کره کتنه، پيدايښت، پېژندنه او ډولونه
دا مقاله د ارشاد رغاند په غوښتنه خپرېږي. په خورا درناوي دې با احساسه پوه، ځېرک او د خلکو په درد کې سوځېدلي ځوان شاعر او لیکوال ته ډالۍ کېږي.
——————————————————
د کره کتنې اصطلاح په زياترو ژبو کې لرغونى تاريخ لري ، په پښتو ژبه کې هغې ته د نقد، تنقيد او کره کتنه او په فارسي ژبه کې د هغې لپاره د ادبى نقد، سخن سنجى اويا سخن شناسي اصطلاحات هم کارول شوي دي .
په عربي ژبه کې هغې ته نقدالادب ويل شوى دى، زموږ پياوړي استاد سرمحقق محمد صديق روهي ددغو اصطلاحاتو په اړه ليکلي دي :
((کره کتنې ته په عربي ژبه کې انتقاد وايي، چې اصلي ريښه يې د نقد کلمه ده. ځېني کسان د انتقاد پر ځاى د «تنقيد» کلمه هم استعمالوي، خو دغه ټکى په همدې بڼه په عربي ژبه کې نه دى راغلى، بلکې په قياسي توگه د (نزاکت، مفشن، قضاوت ) او داسې نورو کلمو په شان جوړه شوې کلمه ده.
انتقاد کره کولو ته وايي. په انگريزي کې ورته (Criticism) (کريټسيزم) وايي چې د لاتينې له «Kritikos»اويوناني «Criticus»څخه اخېستل شوې او د قضاوت کولو په معنى راځي » . ١
پوهاند عبدالقيوم قويم په خپل نقد ادبي ، نومي کتاب کې د دې کلمې په اړه ليکلي دي:
(( په دري ژبه کې د ادبي اثارو د شننې او پرتله کولو لپاره، د نقد د کلمې نه سربېره، نور کلمات هم کارول شوي او هغه دا دي : ادبي انتقاد، ادبي تنقيد او سخن سنجي )) ٢
پوهاند قويم هم ټينگار کړى دى چې)) په انگريزي ژبه کې کره کتنې تهCriticism) په فرانسوي کې ( Lacritique ( په الماني کې ورته«Kritik» وايي چې د ټولو ريښه د يوناني کلمې «Krite`s» ته چې د حکم او قضاوت معنى لري، رسېږي. )) ٣
لکه څنگه چې وويل شول ، په لرغونو زمانو کې دا کلمه ( Criticism) ليکل شوې ده. دا هغه ډول کره کتنه ده چې معنى يې د عيبونو لټول دي ، خو يوه بله خبره هم د يادونې وړ ده او هغه داده چې دا کلمه په يوناني ژبه کې د «Krinein » له کلمې سره همريښه ده چې د سنجش او کره کولو معنى لري، البته داسې سنجش او محک چې صرافان يې په خپله صرافۍ کې په کاروي . نو بې سببه نه ده چې اوسنۍ څېړنې دا ښيي چې په لرغونو زمانو کې پيسې دوه ډوله وې:
” دسپينو زرو پيسې د (درهم) او د سرو زرو هغه يې د (دينار) په نامه ياديدې ، په هغو وختو کې به هم کله کله د دينار په جوړولو کې دغلي کېده او په هغو کې به نور فلزات په تېره بيا مس ور گډېدل ، دغې دغلۍ به د دينارو او په تېره بيا د هغو د زرو کچې ته تاوان رساوه .
په لرغونو زمانو کې د سرو يا سپينو زرو د دغلۍ د څرگندولو لپاره دنده صرافانو ته سپارل کېدله، هغوی هم د ځانگړي (محک) په مرسته د دغې دغلۍ کچه په ډاگه کوله ، دا چې هغه وخت ادبيات له زرو سره پرتله کېدل نو ځکه يې د ادبياتو د نيمگړتياوو پيدا کول کره کول او د هغه سرته رسوونکي يې کره کتونکي وبلل ” (٤)
د پښتو ژبې په نازکخيالو شاعرانو کې حميد مومند کېداى شي په خپلو لاندې بيتونو کې د صراف کلمه د هماغه کره کتونکي په معنى راوړى وي ،دى وايي:
د حميد له فکره ، مه پوښته عــــام خلق
د زربفتو قدر ، څه زده بوريــــا بـــــــاف
د حميد د مينې کوټ به کره ووځــــــي
که پرې ځير شى قدر دان ، دانا صراف(٥)
او د حنان بارکزى دا بيت چې وايي:
پرمحک د امتحان د سخندانــــــو
د حنان شعر چاندى لکه زر ووت (٦)
په پښتو ادب کې به د کره کتنې او په دې اړه د يادونو په هکله، وروسته اوږدې خبرې ولرو ، خو که د اوسنۍ موضوع په اړه خپلې خبرې اوږدې کړو کولاى شو ووايو : په بېلابېلو روايتونو کې راغلي دي چې په لرغونو زمانو کې به پاچاهانو او لاسبرو واکمنانو خپلې پيسې او سکې له سرو يا سپينو زرو نه جوړولې. د دې پيسو ارزښت اصلاً د هغو زرو په انډول اټکلېده چې په هماغې سکه کې به کارول شوي وو . دا په دې معنى چې په هغې کې به د زرو د کچې اندازه د سکې د ارزښت کچه وه. که به دغه سکه آن له رسمي ارزښت اوکارونې نه ولوېده او يا به چا ټوټې ټوټې هم کړه بيا به يې هم د زروالي په اندازه خپل ارزښت ساته .کله کله به که د دغو سکو او پيسو په جوړولو کې دوکې اوشوکې وشوې نو بيا به د هغې سکې ارزښت يوازې او يوازې د هغې د زرو د کموالي په اندازه راکمېده او بس.
کله کله به په دغو زرو ، سکو او پيسو کې د دوکو او دغلېو دڅرګندولو او برالا کولو لپاره هغه يوه ماهر يا زرګر ته ورښودلې، په سکو کې د زرو د اندازې او يا په هغو کې د دوکې د اندازې د ټاکنې دغې چارې ته يې نقد يا کره کول ويل ، دا په دې معنى چې د نقد يا کره کولو کلمه دسکو د ارزښت ټاکنه وه . ځېنې نور اثار او پوهان هم په دې خبره ټينگار کوي :
((د درهمو کره کول، د کوټه او نا کوټه پيسو بېلولو ته نقد يا کره کول وايي ،))(٧)
کره کتنه د انساني تخليق او تفکر همزولې ده . که د لاس ته راغلي فرهنگ عمر تر دوو دوه نيم زره کاله اوښتى دى، نو په پوره باور سره ويلى شو چې کره کتنه هم د هغه همزولې ده.
د هنري اثارو په تېره بيا د ادبياتو د پيدايښت له هماغې لومړۍ شېبې نه کره کتنه ، د يوه طبيعي نظم پر بڼه پر هغو ولاړه ده .
په لومړيو وختونو کې کره کتنې زياتره د اثر د نيمگړتياوو او کچې د راسپړلو دنده لرله .
کره کتنه په ادبياتو کې ، د ادبي نظرياتو د را منځ ته کېدو سبب گرځېدلې ده .
کره کتنه د اثر د هنري ارزښتونو پلټنه او ټاکنه اوياهم له کره نه دناکرو بېلول دي .
استادحبيب الله رفيع د کره کتنې په اړه ليکلي دي :
((کره کتنه د ادب سا او روح ده ،که کره کتنه نه وي ، ادب مري او که ژوند ولري هم ، نو ادب ژوندى نه گڼل کېږي ، کره کتنه معراج او معيار ته د ادب د رسېدلو لاره ده ، که دا لاره شاړه وه ، نو بيا له ادب نه د معيار توقع مه لرئ ،))-٨
استاد عبدالحسين زرينکوب د يوبل کره کتونکي په حواله، په خپل کتاب، نقد ادبي، کې ليکلي دي :(( کره کتنه هغه هڅه او هاند دى چې پرته له هر ډول غرض او گټې نه، د هغه څيز لټه، پېژندنه او پلټنه وکړي چې د نړۍ د انساني اندېښنو په منځ کې تر ټولو نه غوره اوښه بلله شوې ده . )) ٩
په اروپايي ادب کې د کره کتنې اصطلاح زياتره د يوه اثر په اړه د قضاوت او يا نظر ورکولو په معنى راغلې ده .
يا هم د ښې او بدې وينا بېلول دي .
((کره کتنه ، د ادبي سبکونو ، د څېړنې او مطالعې فن او د هر يوبېلول دي . )) (١٠)
د دې تعريف يا پېژندنې خاوند دا نظر لري چې د سبک د څېړنې په ملتيا کره کتونکى وکولاى شي ، د اثر رغنده برخې : تاليف، تعبير، فکر او احساس وڅېړي .
