پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهافغانستان کې د کبانو ۷۷۰۰ فارمونو جوړېدو طرحه د تائید وړ وبلل...

افغانستان کې د کبانو ۷۷۰۰ فارمونو جوړېدو طرحه د تائید وړ وبلل شوه

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳۱مه』د طالبانو د حکومت ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې د کبانو سکټور د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې غونډې ته طرحه وړاندې کړې ده.

یاد معاونیت په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې طرحه کې په ټول هېواد کې د ۷۷۰۰ فارمونو جوړېدو وړاندیز شوی دی.

دغه سکټور وايي، که دغه فارمونه جوړ شي تر ۹۰ سلنې به د کبانو د غوښې اړتیا پوره شي.

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې د دې فارمونو په جوړېدو کې به ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

یاد معاونیت زیاتوي، له هر اړخیزه بحث وروسته دوی طرحه منلې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ته سپارښتنه وشوه، څو په دې پالیسۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت نظرونه ځای پرځای او نهايي بڼه یې د تخنیکي کمېټې راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

د کبانو روزنه په دې وروستیو کې مخ پر ودې روانه ده ام سلګونه کسان په کې په کار بوخت دي.

د کبانو د روزنې فارم لرونکي وایي، د کبانو د روزنې فارمونو په زیاتېدو سره له بهره د صادرېدونکو کبانو مخه ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...