Homeخبرونهطالبان وایي، له پاکستانه یې افغانستان ته د قاچاق مخه نیولې

طالبان وایي، له پاکستانه یې افغانستان ته د قاچاق مخه نیولې

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳۱مه』د طالبانو ملي دفاع وزارت د ۲۱۵ عزم قول اردو مسوولان وایي، د نشه‌يي توکو د لوی قاچاق مخه یې نیولې ده.

د طالبانو د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۱۵ عزم قول اردو د اوومې سرحدي محمدي لواء ځواکونو د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ په لیډریک سیمه کې یو موټر نیولی، چې پکې ۷۳۰ کیلو ګرامه تریاک ځای پر ځای شوي وو او له پاکستانه افغانستان ته قاچاق کېدل.

سرچینه زیاتوي، چې له یاد موټر سره درې تنه نیول شوي، چې له دوی څخه یو میل پیکا، یو میل کلاشنکوف او دوه سټلايټ ټیلفونونه هم ترلاسه شوي دي.

د يادې قول اردو مسوولان زیاتوي چې، نیول شوي کسان به د لا زیاتو څېړنو او قانوني تعقیب لپاره اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

کارپوهان هم تمه لري طالبان به د قاچاق بشپړ مخه نیسي. دوی وایي په تېر کې به خپله همدې طالبانو قاچاق کوه چې مخنیوی به یې سخت کار وو.

دوی وایي، اوس چې دوی خپله حاکمان دي نو باید د هغو لارو مخه ونیسي کوم چې د وطن ځوانانو او دوی ته په زیان تمامېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...