یو بل پياوړى ناقد ليکي : د ادبي اثارو وېشنه ، د هغو په اړه قضاوت او د هغو سپړنې ته کره کتنه وايي .
((د دغې سپړنې موخه دا ده چې د دغه اثر اړيکي د ادبي تاريخ له عمومي بهير سره وټاکي ، نه يوازې د ادبي تاريخ عمومي بهير بلکې د ادبي ډولونو له ځانګړو قوانينو ، له هغه چاپيريال سره چې اثر په کې پيدا شوى اوله هغه ليکوال سره چې دغه اثر يې ليکلى دى .
د همدغو اړيکو ټاکنه ، پېژندنه او غوره کول کره کتنه ده . )) (١١)
په يوه ځانگړي پېر کې د ادبي اثارو شننې ، څېړنې ، سپړنې ، لټونې او اوډنې ، پرتله کول ،کره کتنه نومېږي .
کره کتنه، يوه داسې هڅه ده چې غواړي اثر ، له تاريخي ، ټولنيز ، اقتصادي شرايطو ، ښکلاييز اړخ ، رواني لاملونو او ژبني – هنري توان له مخې وڅېړي .
په لرغونو زمانوکې د دغه شان کره کول يادونه له زوکړې مخکې پنځمې پېړۍ ته رسېږي .
له هماغو زمانو راهيسې دغه کلمه د هنري ادبي اثارو د ارزښت دټاکنې لپاره هم کارول کېږي .
په کره کتنه کې د لاندو ټکو په پام کې ساتنه ډېر د پام وړ دي :
(( داثر چاڼول ، د هغه پېژندنه ، د اثارو نه د ځانګړو موازينو راويستل، د دغو موادو پېژندنه ، د دغو لارو چارو لاپسې دودول ، د شاعر او ليکوال ذهني نويوالى ، د زوال له لورې نه د نوښت پلو ته د زاړه تفکر او اندېښنې هڅول او د خوداګاه منطق تخليقول )) (١١)
دکره کتنې يوه غوره او رښتينې دنده د ادبي اثارو شننه، سپړنه او پېژندنه ده .
پېژندنه، د اثارو معنوي-فلسفي، جوليز او موضوعي څېړنه او په خپله زمانه کې د هغو د دريځ ټاکنه ، منل او نه منل ، هغه څه دي چې کره کتونکي يې بايد د خپلې کره کتنې په مرسته وښيي، وټاکي او څرګند يې کړي .
د ښکلايز يا نه ښکلايز جوړښت مننه ، نه مننه، د کړنلارې په چوپړ يا د هغې پر واړندې د يو اثر درېدنه ، په اثر کې : د دين ، مذهب، هېواد پالنې ايديالوژۍ، خپلواکۍ، مېړانې، اخلاقو ، ټولنيزو اړتياوو اغېز هغه انځورونه دي چې کره کتونکی هغه بايد تر لوستونکي پورې ورسوي .
يا داسې هم ويلى شو : کره کتنه لکه هغه شان چې له نامه نه يې څرګنده ده ، د يوه اثر کتنه، پېژندنه ،څېړنه ، سپړنه ، شننه ، پلټنه ، تلنه او په ادبي-ټولنيز بهير کې د هغه د ځاى او دريځ ټاکنه ده .
که ووايو چې کره کتنه د يوه اثر ښکلاوې ، اداګانې ، نويوالې ، غوټې، ناښکلاوې ، پيچلتياوې ، ناڅرګندې خواوې ، ژبنۍ تېروتنې يا نووښتونه راسپړي کم به مو نه وي ويلي .
په خپله د اثر د ادبي ارزښت ټاکنه ، په تېره بيا د هغه د تخليقو ارزښتونو ټاکنه ، د کرکتنې له غوره دندو نه ګڼل کېږي .
له ټولنيز بهير ، له تاريخي يون ، د ليکوال ، شاعر ، انځورګر او يا بل هر هنرمند له هنري تفکر سره د اثر د اړيکو موندل او پېژندنه ، هغه چاره ده چې کره کتنې ته ور په برخه شوې ده .
د کره کتنې بله دنده دشاعر ، ليکوال او لوستونکي او ليدونکي او اورېدونکي تر منځ د منځگړيتوب يا ريباري ده .
