سه شنبه, اپریل 16, 2024
Home+د يو شمېر پښتو متلونو منفي تعبيرونه / بصيرالحق عادل

د يو شمېر پښتو متلونو منفي تعبيرونه / بصيرالحق عادل

پښتو ژبه چې د سيمې په کچه د شفاهي ادبياتو له اړخه يوه غني ژبه بلل کېږي او د ګړني ادب پراخه او با کيفيته ذخيره لري، په منظومه برخه کې يې خورا په تول تللي چوکاټونه شته.

په دغو چوکاټونو کې په خپل وخت کې خلکو لوړ عالي او هنري افکار بيان کړي دي او خپل ذوق يې پرې خړوب کړی دی.

کله چې موږ د شفاهي ادب خبره کوو، سملاسي مو ولس او خلک سترګو ته ودريږي، داسې خلک چې د لباس، کور، اقتصاد او د ژوند له پرمختګ کمزوري خو ولې د افکارو له اړخه خورا غني مالوميږي. همدا لامل دی چې د هغو ولسونو او قومونو د ګړني ادب برخه ډېره غني وي چې له پوهې او سېواد ليرې پاتې شوي وي.

دلته به د همدغه ګړني ادب له منځه پر يو شمېر داسې متلونو خبرې وکړو چې اوس مهال يې خلک په منفي تعبيرونو کاروي او حتی يو عار يې بولي، خپل ماضي ته په ښه سترګه نه ګوري او د اوسنۍ نړۍ سره د سيال کېدو لپاره خنډ ورته ښکاري.

که موږ او تاسو ځير شو، د نړۍ په کچه په هره کټګورۍ انسانانو، امکاناتو، وسايلو او حتی هر څه چې په چاپيريال کې وينو مثبت او منفي اړخونه لري. يو ښه انسان ښه خصلتونه لري، ولې ترڅنګ يې منفي هم لري. يوازې پېغمبران ع معصوم و، نور ټول انسانان نيمګړتياوې لري. دغه راز تر ټکنالوژۍ او امکاناتو پورې هره برخه کې همدا نظر د تطبيق وړ دی.

همدا خبره موږ پر خپل ګړني ادب هم تطبيقولی شو، که له يوې خوا زموږ شفاهي ادب چې د ولس مال دی، ډېر خوږ دی او دومره عالي فورمونه لري چې د نړۍ په نورو ژبو کې يې ساری نه پيدا کېږي، ولې ځيني منفي اړخونه هم لري، همدا منفي اړخونه راځئ په متلونو کې وګور.

(۱): چې چېرته ډب هلته ادب

دا متل چې د ماشوم د تربيې، روزنې او ادب (نزاکت، اخلاقو، احترام) لپاره ويل شوی دی، اوس وخت کې تر انتقاد لاندې دی.

ډېری پښتانه په دې اند دي چې ماشوم لکه ګل نازک دی او عصاب يې داسې لکه سپينه پاڼه چې هر څه پرې ليک کړې، همدا ليک پرې کښل کېږي او پاتې کيږي، که يو ګل ته اوبه، کيمياوي کوډ ورکړې او ويې روزې، پام پرې وکړې، نو وده کوي او داسې ګل ګلاب ترې جوړ شي، چې هم پرې سترګې خوږيږي، هم يې خلک بويوي او يو نيم خو په‌کې د ليلا پيکي ته هم ورشي، ولې که همدا ګل په لښته ووهل شي، پاڼې پاڼې به شي، وبه رژيږي او ژوند به يې تمام شي.

نو که ماشوم ته ښې خبرې وشي، انګېزه ورکوونکی چاپيریال ورته محيا شي، د بدو کارونو زيانونه ورته د دوی له سويې سره سم په انځوريز، تصويري او کيسې په بڼه بيان شي، نو هم به ښه و روزل شي او هم به ادب، نزاکت او احترام زده کړي.

نو همدا وجه ده چې (چېرته ډب، هلته ادب) متل په اوسني عصر کې منفي مانا لېږدوي او لوستي خلک ورسره نه دي جوړ.

