تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۰ مه) د فرانسې د کډوالو د ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په فرانسه کې د پناه غوښتنې تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه د افغانانو ثبنت شوي دي.
د دې فرانسوي ادارې پر اساس، ۱۳٬۸۰۰ افغانانو په ۲۰۲۵ م کال کې په فرانسه کې د پناه غوښتنې کړي او له بلې خوا تر بل هر ملیت د افغانانو د پناه ډېر غوښتنلیکونه منل شوي دي. یعني شاوخوا ۷۸.۸ سلنه افغانانو ته پناه ورکړل شوې ده.
د کډوالو او بېتابعیتو کسانو د ساتنې لپاره د فرانسې دفتر (OFPRA) ویلي چې افغانان تېر کال د پناه غوښتونکو د اصلي هېوادونو په لېست کې لومړی مقام لري.
له افغانستان وروسته، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د وګړو ۱۳٬۲۰۰ غوښتنلیکونه ثبت شوي، ورپسې هایټي ده چې ۱۲٬۶۰۰ او اوکراین درېیم ځای لري چې ۱۲٬۳۰۰ غوښتنلیکونو یې وړاندې کړي دي.
د ادارې په وینا، همدا څلور هېوادونه په ګډه په ۲۰۲۵ کال کې په فرانسه کې د پناه لپاره د ټولو ثبت شویو غوښتنلیکونو درېیمه برخه جوړوي.
فرانسې د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې د نړیوالې ساتنې لپاره ټولټال ۱۴۵٬۲۱۰ غوښتنلیکونه ثبت کړي، چې دا د ۲۰۲۴ کال پرتله شاوخوا ۵.۵ سلنه کم دي. د فرانسې د کډوالو ادارې ویلي چې دا د ۲۰۲۰ کال د کرونا وبا له پیل راهیسې د پناه غوښتنو دوهم پرلهپسې کلنی کمښت دی.
سره له دې عمومي کموالي، د منل کېدو کچه لوړه شوې ده. په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۱ سلنه غوښتنلیکونه د لومړني ارزونې په پړاو کې منل شوي.
که د استیناف (اپیل) له لارې بېرته اړول شوې پرېکړې هم په پام کې ونیول شي، نو په ۲۰۲۵ کال کې په فرانسه کې کابو ۷۹٬۰۰۰ کسانو ته پناه ورکړل شوې ده.