د یوه لرې زیارت په تاکۍ کې لګیدلې ډیوه چې د دروازې له درزه ورننوتې شمال ته د ماښام خواته رپي، د مني په اخره کې د هسکې ونې په ړنګه ځاله کې د ټوپک له ډزو وروسته ناسته مرغۍ، د کونډې په کلوشه کې په سره وټي باندې پرته واوره او نور ډیر دې ته ورته شیان چې په کیسه کې رااخلو کیسو ته سیمبولیک رنګ ورکولی شو او په دې له پامه غورځیدلو شیانو(د زیارت ډیوه، ړنګه ځاله او کلوشه) کولی شو چې په داستان کې د ژورو احساساتو او مفاهیمو زړي وکرو خو شرط دا دی چې دغه او نور شیان چې په سیمبولیک ډول استعمالوو د کیسې له محتوا او فضا پردي نه وي.
سیمبول لکه همدا ځاله، همدا ډیوه، همدا کلوشه نښې دي. مثلا په ریاضي کې (+) د عدودنو د یوځای کیدو نښه ده او (–) د عددونو د منفي کیدو. په اقتصادي ډګر کې بیلابیل شرکتونه خپلې نښې لري لکه ادیداس، نایکي، ریبوک… هر یو یې خلک په خپل سیمبول پیژني.
په کمپیوټر کې Floppy disk د save نښه ده چې په اصل کې د لومړنیو کمپیوټرونو له ډسکونو څخه اخیستل شوې ده چې د کمپیوټر د فایلونو زیرمه وه او کله چې د کمپیوټرونو ټکنالوژي وده وکړه نور داسې اضافي ډسکونو ته ضرورت نه و همهغه وه چې د ډسکونو په څیر یوه نښه یې د save لپاره په کمپیوټرونو کې کیښوده. اوس ښایي اکثر ځوانان له دې خبر هم نه وي چې د موادو د خوندي کیدو لپاره ولې داسې نښه په کمپیوټر کې شته.
په ادبیاتو کې هم سیمبولونه یوه ریښه لري چې د ګڼو سیمبولونو اصلي نښه هېره ده خو ورکه نه ده، که څوک هڅه وکړي ممکن په ګوتو ورشي. ادبي سیمبول هغه دی چې یوه نظریه، یا مفهوم، یا شی له خپلې ظاهري معنا ورها خوا نورې معناوې ورکوي.
له سیمبول پرته ځیني نور شیان هم په کیسو کې د یوه بل ځای ناستي کیږي، لکه تمثیل( Allegory) په داستاني ادبیاتو کې د الګوري ښه بیلګه د حیواناتو فارم ناول دی چې په هند کې زیږیدلي بریتانیایي لیکوال جورج اورویل لیکلی دی او رسول امین بیا وروسته احسان الله اسیر پښتو ته ژباړلی دی. د دې ناول پیښې د څارویو په یوه فارم کې پيلیږي. دا فارم د جونز په نوم یو څوک اداره کوي. څاروي پکې خوشاله نه دي. د دوی په مینځ کې د نپولیون په نوم یو خنزیر دی هغه د جونز پرضد پاڅون کوي. تر انقلاب وروسته د فارم څاروي په ګډه یو جمهوري نظام جوړوي خو د وخت له تیریدو سره نپولیون هڅه کوي چې نور او نور واک ترلاسه کړي او له دې حرص سره د انقلاب د پيل له شعاره چې عدالت او برابری دی لرې کیږي.
په دې ناول کې څاروي دې نتیجې ته رسیږي چې نپولیون له جونز سره توپیر نه لري د هغه په څیر دوی استثماروي او هغه ژمنې چې یې د انقلاب په پيل کې کولې هغه هیروي.*
دا داستان د ولادیمیر لینن په مشرۍ د روسیې د ۱۹۱۷ کال د انقلاب تمثیل دی.
د تمثیل او سیمبول توپير دا دی چې په تمثیلي داستان کې یو ډول، سیاسي، اخلاقي، دیني، عرفاني، اجتماعي درس نغښتی وي او سیمبول یوه ادبي وسیله ده چې پکې یو څه یا یو شی مثلا څاروی، رنګ، عدد یا داسې بل څه له اصلي معنا پرته مفاهیم خپلوي. په بله معنا سیمبول د یوه توافق یا یوه تاریخي مشترک پس منظر له مخې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول بل مفهوم یامفاهیموته اشاره کوي او تمثیل د دوو مفاهیمو ترمنځ تشبیه او پرتله کول دي.