(۲): ښځه يا د کور ده يا د ګور

د انسانانو د تکثر، ودې، پرمختګ او د ژوند د چارو د مخته بيولو لپاره خدای ج داسې يو نظام جوړ کړی دی چې نارينه او ښځينه يې پيدا کړي دي او دا د مخلوقاتو په هره بڼه کې شته. کله چې په انساني ټولنه کې نارينه ځيني مکلفيتونه او مسؤليتونه لري، عيناً ښځې هم ځينې مسؤليتونه لري او که يې ترسره نه‌کړي ناممکنه ده چې انساني ټولنه دې وده او تکامل وکړي او بشر دې بشر پاتې شي.

د ښځې لپاره تر ټولو مهمه خبره چې خپل، د خپل خاوند، اولاد، کورنۍ او حتی د ټولنې لپاره اغېزناک تماميږي د ښځې پوهه ده. دا پوهه لومړی ديني او بيا ورپسې عصري. موږ ځينې جونې وينو چې يوازې يې تمرکز پر عصري زده کړه وي، چې هغوی بيا ګمراه شي، لار ترې ورکه شي او دومره افراطي شي چې پر خپل دين او کلتور بيا شرميږي، نو همدا لامل دی چې ديني  او افغاني ارزښتونو باندې پوهېدل د هرې نجلۍ / ښځې لپاره لازمي چاره ده.

اوس راځو متل ته، دا متل ممکن د خپل عصر او چاپيريال لپاره مؤثر وي، شايد هغه وخت د ټولنې د لوست کچه همدغومره وه، يا به ممکن شرايط داسې نه وو چې نجلۍ / ښځه دې زده کړې وکړي. ځکه ما مخکې يادونه وکړه چې شفاهي ادب د هغه وخت توليد دی چې ټولنه يو مخ نالوستې وه، کله چې ټولنه نا لوستې وي او حتی نارينه په‌کې د زده کړو لپاره لار ونه مومي نو بيا به ښځې څنګه په‌کې زده کړې وکړي. نو همدا لامل دی چې ښځه يې مطلق د کور بللې ده.

همدې متل ته موږ له مثبتې زاويې هم کتلی شو. واقعيت دا دی چې د يو کور سيستم او نظام جوړولو باندې نارينه نه‌پوهېږي او دا مهارت يوازې خدای ج ښځو ته ورکړی دی، سليقه، عاطفه، حوصله، صداقت او نور ډېر خصلتونه دي چې دننه د کور رواني چاپيريال او دغه راز فزيکي محيط، د اولاد روزنې او نورو لپاره اړين دي، چې دا وړتيا يوازې ښځې لري.

زموږ ټولنه کې اکثريت تقسيم بندي داسې شوې ده چې، د کور دننه کارونه او سيستم جوړول د ښځو مسؤليت دی او د باندې ټولنه کې کارونه لکه، جنازه، جرګه، اشر، لو، بيګار، مړی ويشتلی او. . . د سړيو مسؤليت دی. که له همدې اړخه ورته وګورو نو همدا متل پر ځای دی، ځکه همدا تقسيم بندي که موږ معکوسه کړو، نو د ټولنې نظم مو ګډ وډيږي او ستونزې راته پېښوي.

(۳): کونډه چې سترګې توروي نو مېړه غواړي

تاسو به د رحت زاخيلي د [کونډې جينۍ] کيسه لوستي وي. همدا متل هلته ډېر ښه توضيح کېدلی شي. د پښتنو يو تر ټولو بد فرهنګ دا دی چې بدګماني په‌کې ډېره ده، ملامت هم نه دي له همدې بدګمانۍ ورته ډېرې ستونزې جوړې دي. د يو بل پښې يې وهلي دي او که کوم کور، کلي، سيمه کې صادق بې تجربې مسلمان پيدا شي خپله رښتينولي ورته اور شي، د صداقت او رښتينولۍ سره بايد انسان هوښيار هم وي ترڅو څوک دوکه  ور نه‌کړي.

کومه ښځه چې کونډه شي، لومړی خو د اسلام د مقدس دين د احکامو له مخې مجبوره ده چې څلور مياشتې کور کې تېرې کړي، کوم چېرته لاړه نه شي او په غالب ګمان د دې کار هدف به دا وي چې د مړ شوي مېړه احترام يې وشي، غم يې زوړ شي او لږ تر لږه وفاداره ورته پاتې شي.

