لوستونکی له لوستو څخه د یوه عمومي ویش له مخې دوه هدفه لري یا معلومات او اطلاعات زیاتوي یا هم تجربې ترلاسه کوي.
راپور اطلاع راکوي او کیسه له موږ سره تجربه شریکوي. کله چې د دارالامان د ماڼۍ د بیا جوړیدو راپور لولو، له دې خبریږو چې دا ودانۍ په څومره وخت کې په څومره لګښت په څه کیفیت ورغیده نو معلومات ترلاسه شول. کیسه مو ښایي د زمان، سیمې او خیال له سرحده واړوي، داسې چې راپور یو زمان او یوې سیمې ته اشاره کوي خو کیسه مو د پیښو، کرکټر او صحنې په مټ یو ځای ته ورولي.
په راپور کې وایو، ولسمشر اشرف غني د طالبانو له مشرانو سره د سولې په اړه خبرې وکړې. په کیسه کې ښایي ولیکو چې د ولسمشر او وسله والو غونډې ته حیرانه شوم، دروازه مې ورو پورې کړه چې څوک مې ونه ګوري.
په راپور کې انګلیسي ژبې وایي چې پنځه (w) د اطلاعاتو د رسولو لپاره پکار دي Who, What, Where, When Why, (ولې، څوک، څه، چیرته، څه وخت)
دغه غوښتنې له کیسه لیکواله هم کیږي خو په دې توپير چې د څوک پر ځای کرکټر، د څه پرځای عمل، د چیرته پر ځای صحنه، د کله پرځای د کیسې خپل زماني تسلسل او د ولې پرځای علت او انګیزه بیانیږي.
په راپور کې د کرکټر خبرې رااخلو، دا کار په کیسه کې د مکالمې له لارې کوو، خو په کیسه کې لیکوال د کرکټر ذهن ته هم ورتلی شي، په راپور کې که داسې وشي ورته وبه خاندو. یو وخت له هرات ښاره یو خبریال په خپل راپور کې ویلي و چې د هرات والي اسماعیل خان په خپل موټر کې تیز تیر شو داسې ښکاریده چې سخت غصه دی. دغه قهر په راپور کې د خندا وړ دی خو په کیسې کې کرکټر باید داسې څه وکړي چې د رښتوني خلکو په څير ښکاره شي، عام خلک که غصه وي نو تندی یې تریو ښکارې، که خوشاله وي شونډې یې ویړې شي.
په کیسه کې غوره ده چې د کرکټر روحي حالت د الفاظو پر ځای په عمل کې ښکاره کړو، مثلا ولیکو، شیبر میز پر سوک وواهه او ویې ویل چې دا نه منم. دلته قهر ښکاره شوی دی او ویل شوې نه دي چې کرکټر په قهر دی. یو نیم ځای بیا کیدای شي چې د کرکټر قهر یا خندا د هغه تر خبرې مخکې بیان کړو، ولیکو:
شیبر په خندا وویل:« ستا خبره منم».
په کیسو کې تر مکالمې مخکې له قید څخه دغه ډول استفاده که ډيره شي په کمزوري دلالت کوي.
په راپور کې وخت مهم دی، که د کابل د هوایي ډګر نوی ترمینل پرانیستل کیږي نو راپور یې باید ژر تر ژره خپور شي. په کیسه کې زمان مهم نه دی، داسې پيښه ښایي په کیسه بدله کړو چې څو کاله مخکې پیښه شوې وي یا د ماشوموالي د وخت یاد وي.
داسې راپور نه لیکو چې د پټو دروازو شاته غونډه وه، دوی چای څښه خبرې یې کولې یوه یې خپل تور پټکی له سره لرې کړ پر میز یې کیښود او دې بل ورته وویل چې تاسو باید پخوا لا دا خبرې پيل کړې وې او په اخره کې ولیکو چې دا د ولسمشراشرف غني او طالبانو غونډه وه چې د سولې په باب غږیدل.
که د دې غونډې کیسه لیکو نو په هغې کې به هم په پيل کې خبره نه پټوو لکه زموږ په ډیرو کیسو او نویو ناولونو کې چې نن سبا دود شوې ده، خبره به کوو خو راسپړو به یې ورو ورو چې په پای کې لوستونکی دا ومني چې د سر خبره خو هم همدا وه او دا یې نتیجه شوه.
په کیسه کې کیدای شي چې د کرکټر د زړه خبرې وکړو، د دریم ګړي په وینا یې وکړو یا لیکوال په خپله کرکټر شي، خو راپور د بل په اړه وي او د کرکټرونو زړونو ته څوک نه ورننوځي.
یوه خبریال په غور کې یو وخت د خبریالانو د ټولنې راپور چمتو کړی و. دی د دې ټولنې مشر و نو په راپور کې یې خپل غږ رااخیستی و چې پلاني داسې وویل په دې توپير چې په راپور کې یې غږ صفا و او په رااخیستې غږ کې چې د سټیج له سره یې ثبت کړی و، لږ جر و. سره له دې چې د یوې ټولنې په غړیو کې د ټولنې د مشر خبرې مهمې دي خو د دې لپاره چې خبریال خپل غږ رااخیستې دی نو اوریدونکو یا لیدونکو ته بل ډول ښکاري.
راپور په حقیقت ولاړ وي او کیسه په خیال او واقعیت چې کله ناکله واقعیت هو بهو هم نه وي یو ډول له حقیقي پیښې یا کرکټره د لیکوال خیال پاریدلی وي او داسې څه یې ترې جوړ کړې وي که پر کیسې وخت واوړي ښایي خپله لیکوال هم پوه نه شي چې دا کیسه یې څرنګه ذهن ته راغلې ده او ترڅه پورې یې لیکلې ده، یا له دې کرکټر یا صحنې څخه یې مطلب څه یا څوک و.
د کیسې مکان ممکن رښتونی وي یا خیالي خو د راپور مکان باید حقیقي وي. د زمان په برخه کې بیا کیسه تیربیر زمان لري یا اوږد زمان. ښایي یوه لنډه نیم مخ کیسه د یوه عمر خبرې وکړي، د راپور زمان لنډ او نوی وي.
د کیسې کرکټر ښایي خیالي وي یا حقیقي خو د راپور کرکټر باید رښتونی وي حتی په راپور کې ټینګار کیږي چې د کرکټر اصلي نوم، که ممکنه وي عمر او دنده باید یاده شي که څوک نه غواړي چې نوم یې واخیستل شي په راپور کې اشاره ورته وشي چې په دې دلیل دې کس د خپل نوم له څرګندولو ډډه کوله، د کیسې کرکټر ښایي هیڅ نوم ونه لري تر اخره په ضمایرو یاد شي.
د راپور او کیسې بل مهم توپير د نثر دی. د راپور په نثر کې که د راډیو لپاره وي لنډې او واضح جملې کاریږي او که د تلویزیون لپاره وي تر ډيره هغه څه لیکل کیږي چې په ویډیو کې نه وي بیان شوي« تلویزیوني انځور ته هغه څه لیکل چې لیدونکی یې ویني تکرار دی. د بیلګې په توګه تصویر ښیي چې ماشومان په ټولګي کې ناست دي او ښوونکی درس ورکوي. که دې انځور ته خبریال یا خبریاله لیکي چې ماشومان په ټولګي کې له ښوونکي درس وایي، دا به اضافي خبره وي، نه یوازې اضافه بلکه پرخپل انځور او د لیدونکو په سترګو بې باوري ده» ۱
راپور تر یوې پیښې راڅرخي، کیسه ښایي ګڼې پیښې ولري یا څو سره تړلې پیښې.
په راپور کې د توازن لپاره د مخالف او موافق خبره رااخلو په کیسه کې بیا مکالمه د توازن لپاره نه وي د پیښې د پرمختګ لپاره راځي.
په راپور کې غوره ده چې واقعیت له یوې منبع څخه پر ډیرو سرچینو ولاړ وي کیسه لیکوال بیا ازاد دی کیدای شي چې یو سړی یې لیدلی وي د هغه پرځای یوه ښځه په کیسه کې انځور کړي یا بیخي د کیسې کرکټر خیالي وي.
راپور باید خپل تسلسل ولري د حقایقو پر بنسټ ولاړ وي خو د کیسې پښې وړاندې وروسته کیږي، لوستونکی په خپله زمانی تسلسل پکې د لوستو پرمهال د کرکټر د چلند له مخې اټکلوي او ټاکي.
کیسه داسې څه ده چې لوستونکی له یوه حالت سره مخامخوي چې لوستونکی پریږدي چې دغه حالت په خیال کې تجربه کړي او د کرکټر پر ځای ځان احساس کړي.
راپور او کیسه سرچپه لیکل کیږي. په راپور کې اصلي خبره په سر کې وي بیا تر ټولو مهمه تشریح په لومړي یا دوهم پاراګراف کې راځي، خو په کیسه کې اصلي غوټه په پای کې پرانیستل کیږي او کیسه لیکوال په یو ډول هڅه کوي چې لوستونکی له ځان سره تر اخره وساتي چې په پای کې پوه شي چې خبره څه وه، خو خبریال اړ دی چې بیړه وکړي او ژر تر ژره خپل مخاطب وپوهوي چې خبره څه ده.
راپور وروسته تر دې چې اصلي حقایق بیان شي هرځای پای ته رسیدلی شي خو کیسه هغه وخت پای ته رسیږي چې د لوستونکي رضایت یې ترلاسه کړی وي.
د راپور او کیسې پرتله د انګلیسي ژبو لپاره ښایي ډيره مهمه وي او د هغو لپاره چې له انګلیسي ژبې سره اشنا وي، ځکه چې په انګلیسي ژبه کې راپور ته د Story یا کیسې کلمه هم کاریږي، خو لکه څرنګه چې توضیح شوه دا دواړه د یوه بل سرچپه لیکل کیږي.
زموږ د لیکوالو لپاره دا پرتله ممکن د دې لپاره ښه وي چې ګڼ خبریالان مو نن سبا کیسې لیکي.
- د تلویزیون خبریالي، پسرلی ایمل، اکسوس کتابپلورنځی- ۲۰۱۷- ص ۱۶۸