شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+د اختر ورځ او فیلمرغان | لیکوال: عزیزنسین

د اختر ورځ او فیلمرغان | لیکوال: عزیزنسین

ژباړه: اسدالله بلهار جلالزی.

په دواړو لاسونو کې يي دوه دوه فیلمرغان را اخیستي وو. مزی او چاغ صورت يي د فیلمرغانو د دروندوالي له کبله خولې شوی و. له کړاونو سره سره يي مزل ته دوام ورکاوه. هغه چې مې په داسې حال کې ولیده نو مې ورته وویل:

ـ انشاء الله چې خیر خو به وي، لکه چې غواړي د اختر په شپه څلورفیلمرغان تر تیغ تیر کړي؟

ـ کیسه دغسې نه ده. سبا او بله ورځ زموږ کورته راشه چې ټوله کیسه درته وکړمه . له دې وروسته له ما لاړ او د بندر په لور وخوځیدو تر څو په کښتۍ کې سپور شي. ما وخت پیدا نه کړ چې د دوئ کورته لاړ شم کابو لس پینځلس ورځي به له اخترڅخه تیرې شوې وي چې دی زما کورته راغی، له ده پرته مې نور میلمانه هم لرل او په ټاکنوکې د ګوندونو په بریا او نه بریا مو خبرې کولې، زما مزی ملګری چې همدا شیبه را رسیدلی و. وویل: – اجازه راکړئ هغه څه چې څو ورځي وړاندې را باندې تیر شول درته ووایم. څو تاسو د دې کیسې په اوریدلو سره وپوهیږئ چې کوم ګوند به ټاکنې وګټي. بیا يي خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ.

ـ دا چې زما جرم سیاسي جرم هم نه و. خوزه يي سیاسي ځیل ته یوړم.  هالته ټول نارینه بندیان سیاسي او یو مهال د مشهورو ګوندونو مشران هم ول. خو دوئ  په خپلو کې د بیلا بیلو سیاسي مسائلو په سر اوپه اړوندواختلافونو باندې نه جوړیدل، دوئ به له بندي خانې څخه د باندې ځانونو ته غذا را غوښته خو ما به بیا د بنديخانې ډوډۍ خوړله. دا چې زه مزی ومه دوئ به انګیرله چې زه هم د دوئ غړی یم. آن چې څو تنو خو په خپلو کې شرطونه هم تړلي ول چې زه له دوئ سره غړیتوب لرمه. او څو نورو بیا باورکاوه چې زه له دوئ سره یمه، یوه ورځ مې د بندیخاني په انګړ کې په خپلو غوږونو واوریدل چې له دوئ نه یوه يي چې زه ولیدمه نورو ته وروښودم او ويي ویل: راځئ چې شرط وتړو چې دی د هغوئ دی. وګوره ته يي ښه په ځیرڅټ، د غوږونو شا او را وتلي خیټه وګوره، وګوره وګوره!… له هغوئ سره  توپیرنه لري؟ دوئ ډیرکنجوسه اوسخت خلک دي. ګوره له ډیرې سختۍ آن چې تشناب ته هم نه ځي او په اخیرکې بیا داسې چاغیږي. ما په دې لانجمنو شیبو کې ورته څه نه شوای ویلای – چې ښاغلو! له ما لاس واخلئ، په خدای او رسول قسم که زه له هغوئ سره یمه. دا چې زه به له خپلوانو سره د لیدو کتو اوخبرو په ورځ له دوئ سره لیدل کیدمه ، نو هغوئ به انګیرله چې له هغوئ سره یمه، زما دا کار دومره اوږد شو چې اوس به  مې دوئ له خپلوانو سره هم سلام علیک کاوه. کله چې تبرئه شومه او له بندیخاني را ووتمه کار مې نه درلود او بیکارئ هم زما په اعصابو باندې زور راوست، تر تاسو دې غوره نه وي یوه دوست او اشنا مې چې په څارنوالي کې کار کوي ولیدمه او رانه يي وپوښتل:

ـ ګوره وخت لري چې را سره مرسته وکړي؟

ـ هو ولي نه په ډیر ویاړ سره خو به درسره مرسته وکړمه.