خو تر دې وروسته بيا د اسلام مقدس دين چې پښتانه پرې تر سر، اولاد، مال او هر څه تېر دي، کونډې ښځې ته اجازه ورکړې ده چې په خپله خوښه مېړه وکړي، ژوند وکړي او له محدوديت راووځي، خو ولې که د پښتون په کور کې کومې کونډې تش سترګې هم تورې کړې نو د خلکو بدګماني او شک پرې پيدا کېږي او که بيا کونډه ځوانه وه، بيا خو بيخي د راحت زاخيلي د کيسې د کرکټر په څېر وهل او ټکول کېږي او تورونه ورباندې لګيږي.

نو دا متل هم منفي تعبيرېدلی شي او تقريباً د هغې اجازې سره هم په ټکر کې دی چې د اسلام مقدس دين يوې کونډې ته ورکړې ده.

(۴): کږه خوله په سوک سميږي

دا هم يو بل متل چې ما د خپلې يوې محصلې له خولې واورېده، يو منفي تعبير لري او داسې انګېرل کېږي چې پښتانه هيڅ د خبرې خلک نه دي، يا په خبره نه‌پوهېږي. دوی سره به له زوره کار اخلې او که زور دې پرې راويست، هرڅه درسره مني. [د کږې خولې] مانا دا چې پر غلطه لاره روان انسان.

اصلاً خبره دا ده چې د خبرو تر هنر بل هيڅ قوي او اغېزناکه لار نشته چې موږ دې پرې انسانان پوه کړو. ګورئ زموږ او ستاسو لنډۍ ولې اغېزناکه ده؟ لنډۍ خو کوم فزيکي څه نه دي چې انسان دې پرې ووهل شي، يا دې پرې مجبور کړی شي، خو له خولې څخه په شعري چوکاټ کې راوتلې خبرې دي، ولې اغېز يې دومره ډېر دی چې ذهنيتونه اړوي، د يو چا زړه باندې ژور زخمونه جوړولی شي، کاڼي زړونه اوبه کولی شي او نور ډېر څه کولی شي. خو که د همدې لنډۍ مفهوم په بله لهجه، بل طرز، بل کالب کې وويل شي ممکن اغېز يې کم شي. له دې بېلګې زما هدف دا و خبرې کول هنر دی، خو څه ډول هنر؟ زه اول بايد خپل مخاطب وپېژنم چې څنګه يې پوه کړم؟ له کوم ډول هنر کار واخلم؟ خپل هدف ورته کيسه کې ورسووم؟ ساده مروجې خبرې ورته وکړم؟ که لنډۍ ورته ووايم؟ يا د اسلام د مقدس دين له اړخه موضوع ورته راوسپړم؟

کله چې موږ خپل مخاطب وپېژنو او د هغه د ذهنيت جوړولو او اصلاح کوښښ وکړو، نو بيا ولې دې اړتيا پېښېږي چې له سوک کار واخلو؟

اوسنۍ پرمختللې نړۍ چې علم او پوهې په‌کې کمساری پرمختګ کړی دی، دا متل د خندا وړ دی خو که هنري اړخ ته يې راشو، ممکن دا مجازې مانا هم ولېږدوي، شايد اروايي اړخ هم ولري، خو دا چې متلونه ساده او په تول تللې خبرې دي پښتانه يې تر ډېره لغوي مانا او مفهوم ته متوجې کېږي.

(۵): ادب له بې ادبه زده کېږي

دا متل هم پښتنو ترمنځ ډېر مروج دی او حتی اوس هم په مجلسونو کې ويل کېږي، ظاهرً خلک داسې انګېزه اخلي هر کار چې بې ادب کاوه، هغه مه کوه دا خپله ادب دی.

مرحوم بېنوا صيب د «پښتو متلونه» کتاب کې د دغه متل تشريح چې په دری ژبه شوې ده داسې راوړي دي: «وجيزه نصيحت اميز است، که شکل ضرب المثل راخود ګرفته – البته مطلب در ان اين است که کرده بی ادب را نکردن ادب است، و اجتناب از کردار بی ادبان انسان را با ادب می سازد.»

زما په اند دا انګېزه درسته نه ده، ځکه ما د همدې ليکنې په لومړيو کې هم وويل چې هر څوک او هر شی مثبت او منفي خواوې لري، فرضاً که يو بې ادب؟ انسان ښه کار وکړي، ښې ځانګړنې ولري، کمال ولري، مهارت ولري او هغه ترې عملاً ګټه اخلي، آيا موږ ترې زده کړه ونه کړو؟ موږ يې فقط په همدغه ور خلاصه کړو چې دا بې ادب دی د ده هر کمال بې اغېزې دی؟

زه فکر کووم اول خو موږ دلته د بې ادب اصطلاح ورته ناسمه کاروو، ځکه انسان ته خدای ج د عقل جوهر ورکړي دي، که يو څوک هر څومره نالوستی وي، بيا هم د خپل عقل په برکت تفکيک کولی شي، زموږ د اسلامي کلتور او پښتني فرهنګ د اغېز له مخې چې ماشومتوب کې هر ماشوم ته ورښودل کېږي کوم پښتون په ټولنيز ډول نه‌شي بې نزاکته کېدلی. که يو انسان مسلسل د يو چا مقابل کې توند چلند وکړي، يا د سپکاوي وړ کومه هڅه وي، تر شا به حتما کوم دليل لري، خولې فکر نه کووم که يو عاقل او بالغ انسان دې يو مخ داسې کړنې ترسره کوي چې هغه ته دې د بې ادب خطاب وشي.

(۶): ازمويلی څوک نه‌ ازمايي

مخکې موږ يادونه وکړه چې متلونه او په ټول کې شفاهي ادب د ولس د تجربو زېږدنده ده، هغه تجربې چې دوی عملاً ليدلي دي، خو ځينې داسې تجربې شته چې ممکن عمومي نه وي، يا په ټوله کې د تطبيق وړ نه وي.

همدا متل چې ازمويلی څوک  نه ازمايي. ممکن يو څوک يو چا سره څو ځل دوکه وکړي، خو بيا يې هم امتحانوي چې ته صبر دا ځل راسره څه کوي، بيا هم دوکه ورسره کېږي، نو ځکه يې ويلي دي چې يو ځل دې څوک امتحان کړ، بيا بيا ضرورت نشته چې ويي ازمايي. ممکن دا ازمايښت مثبته برخه کې هم وي، ضرور نه ده چې يوازې دې منفي وي يا دې دوکه وي.

خو زه خپله دا متل په منفي مانا تعبيرووم، دليل مې دا دی چې انسان متغير مخلوق دی، د وخت په تېرېدو يې فکر، ذهنيت، پوهه، تجربه، خصلتونه، عادتونه، ژبه، فرهنګ او هر څه تغيرېدلی شي. انسان د ټولنې محتاج دی، له چاپيريال متاثره کېږي او هر ډول اغېز پرې اغېز ښېندلی شي.

نو همدې دليل ته په کتو سره که يو څوک په منفي برخه کې ازمايل شوی يې او وخت پرې تېر شوی وي، د هغه ذهنيت بدل شوی وي، ته بيا همدا فکر کوې چې دې سړي خو يو وخت ماسره دوکه کړې وه، اوس پرې هم باور نه کووم او ترې تېرېږم، نو ممکن ته اشتباه وکړې. يا برعکس.

د همدې خبرې تر ټولو معقول دليل د هغو نومياليو اصحابو کرامو (رض) دی چې وروسته يې د اسلام مقدس دين قبول کړ، چې ښه يې روښانه کړو لکه جيد صحابي حضرت عمر (رض) چې لومړيو کې مسلمانانو، حضرت محمد (ص) او د اسلام مقدس دين لارويانو ته يې څومره ستونزې او مزاحمتونه جوړول؟ خو ولې کله چې د اسلام په مقدس دين مشرف شو، هغه مهال مسلمانو ته يې مرال ورکړ، د اسلام مقدس دين ورسره مستحکم شو. نو اوس موږ حضرت عمر (رض) ته هغه پخواني ازمايښت باندې وګورو که تر مسلمانېدو وروسته؟ ځواب واضيح دی چې موږ بايد د هغه وروستی دريځ وګورو. نو له همدې امله دا متل په منفي مانا تعبيرېدلی شي.

(۷): اصيل ته اشارت کم اصل ته کوتک

دا متل بېنوا صيب د «پښتو متلونه» کې په همدغه بڼه راوړی، خو ما داسې هم اورېدلی و «عاقل ته اشارت، کم عقل ته کوتک»

دلته اصلي مفهوم د هوښيارۍ او نه هوښيارۍ دی، يانې هغه څوک چې هوښيار وي، په شفر هم پوهېږي، چې فقط د خبرې سر ورته روښانه کړې، پوهېږي چې موضوع څه ده، خو هغه چې هوښيار نه دي، هر څه به ورته به زور او زېر تشريح کوې.

د کوتک خبره ممکن پر کوتک د وهلو مانا ونه لېږدوي، خو څنګه چې د کوتک د وهلو سره يو څوک ويښيږي، غال مغال جوړيږي، چېغې سوری او حتی ټول خلک خبريږي نو دغه رقم هغه کسان چې هوښيار نه وي، هغوی ته به خبره په زوره کوې، ټوله موضوع به ورته روښانوې چې په دې سره مجلس کې ناست ټول خلک خبريږي او هغه خبره چې بايد پټه ساتل شوي وای، ولس ته رسيږي. نو دا متل تر ډېره منفي انګېزه نه‌لري ولې د بېلګې لپاره يې راوړل ښه دي خو د اصيل او کم اصل خبره دلته د پوښتنې وړ ده، اصيل يانې څه؟ ولې کم اصل؟ انسان چې اشرف المخلوقات دی په دومره لوی توهين ارزي؟، خو نورې هم ډېرې لارې شته، هغه کسان چې په خبره ژر نه پوهېږي پرې پوه يې کړو.

(۸): اصيل خطا نه‌لري کم اصل وفا نه‌لري

لومړی خو دا چې هيڅ انسان له خطا او اشتباه خالي نه دی. يوازې پېغمبران (ع) و چې کومه غلطي ترې نه کېدله، ځکه هغوی ټول معصوم دي. که موږ همدې خبرې ته راشو چې له انسان خطا کېږي او دلته کوم قيد او شرط هم نشته چې له کوم ډول انسان خطا کېږي؟ کله چې د (انسان) کلمه راشي نو دا يو کلي مفهوم دی او پر ټولو انسانو اطلاقيږي. کله چې دا خبره پر ټولو انسانانو د تطبيق وړ وي نو بيا دغه متل تر پوښتنې لاندې نه‌دی؟

دويمه خبره دا ده چې موږ کم اصل په کوم معيار تعريفوو؟ کم اصل يانې څه؟ هر هغه څوک چې وفا ونه لري نو هغه ته کم اصل ويلی شو؟ ايا دا ثابتولی شو چې د بېوفايي تر شا کوم مجبوريت يا دليل شتون درلود؟

که همدا پوښتنې په واقعي ډول ځوابوو نو بيا همدغه متل منفي تعبير لري او زما په اند کوم مثبت اړخ يې نه ليدل کېږي.

(۹): بخت په ټنده دی، نه په منډه

کله کله د انسان ذهنيت چې څه ډول جوړ شي، هماغه رقم ورسره کېږي او همدا خبره يوه حديث شريف کې هم راغلی ده چې مفهوم يې دی د انسان سره د هغه د ګمان په څېر معامله کېږي.

که يو څوک په همدې تمه لاس تر زنې کښېني چې خدای ج ماسره د رزق وعده کړې ده، زه کرۍ ورځ کور کې ارام کښېنم، د شپې خوبونه کووم، رزق به خدای ج رارسوي، زما په ګمان دا فکر به غلط وي. يا ممکن خدای ج ورته رزق ورورسوي، ترڅو چې دی ژوندی وي دومره يو څه به خوري چې د ده ګوزاره پرې وشي، خو له ستونزو، پېغورونو او منتونو ډک ژوند به ولري، د بل چا لاس ته به ګوري او بالاخره به يې ژوند تمام شي.

دوه ډوله ذهنيتونه شته، يو ذهنيت دا دی چې هر څه تقدير کې وي هغه پېښېږي، که ژوند دی، که مرګ، که رزق دی، که پرمختګ دی او که شاتګ.