لیکوال غواړي چې لوستونکی د ده په کیسه کې له تمثیل څخه مشخص مفهوم واخلي خو سیمبول یو ډول ګونګ شی دی چې مختلفې معناوې ترې اخیستل کیدای شي. ډیر کله په کیسه کې تمثیل یوه شعوري هڅه وي او سیمبول یو ډول لاشعوري پکې راځي« د سیمبول له راړولو د لیکوال مقصد دا نه وي چې یو شی پټ کړي لکه په تمثیل کې، بلکې لیکوال ته د هغه مطلب د بل ډول ښوولو چل نه ورځي او په عادي ژبه او تعبیراتو کې داسې ذریعه نه وي چې هغه مطلب ورباندې بیان شي. سیمبولیکه تجربه له راز او رمزه ډکه ده. یوه داسې تجربه ده چې شعور ورباندې غلبه نه شي کولی»*
له تمثیل یا الګوري پرته په استعاره کې هم یو شی د بل ځای ناستی کیږي خو الګوري یا تمثیل نسبتا اوږد وي او معمولا د حکایت بڼه خپلوي، حال دا چې استعاره په جمله کې وي، مثلا وایو « سپوږمۍ راغله» دلته د سپوږمۍ او معشوقې تر منځ شباهت شته. دا مقایسه د سیمبول په څیر نه ده چې مختلفې معناوې به خپلوي او احتمالا پراخې کلتوري یا نړیوالې ریښې به لري. د استعارې معنا ثابته ده خو د سیمبول معنی پراخیږي او پسې پراخیدای شي. مثلا ورځ هم د هیلو سیمبول ده هم د نوې پيلامې. د ورځې تیریدل بیا د زمان تیریدل دي. که په کیسه کې د جګړې صحنه وي ورځ د خطر په سیمبول بدلیدای شي، که له دښمنه د پټیدو صحنه وي ورځ د افشا کیدو په سیمبول بدلیدای شي او که شپه ورسره یوځای شي هم د تضادونو په نښه بدلیږي هم په ژوند کې د تعادل په نښه چې یوه لور ته که تیاره ده، بلې خوا ته رڼا ده.
په تشبیه کې هم یو شی د بل په څیر ګڼل کیږي، مثلا وایو:« دا داسې ښایسته ده لکه سپوږمۍ» دلته که مشبه لرې شي او قرینه پاتې شي دا به هم استعاره شي. یعني په دواړو( تشبیه او استعاره) کې شباهت معشوقه د سپوږمۍ په څیر کړې ده، خو کله چې له استعارې قرینه هم وغورځوو او کلمه مشخصه معنا ونه شیندي په سیمبول به بدله شي. یعني سیمبول د بل څه په څیر نه وي، د ځان په څیر وي او محدود نه وي چې یو مفهوم افاده کړي.
سیمبولونه کله د خپل اصل ضد معنا شیندي او یو نیم وخت چې څوک سیمبول ته ځير شي د هغه ابهام ممکن د متفاوتو او متناقضو معناو د ترلاسه کولو سبب شي. مثلا شمال هم ژوند دی هم مرګ. همدا شمال د ونو پاڼې رژوي، همدا شمال د یوه بوډا چې د مرګ په پوله ناست دی د څڼو سپین ویښته رپوي او همدا شمال که نه وي، د ساینسپوهانو په وینا په مځکه به ژوند نه وي. همداراز اور هم رڼا ده، هم ورته تودیږو، هم ډوډۍ راته پخوي او بل لور ته د خرابۍ، ویرانۍ او سوځیدو نښه ده. اوبه هم همداسې دي، که نه وي ژوند ممکن نه دی او همدا اوبه سیلونه بهوي، کورونه وړي او انسانان وژني. که د یوه جوړ شوي شي مثال راواخلم، مثلا د ګران بیه موټر کلي که کرکټر په ګوته څرخوي دا د شتمني سیمبول دی. په ورته وخت کې کلي د امانت سیبمول کیدای شي.
د نړۍ یو مشهور سیمبولیک داستاني اثر د امریکایي لیکوال ارنست همینګوی Old Man And Sea دی چې په پښتو ژبه استاد سعد الدین شپون د زوړ سړی او سیند په نوم ژباړلی دی.*
د دې کیسې اتل سانتیاګو نومیږي. دی یو مجرب ماهیګر دی خو له څلور اتیا ورځو راهیسې یې یو کب هم نه دی نیولی. له همدې کبله د ده شاګرد ته چې مانولین نومیږي پلار و مور ویلي دي چې نور له سانتیاګو سره کب نیولو ته مه ځه. په مانولین باندې سانتیاګو ګران دی، که څه هم دی له دې بوډا سره د کبانو له ښکاره منع شوی دی له هغه سره د ښکار په چارو کې لاس وړي. د دې هلک او بوډا بیس بال لوبه خوښیږي دوی تل په دې لوبه غږیږي. د دوی د خبرو بله موضوع د هغو زمریانو په باره کې وي چې بوډا د افریقا د سفر په مهال لیدلي دي.
بوډا داسې انګیري چې پنځه اتیا د بخت عدد دی او په پنځه اتیایمه ورځ به لوی کب د ده په دام کې کښیوځي.
بوډا د پنځه اتیایمې ورځې په سهار خپله بیړۍ اوبو ته کشوي، مانولین ده ته د ښکار وسایل سموي، خو بوډا یوازې په بیړۍ کې کښیني. په دې ورځ سانتیاګو له سمندرغاړې ډیر لرې کیږي، د سمندر ژورو اوبو ته رسیږي. د دوهمې ورځې په ماسپښین له ډیر انتظار وروسته یو ستر کب چنګک ته خوله وراچوي. بوډا دا لوی کب نه شي کشولی خو پړی نیسي چې ماهي له زوره ولویږي چې بیا یې راکاږي. دوه ورځې او دوې شپې همداسې تیریږي. د بوډا د لاسونو سیکه خیژي. په دریمه ورځ کب هم له زوره لویږي د کشتۍ شاوخوا څرخیږي. بوډا چې خپله هم نور ډير ستومانه شوی دی لاس وراچوي، کب د کشتۍ خواته ورکشوي او نیزه د هغه په نس کې ورننباسي، کب مري. بوډا نیزه په کشتۍ کې بندوي او د سمندرغاړې لور ته پارو وهي.
