Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏روان کال له کندهاره نږدې ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته...

‏روان کال له کندهاره نږدې ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

تاند ( جمعه د سلواغې ـ دلوې ۱۰مه) د کندهار ځايي مسوولانو ویلي، چې روان۱۴۰۴ کال له کندهار نږدې ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د کندهار ولایت رسنیو دفتر ویلي، چې دغه صادرات د طالبانو د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغان ملي سوداګرو له لوري شوي دي.

سرچېنې لیکلي، یاده اندازه صادرات پاکستان، هند، سعودي عربستان، مالیزیا، ازبکستان، روسیه، قزاقستان، متحده عربي اماراتو او قطر هېوادونو ته شوي دي.

د یادونې ده، چې سږ کال له کندهار ولایت څخه شاوخوا ۲۷۴ زره ټنه انار راټول شوي دي.

د کندهار انار په هېواد دننه او دباندې دښه کیفیت او خوند له امله شهرت لري او هرکال یې حاصل ته بې شمېره مینه وال په تمه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...