چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهڅېړونکو د سپوږمۍ له خاورې اوبه او اکسیجن استخراج کړل

څېړونکو د سپوږمۍ له خاورې اوبه او اکسیجن استخراج کړل

تاند (چهارشنبه) د هانګ کانګ د چیني پوهنتون څېړونکو یوې نوې ټکنالوژۍ ته انکشاف ورکړی چې کولای شي له سپوږمۍ څخه اوبه استخراج کړي او بیا یې اکسیجن او کیمیاوي سون‌توکو ته واړوي.

دا ټکنالوژي د لمر له وړانګو څخه تودوخه تولیدوي، او د هغې په مرسته د سپوږمۍ له خاورې څخه اوبه استخراجوي. وروسته له هغو څخه پر اکسیجن او کیمیاوي سون توکو  د کاربون ډای‌اکسایډ د بدلولو لپاره کار اخلي.

په «Joule» علمي مجله کې، چې د Cell Press له خوا چاپ شوې، په خپره شوې مقاله کې راغلي چې دا موندنې کولای شي د ژورو فضايي تحقیقاتو لپاره «نوې افقونه پرانیزي»، ځکه دا چارې د دې اړتیا راکموي چې له ځمکې څخه ګران‌بیه منابع لکه اوبه سپوږمۍ ته ولیږدول شي.

د دې څېړنې له مخې، سپوږمۍ ته یوازې د یو ګیلن (۳.۷۸ لیتره) اوبو وړل نژدې ۸۳ زره ډالره (۷۱٬۲۳۰ یورو) لګښت لري، او هر ستورمزلی هره ورځ شاوخوا څلور ګیلنه (۱۵.۱۴ لیتره) اوبو ته اړتیا لري.

لو وانګ، چې د دې څېړنې مشر دی، وایي: «موږ هیڅکله د سپوږمۍ په خاوره کې پټ جادويي ځواک په بشپړه توګه نه و تصور کړی.»

خو مقاله دا هم یادونه کوي چې اوسنۍ لارې چارې د سپوږمۍ له سطحې څخه د اوبو د راایستلو لپاره ډېر پړاوونه لري او ډېره انرژي مصرفوي، او په ډېریو کې دا هم معلومه نه ده چې د سون توکو د تولید لپاره څومره کاربن ډای‌اکسایډ کارول شوي دي.

که څه هم دا ټکنالوژي د هیلو څرک برابروي، خو د سپوږمۍ د سختو چاپېریالي شرایطو لکه د تودوخې د شدید بدلون، فضایي وړانګو او ډېرې کمې جاذبې له امله د منابعو استخراج لا هم جدي ننګونه ده.

دغه راز، څېړنه ټینګار کوي چې یوازې هغه کاربون ډای‌اوکسایډ چې د فضا نوردانو له ساه اخیستو تولیدېږي، دې ته بسنه نه کوي چې د یوې ډلې ستورمزلو ټولې اړتیاوې لکه اوبه، سون توکي او اکسیجن پوره کړي.

1 COMMENT

  1. د مباح د علم معتقدین به هم پدی دنیا او هم په هغی دنیا دلیله او شرمنده الله ته وی ځکه چی خلاف د قرآن یی عمل او کړنې کړی دی. زمونږ دی هم لعنت پر دغسو ملایانو شی چی علم یی پر دنیایی او آخروی تقسیم کړی او هم عصری علومو ته مباح وایی. دوی حرامیان د ایران او اسرایلو له جنګ څخه هم عبرت نه اخلی چی څنګه یی د مباح علم په وسیله ایرانی ګوډاګیان و آخندان په خپلو بسترو کی د هغوی په خپلو کورو کی چی سخت د محافظت لاندی هم ول مردار کړل ـ د افغانستان ممسکه او جاهله ملایان به هم یو ورځ جهنم ته ولیږل شی انشاءالله ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...