له دې وروسته مو په دې موافقه وکړه جې زه به د یوه ولایت یوې څارنوالي ته ځمه او هالته به د موکلینو دوسیو د پیدا کولو ترڅنګ د هغوئ دوه شمیرې هم را سره لیکمه او ده ته به يي راوړم. هغه د موټرله کرايي سره پینځه لیرې نورې هم راکړي. زه هم په سبا هماغه ولایت ته روان شوم. لومړی خو مې فکر کاوه چې کار به مې تریوه ساعت ډیر ونه ځنډیږي. وروسته له هغه به اسوده بیرته استانبول ته را وګرځم. کله چې زه په موټر کې کیناستم یو سړی را ته را نژدې شو ځان يي ټیټ اوپاس کاوه بیا يي په ډیر ادب سره زما لاسونه راښکل کړل. ما په ډیرې سختۍ سره ترې لاسونه را کش کړل، دی مې شا ته کړ بیا مې ورته وویل: در جار مې کړي ما مه شرموه.
ـ هیله کومه دا خو زما دنده ده. ښا نو انشاءالله چې روغ خو به یاست؟

ـ ډیره مننه تاسو څنګه یاست؟
ـ د جنابعالي تر سیوري لاندې ژوند کومه. هغه له ما سره دومره په ادب چلند کاوه چې زه وشرمیدمه څو ورته ووایم: ( بښنه غواړم حضرت عالي مې و نه پیژانده) دا هم باید ووایم چې تر پام مې ډیر ناپیژاندی هم نه راته، خو په ځای مې نه شوای راوړای.

ـ الحمدلله چې را خوشی شوي، څو ورځي به جنابعالي رخصت وي؟

په دغه وخت کې مې نو کابو وپيژاند، دی څو ځلې د هغوئ له کسانو سره د ګوندې ملګرو لیدو کتو ته راغلی و. ما هالته لیدلی و.  ده داسې انګیرله چې زه هم د دوئ یعني د ګوند له مشرانو څخه یمه  نوځکه يي ماته دومره درناوي کاوه. ما هم ځان ناګوله واچاوه او له ځانه سره مې وویل: – پریږده هرڅرنګه چې يي زړه غواړي زما په اړه دي فکر وکړي. خو په دې هم ډاډه وم که چیرته وپوهیده چې زه په څه خبره بندی شوی وم ښايي له خپل سلام علیک کولو نه به پښیمانه شي. دا چې زموږ د ټکټونو شمیرو یو څه فرق درلود نو دی راسره څنګ په څنګ کینه ناست بلکې دوه چوکۍ مو ترمنځ وي. موږلا  حرکت نه وه کړی چې په د موټر په منځ کې شوربګت او ځوږ جوړ شو. زه وپوهیدمه چې دوئ په خپلو کې زما په اړه  خبرې کوي. هغه سړي زه ټولو ته ورپیژندلی ومه. مسافرو په خپلو کې داسې خبرې سره کولي:

– لکه چې اوس اوس له بنديخاني را خوشی شوی دی؟

ـ هو په دې څو وروستیو ورځو کې را خوشی شوی.

ـ مخکې له دې چې بندي شي څه دنده يي لرله؟

ـ د یوې مهمې ادارې عمومي مدیر و.

ـ باور وکړئ عمومي مدیر دی. لکه دی داسې بل څوک لا تر اوسه پورې بلې مور نه دی زیږولی.

ـ وګورئ څومره پاک او معصوم دی. په مخ کې يي د خدای ج نور لیدل کیږی.

خو زما په څیره کې نور نه لیدل کیده. دا بدمرغه خولې وي چې له ما تویدي اوبهیدې.

ـ ما دی په لومړي وار لیدو سره وپیژانده.
ـ ما نوی وپیژاند. رښتیا! ده هغه کارونه کړي و؟
ـ سله په سلو کې کنه نو بیا يي نه بندي کاوه.