په لاره کې دی فکر کوي چې داسې ستر کب به په بازار کې له ده په څو روپۍ واخلي، په ورته وخت کې یې زړه نه پرې کیږي چې خرڅ یې کړي، له ځان سره وایي چې هیڅوک د دې کاکه کب د خوړو وړ نه دی. په لاره کې شارک کبان د ویني بوی احساسوي، د سانتیاګو په ښکار شوي کب حمله کوي، غوښه یې تروړي. سانتیاګو څو شارک کبان ټپیانوي خو چې کله شپه شي، شارک کبان ښکار شوي کب ته دومره خوله وراچوي چې یوازې یې هډوکي پاتیږي نوره غوښه یې خوري. په بله ورځ د لمر تر ختو مخکې بوډا ساحل ته رسیږي، خپلې جونګړې ته روانیږي او له ډيرې ستړیا یې سترګې پټیږي، دروند خوب یې وړي.
سهار یوشمیر کب نیونکي د بوډا د کشتۍ شاوخوا راغونډیږي او د ستر ښکار شوي کب اسکلیټ ته حیرانیږي. مانولین د بوډا جونګړې ته ورځپاڼه او قهوه وروړي. کله چې بوډا له خوبه ویښیږي له دې هلک سره ژمنه کوي چې بل ځل به له ده سره د سمندر تر ژورو اوبو ځي. د بوډا سترګې له ډیرې ستړیا بیرته سره ورځي»
په دې داستان کې هڅه، بریا، غرور او ماته وینو. په ناول کې همینګوې د ژورو احساساتو او پټو مفاهیمو د څرګندیدو لپاره سیمبولونو ته مخه کړې ده.
په همدې کیسه کې د بریا او ناکامۍ مسالې ته بل ډول کتل شوې دي. دلته ستونزې دي، له ستونزو سره مبارزه ده، د انسان قدرت دی او لیکوال د ژوند مفهوم ته ځیر کیږي.
په دې داستان کې کرکټر سانتیاګو د سختیو په وړاندې د انسان د عزم او ارادې استازیتوب کوي. په کیسه کې سمندر د ژوند او له ژوند سره د مبارزو سیمبول دی.
په دې داستان کې د سانتیاګو د کشتۍ په سر ابي او سپین بیرغ رپيږي. ابي د اسمان رنګ دی او د سمندر، دا رنګ د استقامت سیمبول دی، سپینوالی بیا هم د پاکۍ نښه ده، هم د ارامۍ او سختۍ. په کیسو کې که یو څه ته رنګ ورکوو هغه باید یو مفهوم وشیندي. په دې کیسه کې دا بیرغ د مبارزې سیمبول دی، کشتۍ هدف ته د رسیدو لپاره د مبارزې نښه ده.
په دې داستان کې سمندر د ژوند او مرګ سیمبول هم دی. د زوړ سړی او سیند په ناول کې ډير شیان سیمبولیک راغلې دي، کرکټر سانتیاګو چې کله د واړه کب د نیولو لپاره هڅې کوي دا د ژوند له وړو شیانو سره د مبارزې نښه ده. د داستان عدودنه هم سیمبولیک دي. سانتیاګو څلور اتیا ورځې ښکار نه دی کړی د څلور اتیا یوه سیمبولیکه معنا دا ده چې تاسو خپلو هیلو ته د رسیدو توان لرئ. * کرکټر په پنځه اتیایمه ورځ د سمندر د ژورو اوبو لور ته پارو وهي، د پنځه اتیا یوه سیمبولیکه معنا دا ده چې تاسو باید خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره د خپل وجود داخلي غږ واورئ، یعني تکل وکړئ. *
دا داستان په عمومي ډول د انسان او طبیعت تر منځ د ټکر ننداره ده، د ستونزو په وړاندې دریدل او په ژوند کې د معنا لټه ده. کله چې ما دا ناول لوست او د کرکټر له ډیرو هڅو وروسته مې د هغه په لاس کې د کب تش کالبوت لید، داسې مې احساس کړه چې ژوند هڅه ده، له شارک وحشي کبانو سره مبارزه ده، د ډوډۍ د موندلو لپاره مرګ ته ځان ورکول دي او په اخره کې هاغه خوب دی چې په جونګړه کې یې د سانتیاګو سترګې پټې کړې او یو کالبوت ترې پاتې شو.
Old Man and Sea ناول لومړی ځل په ۱۹۵۲ کال کې په انګلسي ژبه خپور شو خو سیمبول او سیبمولیک اثار همیشه وو، ځکه سیمبول د تشبیه او استعارې غوندې د ادب او هنر په ذات او ماهیت کې شامل دی. دغه راز د یوه ادبي مکتب په توګه سیمبولیزم د همینګوي تر ناول څو لسیزې مخکې د نولسمې پيړۍ په وروستیو کې معرفي شوی و.
شارل بوډلر* د دې مکتب له سرلاریو څخه ګڼل کیږي. د هغو کسانو په مینځ کې چې له بوډلر څخه یې الهام اخیستی دی پل ورلن *او ستیفان مالارمه * تر نورو مشهور دي.