کله کله خو داسې پېښېږي چې د يوه اثر ، (شعر، داستان، انځور، مجسمې يابل اثر د نوښت هنري کچه ان د هغه خالق ته هم څرګنده نه وي. کره کتنه په خپلې ژورې ، ځيرمنې ځانګړتيا ، په خپلې ژوروالي ، په خپلې درنې پانګې، په خپلې زرينې تلې او ژورې شننې سره د اثرهغه څه راسپړي ، چې بې له دغه شان چارو او سپړنې نه به د هغه برالا کېدل ناشونى خبره وي .
ډېر لوستونکي، ليدونکي يا د هنري اثارو اورېدونکي يوازې او يوازې د اثر بڼې ، د اثر مخ ، د اثر رنګ او د اثر ډول ته ګوري ، هغه نه هضموي او يايې سر نه پرې خلاصيږي ، مګر کره کتنه د اثر د بڼې او ډول تر کتنې او پوهېدنې نه وروسته ، د هغه تل ته ، د هغه زړه ته او د هغه منځ ته ورننوزي . هغه هضموي يا په بله معنى د هغه جرړې پېدا کوي او پلټنه يې کوي .
دا چې ټولې دغه چارې دځانګړو پوهو او تجربي پانګې په مرستو د دغوپوهو او تجربو پر بنسټ او اصولو تر سره کېږي ، نو ځکه ويلی شو چې کره کتنه په خپله يوه پوهه او علم ګڼل کېدای شي .
که دکوم شعري جونګ کره کتونکی ، د دغه جونګ شعرونه د کره کتنې په تله کې اچوي او د هغه دوزنونو ، قافييو ، رديفونو ، خيالونو ، تصويرونو ، فنونو او ښکلايزو ځانګړتياوو ښودنه کوي دا به د هغه کره کتونکي هغه دندې وي چې د ښه او نا ښه شعر د نومولو لپاره به يې کاروي .
خو که هغه په ځانګړی ټولنيز پړاو کې د شعرونو دريځ دکوم سياسي بهير، دريځ او کړنلارې پر وړاندې ، څېړي او شننه يې کوي ، هغه به د کره کتونکي بل نوښت وي .
نوربیا
١-روهي، سرمحقق محمد صديق ،د زيری جريده،١٣٥٥ کال .
٢-قويم، عبدالقيوم، نقد ادبى،١٣٧٩،٣مخ .
٣-هماغه اثر،١٣٧٩،٣مخ .
(٤)شيمسا، دکترسيروس، نقدادبى، چاپ دوهم، تهران ،١٣٨٠ ،٢١مخ .
٥-د حميد ديوان،١١٩مخ .
٦-دحنان بارکزى ددپښتوټولنې د ١٣٣٦ کال چاپ ، يوولسم مخ.
٧-ددهخدا فرهنګ،١٣ ټوک،٢٠٠٢٤ مخ .
٨-افغان ياد،کابل پوهنتون،١٣٦٠،٩٨مخ .
Dr. saheb Bahand Salamoona,
Za feker kawam chay yawa kuchnai dey leekenay ya Type ghalatee sheway da, Criticum Latina Kalema da aw Kritikos yunany.
Pa dranawy
زموږ خلک او ژبه داسې لیکنو ته زیاته اړتیا لري.
په قلم او احساس مو برکت
قدرمن ډاکتر صیب په قلم او فکر مو برکت شه، ډېرو مهمو ټکو ته مو اشاره کړې چې تقریبا زموږ ټولنه کې په نشت حسابیږي. زه به هم پکې يو څه ووايم، هغه دا چې د استاد له ليکنې دا جوتيږي چې نقد څومره اړين دي؛ هماغومره خطرناک کار هم دی؛ ځکه چې نقاد له صراف او زرګر سره تشبیه شوی. یو څوک که په یوه موضوع کې څه نقد کوي باید په همدې موضوع کې هر اړخیزه عمیقه مطالعه او پوهه ولري. بله دا چې نقد عربي کلمه ده او محترم ډاکتر صیب د ځينو استادانو په استناد ويلي چې نقد ته انتقاد او نتقید هم ویلی شي. په ډېر احترام باید وويل شي چې عربي ژبه کې د نقد او تنقید، نقد او انتقاد توپير همدا دی چې نقد پر ځای یعنې د یو کلام ښه، ښه او کمزوری کمزور ښوول دي. او انتقاد او تنقید کې دا (ت) د تکلف ده. یعنې انتقاد او تنقید منفي کار دی او نقد ایجابي او مثبت.