پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهسرمنشي: له طالبانو سره بشپړ پرېکون لا بد انتخاب دی

سرمنشي: له طالبانو سره بشپړ پرېکون لا بد انتخاب دی

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۰ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، ویلي چې له طالبانو سره تعامل ښه انتخاب نه دی، خو له دې ډلې سره د اړیکو بشپړ پرېکون تر دې هم بد انتخاب دی.

ښاغلي ګوترش د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له طالبانو سره تعامل په ځینو برخو کې «مثبت اغېز» لرلی دی. هغه له طالبانو سره د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې همکارۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دې چارې «دا امکان برابر کړی چې ښځې په افغانستان کې په څو برخو کې کار وکړي.»

خو ګوترش ومنله چې طالبان لا هم د ښځو د کار او زده‌کړې د بندیز له تګلارې شاته شوي نه دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې سازمان ښځینه کارکوونکو ته اشاره وکړه چې خپلو دفترونو ته د تګ اجازه نه لري، خو ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړل شوې چې ښځینه کارکوونکې په پرانیستو ساحو لکه ساحوي ماموریتونو کې وکاروي.

ګوترش وویل چې د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د دفترونو د کار مخنیوی «ډېر نهیلوونکی او د نه منلو دی.»

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن د قوس په میاشت کې په یوه اعلامیه کې ویلي و چې ملګري ملتونه ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري، ځکه چې افغان ښځو ته مرستې باید د ښځینه مرستندویانو له وسیاه ورسېږي.

هغې وویل چې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو خپل کار له کوره او همدارنګه د ساحې په کچه روان ساتلی دی.

هغې زیاته کړه: «یوازې د هغوی د حضور په ذریعه موږ کولی شو په خوندي ډول ښځو او نجونو ته لاسرسی ولرو او اړینې مرستې هغو کسانو ته ورسوو چې تر ټولو ډېرې اړتیاوې لري. مرستې باید د ښځو له خوا، ښځو ته وړاندې شي.»

تېره اوونۍ، د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره د ښځو د کار او زده‌کړې د بندیز د لېرې کولو په اړه خبرې وکړې، خو طالبانو د هغې غوښتنې ته مثبت ځواب ور نه کړ.

د ملګرو ملتونو لومړیتوبونه

ګوترش په نیویارک کې خپلې خبري غونډې ته وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې څلور اساسي موخې تعقیبوي.

هغه وویل: «د افغانستان بنسټونه باید په رښتیني ډول ټول‌شموله وي او د ټولنې د بېلابېلو برخو استازولي پکې موجوده وي. موږ دا موضوع په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یو اساسي شرط بولو.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې د طالبانو اداره باید بشري حقونو ته درناوی وکړي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې طالبان باید د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د استفادې مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د کوکنارو د کرکېلې پر ضد د طالبانو هڅې وستایلې او ویې ویل چې دې ډلې «په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...