ـ واه … واه… واه …

ـ هغه خدمتونه چې ده کړي دي هیڅکله به هم تکرار نه شي.
ـ هغه زموږ د ګوند له بنسټګرو څخه دی.
ـ د ایالت چارسمبالی دی؟
ـ  چارسمبالي خو دی خو زموږد ګوند ځانګړی څارونکی او کنترولونکی هم دی!

ـ ورو ورو زړه  تنګی شوم. خو له لاسه مې څه پوره نه و؟
دا چې ډیر ورڅخه په تنګ شوم څه وخت مې ځان د مجلې په لوستلوبوخت کړ. بیا مې پرته له دې چې دوئ ته وګورم څه وخت سر د موټر له ښيښې نه د باندې ویوست. هغوئ لا هم په خپلو کې خبرې کولي.

ـ ویل کیږي څه موده هم د سترې محکمې د جزا دیوان مستشار هم و!
ـ هو دا سمه خبره ده څه با وقاره مستشار پاته شوی و.

بل وویل: ـ اوس مې ښه وپيژاند، څه موده د لويي څارنوالي سلا کار هم و.

ـ ما هم نوی وپیژانده، یوه موده زموږد ښار قوماندان و.

ـ هوکي راغلی و.
ـ اوس مې ښه را په یاد شو. په تیره بیا هاغه اغیزناکه وینا يي زما له یاده نه ده وتلي.

ـ هو رښتیا وايي: ډیره خوندوره وینا يي وکړه.
ـ ټول يي وژړولو.
هو هو ټولو ژړل.
ـ زما لا دا هم په یاد دي چې بیا مو په اوږو واخیست.

ـ زما هم په یاد دي چې څنګه مو له میدانه بیا د ګوند تر دفتره پوري په خپلو اوږو یووړ.

که زما واک وای. په لومړي تم خای کې چې موټر دریدلی وای. زه به ترې کښته شوی ومه او له دوئ به یوې ګوښې ته تللی وم.  هغوئ لا هم زما په اړه خبرې کولي.

یوه وویل: – لکه چې څه موده وزیر هم و.
ـ  التبه کولای یي شي. ده غوندې سړي ته  نو وزارت هم دومره مهم نه دی.

بل بیا وویل: – واه … واه… لکه چې هغه په دې وروستیو کې له بنديحاني را خوشی شوی دی.

ـ هو هو تازه په تازه له بدیخاني را وتلی او زموږ ښار ته روان دی چې زموږ د ښارد ګوندي غړو روحیه یو څه غښتلي کړي. قدمونه يي زما په لیمود سترګوپه کسي کې به ځای ورکړم، هر وخت دې راشي…

په دغه وخت کې یوه مسافر راته سیګریټ ونیوه.
ـ قدرمنه دا واخلۍ.

کله مې چې سیګریټ تر واخیست په د اورلګیت په دریو خلو مې ایله ولګاوه.

بل راته وویل: ستاسو روغتیا څنګه ده؟

ـ مننه کوم.
ـ خدای ج دې له دې لنډې نیونې وروسته درته روغتیا درکړي.
ـ منندوی مو یم.
د موټر له منځه بیا نارې سورې پورته شوي: تاسو اندیښنه مه کوئ موږ يي خدمت ته په سر او مال چمتو یوو. په دې مهال موټر چلوونکي ماته مخ راواړاه بیا يي وویل: ښاغلیه په نورو ځایونو کې هم زموږ ګوند لکه زموږ په ښارکې دومره پیاوړی او قوی دی؟

 تاسو په هغې شیبه کې زما حال د خپلو سترګو په وړاندې درته ودروئ. له لویه سره مې په هغې شیبه کې څه په یاد نه راتلل چې ورته يي ووایم. خو دومره مې وویل:
ـ الحمدلله په ټولو ځایونو کې قوه ده.
ـ ترڅو چې تاسو غوندې باشرفه لویان زموږ د ګوند په مشرانو کې وي هیڅکله به زموږ د ګوند لیکو کې کمزورتیا لاره و نه مومي. بیا

موټرچلوونکي وویل:
ـ درځارمې کړي، تاسو بی غمه اوسئ چې موږ لکه د غرونو په څیرستاسو تر شا ولاړ یوو. ما په زړه کې یا الله یا الله ویل، چې دا بس هرڅومره ژر خپل ځای ته ورسیږي او زه له دوئ څخه وژغورل شمه.

ـ وګورۍ! موږ به په ټاکنو کې بریالي شوو؟

ـ په دې کې خو شک نشته
ـ موږ هرومرو بریالي کیږو؟
ـ سله په سله. کې بریالي کیږو.

د پوښتنو او ځوابونو په های هوی کې ښار ته را ورسیدو. کله چې له بس څخه را کوز شوم، ژر مې له مسافرو سره خدای پاماني وکړه د دې له پاره چې له دوئ څخه خلاص شمه نود ګړندیو او توندو ګامونو په پورته کیدو له دوئ نه جلا شوم. زه لومړی ځل همدې ښار ته تللی وم. د هغه ښار په اړه ډیر نه پوهیدمه له ځان سره مې فکر وکړ چې لومړی باید یوې قهوه خوني ته لاړ شم. ترڅو قهوه وڅیښم بیا به د څارنوالی لوری راته معلوم کړم. چې په څارنوالي کې خپل کارونه پای ته ورسوم. بیا به د ښار په یوه هوټل کې خوراک وکړم. لا مې قهوه نه وه څیښلي چې ۶-۷ تنه مزي مزي سړي، قهوه خونې ته را دننه شول. هغوئ په ټینګار سره هڅه کوله چې زما لاسونه را ښکل کړي خو ما اجازه نه ورکوله، په پای کې نژدې و. دا ۶-۷ تنه په کشولو کشولو کې زما لاس له اوږې څخه جلا کړي نو اړ شوم چې غاړه ورته کیږدم. هغوو کسانو هر یوه جلا جلا خپل ځانونه راته را وپیژندل.

ـ ستاسو نوکر د ښارستان د ګوند رئیس
ـ ستاسو چاکر د څارنې د پلاوی غړی.

دوئ ټول تر ما راتاوو شول. چې په داسې کیناستلو يي زه کلابند کړم. چاته مه وایاست، هغوئ چې په لاره کې راسره ملګري ول کله چې ښار ته رسیدلي وو. بیا يي ټولو ته زما له راتګ نه خبر ورکړی و. که چیرته هغوئ له دې کېسي خبر شوي وای چې زه په کومه پیښه کې بندي شوی وم. سل په سلو کې به يي له ښاره ایستلی وم. زه له همدې ویریدمه هسي نه چې دوئ مې وپیژني.

یوه يي وویل: ـ که مهرباني وکړئ او د ګوند دفتر ته را سره لاړشئ.

ـ نه شمه کولای ځکه دا ځل د سیاسي لیدنو له پاره ستاسو ښارته نه یم راغلی. غواړم لومړی څارنوالي ته لاړ شمه…

ـ بیا هم له تا لاس نه اخلي؟ زموږ په ښار کې په تا باندې دعوه شوي؟

ـ نه نه دومره خبره هم نه ده. زه یوازې د دې له پاره راغلی یم چې د یوې دوسیي یوه شمیره را سره واخلم او… همدا چې دوئ د څارنوالي او دوسيي په اړه خبرې واوریدې. لیوالتیا يي لا ډیره شوه. دوئ داسې وانګیرله چې په راتلونکي کې به زما لپاره جنجالونه دلته جوړیږي، ځکه د دوئ ښار ته راغلی یم. دومره خلک زما د لیدو لپاره راغلي ول چې د قهوه خوني د ننه اود باندې په انګړ کې د پښو ایښودو ځای نه و. که ووایم چې د سنتې د نوک ایښودو ځای هم نه و.

ـ هر کله راشي.
ـ موږ په دې ویاړو چې ته راسره يي.
ـ که موږه مخکې خبر شوی وای نو درته به مو رسمي مراسم جوړ کړي و. – تاسو ته موږه پړه یوو.
ـ موږه دې تر تاصدقه شوو، د ښار خلک ستاسو انتظار باسي.

