زه د لندن په يوه داسې سيمه کې اوسم، چېرته چې په ګرانۍ ځايي انګرېز لیدلی شئ . هره خوا چې مخ اړوې، يا به تورپوستی افريقايي مخې ته درځی ، او يا به په هندو، افغان او يا هم کوم پاکستانی اوړې. دې سيمې ته سوتهال وايي، که د سوتهال بازار ته لاړ شئ، هیڅکله به داسې ونه واياست، چې په لندن کې ياستئ، فکر به وکړئ چې يا د پېښور په مينه بازار کې وطني کالي رانیسي او يا د د ډيلي په چیندرګیټ کې پلی روان یاست.
به سوتهال کې د گڼو جوماتونو، مندرونو او درمسالونو په موجوديت او ليدلو سړی فکر کوي، چې له اروپا لیرې د اسيا او افريقا په کوم ښار کې قدم وهي.
زه هر ګهيځ وختي د خپل ملګري سره د منډو لپاره د دې سيمې یو لوی پارک ته راځم. په پارک کې د منډو لپاره په جوړو سرکونو برسېره
دافغانستان د ارغوان غونډيو په څیرڅو غونډۍ هم جوړې شوي دي، د پارک ختيځ او شمال ته په لويو گڼو ونوپټ ځنگل وینئ ، دلته هر ګهيځ وختي ګڼ کسان د منډو او پلي مزل لپاره راځي. د ټولومنډه وهونکواوپليو ګرخندویانو سپورتي جامې پر تن وي، خو نن مې ناببره په يوه داسې وطندار سترګې ولګېدې، چې په وطني جامو کې سوکه – سوکه روان و، د ده چې سپينې جامې ېې پر تن او لوی پکول یې په سر و، نه يوازې زما او د ډېرو نورو په څېر منډې نه وهلې او تېز مزل يې نه کاوه، داسې په ورو قدمونه پورته کول، تا به ويل په يوه لوی پلورنځي کې د شيانو د رانيولو لټه کوي،
خولې – خولې وم ،په منډه مې پوره ځان ستړی کړی و ،د خبرو شيمه هم نه وه را پاتې، خو بيا مې هم زړه ښه کړ، چې ورشم ځان ور وپېژنم او هم له ده سره ځان بلد کړم او په بلدتيا برسېره يې په پارک کې پخپلو ملي جامو کې له ګرځېدو هم را وګرځوم.
د ده چې څنګه پر ما نظر پرېووت، سمدلاسه په پارک کې په پرتې لوی چوکۍ کېناست، له جېبه يې لویې تسبې را وکښلې، په ذکر بوخت شو، په لوړ اوازېې نه یوازې د تسبو له هرې دانې سره د خدای نامه اخيسته، کله – کله به يې د واسکټ له جېبه اوږد مسواک هم را وکېښ، او بې ارادې به يې په غاښونو کې وواهه، ور نږدې شوم، ده ساړه را وکتل، سلام مې واچوه:
_ لکه چې تازه له افغانستانه راغلی يې؟
ده وخندل، سر يې وښوراوه، ما یې جامو، په واسکټ کې ايښي مسواک او په لاسونو کې اوږدو تسبو ته وکتل، ده مې هم سپورتي جامې له نظره تېرې کړې، پوزې يې راښکودې، لکه زما د خولو بوی ېې چې سپږمې وتخڼوي، خوله يې له خندا چينګه شوه:
_ هره ورځ داسې باران ته ودریږې ، جامې دې همداسې لمدې وي؟
د ده پوښتنه راته حيرانوونکې څه چې خندوونکې وبرېښېده، غوښتل مې د سپورت او په ځانګړي ډول د منډې د ګټې او له روغتیا سره ېې په تړاو ښه اوږد لېکچر ورکړم ،خوهيڅ مې ونه ویل ،د ده راوتلې ګيډې ته مې لاس ونيوه، په ټوکه مې ور غبرګه کړه:
_ نو خود، که داسې ونه کړم، دغسې خېټه لکه د بلاربې ښځې
لکه څه شي چې مې په ستوني کې ونښلي ، اويا راڅخه خبره هیره شي زرمې خبره ودروله ، وبیریدم ما ویل نه چې ټوکه مې پرې بده ولګیږي او له سړی سره په شخړه واوړم ، خو لکه له شخړې چې ونه ویریږم ، بې پروا مې په لوړ اواز ورغبرګه کړه:
دغسې به ګيډه رانه ځانګی
ده ولي وښورول، په چوکۍ کې نېغ را کېناست، لر او بر يې وکتل، د سرتېري په څېر شخ ودرېد، پښه يې داسې پورته کړه، تا به ويل منډو ته ځان چمتو کوي، په ګيډه ېې لاس کیښود:
_ ولې زما په ګيډه څه شوي، را ځه منډه راسره وهې!