سیمبول Symbol له یوناني کلمې Sum ball څخه اخیستل شوې ده او د دوو ټکیو سره نښلولو ته وایي. « هګل* په ښکلا پیژندنه کې د سمیبولیزم اړوند بحث ته لومړیتوب ورکوي او په دې هکله وایي: سیمبولیزم د خپل طبیعي جوړښت پر اساس مبهم او څو اړخیز دی، انسان له سیمبول سره د لومړي تماس وروسته له ځان نه پوښتنه کوي، ایا دا په واقعي ډول یو سیمبول دی که نه؟ د سیمبول ټولې مختلفې معناوې پوښتنې زیږوي لکه: هغه کومه مانا ده چې له دې سیمبول سره په حقیقي ډول متعلقه ده؟ نو د دې پر اساس د نښې او مدلول تر منځ واټن ممکن ډیر زیات واوسي».*
کره کتونکي په دې باور دي چې کیدای شي لوستونکی د کیسه لیکوال سیمبول درک نه کړي خو بیا هم سیمبول په لوستونکي باندې په یو ډول خپل اغیز شیندي.
د سیمبولیزم کمال دا دی چې لیکوال کولی شي په لږو کلماتو ډیر څه ووایي. بل لور ته کیسه لیکوال لوستونکی یو ډول هڅوي چې ځان په کیسه پوه کړي. کله چې یو شی لوستونکی کشفوي د راحت احساس کوي او که هرڅه لوستونکي ته تیار ږدو بیا ممکن له کیسې هغومره خوند وانخلي لکه څومره چې څه پکې په خپله پیدا کوي.
زه چې ماشوم وم زموږ کور ته به هره اونۍ مجلې راتلې. په یوه مجله کې به تل دا د ورکو لارو معما وه چې له الفه به څرنګه تر ب پورې داسې لاره پيدا کوو چې له کرښو سره ټکر ونه کړو.
یوه ورځ زه له خپلې خور سره ناست وم دواړو دې معما ته چرت واهه ما نارې کړې چې پيدا مې کړه، دې هم نارې کړې چې پیدا مې کړه. دې ویل چې زه پنسل تیروم ما ویل چې زه دا کار کوم. اخر نتیجه دا شوه چې کرښه به نه باسو د قلم په شا به مخته ځو. دې پنسل چپ لور ته روان کړ، ما وخندل دې نااشنا راته وکتل لکه چې شکي شوه خو د قلم شا یې تیروله تیروله او پرته له دې چې ټکر وکړي اخر ته ورسیده. ما په دې وخت کې وغوښتل چې په سترګو خپله سهي کړې لاره بیا کچ کړم خو سترګې مې تورې شوې لاره ورکه شوه اما بیا هم زه د الف د ټکي له ښۍ خوا روان شوم او په بله لار پرته له دې چې ټکر وکړم هدف ته ورسیدم. هغه ورځ سخته خوشاله وم. تر دې ورځې وروسته به مې هره معما بیا بیا کتله چې دوې او څو لارې پکې پیدا کړم. د ماشوموالې د وخت له دې کیسې مې مطلب دا و چې سیمبولونه همداسې دي هرڅوک غواړي چې خپله لار پکې پيدا کړي، بیلابیلې لارې پکې پيدا کړي او خوند ترې واخلي.
په کیسو کې هم کرکټر سیمبولیک راتلی شي، هم د کیسې نور عناصر او بیلابیل کلمات سیمبولیک نقش لرلی شي. دا سیمبولونه کله لږ تت وي چې د لوستونکي ژر نه ورته پام کیږي لکه د زوړ سړی او سیند د ناول، کله بیا په لنډ واټن کې د سیمبولیکې کلمې د تکرار له امله دې سیمبول ته ممکن د لوستونکي دستي ورپام شي، لکه« ترباران لاندې پيشو» په کیسه کې چې ارنست همینګوی لیکلې ده. دا لنډه کیسه چې په پښتو ژبه یې ژباړه په پنځو مخونو او یوه پاراګراف کې خپره شوې ده* پیشو پکې له سرلیک پرته په متن او مکالمو کې نولس ځله تکرار شوې ده او څوارلس ځله پکې پیشو د ضمیر په شکل یاده شوې ده.
په دې کیسه کې یوه ښځه له خپل میړه سره په هوټل کې اوسي، دا د باران په ورځ بهر په پیشو پسې ځي هلته پیشو نه وي دا پيشو د دې میرمنې د ژوند د عاطفي غوښتنې د یوې تشې د ډکولو سیمبول ده. دا ښځه راضي نه ده د هوټل کوټه چې محدوده فضا لري پر دې دلالت کوي چې دا خوشاله نه ده، د ژوند ساحه یې وړه ده او کله چې دا پيشو نه شي موندلی دا په دې معنا ده چې د واړه شي د موندلو توان هم نه لري چې راضي شي.
زموږ په وطن کې پیشو د اوږده عمر نښه ده، وایو پلانی لکه پیشو اووه ساوې لري په افغان کلتور کې پیشو د مکر سیمبول هم ده، وایو داسې مکاره ده لکه پيشو. دغه راز پيشو د کلکوالي سیمبول ده، مثلا وایو چې پلانی لکه پيشو که له اووم پوړه هم راولیږي، په خپلو پښو ولاړ وي.
پیشو په ځینو کلتورونو کې بد شګون لري په ځینو کې ښه شګون. په لرغوني مصر کې یې پیشوګانو ته د خدایګوټي په سترګه کتل او خلکو داسې باور کاوه، که څوک له پيشو سره ښه چلند وکړي بخت یې بیداریږي. برعکس د اروپا په منځنیو پيړیو کې پیشو جاودګره بلل کیده او خلکو داسې باور درلود، که پيشو د دوی له مخې تیره شي له بدبختۍ سره به مخامخ شي. نن سبا په اروپا کې وایي، که پیشو د چا له پښو سره وغځیږي بخت به یې رابیداره شي.