زه په دغه وخت کې له سختې ویرې او ډار سره مخامخ وم. له ځانه سره مې ویل: – کاشکې مې کوم اشنا را پیدا شي چې ما له دوئ نه وژغوري.
یوه په لوړ غږ وویل:

ـ قربان مو شمه مهرباني وکړئ د غرمې ډوډۍ  به له موږ سره خوري او ویاړمن کوي به مو…

پرته له دې چې زما ځواب واوري زه يي له لاسونو ونیولم او له قهوه خوني يي ویاستم. کله مې چې د خپل واړه بکس په اړه وپوښتل دوئ راته وویل: قربان مو شمه هغه خو مو هوټل ته یووړ.

ـ زه خو نشم پاته کیدلای او اړ یمه چې په هیواد کې د روانو کارونو د ترسره کولو له پاره باید ژر بیرته لاړ شمه.
ـ په خدای سوګند که وشي. نن شپه خو به خامخا زموږ په ښار کې شپه کوي. زه يي په زور او کشولو کشولو د ښار یوه لوی هوټل ته بوتلمه. بیا نو له هرې خوا زموږ د ګوند د بریالیتوب په اړه پوښتنې پیل شوې. ما به داسې حال کې هڅه کوله چې څلوراړخیزه ځوابونه ورکړم. کله کله به مې په هوهو، آها، او مالګینې خندا سره مل د شونډو په سر ځواب ورکاوه. ډیر مې غوښتل ژر ځان ورڅخه خلاص کړم. کله چې له هوټل څخه را ووتم، د خلکو له یوه لوی بهیر سره مخ شوم. دوئ یوه ګړۍ مخکې زما د لیدو له پاره په واټ کې ولاړ وو. دوئ ټولو نارې وهلي، د ګوند دفتر ته به ځو. د ګوند دفتر ته به ځو.

ـ ګرانو هیوادوالو زه ستاسو ښار ته له دې امله راغلی یم چې له څارنوالي څخه را سره د یوې دوسيي شمیره واخلم، لاریونونه یوې خواته کړئ، هسې نه چې راته نوي جنجالونه جوړکړئ. خدای ته شکرونه کوم. چې هوښیار خلک ول، په یوه شیبه کې په بیړه بیړه تیت اوپرک شول. زه یکې یوازې څارنوالۍ ته ولاړم.

لکه څرنګه چې زما نوي ملګري راته ویلي و. د ۱۰ – ۱۵ دقیقو په موده کې مې د هغې دوسيي شمیره را واخیسته او له څارنوالي څخه را ووتم. بیا هماغه خلک او هماغه شوربګټ، چیغې او نارې، خلکو په داسې حال کې چې زه يي په اوږو وړمه شعارونه يي هم ورکول.

ـ ګرانو هیوادوالو اجازه راکړئ…

خو چا زما خبرو ته غوږ نیوه. دوئ زه همداسې قهوه خونې ته ورسولم. د ښار له ګوندې مشره مې هیله وکړه چې خلک تیت او پرک کړي، تر څو زما د دوهم ځل نیولو سبب نه شي. د ګوند مشر خلک یوې اوبلې خواته ولیږل، له دې وروسته زه د دغه ښار د ګوند له څو مشرانو سره چې شمیر له ۱۰ بیا ۱۵ تنو پورې رسیده په قهوه خونه کې پاته شوم. دلته مې نو په خبرو پیل وکړ. خبرې ټولې د ګوند د بریالیتوب په اړه وي. ناڅاپه مې له قهوه خونې  څخه دباندې دې فیلمرغانوپه یوه ډله سترګې ولګیدې. چې هغې او دغې خواته ګرځیدل. له ځانه سره مې وویل: که اوس مې ۵۰ لیرې په جیب کې وای نوفیلمرغان به مې د اخترد ورځي له پاره اخیستې وو. له خپلو اولادونو سره به مې ورباندې مزې کړي وې.

