چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+د ژوند مانا په ضمني شیانو کې پرته ده| حفيظ الله بشارت

د ژوند مانا په ضمني شیانو کې پرته ده| حفيظ الله بشارت

وایي: شاعر له تخته راولاړ شوی باچا دی چې د خپلې ماڼۍ په ایرو ناست ډول ډول انځورونه رغوي.
دا خبره که د معاصر شعر په بل هر شاعر تطبیق کېږي، نو په سر کې به یې زه نورمحمد لاهو راوړم.
لاهو صاحب د انځورونو شاعر دی. خپلو شخصي تجربو ته يې داسې حسي جامې وراوغوستې چې فرد فرد یې پر خپل تن کې سمولی شي.
ډېری کره کتونکو لاهو صاحب ته د تمثیلي او د اشياوو د شاعر لقب ورکړی، دا ځکه چې د نوموړي ګڼ شمېر شعرونه د اشياوو سره خبرې دي. داسې خبرې دي چې په افغانستان کې د ډېرو لږو شاعرانو ورته پام شوی.
“پرېږده لاړ دې شي اورګاډی” نظم يې په ډېر اندک شیانو کې د ژوند تمثیلي ماناوې انځوروي:
پریږده لاړ دې شي اورګاډی
د شنه چای پیالې نه غړپ په مینه واخله
د سپین قند دا څو ټوټې خوله کې اوبه کړه!
مخامخ د انګور تاک د پاڼو منځ نه
د هیلیو سرود واوره
څه ښه وايي: ژوند سفر دی
  ژوند یو کشف دی
د تازه نویو ځنګلونو او سیندونو
  او د نویو ښایستونو
چای دې وڅښه چې سړېږي
څو توتان دې ترغاښو لاندې چخپیت کړه
پریږده لاړدې شي اورګاډی
نن شپه وروسته کورته لاړشه
رستورانت کې لکه خان دې ځان مېلمه کړه
هر یو درد دې په شرابو سره لمبه کړه
خلک پرېږده چې وخاندي
هغوی نه غواړي په ځان باندې مین شې
په ښایست، رڼا او غږ
ددې جهان باندې مین شې
ښار ته لاړ شه لوی ماشوم شه
چې کوم شی دې زیات خوښېږي هغه واخله
یو کمیس او یا ګوتمۍ
او یا عطر یا یو سات
یا قلم چې د تحفې کاغذ کې تاو وي
سوچ پرې وکړه چې یې چا لره ډالۍ کړې؟
یا کېدای شي دغه هر څه
نن خپل ځان ته سوغات ورکړې
دشنه چای پیالې نه غړپ په مینه واخله
څو توتان دې تر غاښو لاندې چخپیت کړه
کنګینه کې تور انګور درسره واخله
خپل هیر شوي زاړه یار باندې ورپېښ شه
په زړې نشې یې زنګ کړه لکه دوړه له زړه پورته
ها د سیند په شانې تللې زمانې بېرته ستنې کړه
چې یوې نجلۍ له دواړو و زړه وړی
او دا راز مو و تر ډېره پټ ساتلی
د شنه چای پیالې نه غړپ په مینه واخله
دا د قندو څو ټوتې خولې کې اوبه کړه
په غرمه کې د چا یاد لکه ګلاب
په وچو شګو کې راشین کړه!
د عطرونو بارانه ته دې دا تږی زړګی خپور کړه
خوب ته غږ کړه چې د حورو د پایزیب شنه موسیقي درباندې وڅښي
په شنو پاڼو د پیسو
او د ساقي د لاس لمبو کې
د پېغلوټو د خندا په شینکي کړَس کې
   او غبار کې د رنګونو
څوک سکون نه شي موندلی
سکون دلته ستا په روح کې د تیارو په څیر رڼا ده
لکه تور آبشار د زَرو
لکه باغ کې تکې تورې مرغلرې د انګورو…
یو څراغ درسره واخله
د خپل روح تیاره جهان ته سفر وکړه
ژوند د نور په شان بربنډ و
د اورونو جامې تا ورواغوستلې
 نارنجي کمیس دې واخله
یو وریښمین شال له سوسن او له نارنجو ورته راوړه
د نفرت سکروټې تو کړه
له سینې نه لړمان پرېږده چې وځي
ښه ژوره ساه درواخله
لکه گرد دې زړګی وڅنډه له درده
    که څوغیږې او مچکې د ګل غواړې
نو له ځانه را تاو کړي ازغن تار څخه راووځه
دا په ملا تړلې توره
یوه خوار بزګر ته ورکړه چې ترې جوړ کړي غنم لو کې
تېره لور د لو لپاره
کله کله به یې پیغله لور، ماښام کې
خپل مین ته
د لونګو لو پرې وکړي
پر زنځير کلکې تړلې د وجود کړکۍ کړه خلاصې
خدای در وبوله دننه
پرېږده خدای نن ستا په شونډو
ماشومانو ته مسکی شي
ستا د سترګو له کړکیو
په دې وچو مړاوو پاڼو
زرغون رنګ او ژوندون وپاشي له پاسه
دا د وخت د بکوا دښتې په پېغلوټو تاندو پاڼو ګلابي شي
دېوالونو پورې سرېښ شي ګیلاسونه
او د روح تږي مارغان دې شرابي شي
په دې خاورې لاس راتېر کړه
تر دې ونې غېږ چاپیر کړه
دغه تیږې هم په ګوتو باندې ښکل کړه
یک تنها ژوندون له ونو څخه زده کړه
تنهايي بس یو احساس دی، نور څه نه دی
بسم الله کړه! راولاړ شه
دغه حس دې په زړګوتي کې لمبه کړه!
واخله ډکه دې پیاله کړه!
دغه قند هم ورسره کړه!
جبران وایي: د ژوند مانا یوازې په کار کولو نه ده، په مینه کې هم پیدا کېدای شي.
دا نظم هم کټ مټ راته وايي چې ژوند یوازې په قطار کې درېدل نه دي او ژوند یوازې دا نه دی چې هېڅ فرصت درنه تېر نه شي، ژوند له لحظې لحظې سره مينه ده. ژوند همدا اوس دی، دایم مصروفیت د ماناداره ژوند استازیتوب نه شي کولی. ژوند د چایو له پیالې په ارام غوړپ کې پروت دی. ژوند له هرې لحظې خوند اخیستل دي، نه دا چې هر منزل ته انتظار وباسې.
څه ښه وایي: ژوند سفر دی، داسې سفر چې په تلپاتې کشف او هڅه کې ارزښتمن کېږي.
خلک نه غواړي ته له ځان سره مينه وکړې، خو ته پر ځان مین شه، د نورو په خاطر ژوند کول بې مانا کېږي. ژوند د خپل زړه د غږ په اورېدو، پر ځان، نړۍ، ښکلا، غږونو، طبیعت او… مینېدو کې مانا مومي.
ژوند ته دې ډالۍ په سترګه وګوره، ګني هغه وينا به ښه درباندې چسپ شي چې: که ژوند ته درناوی ونه کړې، نو ژوند ستا درناوی نه کوي.
نظم مو له حسي مفاهيمو هم تېروي او دا راته وایي چې ژوند یوازې د نفقې یا فزیکي مبارزې نوم نه دی، بلکې څه ناڅه په خیال، هنر، تصور او مينې کې هم پیدا کېږي.
د استاد لاهو په باور سکون او ارامي اصلن د انسان په باطني نړۍ کې شتون لري، که انسان له داخله ژور، صاف، او هوښیار وي، نو هره لیدونکې تیاره د ځان لپاره په رڼا بدلولی شي. مطلب، ژوند په روحاني تجربو کې ماناداره کېږي، یو مخ بهرني چاپېریال ته وخت ورکول زړه تنګي او بې مانایي منځته راوړي.
توره چې د نفرت، جنګ او غچ مفاهیم انسان ته ورتداعي کوي، شاعر وايي دا یوه بزګر ته ورکړه، هغه به خپلې لور ته د لو لور ترې جوړ کړي او شاید خپل مین ته پر دې لور د لونګو لو وکړي. مطلب دا چې ژوند په نفرتونو نه ارزي. کوم وسايل چې د وژلو لپاره دي، هغه د ژوند د ودې لپاره وکاروه او داسې چاته يې ډالۍ کړه چې هغه حتی د مینې د کرلو کار ترې اخیستلی شي.
اکثره د عرفان لاروي دا نظر لري چې خدای پاک په ظاهري عباداتو او تقليدي عقيدو سره نه خپلېږي، له رب سره داسې مينه چې فکر وکړې دی هم پر ما همدومره مین دی، اصیل تصوف دی. شاعر دلته همدا خبره په هنري انداز بیانوي او وايي چې الله تعالی ته دې طبیعت، هنر، انسانيت او محبت له لارې ورسېږه، ځکه همدا روحاني تجربه او خِلوت د ژوند تر ټولو خوندور ارزښت او مانا ټاکي.
د ارواپوهنې له نظره چې د تنهایي احساس یو رواني اختلال دی، شاعر بیا برعکس راته وايي چې یوازیتوب یوازې یو احساس دی، که درخپل یې کړې، مينه ورسره وکړې، درته ښکلی کېږي، ژوند درته په شېبو کې ماناداره او ښايسته کوي.
او په پای کې:
بسم الله کړه! راولاړ شه
دغه حس دې په زړګوتي کې لمبه کړه!
واخله ډکه دې پیاله کړه!
دغه قند هم ورسره کړه!
یعنې ژوند اصلن د پاڅېدو نوم دی، د عمل نوم دی، نو راپاڅه په دې عمل او هڅه سره په ژوند کې ژوند وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...