د دې لپاره چې پیشو ازاده ده، هم دیوال ته ټوپ کوي، هم له دیواله راټوپ کولی شي هم ونې ته ختلی شي هم تیزه منډه وهلی شي، نو د خپلواکۍ سیمبول هم ده.
کیسه لیکوال کولی شي چې همدا پیشو په بیلابیلو ډولونو په کیسه کې سیمبولیکه ځای کړي. که په داستان کې پیشو پکار شوه، لومړی د خپل کلتور په رڼا کې د پیشو معنا ته دقت پکار دی، له پیشنګوري سره یې یادولی شو، په توشک باندې یې له یو بوډا سره کښینولی شو، له بوډۍ سره یې د جاینماز په ژۍ څملولې انځورولی شو چې خرهاری یې وي، په واورین ژمي کې یې په دالان کې د تناره له مورۍ سره په کیسه کې ښکاره کولی شو، دا پيشو په یوې مرغۍ پسې ونې ته پورته کولی شو، دا پیشو رنګولی شو، چې بیا رنګونه یو عالم نور سیمبولونه راکولی شي.
همینګوې هم پیشو ته« تر باران لاندې پيشو» کیسه کې په نوي سیمبولیک نظر کتلي دي. په دې کیسه کې که په پیشو پسې دا نارینه کرکټر ګرځیدلی نو هغومره اغیز به یې پر امریکایانو نه و لکه دا میرمن چې پسې ګرځي ځکه چې دوی یوه اصطلاح لري crazy cat lady د دې یوه معنا دا اخیستل شوې چې ممکن یو څوک تر انساني اړیکو خپلو پیشوګانو ته لومړیتوب ورکړي. په دې اصطلاح کې دا مخاطب میرمن ده چې همدا اصطلاح د همینګوې کیسې ته یوه بله کړۍ ورزیاتوي. دا داسې ده لکه موږ چې په خپلو کیسو کې یو موږک کرکټر لرو که په کیسه کې له دې موږکه نارینه وویریږي دومره به په ځای نه وي لکه له هغه چې ښځه ویریږي. البته استثنایي کرکټرونه بیل دي.
تر باران لاندې پیشو کیسه کې د زوړ سړی او سیند د ناول په پرتله د سیمبول درک د تکرار، تاکید او نورو نښو له امله نسبتا اسانه دی.
دغه ډول هنري سیمبولونه د ریاضي له ( – او +) نښو سره توپیر لري. د ریاضي په علامو خلک خبر دي او ایکي یو مفهوم افاده کوي، خو د زوړ سړی او سیند همداراز تر باران لاندې پیشو کیسې سیمبولونه لومړی خپله ظاهري مانا لیږدوي چې د لوستونکو سترګو ته یو تصویر دروي بیا نورې معناوې افاده کوي.
سیمبولونه موږ ته پيښې ژورې بیانوي. که موږ یو غمجن کرکتر انځورو نو یوازې دومره ویلی شو چې خپه و. یا یې تندی ګونځي و، خو دا خپګان داسې سیمبولیک کولی شو:
« هلک له خپلې ملګرې خپه شوی، دی د خوب د کوټې ور په ځان پسې بندوي. هلک له کړکۍ سره کښیني. پوزه یې بهر راوتلې وي، اسمان تورو وریځو نیولی لکه یو سخت توپان چې راروان وي. کله چې باران وریږي دی ګوري چې د کړکۍ پر ژۍ لیکه تورې اوبه بهیږي.»*
دلته د باران له خړو اوبو سره چې طبیعت هم خپه دی د کرکټر خپګان ډير درک کولی شو. په دې مثال کې سیمبول د زوړ سړی او سیند ناول، همداراز تر باران لاندې پیشو تر کیسې ښکاره دی. تورې وریځې د هلک د تور زړه په څیر دي او د باران خړې اوبه د ده اوښکې دي.
له نجلۍ څخه د هلک د خپګان صحنه راسپړل غواړي یا به دا هلک بیرته نجلۍ ته ورځي عذر به ورته کوي یا به د هغې پرضد څه کوي. که په کیسه کې دغه ډول عملي پیښې سرپه سر راځي په لوستونکي غمیږي نو یوه ښه لاره ښایي دا وي چې د یوه سیمبول په مټ د کیسې سرعت متوازن کړو.
د همینګوی په ناول زوړ سړی او سین کې یو مهم سیمبول سمندر دی، د همینګوې « تر باران لاندې پیشو» کیسه کې د پیشو مهم سیمبول ته باران ساه ورکړې، ځکه چې پیشو په کیسه کې یوه هیله ده او باران اوبه دي، اوبه ژوند دی چې کرکټر له ژونده یوه تمه لري. په دې وروستي مثال کې هم باران سیمبولیک راغلی دی.
د باران په څیر د طبیعت ډير شیان د سیمبولونو پراخې زیرمې دي او د دې ترڅنګ لیکوال له کلاسیک ادب څخه ډير کله سیمبولونه ترلاسه کولی شي.
د اورنګزیب نوم ممکن په پښتو داستان کې د هغه کلاسیک بیان له مخې سیمبولیک راشي چې خوشال خان خټک په خپلو شعرونو کې اشارې ورته کړې دي.
