د سمندر غاړې ته به نور کله خلک راتلل، نن مې څوک نه ترسترګو کیږي. وریځې دي لکه د سپین وراسته پياز پوستونه.
له کوټې چې د سمندر تر غاړې کله راځم په څلویښت دقیقو کې رارسیږم، نن په نیم ساعت کې راورسیدم. سږکال د اختر په لومړۍ ورځ رخصت یم، ما ویل دا ورځ به دلته تیره کړم.
پر شګو مې خپل ګامونه ورو ورو وګڼل، چې دیرشم ګام مې حساب کړ، سر مې پورته کړ، لکه وریځې چې راټیټیدې. سترګې مې وبریښیدې. بره د سړک غاړې ته د کټارې پر سر یو څوک ناست و. د جمپر خولۍ یې پر سر کش کړې وه، د ولاړ سمینټي دیوالګي پر ژۍ یې د سمندر خواته پیښې خوځولې:
«هلک دی که نجلۍ؟»
پسې ورغلم. خولۍ یې داسې پرمخ کش کړې وه چې پوه نه شوم چې څوک دی. چې ترې تیر شوم شاته مې مخ پسې واړاوه. را غږ یې کړل، سګریټ یې په شونډو کې نیولی و. دوې ګوتې یې ژر ژر سرویلې:
« لایټر لایټر»
سر مې ورته وخوځاوه چې نه یې لرم. پاڅیدو. څيره یې اشنا راته ښکاره شوه، پرې غږ مې کړ:
« د کوم ځای یې»
« د سوریې»
«زه هم مهاجر یم ما ویل دلته راشم د اختر ورځ تیره کړم»
په ګوتو کې نیولي سګریټ ته یې وکتل. د سمندر له غاړې سره په نیغ غځیدلي خالي سړک رهي شو، وړیده، وړیده…لکه یو ټکی، لکه د سیخ خالي سړک انجام…
د سمندرغاړې ته سیګل مرغه ورشیوه شو، چې ورته کتل مې د کب په څیر یې څه مښوکه جګ کړ. شګو ته مې لاس کړ، دانه دانه شګې نه سره یوځای کیدې، بیا مې موټ پرې ډک کړ، څیرمه راته سیګل کښیناست:
«هاغه ښکارې دی که بل دی؟»
کغ کغ کغ…
«خو اوس دې خوراک وکړ…نور څه غواړې…هرځای چې ځې الوتلی شې»
په موټ کې مې پر نیولو شګو ویشت، شګې لنډې ولویدې، مرغه والوت. له سترګو مې داسې پناه شو، لکه کم رنګه ابي وزرې او سپینه سینه چې یې په وریځو کې رنګ شوې وې.
تړنګ شو، په مسینجر کې تربور له وطنه راته لیکلي و، اختر دې بختور. ساعت ته مې وکتل، همدومره وخت و چې بیرته کوتې ته ولاړ شم، د ماښام، سبا او بل سبا لپاره خواړه تیاره کړم. په تلو تلو کې مې مخ د سمندر خواته واړاوه،. د لمرختو خوا ته د اوبو موج هسک شو، چې سمندرغاړې ته رارسیده،، ټیټ شو، ټیټ شو، هوار شو، هوار شو، ورک شو….
پراګ