دويم ذهنيت دا دی چې په هڅو، دعاګانو، کوښښونو او خدای ج ته په زاريو تقدير بدلېدلی شي او د انسان ژوند کې تغيرات راتلی شي، لومړۍ نظريې خاوندان استدلال کوي چې هڅه، کوښښ، منډې ترړې همدا هم تقدير کې ليکل شوي دي، والله اعلم.

خو انسان خوځنده دی، لاس تر زنې کښېناستل انسان شاتګ، بدبختيو، ګناه او بې لاريو ته اړ باسي، ولې اوس زمانه کې هغه انسان تر ټولو بريالی، تر ټولو مخکښ او تر ټولو د ښه اقتصاد او ژوند خاوند دی چې تر نورو هڅاند وي، هوښيار وي، هنرونه يې زده وي، علم يې کړی وي، لټ نه وي اموخته شوی. ځکه خو يو بل متل دی چې «بې زحمته راحت نشته» نو له همدې امله دا متل د اوسني عصر چې اړتيا ده هر څوک بايد د ژوند د ښه کېدو لپاره خولې توی کړي، جوړ نه دی.

(۱۰): چرسي زوی، نه زوی

که د دې متل ذهنيت يو چرسي ته ورکول شي او يا يې په ياد وي، نو هيڅکله به له نشې لاس وانه‌خلي، له ژوند به نا اميده شي او بالاخره به دومره روږدی شي چې همدا نشه به يې د مرګ لامل شي او موږ په دې برخه کې ډېرې ژوندۍ بېلګې هم لرو.

موږ او تاسو په خپل ښارونو کې پر نشه روږدي کسان وينو، دوی ټول کورنۍ لري، ورونه لري، پلار او مور لري، خو کورنۍ د دوی په کيسه کې نه دي. هغوی داسې انګېزه اخيستې چې دا نشه‌يي زوی زموږ په درد نه خوري.

په اوسني عصر کې چې طبابت کې لوی انقلاب راغلی او حتی په انلاين ډول تداوي ممکنه شوه، بيا ولې موږ داسې ذهنيت ولرو چې د معتاد درملنه نه کېږي؟

دا خبره سمه ده چې يو څوک چرسي وي، بنګي وي، پر نشه روږدی وي، له هغې د ګټې وټې، ښه خوی، اخلاقو او نور تمه کول تر يوه حده نه‌شي کېدلی، خو داسې هم نه ده چې يو مخ يې محوه کړو. موږ کولی شو د يو چرشي درملنه وکړو، په روغ او سالم انسان يې بدل کړو، چې له خپلې کورنۍ نيولې تر ټولې او هېواد پورې ټولو ته ګټه ورسوي.

نو دغه متل هم ممکن په خپل وخت به سم ثابت شوی وي، خو زما په اند له اوسني عصر سره جوړ نه دی.

د پښتو شفاهي ادب په طلايي کان کې د مرغلرو ترڅنګ سرابونه هم شته چې له ليرې پرې د اوبو ګمان کېږي. که موږ د خپل فرهنګ مثبت اړخونه تعريفوو، منفي يې هم ورسره بايد ټولنې ته ور وپېژنو ترڅو هغه ذهنيتونه چې له پېړيو پېړيو يې عادتي کنګل شوي دي، خلاص او پر يوې نوې پرمختللې لارې قدم کېږدي.

که موږ هر څه ته يو مخ له مثبت اړخه ګورو او همدا مثبت اړخ زموږ پر ژوند منفي اغېز لري نو بيا هم موږ ځان او ټولنې ته زيان رسوو.

زموږ تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې پخوانيو څه ويلي دي، د کاڼي کرښې راته ښکاري او په پټو سترګو يې منو، ترڅو چې موږ پر پخوانيو د نقد جرأت ونه کړو، ليکنې پرې ونه کړو، لارې بدلې نه کړو، نو مخته تګ مو ناممکن دی او همېشه به په تورتمونو کې پراته يو.

کله کله د چوکاټونو او داير ماتول د نوښتونو، ابتکاراتو او پرمختګ لامل کېږي خو همدا چوکاټونو او اصول ماتول به د يو منطق، عقلانيت او استدلال پر اساس وي، نه هوايي.

پای

بصيرالحق عادل

کابل – هېواد پوهنتون

۱۴۰۱ د تلې پنځمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب