تاند۰ د هند د کرکټ تر نولس کلونو کشرې لوبډلې نن د افغانستان لوبډلې ته په ۷ ویکټونو او ۵۳ منډو ماتې ورکړه.
د افغانستان تنکیو لوبغاړو هند ته ډېر ښه هدف یعني ۳۱۱ منډې ټاکلی و، خو هندي لوبغاړو دا لوړ هدف نسبتاً په اسانه پوره کړ.
د افغانستان لپاره فیصل شنوزاده ۱۱۰ او عزرالله نیازي ۱۰۱ منډې وکړې. پیلګرو لوبغاړو عثمان سادات ۳۹ او خال احمدزي ۳۱ منډې وکړې. افغان ټیم په داسپ حال کې چې ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي و، ۳۱۰ منډې وکړې.
د هند لپاره پیلګرو لوبغاړو ښه بیټنګ وکړ او په داسي حال کې چې د هند ۳ لوبغاړي سوځېدلي وو، په ۴۱ اور کې یې هدف پوره کړ.
تر دې مخکې انګلنډ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې استرالیا ته ماتې ورکړې وه او پایلوبې ته وتلی و. اوس به هند او انګلنډ په پایلوبه کې مخامخ شي.
له بلې خوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال شل اوره جام لپاره په یوه تنریني سیالي کې له ویسټ انډیز سره مخامخ شو او دغه افریقايي ټیم ته یې په ۲۳ منډو ماته ورکړه.