Homeخبرونهمجاهد وايي چې د دوی حکومت اساسي قانون ته اړتیا نه لري

مجاهد وايي چې د دوی حکومت اساسي قانون ته اړتیا نه لري

تاند(جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۰ مه) د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د پنجشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې اساسي قانون یوه نوې پدیده ده، او د هبت‌الله اخندزاده پر فرمانونو په ټینګار سره یې وویل چې د طالبانو اداره اساسي قانون ته اړتیا نه لري.

مجاهد د افغان تلویزیون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان اساسي قانون نه لري، وویل: «قرآن او شریعت زموږ قانون دی.»

هغه زیاته کړه چې دا مهال تر سلو ډېر فرمانونه د طالبانو د مشر، هبت‌الله اخوندزاده، د توشیح (لاسلیک) په تمه دي.

مجاهد وویل چې په تېره یوه پېړۍ کې د اساسي قانون جوړول دود شوي، خو باید د اسلامي نظامونو تاریخ ته هم پام وشي. نوموړي ټینګار وکړ: «موږ شریعت او قرآن لرو.»

خو ده په عین حال کې د اساسي قانون د لرلو د اهمیت ته اشاره وکړه، ویې ویل: «دا ډېر ښه کار دی چې یوه کتابچه او څو مادې ولرو، څو د ټولو لپاره روښانتیا او شفافیت رامنځته کړي.»

د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې په اوسني نظام کې خپلسري او د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلاف نه شته. هغه وویل: «هغه څه چې امیرالمؤمنین یې ووایي، فرمان دی او عملي کېږي. تر اوسه داسې کوم فرمان نه دی صادر شوی چې د شریعت خلاف وي، او دا فرمانونه د قوانینو په توګه په رسمي جریده کې چاپ او خپرېږي.»

هغه په پای کې وویل: «موږ به یو بنیادي اساسي قانون جوړ کړو.»

له مجاهد څخه په دې مرکه کې هم د خپرونې د کوربه او هم اورېدونکو له لوري بیا بیا د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه پوښتنې وشوې، بالاخره یې وویل چې دی هم په دې اړه څه نه شي ویلی او ځواب نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...