوج کي روانه ده. زموږ ځوانان لومړی مطالعه کوي نه، بیا چي یې کوي هم انګېزه شي او مارکېټي آثار لولي چي دونه یې بیا جدي نیسي چي ګواکي تر دوی پوهان نسته. هغه د شوپنهاور خبره چي لږ لوستل وکړئ او ډېر فکر. دلته دا هرڅه برعکس دي. که چېري هم د مطالعې خبره کېږي نو ورسره جوخت باید د ښو کتابو د انتخاب خبره هم مطرح سي.
موږ که ښه لیکوال او آثار کم لرو خو ولي نړیوال آثار او لیکوالان کم نه دي. د هغوی آثار په پښتو کول یا ژور لوستل زموږ د مطالعې فرهنګ له ټيټي سطحي څخه ښایي لوړي سطحي او انګېزه شي مسایلو څخه پورته بوزي. هغه د  کنفوسیوس خبره: ” بې له فکر کولو مطالعه بې ګټي، او بې له مطالعې فکر کول خطرناک دي. ” د افغان د ژوند سره د مطالعې د تړلو او پر مطالعې د هغه د راوستلو لپاره د لومړنیو ژوندي امکاناتو سمون، د وخت د مدریت په باب اړین او سم پوهاوی، د کلاسیکو او مهمو آثارو توضیح کول او تر ټولو مهمه د عدت نیوني او میډیا څخه د سمي استفادې کېدني، یا را ګرځېدني پر موضوعاتو تاکید او کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...