خوشال بابا وایي:
اورنګزیب چې ارایش د تخت و تاج کا
تخت و تاج به یې مرګی تاخت و تاراج کا
په یوه بل بیت کې د اورنګزیب له عدالته شکایت کا:
اورنګزیب چې عدل نه کا
ظالمي یې کړه ښکاره
دا هم د بابا وینا ده:
پرورده که د مغولو په نمک یم
د اورنګ له جوره هم له غریوه ډک یم
بل بیت:
اورنګزیب له هندوباره دی راغلی
د اټک حسن ابدال یې دی نیولی
د دې او نورو ګڼو کلاسیکو شعرونو او تاریخي پیښو له مخې پښتو داستان د اورنګزیب نوم سیمبولیک استعمالولی شي، مغولواله هم همداسې ده خو که چیرته مغولواله او د اورنګزیب نوم په یو ډول تکرار شي بیا کلیشه کیږي.
یو وخت په کندز کې ترکمنانو په پلیو لارو کې غالۍ غوړولې چې زړې شي، هغه وخت به دې ته په چرت کې وم چې نوې پاکه غالۍ ولې پریږدي چې خلک له بوټونو او کلوشو سره باندې تیریږي راتیریږي. وروسته بیا پوه شوم چې د زړې غالۍ ارزښت زیاتیږي. کلمات هم همداسې دي چې څومره زړیږي لکه زړه غالۍ ارزښت پیدا کوي په دې شرط چې شاوخوا یې زړه نه وي. که چیرته سولیدلې غالۍ په یوه سالون کې هواورو چې د دې خونې نور شیان هم زاړه دي، ښه به نه ښي ښکاره، خو که چیرته په سالون کې نوي کوچونه وي او نوې المارۍ پکې ایښې وي په منځ کې یې زړه غالۍ هواره وي نو د غالۍ هاغه اصالت به خوندې شوی وي.
هغه سیمبولونه چې کلیشه شي هغه هغې غالۍ ته ورته کیږي چې له ډير زړښته سورۍ سورۍ شوې ده چې بیا یې څوک په خونه کې نه پریږدي. سیمبول چې کلیشه شي، معنا یې څرګنده شي او چې معنا یې څرګنده شي، له سیمبول توبه راوځي، خپل هنري ارزښت بایلي.
د دې لپاره چې داستان له کلیشه سیمبوله وساتو. نه به زوړ سیمبول غورځوو، نه به زړه کلمه غورځوو. زړه کلمه او زوړ سیمبول لکه زړه غالۍ خو د داستان له موضوع، پيغام او محتوا سره به یې بدلوو لکه همینګوې چې« تر باران لاندې پيشو» کیسه کې پیشو ته یو ډول نوی سیمبولیک رنګ ورکړی دی.
کلاسیک ادب د یوه ملت د سیمبولونو لویه زیرمه ده د خوشال خټک باز علامه اقبال په شاهین بدل کړی دی او سیمبولیک یې استعمال کړی دی. البته خوشال بابا هم په ځینو بیتونو کې د ( شاهین) کلمه یاده کړې ده، لکه چې وایي:
زاڼې بطې ګوره چې په هر لورې غوغا کا
هیڅ درخبر نه یم چې به چیرته یې شاهینه
باز د خوشال بابا په شعرونو کې ډیر کله د ازادۍ، قدرت او ویاړ په معنا راغلی دی. باز د بابا په شعرونو کې د لوړ پرواز، لوړې ارادې او قدرت په سیمبول بدل شوی دی. ښایي دغه سیمبولیکه معنا د بابا په هغو منفردو بیتونو کې چې باز پکې یاد شوی دی د ډیر درک وړ نه وي، خو کله چې بیا بیا باز یادوي دغه د باز مجموعي یاد سیمبولیکه بڼه خپلوي، لکه دې بیتونو ته که په مجموع کې یوځای وکتل شي دغه سیمبول به درک شي:
مستجاب مومند که چرګه د مغل ده
زه خوشال خټک خو باز یم ځای مې غر
په لیدلو دې خوښۍ درسره راوړې
لکه تللی یاغی باز راغلی بیا یې
که نیولې زرکه باز پریږدي له چنګه
زه به هم له لاسه پریږدم شوخ و شنګه
زړه مې ستا په لاس کې درکړ تا کباب کړ
څوک شهباز هم د کباب لپاره نیسي
د بڼو څوکي یې نیغي ځي تر څوکو
چې تیره تیره کاته کا لکه بازې
ګوندې وي چې بیا مې راشي په منګول کې
لکه باز د زرکي تويي کا بڼکې
طبیعت مې په مثال د باتور باز دی
که یې ګورې د هر څه و ښکار ته ساز دی
نوی باز چې په جال کښیباسي دامداره
باندې هیڅ مه کړه ناره د خدای دپاره
خوشال بابا په ډیرو نورو بیتونو کې هم باز یاد کړی او حتی بازنامه یې لیکلې ده. دغه باز اقبال لاهوري په خپلو شعرونو کې ذکر کړی دی. دی د خوشال بابا له شعرونو سره اشنا و او د هغه مدح یې هم کړې وه، لکه چې وایي:
خوش سرود آن شاعر افغان شناس
آنکه بیند باز ګوید بې هراس
آن حکیم ملت افغانیان
آن طبیب علت افغانیان
راز قومي دید و ببیباکانه ګفت
حرف حق با شوخي رندانه ګفت
علامه اقبال د خوشال بابا باز چې په فارسي کې شاهین ورته وایي بیا بیا په سیمبولیک ډول رااخیستی، په یوه بیت کې وایي:
ز ابد تا ابد ای ګردابه ی چرخ
پیش ما شاهینی است اسیر افلاک
په دې بیت کې شاعر شاهین د قدرت، ارادې او ابتکار په معناو په سیبمولیک ډول استعمال کړی دی. همدا سیمبول یې په اردو شاعري کې هم رااخیستی دی، لکه په دې بیت کې چې وایي:
شاهین کبهی پرواز سی تهک کر نهین ګرتا
پردم هی اګر تو تو نهین خطره ی افتاد
په دې ډول له کلاسیک اثره شاعر یا لیکوال یو شی سیمبولیک رااخیستلی شي، خو ښایي غوره وي چې د یوې ژبې د لیکوالو تر منځ دا اخذ یو مخ سره ورته نه وي، ممکن د خوشال بابا له شعرونو ډیر نور شیان په سیمبولیک ډول راواخیستل شي، د ده په شعر کې مغولواله، سروه، غر…زیات شیان شته چې په یوه نه یوه ډول ترې په سیمبولیک ډول استفاده کولی شو.
په غربي ادبیاتو کې ټاټو بیلابیلې سیمبولیکي معناوې شیندي. زموږ په کیسو کې لا د زني، تندي او لاسونو شنه خالونه سیمبولیک نه دې راغلي خو په فولکلوریک ادب کې مو بیا دا ټاټو سیمبولیک استعمال شوی دی:
توره شپه ده توره خونه
شین خالۍ نه ده معلومه
توره شپه به خدای رڼا کړي
شین خالۍ به خدای پیدا کړي
که راځې درته ولاړ یم
ګلې ستا په انتظار یم
مازدیګر د ګودر غاړه
شین خالۍ ده راروانه
زه درځم نه ایساریږم
ستا دیدن ته در رسیږم
دلته شین خالۍ سیبمولیکه راغلې ده. شین رنګ د انسان د داخلي هوسایي سیمبول دی. په ورته وخت کې دا رنګ له غم سره مل دی. که یوه لور ته شین زړه د خپګان او غم معنا ورکوي بل لور ته له بیلتونه زړه شین کیږي.
سیمبولونه ثابت نه پاتیږي، ابي رنګ نن سبا د شرکتونو په لوګو کې ډیر لیدل کیږي چې په دې ډول د پرمختګ او ټکنالوژي په سیمبول هم بدل شوی دی. د اسمان رنګ شین دی نو یو ډول د شفافیت او ازادۍ نښه هم ده. شین رنګ د ذهن او جسم د ارامتیا نښه هم ده.
شنه خالونه په ختیځ کې د خوندیتوب نښه ده، په غربي ادبیاتو کې شنه خالونه د وفا او ازادۍ نښه ده. توره شپه که یوه لور ته د غم نښه ده، بل لور ته په توره شپه کې ستورې ځلیږي چې دا د ښایست نښه ده.
د ملي هنداري نومونه هم سیمبولیک رااخیستلی شو، پتې خان، رابیا، موسی خان، ګل مکۍ، جلات خان، شمایله… دا نومونه به هم د کیسې له پيغام، موضوع او محتوا سره بدلوو رابدلوو چې له کلیشې څخه بهر شو. دې ته باید پام وکړو چې په کیسو کې د نومونو سیمبول ژر بربنډیږي چې له دې امله هغومره اغیز نه شیندي لکه د کیسې پيښې چې سیمبولیکي انځوروو.
فولکوریک ادب زموږ سیمبولونو ته نوي رنګونه او نوي اړخونه ورکوي، لکه د همینګوې « تر باران لاندې پيشو» په کیسه کې چې د crazy cat lady اصطلاح سیمبول ته یوه بله معنا ورکړې ده. په پښتو فولکلور کې مثلا موږ « شپیته» لرو. وایو، د شپیتو ځوانانو ورځ په ورځ کمی دی، نو که چیرته شپيته ځوانان یادوو دا د یوه ځواک په معنا راتلی شي. شپیته پوره عدد دی او د سومري تمدن یادګار دی، شپیته ثانیې یوه دقیقه او شپیته دقیقې یو ساعت هماغلته ریښه لري. شصت و شکست، چې د شپیتو شوې نو د ویشتو شوې، یعني عمر پوره شو نو شپیته د پوره والي سیمبول هم دی. په پښتو کې ډیر نور مهم عددونه شته چې سیمبولیک یې استعمالولی شو، لکه اووه په اوومه په مړي پسې خیرات کوو، لکه څلویښتي د مړي په څلویښتمه خیرات کوو او تر ولادت وروسته ښځه هم څلویښتي لري. اووه او څلویښت کامل عددونه دي. د ملی هیندارې په نکلونو کې خان ته معمولا خدای پاک اووه زامن ورکوي. چهل زینې لرو، چهل دختران شته، چهل توتي، چهل حدیث، چهل دزد، د ژمې څیله… طاق عددونه بیا په ځینو مواردو کې ښه نه ګڼو.
زموږ په ادبي غونډو کې ما دا خبره له ډیرو اوریدلې ده چې تر کله به ګودر ته شاعري کوو، تر کله به له منګي لاس نه اخلو، تر کله به چنار یادوو.