غوښتل مې ځواب ورکړم او ورته ووايم، چې نه خو زه مسلکي منډه وهونکی يم او نه د منډو په سیالیو کې د ګډون لېوال. منډه يوازې د خپلې روغتيا لپاره وهم. خو خبره مې بله خوا واړوله:
_ لکه چې تازه له افغانستانه راغلی يې، په دې وروستۍ تخليه کې؟
ده سر وښوراوه:
_ بلې
بله پوښتنه مې وکړه :
د همدوی په پوځي الوتکه کې؟
ده بیا سروښوراوه:
په خندا مې وويل:
_ ښه، ښه نو خامخا به د دوی همکار او سياسي سړی يې.
منکر نشو،سر یې وښوراوه:
_ بلې همکار، ملګری او هم…
خبره يې بشپړه نه کړه، ژوولې يې پرېښوده، فکر را ولوېد، پوښتنه مې په سر کې را وټوکېده:
_ يعنې څه؟
ده را غبرګه کړه:
_ يعنې دا چې هم يې همکار او هم يې دښمن.
خوله مې وازه پاتې شوه، ټکان مې وخوړ، را شاته شوم:
_ دا څنګه ممکنه ده، هم يې همکار او هم يې دښمن!؟
ويې خندل، لکه له انګريزۍ سره چې بلد وي، ويې ويل:
_ دېته په انګليسي کې ډبل ګېم وايي. مه حيرانیږه، داسې لوبې فردي نه دي.
د يوه ماهر کارپوه په حيث يې خبره وغځوله:
_ داسې لوبې هېوادونه او ادارې هم کوي.
زما هم ګاونډی هېواد په ذهن کې را وټوکېده، ور غبرګه مې کړه:
_ لکه زمونږ ګاونډی چې هم يې طالبان امريکا ته په ګوتو ورکول او هم يې د افغانستان او نړيوال ايتلاف سره جګړې ته روزل
دي کرار کېناست، خو ژر بېرته را پورته شو:
_ نه، نه! دا پاکستان نه و، دا دوی وو چې هم يې په پاکستان داسې کول او هم يې پخپله داسې لوبه پر مخ بيوله.
زه غلی شوم، خبرو يې اغېز را باندې وکړ، چورت يوړم، لکه خوب چې مې يوسي، خو ده زر په ولي ټپ راکړ:
_ ولې فکر کې لاړې، داسې نه ده څه؟
اواز يې لوړ کړ:
_ ته نو دا نه منې چې څنګه دوی اوسني واکمنان جوړ، بيا ړنګ او اوس يې بيا واک ته ورسول.
څرګندونواو تشریح ېي په ژورو سوچونو کې ډوب کړم، زه نه له کوم سياسي جريان سره تړاو لرم او نن مې سياست ښه ايسي، خو د سياسي او تاريخي کتابونو د لوست پوره لېوال يم. په دې شېبه کې مې ټوله مطالعه او هغه سياسي اثار په ذهن کې را وټوکېدل، چې ما په دې څو کلونو کې لوستي وو، لکه ستره لوبه، د پېريانوجګړې، دکرزي کورنۍ او افغان غمیزه ،په ژوندیوکې ښه سړی نشته، د ایس ریاست
په ذهن کې مې د پاکستان د يوه وزير هغه اعتراف او بخښنه هم تازه شو، چې د خپلې ناسمې پاليسۍ له کبله يې له افغانانو او افغان ولس غوښتې وه. آن د پاکستان د آی ايس آی د ادارې د يوه مشر جنرال اسد دراني هغه مرکه مې هم بيا په زړه را وورېدله، چې ويل يې:
د سرکس لوبغاړی چې په يوه وخت کې په دوو آسونو نشي سپرېدی، د سرکس لوبغاړی يې مه بولئ.
نه پوهېږم څنګه مې په ذهن کې دا خبره را وټوکېده:
_ نو ته وايې دا هر څه رښتيا دي؟ دا د توطيې تيوري نه ده څه؟
د ده تندی نور هم ګونځې شو، اواز يې لوړ کړ، چېغه يې کړه:
_ تيوري، تيوري، تيوري. د څه شي تيوري؟ دوی بد کوي، دا هر څه رښتيا دي.
زه چې د سیاسي مباحثو سره چندان جوړ نه يم او په ډېرو خبرو مې لا هم سر نه خلاصېږي، نورد خبرو غځولو ته زړه ونه کړ، خبره مې بله خوا واړوله:
_ نو ته څنګه بيا دې ملک ته راغلې؟ ته وا هلته نوو واکمنانو بندي يا وژلې.
ده وخندل، غاړه يې جيګه ونيوله، په غرور يې وويل:
_ نه ولې به يې وژلم. نو ما خو درته وويل چې زه د دوی خیرخواه هم وم.
نه پوهېږم چې ولې مې له لاسونو پړک وويست:
_ دا څنګه، د خدای لپاره!
ده وخندل:
_ داخو مې له همدې کفارو زده کړل، چې په يوه وخت کې به هم دښمني کوو او هم دوستي. نه پوهېږم دې زمانه کې دېته سياست وايي او که منافقت.
_ نو بيا ولې دلته د اسې یو دوه مخی او کفري ملک ته راغلې؟
_ ځکه هلته مې ازادي سلبېده، بچيان مې له مکتبونو وتل.
ويې خندل،موبايل ېې له جیبه راوکیښ ،اوریدلی سندره یی بیا پلی کړه:
_ بله دا چې که زه ټينګ مسلمان يم ،نه لمونځ قضا کوم او نه هم هر سهار د قران شريف تلاوت، نو د سندرو شوقي هم يم ګوره.
له بل جېبه يې کوچنی قران شريف را وکېښ:
_ دا ګورې! چې لږ څه ځانته شم، تلاوت کوم او چې بيا دلته راځم…
بل جېب ته يې لاس کړ، اوږده ګوشکي يې را وښکل، موبايل يې په لاس کې ونيو:
_ بيا په خپل موبايل کې په روان مزل کې موسيقي اورم.
وي خندل ، په چینګه خوله یی وویل:
په کور کې رانه نه هندي او نه هم ترکي سريال پاتې کېږي.
ومې ستایه او ومې پوښت:
_ افرين! ښه داسې د موسيقي او فلم شوقي يې؟
لکه دهنراوموسیقی په اهمیت چي يي پوره مطالعه کړي وي، زرځواب راکړ:
_ خود! په کوم ځای کې چې د ټنګ ټکور اواز نه وي، داسې يې وبوله، لکه په هدیره کې چې روان يې.
مونږ پوره بنډار وکړ، خو مخکې له دې چې د مخه ښې لاس ور اوږد کړم، د ده وطني لباس، واسکټ، څادر او پکول ټول مې بيا له نظره تېر کړل، خوله مې غوږونو ته ور نږدې کړه:
_ خو ګوره اشنا! که زما منې او نه خپه کېږې، نور که په دې جامو کې پارک ته رانشې، ښه به وي.
دی هک پک شو، لاسونه يې موټی کړل، لاس يې پخپله را اوږد کړ:
_ ولې؟ زه چې راغلی يم، درېشي مې کله نه ده اغوستې، که رستورانټ ته تللی يم او که مغازو ته په سودا پسې. ټول عمر پخپلو ملي جامو کې ګرځم.
