پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد امریکا د سناجرګې یوې کمېټې د طالبانو لاس ته دامریکا د...

د امریکا د سناجرګې یوې کمېټې د طالبانو لاس ته دامریکا د مرستو د نه لوېدو طرحه تصویب کړه

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۰ که) د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د پنجشنبې په ورځ هغه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې په افغانستان کې طالبانو ته د امریکا د مرستو مخه نیول کېږي.

د امریکا د سناجرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، جیم رېش، په یوه بیان کې ویلي چې د دې طرحې په تصویب سره به «د امریکايي مالیه ورکوونکو یو ډالر هم په افغانستان کې د طالبانو په ګډون تروریستي سازمانونو ته ونه رسېږي.»

هغه وویل چې دا لایحه چې «ترهګرو ته د مالیه ورکوونکو د ډالرو نه‌رسول» نومېږي، له هغو تر ټولو څرګندو او بدیهی طرحو څخه ده چې دې کمېټې په وروستیو کلونو کې څېړلې ده. د هغه په وینا، د دې طرحې نوم په خپله خپل هدف په زغرده بیانوي.

رېش زیاته کړه چې د امریکا پوځي ځواکونه کلونه کلونه له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل وو، چې په ترڅ کې یې له دوو زرو څخه زیات امریکایان وژل شوي او له ۲۰ زرو څخه ډېر ټپیان شوي دي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبانو ته د امریکايي مالیه ورکوونکو د هر ډول پیسو رسېدل «د امریکايي سرتېرو او د هغوی د کورنیو لپاره ښکاره سپکاوی» دی.

د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر همداراز وویل چې نوموړي د رایې ورکولو د ناستې د جوړېدو لپاره میاشتې هڅې کړې دي او له سختو مذاکراتو وروسته، دا لایحه اوس د وروستي تصویب پر لور یو بل ګام نژدې شوې ده.

یوه بل مخکښ سناتور، ټیم بورچټ، چې د دې طرحې له اصلي ملاتړو څخه دی، وویل چې دا لایحه به ډېر ژر د رایې ورکولو لپاره د سناجرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي. خو د دې لایحې د تصویب لپاره جمهوري‌پال ګوند د دیموکرات سناتورانو رایو ته اړتیا لري.

دیموکراتانو تر دې وړاندې افغانستان ته د مرستو د بشپړه بندېدو مخالفت کړی و، او دا لا روښانه نه ده چې هغوی به په عمومي غونډه کې تر کومه بریده د جمهوري‌پالانو لهد دې طرحې ملاتړ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...