پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+علمي او عمومي لیکنې او امانتداري | پوهاند دودیال

علمي او عمومي لیکنې او امانتداري | پوهاند دودیال

(دسرچینو ښودنه او پلا جه ریزم)

(څلورمه برخه)

د دې مقالې په تېرو برخو کې اکاډمیکه/علمي لیکنه او عمومی لیکنو سره یې توپیر ارزښت او اصول، په یوه علمی لیکنه کې اوزان، مقیاسونه، اعداد او ارقام او همدارنګه لیکنښې یادې شوې. وویل شول چې: علمی تحقیق یا اکاډمیکه څېړنه (research) هغه ژوره او عالمانه پلټنه ده چی په هغی سره واقعیتونه وموندل شي. ریسرچ یو یا څو مقاصد لری،  یوه ټاکلي پرابلم باندې متمرکز وي، له لومړیو او دوهمو منابعو ترلاسه شوي ارقام تحلیلیوی، ټاکلی پایلې ته رسیږي، مناقشه، وړاندیزونه او په پای کې اخځ لري. علمی لیکنه یا بیخي نوښتیزه او بکره، یا اکتشافی، یا تطبیقی یا خالصه، یا کمی یا کیفی وي، بکره او نوښتیزه لیکنه، اکتشافی او دتېرو ادبیاتو بیا کتنه هر یو خپل اهمیت لري. تاکید په دې وشو چې علمی لیکنه پرفاکتونو،علمی تجربو، ارقامو او شواهدو استواره او اخځ ټول په اخر یا لمنلیک کې معرفی کیږي، چې هریو(لمنلیک footnote-سایتشن، اقتباس او ریفرنس لیکل) خپل اصول او طرز لري. ماخذ لیکل له یوې خوا د مقالې اعتبار اوچتوي، له بلې خوا د پخوانیو لیکوالو، چی اثارو څخه یې کار اخلو، درناوی کیږي او امانت ساتته رعایت کیږي. د کاپی رایت حق لیکوال د ماخذ په لیکلو مکلف  او له کاپی او تقلید یې مخه نیسي. د ماخذ ‌‌ذکر کول دلیکنی د اعتبار موجب او د اصلی لیکوال حق ته درنښت دی.

 نن ورځ کاپی رایت یو منل شوی حق دی چې له یونسکو نیولی تر ټولو هیوادو او علمی بنسټونو منلی او درناوی ورته لري. په دې برخه کې تراوسه څو څو تړونونه لاسلیک شوي دي او یوه ورځ د copy right په نوم پېژنو. هغه لیکوال، انځورګر، د موسیقی او فلم هنرمند او نور چی ماخذ ‌ذکر نه کړي، په ادبی غلا تورن کیږي. هغو اثارو باندی چې لیکل شوي وي: (هرډول کاپی او اخځ د ناشر له اجازې پرته ممنوع دی)، د کاپي، ژباړې او نورو موخو لپاره یې باید داصلی ناشر اجازه او موافقه وغوښتل شي. له علمی ژورنالونو، تکسبوکونو، د معتبرو علمی ارګانو او نهادونو، اکاډمیو، قاموسونو، دایرة المعارفونو څخه نقل قول، کاپی او اخیستنه مجاز ده( په دې شرط چې ماخذ ذکر شی).

دمطلق کاپی او د ماخذ د نه ذکر کولو په صورت کې که لیکنه د پلاجریزم ماشین ته وسپارل شي، هغه یې په ځانګړو نښو/رنګ ښکاره کوي. دا نه یواځې متن، تعریفونه، معالات او فورمولونه؛ بلکې د نقشو او انځورونو اقتباس هم ضرور دی.  البته له نور ماخذ استفاده تر یو معین حد مجاز او حتا ضرور ده، ترڅو اتکا ورباندی وشي او دلیکنې اعتبار لوړ شي. د پلجریزم اندازه ځینو بنسټونو او پوهنتونو ۱۲٪ او ځینو تر ۲۵٪ مجاز ګڼلی ده. دا د یو هیواد خپلو پالیسیو او علمی قوت پورې اړه لري. مهمه داده چې د ښودل شوي حد څخه باید زیات نه وي. پلاجاریزم څه دی؟

ادبی سرقت یاعلمي- ادبي غلا Plagiarism یو غیر مجاز عمل دی. دا هغه وخټ پېښېږي چې یو لیکوال یا د یوې وینا اونقل قول بیانوونکی، ناشر، کوم هنرمند، راډیو او نور نشرات، له پخوانیو آثارو(کتاب، هنری طرحو، موسیقی، انځورګرۍ، اختراع، فلم او علمی مقالې) چې د نورو د فکر او هڅو پایله وي، کاراخلی او نوم یې نه یادوي، یا یې په خپل نوم خپروي.

ادبی غلا او پلاجریزم دوه ډوله دی: قصدی یا intentional plagiarism او په تېروتنه یا سهو او ناقصدی ډول Unintentional plagiarism . دپخوانیو آثارو یا هغه تخلیقی آثار چې لا دیجیتل او سافتویرونو کې نه دی ثبت، غلا موندل ستونزمنه ده. دا غلا او کاپی یا تقلید هغه وخت تشخیص کیږی، چی چا پخوانی اثر لوستی او لیدلی وی، خو دیجیتل ثبت شوی او سافتویرونو کی ثبت شوی آثار ډېر آسانه او ژر د ادبی آثارو او لیکنو په غلبیل سره موندل کیدای شي. ادبی غلا او پرته د نوم او اخځ له یادونې د اثارو نشر،  داوسنیو پرمختللو سافتویر/غلبیلونو څخه مخکې هم غندل کېدل. د لومړی ځل لپاره (م. والرویس مرتیلیویس) د روم شاعر د میلاد لومړۍ پیړۍ کې دا عمل وغانده او د پخوانیو شاعرانو د آثارو کاپی او غلو ته یې د ( Plagiarius-غل، دوکه باز ) اصطلاح وکاروله. نن ورځ د دې ډول کسانو د موندلو لپاره تشخیصوونکی سایتونه او آنلاین غلبیلونه شته، پخوا دا ډول امکانات نه و.

په تېره بیا که د پوهنتون د دورې مونوګرافونه، د ماستری او د دوکتورا د دورې تېزسونه او د اکاډمی علمی پروژې تر ډېره حده له پخوانیو لیکل شویو او دفاع شویو تزسونو څخه ولیکل شي، د دې مانا به دا وي چې محصل/څېړونکي خپله خوارۍ نه دي کړي، ځان یې په پلټنه او دقت نه دی مکلف کړی، بلکه ریسرچ یې نه دی زده. دې برخه کی بیلابیل پوهنتونونه خپل اصول لري، او دا چې څو سلنه د پلاجاریزم اجازه ورکوي، د دوی  اصولو پورې اړه لري. په تېره بیا چې اوس ګوګل(Google)، او AI د برېښنایی فایلونو له مخې دا امکان برابروي چې محصلان، لیکوالان او ادیبان په آسانه په زرګونو پاڼې وموندلای شي. د ماخذ ښودنه هم اکاډمیکو او عمومی لیکنو کې ضرور ده.

ډېره به ښه وي چې لارښود استادان، تقریظ لیکونکی، کره کتونکي او سوپروایزران پوهنتونو کې د محصلانو د دفاع، تیزس او مونو ګرافونو چارې وڅاري. زموږ خوار وطن کې څو یو بل سره تړلي علتونه دي چې د تحقیق او علمی راپورونو کمښت او کم ارزښتي سره مخامخ یاستو:

  • تحقیق او ریسرچ ته د لازمې بودجی نشتوالی،
  • د علمی څېړنې په روشونو او ارزښت لږ پوهېدل،
  • د لایقو او تجربه لرونکو لارښود استادانو نشتوالی،
  • د لابراتوارونو، تحقیقاتی ستېشنونو له منځه تلل او بېرته دهغو رغاونې ته نه پاملرنه،
  • د محقق او علمی آثارو پنځوونکو کار ته نه درناوی،
  • په مجموع کې د دوکې او جعل زیاتوالی او د قوانینو بې ارزښته کېدل،
  • دجرمونو او کاپی کولو په وړاندې معافیت حاصلول،
  • د پوهنتونو، دعلومواکاډمی، د تحقیقاتی انستیتیتونو او اکاډمیکومراکزو اقتصادی ضُعف او دمالي، مادي او فکری شتمنۍ بېوزلي،
  • دغوره څېړنیزو پروژو نه هڅول او د ممتازو علمی آثارو نه معرفی کول،
  • له مسلکی او متخصصو پوهانو، پیاوړو لیکوالو او څېړونکوسره د نیمه باسوادو، غیر مسلکی او نا متخصصو چارواکو رخه، کینه او بُخل ،
  • د پوهې او څېړنې په ارزښت د شاتګپالو سترګې پټول،
  • په مجموع کې د پوهانوکار، اکاډمیکو مراکزو او علمی- څېړنیزو کارونو ته عمدي نه پاملرنه.

دوام لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...