د ښار له ګوندي رئیس نه مې وپوښتل: ماشاء الله ستاسو د ښار فیلمرغان ډیر چاغ او غوټ غوټ دي؟ ایا دا خرڅوي؟
ـ هو صاحب! دا د خرڅولو له پاره دي.
ـ ارزانه دي؟
ـ هو صاحب! زموږ په ښار کې ډیر ازرانه دي. ناڅاپه مې پام شو چې د فیلمرغانو اخیستل د ګوند د رهبر! له پاره ښه کار نه دی. دوئ ډیر ټینګار وکړ چې یوه شپه يي په ښار کې تیره کړم خو ما ونه منله، په پای کې اړ شول چې زما بکس بیرته له هوټله راوړي. او راته رايي کړ. کله چې مې غوښتل بس ته پورته شم، ډیر خلک زما په لور را رهي شول. د ګوند ریس وویل: – صاحبه! د حرم سرای ادرس خو مو راکړئ چې بیا فیلمرغان درولیږم.

ـ نه داسې خو نه شي کیدی. ما همداسې پوښتنه وکړه. هیله کوم زحمت مه باسۍ او ما مه شرموئ. کله چې په موټر کې کښیناسم په زړه کې ویل: چې اوس که موټر حرکت وکړي او زه له دوئ څخه خلاص شمه. په دې وخت کې د شهرستان د ګوند ریس زما غوږ کې راته وویل: – صاحبه د کور پته مو راکړئ چې زه څو مزې او چاغ چاغ فیلمرغان در ولیږم.

ـ نه کیږي، هیله کومه ما مه شرموئ. خو رښتیا خبره دا وه که چیرته مې د کور ادرس ورکړی وای نو بیا پوهیده چې زه څه کاره یمه، نو له دې امله مې د فیلمرغانو له اخیستو ډډه وکړی او دی هم  له دې نه منلوخوشاله  شو

بیا يي به خبرو پیل وکړ:

ـ با شرفه سړی دی.
بل وویل: – که میلیونونه هم ورته ورکړي دی به په کې ری و نه وهي.

ـ که يي غوښتلای اوس به يي میلیونونه روپۍ درلودې.

ـ سترګې يي مړي دي.

ـ په خپله ډیره شتمني لري، خو دا ټوله يي د ګوند له پاره لګولي ده.
ـ بل وویل: – ژوندی دي وي.

ـ تل دي وي.
له ځانه سره مې وویل: – ایا ما دوئ ته دروغ وویل او ومې غولو؟

نه ! ما خو دوئ له لویه سره څه نه دي ویلي، دوئ په خپله ځانونه غولوي.

کله چې موټر حرکت کاوه، یو سړی راغی او راته يي وویل: صاحبه! د موټرکلینرته مې څو فیلمرغان ورکړل چې تاسو ته يي درکړي. که مو خوښه وي نو تر حرم سرایه پوري به هم درسره یوسی.

ـ ولي مودا کار وکړ. زه مو شرمیده کړمه. که زه پوهیدای چې زما لاس ښورول به دومره شورماشور جوړوې نو مابه خپل لاس پرې کړی و.
ـ ژوندی دي وي.
ـ ګړندی دي وی
ـ تل دي وي

کله چې استانبول ته را ورسیدم، چلوونکي څلور فیلمرغان راته وینول.

ـ که مو خوښه وي تر کوره به يي درسره یوسم
ـ نه نه دومره زحمت مه کوئ
کله مې چې فیلمرغان له ځانه سره وړل، څو موټرچلوونکو اوزموږ د بس چلوونکي په خپلو کې سره ویل: ـ څومره خاکساره او کیمنه سړی دی.
بل وویل:ـ ته وګوره خپل شخصي موټر هم لري خو دی په بس کې سفرونه کوي، ترڅو د خلکو په منځ اووسي.

تا چې زه هغه وخت ولیدم چې فیلمرغان مې په لاسونو کې ول او کورته مې وړل په هماغه شیبه له بس نه راکوز شوی وم. اوس نو تاسو ښه اټکل کولای شئ چې د هیواد په راتلونکو ټاکنو کې به کوم ګوند بریالی شي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب