جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهسپینه ورځ چې وه بې لمره | حیات ژوند

سپینه ورځ چې وه بې لمره | حیات ژوند

کور په سترګو نه لیدل کېږي، هوار ډاګ دی او لوی هیبت راباندې پروت. یوازې زه نه؛ بلکې دلته هر یو زما په شان ترهېدلی دی.

له لرې مې ګڼ خلک ولیدل، ځان ته مې نه و پام، ګړندی ورروان وم، په کتار کې ودرېدم، د کتار سر او بر نه معلومېده. زما تر شا هم جپه جپه خلک په بیړه ګامونه اخیستل. چې شا ته مې وکتل، د کتار پای نه تر سترګو کېده. له ځان سره وګوڼېدم: «په دومره لنډه شېبه کې دومره خلک زما تر شا بیا ودرېدل؟»

هېڅوک نه و خبر، د چا په تمه او ولې دلته راغونډ شوي وو. پر تندي مې خولې راماتې شوې، څاڅکي خولې مې شوندې تروې کړې. یو کس وغوښتل، تر ما مخکې په کتار کې ودرېږي؛ خو اشاره مې پوه کړ. دلته له وېرې هر يو د امر تابع و. بېرته په شا شو، په همدې سره مې څو هیبتناک درزونه واورېدل، کتار وران او ګڼ شو. مخ مې شا ته واړاوه، د خلکو ګڼه ګوڼه شوه، هېڅ ښکاره نه شول. 

بل درز شو، دا ځل مخ په بله واړاوه، هېڅ نه برېښېدل. یو په بل پسې درزاری کېده؛ خو په سترګو څه نه ښکارېدل. موږ هر یوه هیبت په مخه کړي و، وېره دومره زیاته وه، چې یو له بله مو په سختۍ پوښتنه کولی شوای. 

زه ځای پر ځای ودرېدم، په لاسونو مې له تندي خولې پاکې کړې. د بوټ تر تلي لاندې ځمکه وخوځېده، خو هیبت په مخه کړی وم، سر مې ورپسې ونه خوځاوه. یو سړی زما تر مخې هک حیران ولاړ و، پر وږه مې لاس ورکېښود. چې راکتل يې، زما تر تلي لاندې ځمکه پوړنده شوه.

نیمايي بوټ مې په ځمکه کې ننوت، ټوپ مې کړ او له دې سره له ځمکې د لوګیو غرونه اسمان ته پورته شول. سړی مې ورک کړ او لوګیو زما هیبت نور هم زیات. غوښتل مې وتښتم، ځان مې منډې ته برابر کړ، وتښتېدم، ښه ډېره منډه مې وکړه، خو لا هم پر خپل ځای ولاړ وم، لوګي ما ته مخامخ اسمان ته برابر شوي و.

اسمان ته مې وکتل، لوګیو پوښلی و. له لوګیو مې ځان ژغوره او غوښتل مې وېره مې ختمه کړم او کور ته ستون شم؛ خو ما پر خپل ځای بې حاصله ګامونه اخیستل. 

شاوخوا مې وکتل، مخلوق راټول شوی و، هر یوه بې د تېښتې هڅه کوله؛ خو موږ په دې ارته ځمکه کې له همدغه کوچني میدانه د وتلو اجازه نه درلوده یا ښايي وس به مو يې نه لاره.

ما په ډېرې سختۍ پخوانی ملګری چې غوښتل مې ورسره وغږېږم، د لوګیو په منځ کې سهی کړای شو او په لوړ غږ مې ورنارې کړې: «دلته څه روان دي؟ ولې تښتېدلی نه شو؟»

ښي غوږ ته يې لاس لپه کړی و او ګومان کوم زما خبرې يې په ګرانه اورېدلې: «نن د واکمن د واکمنۍ وار دی، تېښته نشته، اراده سلب شوې ده.» زه فکر په مخه کړم، د راتګ وخت او حالت مې نه و په یاد، هر څه مې هېر وو.

ما خپلو پښو ته وکتل، د بوټونو تلي مې تللي او زاړه شوي وو. غوښتل مې ورته ووایم، چې تر کومه به دلته یو، خو هغه لکه زما له دننه څخه خبر وي. زما پوښتنې ته يې ځواب راکړ: «دا ګرد مخلوق یوه ناجي ته په تمه دی؛ خو وايي چې نن د ناجي وار دی. څومره چې موږ ځورولی وي، په هماغه کچ به نن موږ هم ځورېږو.»

دی نور هم وغږېد؛ خو لوګیو زما سترګې ترخې کړې وې، ځکه چې اوس باد هم ورسره مل شوی و.

ځان ته مې پام شو، تر یوه جوړ بوټانو او ریتاړو جامو پرته بل هېڅ څه مې پر تن نه لرل، له سترګو مې اوښکې روانې وې، تراخه لوګیو ځان ته زما په سترګو کې خوندي ځای برابراوه. زه لالهانده د خلکو ترمنځ ورنتونم، له هر یوه مې د دغې شېبې د پای پوښتنه کوله، هر یوه د «ناجي» د راتګ په کلمې پسې نښتی و.

زړه مې راډک شو، له خلکو یوې خوا ته کېناستم، ناهیلۍ مې زړه په منګولو کې نیولی و، په ځان ونه پوهېدم او په لوړ غږ مې وویل: «دا څه لوبه روانه ده، ناجي! ناجي! ناجي! ورپسې ورشئ، له ګرېوانه يې کلک ونیسئ او ورته ووایئ، چې موږ درته هسې ونې بوټي ښکارېږو یا ان لوګي تر موږه ښه دي؟ لوګي خپل حضور ته منې، ښايي ستا سترګې به یې هم ترخې کړې وي، خو دا چې موږ په عذاب کې واوسو، له دې خوند اخلې. ته یو سادیست ناجي يې! وايې وره! ته یو لوی هیبت يې، چې د هست او نشت په عذاب دې اخته کړي یو!» 

ما دا خبرې وکړې او سر مې پر زنګانه کېښود. د خلکو د پښو ترپی ورو ورو غوږ ته رانژدې کېده، سر مې پورته کړ. ډله خلک راباندې راټول شوي وو، د هر یوه په لاس کې یو یو بوټ و. درې بوټونه راګواز شول، یو زما پر سینه، بل پر سر او بل زما پر خېټه هممهاله ولګېدل. درد مې احساس کړ، دومره ژور درد چې په ژوند کې مې نه و احساس کړی، خو ما ټولې خبرې له خپل اندرون څخه په لوړ غږ یو یو کولې او په دغه کار مې ځان زړه تشاوه.

زه نیمايي په زړو او بدبویه بوټونو کې پټ وم، یو ټپ مې هم پر ځان نه لیده، خو شدید درد مې ټول بدن په منګولو کې نیولی و. ډله خلک بېرته رانه شا ته شول، هر یوه یې یو بوټ لاره؛ خو یا د غوسې یا د وېرې له وجې يې هېر شوي و، چې پر ما وار شوي بوټان بېرته ټول کړي. دوی په وېروونکو کتلو يې لا هم زما د عذاب وسایل برابرول. 

ځمکه وخوځېده، لوی هیبت خپور شو، زما تر څنګ په ځمکه کې لوی سوری جوړ او لوګي ترې پورته شول. منډه مې کړه، خو دا ځل مې قدمونه بې حاصله نه وو، ما منډه وهلی شوای، ان تښتېدلی شوای. ناڅاپه د پېښماني احساس راولوېد، بېرته راوګرځېدم او له ځان سره مې وویل، چې په بدمرغۍ کې انسان څه کفرونه نه غږوي. هېڅوک نه و، اسمان ته مې وکتل، لوګیو پوښلی و. زما تر څنګ د لوګیو یو تنور ډوله سوري ته ورنژدې شوم. ورته ومې ویل: «ما وبښه، نه پوهېدم، څه څه رانه وویل شول. ما چې کله وېره یا ناهیلي په مخه کړي، ځان نه شم قابو کولی، وېره چې له ازله راسره د سیوري په شان ګام اخلي. ناهیلي چې پر ما د غلبې لپاره یوازې او یوازې په وړې او کوچنۍ بهانې پسې ګرځي. ما کفر ویلی دی، ما مجازات کړئ.» خو وروسته زړه ته رالوېده، چې وېره او ناهیلي پخپله د مجازاتو یو ډول دی. 

هېچا ځواب نه راکاوه، زه له لوګیو روان شوم، په ځمکه کې د لوګیو د هرې سوړې شمېرنه مې پيل کړه. شمېر مې تر شپږ ویشتو ورساوه. چې یو څو نورې سوړې مې حساب کړې، شمېر رانه غلط شو. همداسې مخکې لاړم، دومره مخکې لاړم، چې د خلکو ټولی مې ورک کړی و. اټکلي شپېته، درې شپېته سوړې وې. زه ورټيټ شوم. د لوګیو د تریخوالي له وجې مې سترګو اوښکې کولې، د سوړې ترڅنګ د پخوانیو لرګیو یو فوسیل پروت و او وپوهېدم، چې تر لوی طوفان راهیسې د ځمکې زړه ډک شوی او اوس غواړي خپل زړه تش کړی، کټ مټ لکه څو شېبې مخکې چې ما خپل زړه تش کړ. 

بېرته خپل ټولي ته راوګرځېدم، هوا ورو ورو روښانه کېدله، له غروب د لمر څرک راښکاره شو، موږ یو بل ته حیران وکتل او ونه پوهېدو، چې سهار دی که مازدیګر؛ خو د لمر وړانګو ته په کتو مې تر څنګ ناست سړي ته وویل: «د سهار لمر څيره ووهله.» هغه هم زما خبره تایید کړه.

د لوګیو تر ورکېدو وروسته ناڅاپه پر ځمکه کلي راشنه شول. شل منټه وروسته د کور په دروازه کې ولاړ وم.

ــ رنګ دې الوتی دی، په لوګیو لوغړن شوی یې؟

خور مې وه، ما یوه کلمه هم په ژبه رانه وړه. هغې لکه د پخوا په شان زما پر حال زړه خوړ. نن هم هماغومره خپه ښکارېده، لکه یوه میاشت مخکې چې درې ورځې له خپلې خونې راونه وتلم؛ نو خونې ته رادننه شوه او له ما سره يې زما پر یوازیتوب وژړل.

ما یې د پوښتنې په ځواب کې هېڅ ونه ویل، ان توان مې نه لاره، چې خوله چوله کړم. هماغه هیبت تر اوسه راباندې پروت و، لکه د لوګیو تورکي.

زړه مې لا هم په لړزه و، د خونې بام ته وختلم، تر شا مې کړپی شو، ما وانګېرله، چې بام سوری کېږي او د لوګیو یو سوړه پکې جوړېږي. ژر مې ټوپ کړ، خور مې څو ګامه راپسې راوخیستل، له لاسه يې ونیولم: «هېڅ خبره نشته، ترهېدلی يې. ځه خونې ته لاړ شو.»

زه حیران ولاړ وم، هر څه سم و، ګڼ کورونه اباد شوي وو. لږه شېبه وروسته درزاري یو ځل بیا زما د غوږونو پردې وښورولې، خور مې رامنډه کړه، غېږه يې راکړه، د زړه درزا يې ګړندنۍ شوې وه. وېرې هر څه له ستوني تېرول.

کابل، سید نورمحمد شاه مېنه

۱۳۹۸/۹/۱۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب