نقیب احمد قریشي
که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی ایران ته پروین اعتصامي ورکړې ده، نو افغانستان ته یې پروین ملال هم ورکړې ده.
د کندهار په زرخېزه خاوره کي پروین ملال د پښتو ژبي هغه لیکواله او شاعره ده چي نوم یې پر درست افغانستان پروین، پروین دی او له فیضه یې درست وطن ملال، ملال دی.
پښتو ادب د تاریخ په اوږدو کي له پیاوړو شاعرانو او لیکوالانو ډک او لبرېز دی، خو د ښځینه شاعرانو ونډه که څه هم مهمه وه/ده، خو ډېر وخت یې پوره انعکاس نه دی موندلی.
پروين ملال د معاصري پښتو شاعرۍ له هغو روښانه ښځینه څېرو څخه ده چي په خپل احساساتي، فکري او ټولنیز شعر سره یې د ښځو ږغ ژوندی ساتلی دی.
د اغلي پروین شاعري د ښځي د زړه خبري، دردونه، هیلي، مبارزه، شعوري او شعري دریځ انځوروي.
په لاندي شعر کي یې د شعور کچه د فکر وړ ده:
تش ګومان وم، حسن وخیال سوم
زه چي عشق سومه کمال سوم
سر مې ټیټ کړ، سجده سوم
زر سپرلیه سوم، جمال سوم
درد وم، سوز ومه، سرور سوم
چي له خپل ځان، اتصال سوم
د چړو پر څوکو راغلم
نامراده وم، وصال سوم
د چا ومه؟ څوک کي مل وه؟
چا کړم هسکه چي هلال شوم
نه پناه وم، نه بقا وم
د عدم پر تندي خال سوم
د رڼا په لټون تلمه
د رڼاوو په مثال سوم
د سحر رانجه په سترګو
چي پروین “پروین ملال” سوم
په لاندي لنډکي شعر کي یې د فکر د تعالي کچه و اندازه هم لبرېزه ده:
ستوري:
ستورو شیدې چښلي
لمر د مچیو د کورونو جوړ دی
سپوږمۍ میینه سوه
پر بام وخته
زه د اوبو پر څپو ځمه
پر سیندونو باندي د انسان
پلونه لیکم
د پروين ملال په شاعرۍ کې ښځینه احساسات یوه بېله او بله ځانګړنه ده چي زموږ د شاعرۍ دا برخه یې غني کړې ده.
پروين ملال نه یوازي یوه وتلې افغانه/پښتنه شاعره او لیکواله ده چي د پښتو ادب په نوې دوره کي یې د پښتو ادب لپاره ارزښتمن کار کړی؛ بلکي د ښځو د حقونو، ټولنیز پوهاوي او فرهنګي ودي په برخه کي هم فعاله ونډه لري.
د هغې شعرونه د احساس، فکر او ژور انساني پیغام لرونکي دي، چې لوستونکی له ځان سره فکر کولو ته
اړباسي:
غزل:
ورځ مي غېږ کي وه د شپو پر پلونو راغلم
د سپوږمۍ او پلوشو پر پلونو راغلم
زمزمه یې د ښکالو وه ږغیدله
چي د تیرو زمانو پر پلونو راغلم
یو ګڼ سیوری و خو ورک سو لویه لار کي
و غرمو ته د غرمو پر پلونو راغلم
د سبا لمن مي ډکه د نګهت کړه
د ګلونو او وږمو پر پلونو راغلم
یو مي درد و یو مي سوز څه تنهایي وه
سوزیدمه د لمبو پر پلونو راغلم
پاڼي، پاڼي رژیدمه، سیند نیولم
د اوبو _ اوبو څپو پر پلونو راغلم
د پروين ملال شاعري زياتي ځانګړني لري، ساده خو ژوره ژبه، ټولنیز، انساني او شعوري پیغام، په شعر کي ښځینه احساسات، ریښتنولي او د ښځي د ژوند واقعي انځور یې بیخي بيلي او يګانه دي.
تاسي یې دغه ټولي ځانګړني د آغلي ملال په شعري آثارو:
سپوږمۍ په ځنګلزار کي
وړانګي وړانګي مي باهو
تبجنه سپوږمۍ
د خزان طلایي پلونه
د اوښکو تصویر
کي موندلای سئ!
…………
غزل
چا چي وعده کړې وه، هغه انتظار و نه کړ
زړه سوی یې زما په تورو زلفو او رخسار و نه کړ
زه هم میینه وم ما مینه وکړه وه مي پالل
د چا له ویري مي توبه او استغفار و نه کړ
لمر مي وشاته لکه غر د وړانګو تږې ومه
ژوند مي تیاره، تیاره خو سوال مي د سهار و نه کړ
سوالګره نه وم، دروازې ته یې یو ځل ورغلم
غرور صفته ومه سوال مي په بار، بار و نه کړ
څه ننداره څه د عشق لوبه وه ما وګټله
پلور مي د عهد، د لوړ قدو په بازار و نه کړ
د (پروین) اوښکي وم د شپو پر لمن وڅڅېدم
له استغنا مي د سبا پر لاره څار و نه کړ
……………
درنښت:
نقیب احمد قریشي
٣٠ جنوري ٢٠٢٦/کندهار