په خبرو کې يې ور ولوېدم، د ده خبره مې تصديق کړه، که څه هم زه هېڅکله په خپلو ملي جامو کې نه ګرځم، خو ده ته مې په درواغو وويل:
_ داسې خو زه هم هر چېرې پخپلو کاليو کې ګرځم.
د پارک سره نږدې لوی ځنګل ته مې وکتل:
_ هسې نه چې بيا په جنجال واوړې او تاوان در ورسېږي.
ده اوږې وښورولې، غوښتل يې څه ووايي، خو ما د مخه ښې لپاره لاس ور اوږد کړ او نورو خبرو ته مې پرېنښود.
ډېرې ورځې تېرې شوې، نوی وطندار مې بيا ونه ليده، تېره اونۍ بيا مخې ته راغی، هغه نه يوازې زما په خبره کوم غوږ ګرولی و، دا ځل يې د پکول پر ځای لويه لونگۍ وهلې وه. نه پوهېږم ترې هېر به وو او که څنګه؛ خو له پرتاګه لاندې ېې سپين پرتوګ غاښ هم له لرې ښکارېده، ور نږدې شوم، مخکې له دې چې سلام پرې واچوم، راوتلي پرتوګ غاښ ته مې اشاره وکړه، خو ده لکه نشه چې وي او يا يې زه نه يم ليدلی. زما اشارې ته هېڅ غبرګون ونه ښود،
نور هم ور نږدې شوم، سلام مې پرې واچوه، لکه نابلده چې يم او نه مې پېژني، بيا يې ځواب رانکړ.
نه پوهېږم ولې مې د ده د دومره بې پروايۍ سره – سره له لاسه ټينګ را ونيو:
_ د خدای بنده سلام ته مې وعليک مه وايه، خو ځان ته خو لږ پام را اړوه کنه.
لکه له خوبه يې چې را کېنوم، دستي يې له غوږونو ګوشکي لرې کړل:
_ وبښه! زه کله – کله د موسيقي تر څنګ موبايل کې تلاوت هم اورم، د خدای کلام ځينې وخت دومره اغېز را باندې وکړي، چې نه څه اورم او نه څه ګورم.
را ځړېدلي پرتوګ غاښ ته مې لکه ديو پنډي په غاړه چې لوی پړی را ځوړند وي، بيا اشاره وکړه:
_ دا لږ در ټول کړه.
ده اخ کړل، وشرمېده، پرتوګ غاښ يې ژر را ټول کړ، ما ژر ور غبرګه کړه:
_ ګوره زه خو همدغه درته وايم چې پخپلو جامو کې پارک ته مه راځه.
دی نېغ ودرېد:
_ تا راته وويل خو ودې نه ويل چې ولې؟
ما له پارک سره تړلي ځنګل ته لاس ونيو:
_ ګوره په هغه ځنګل کې کله نا کله ځايي انګرېزان راوځي.
ده ژر په خبرو کې را ټوپ کړ:
_ نو څه؟ د هغوی زما په جامو څه غرض دی؟
ځنګل ته مې بيا سترګې ونيوې:
_ همدا خو ستونزه ده، هغوی په ملنډو خلک په وړو ډبرو ولي او بيا تښتي.
د ده غومبري سره را واوښتل، تندی يې ګونځې شو، لاس يې ټيټ کړ، لکه ډبره چې را اخلي، شاوخوا یې وکتل، خپل جېب ته يې لاس ننويست، را نږدې شو، جېب ته يې اشاره وکړه:
_ دا ګورې!
زه پرته له دې چې د ده جېب ته وګورم، د ده پوښتنه راته حيرانوونکې وبرېښېده:
_ څه شی؟
بې له هر ډول ترهې او ویرې ېې له جېبه لوی چاقو را وښود، د چاقو په ليدلو مې سترګې بقې را ووتې، زه چې اوس وېرې نيولی وم او له ده سره نږدې والی مې ځان ته لوی ګواښ باله، دی وپوښت:
_ غواړې په دې يې ووهې؟
ده غاړه هسکه ونيوه، په غرور يې وويل:
_ خود! نو د څه لپاره يې ګرځوم.
خو هغه انګریزان ډیر زلمکی دی ، څوک څوارلس ، څوک دیارلس ، یو ېې هم له شپاړسو پورته نه دی
دده تندی ګونځې شو ،په جیب یی لاس کیښود:
نو څه چې زلمیان دی_
په سړه سینه مې پر زلمټو د ګوزار د مسالې حساسیت ورته تشریح کړ ، ورته ومې ويل چې زلموټي د کوچنیانو په څیر له جرم مبرا دی ،او په تشه څپيړه دې هم ښايي زندان ته بوځي، خو ده د هیڅ شي پروا نه کوله ، هرډول سزا ته چمتو و ، راته وي ويل:
زه ددوی په سزا لویان ویروم ، ولې ادب نه ورښایی؟-
نه پوهېږم په وېرېدلي حالت کې مې څنګه وخندل:
_ يعنې دلته جهاد ته راغلی يې؟
ده اوږې پورته ونيوې:
_ ولې دوی چې مو په هېواد کې په رڼا ورځ خلک وژل، مونږ د دوی څه کم يو.
نېغ ودرېد، جدي څیره يې ونيوه:
_ زه خوشې څوک نه وژنم. خو که هر انګرېز را باندې وخاندي او يا مې په تيږه وولي، چې اعداموي مې هم، نه يې پرېږدم
جیب ته یی لاس ننویست ، پرته له هرډول ویرې او اندیښنې ېې بیا چاړه راوکښله:
او دغه چاړه يې په ګيډه ننباسم.
دده دارنګه ګواښ وډارکړم،سپينې مې وتښتیدې ، تابه ويل کوم داړونکې ځناور مې مخ ته راشين شو ،راشاته شوم ، لکه تيښتې ته چې ځان جوړوم،پرته له دې چې نور څه ووايم، لاس مې د مخه ښې په پار پورته کړ ،
دده سره له مخامخېدو له ویرې مې پارک ته د راتلو وخت واړاوه ، نور به ګهيځ ښه پوره وختي راتلم ،زما ویره له دې بابته نه وه چې دی به ماته زیان راواړوي او یوه ورځ ښايي دا چاړه زما ورميږ پرې کړي ،نه نه زه له دې نه ډاریدم ، زه له دې ډاریدم نه چې دده سره نیږدیوالی پر ما امنیتي ادارې بدګومانه کړي، او که دي کوم جنايت سرته ورسوي، نو له ده سره اړیکه ښايي ما هم د پوښتنو او ګرویږنو لاندې راولي.
له ځانه سره مې وويل: چې نه کار هلته څه کار
چې سر دې نه خوږيږي، داغ پرې څله ږدې !
له هغې ورځې دا دی میاشت ووته ، بيا مې هیڅکه ونه لید.خو نن چې پارک ته راتلم ، پارک ته له ننوتو ېې بیرته ستون کړم ، د پارک مخ ته ځنګل له پولیسو ډک و،
ويل يي قتل شوي دي، په منډه کورته راغلم ، له منډې پاتې شوم ، لږ وروسته د کار په لور روان شوم، دفتر ته لا ننوتي نه وم چې د ملګري زنګ راغی ،
چې څنګه مې هلو کړل وار له مخه ېې وویل :
خبرشوئ چې نوي میلمه دی څه ګلان وکرل ؟
–چا ؟څوک يادوې؟
ده وخندل :
هغه چې پرتوګاښ يي لکه د جوالیانوپړی له ورایه زنکیده
په هيښتیا مې وپوښتل:
- ولې څه ېې کړي
- قتل ، انګریز زلمی ېې په ګيډه کې په چا قو وهلی دی
سرته مې ټک ورکړ، د شپې چې کورته راغلم ، د ټولو ټلویزیونونو دسر خبرد همدې قتل موضوع وه.خورا خفه شوم خو خوښ په دې وم چې اړیکه مې ورسره شليدلې او ټینګه نه وه ،کنه اوس به مې د امنیتي ادارو رنګا رنګ پوښتنې څنکه ځوابولې
لندن – انګلستان
فبروری _٢٠٢٣