نوی مفاهیم باید لیکنو ته داخل شي، پرته له څه شکه چې نوي مفاهیم مهم دي، خو ګومان کوم زاړه تکرار شیان د یوه کلتور میخونه دي یعني په هغوی کې نوي نوي څه کتلی شو، د اوسني ژوند په هنداره کې ورته ځیر کیدای شو، زاړه شیان په ادبیاتو کې په سیمبولیکو مفاهیو بدلیږي.
اروپایان چې کله د کلیسا زنګونه په یوه نوې کیسه کې شرنګوي د دوی مطلب ښایي د زړې کلاسیکې کلیسا یاد نه وي. په پښتو کې شمه، زیارت، سالو، چنار، ګودر او ډیر دې ته ورته داسې شیان شته چې سیمبولیک رنګ اخلي. ځیني دا انتقاد هم کوي چې شاعر به شراب نه وي لیدلي شراب به یادوي. په کلاسیک ادب کې هم دا مفاهیم په مختلفو ډولونو استعمال شوې دي، خوشال خټک وایي:
زه خو شرابي یم شیخه څه راسره جنګ کړې
برخې ازلي دي کاشکي ما د ځان په رنګ کړې
دلته شرابي د عاصي په معنا راغلی دی، همدا شرابي هاغه یوه ایکي معنا نه لري چې ظاهر ته یې ګورو. دغسې چې د یوې ژبې په ادبیاتو کې یوه کلمه یا یو مفهوم د زمان له تیریدو سره بیلابیلې معناوې خپلوي سیمبولیک اړخ پیدا کوي.
نور ملتونه زړې وسلې نه غورځوي په موزیمونو کې یې ږدي او د لیدو لپاره یې په پیسو ټکټ اخلي. زاړه مفاهیم ادبیاتو ته قوت ورکوي په دې شرط چې په نوي ډول بیان شي او شاوخوا محتوا نوې وي. لکه زړه وطني غالۍ چې په نوي سالون کې هواره شي. عرب شاعر نزار قباني په یوه شعر کې یماني توره یادوي. دا توره د یمنیانو ده چې کله به دوی ته میلمانه ورتلل، تورې به یې ورته د ښه راغلاست لپاره خوځولې، قباني د خپلې میرمنې بلقیس د مرثیې په یوه برخه کې همدا توره داسې یادوي:
هلته دې سګریټ څکاوه..
هلته دې بهر کتل..
هلته دې ویښتو ته ږمنځ نیولې..
او هلته میلمنو ته وروتلې
لکه توره ( یماني)
بلقیس
څه شوه خوشبویي د ( ګیریلان)؟
لایټر دې چرته، هاغه شین رنګه؟
هاغه د ( کنټ) سګریټ
چې بیلیده نه ستا له شونډو څخه
څه شو سندرغاړی( هاشمي)؟
چې به دریځ ته راغی
دردونه خپله تیره زمانه په زړه کوي او اوښکي څڅوي
اه، دردونه هم له شوقه اوس کړیږي؟
بلقیس…
زاړه کلمات داسې دي لکه زړې ودانۍ. که چیرته په کیسه کې د کابل بالاحصار یادوو ډيرې پخوانۍ سړې تودې ممکن په داستان کې ورسره ځای کړو، خو که یو نوی ودان شوی جومات یادوو کله به هم د شاه دوشمشیره د جومات ځای ونه نیسي.
زموږ په ادبیاتو کې ګودر سیمبولیک راتلی شي، کلی د ساده ژوند استازیتوب کولی شي، ښار ممکن د چالاکۍ او هاغه د جانش بزن ځای شي، لوی کور د ټولنیز قدرت نښه شي، کوچینی کور د فقر او ساده ژوند په سیمبول بدل شي، کلاوې تر شا خپلې معناوې لري، برجونه هم همداسې، غر د هوسایي او عظمت نښه ده، متروک ځایونه د رازونو دنیاوې دي.
د کرکټر عمر هم سیمبولیک راتلی شي، بوډا د ژوند د تلو سیبمول کیدای شي، ماشوم د راتلونکې او ځوان د ځواک.
د کرکټرونو سترګې، ویښته، پوزه، ونه، مټي هرڅه سیمبولیک راتلی شي. ویښته په بیلابیلو ډولونو سیمبولیک انځورولی شو، پرانیستې اوږده ویښته د یو ډول ازادۍ نښه ده او تړلي ویښته د اطاعت او فرمانبردارۍ سیمبول کیدای شي.
د کرکټرونو خبرې سیمبولیکې راتلی شي، د دوی اعمال هم سیمبولیک راتلی شي، مثلا که چیرته یو کرکټر هر وخت یو ډول مسکی وي، یا به خوښ وي یا ممکن دننه ډير ځپل شوی وي او دا مسکا به یې ترخه وي.
ګڼ کره کتونکي په دې باور دي چې یوازې پیښې په لوستونکو اغیز نه کوي، پیښې ممکن هیرې شي خو سیمبولیکي پيښې ښایي د لوستونکي په ذهن لکه د وچکالي د موسم ورکې وریځې وګرځي راوګرځي.
د کیسو انجام که سیمبولیک شي ممکن لوستونکي ته داسې سوال پیدا شي چې ښه نو څه وشو؟
دغه سوال ته چې کله لوستونکی ځواب پيدا کړي د خوښۍ احساس ورته پیدا کیږي. کله ناکله د کیسې په پای کې د ټولو خبرو بیان هم پر لوستونکي باریږي نو ښایي غوره وي چې په یوه واړه سیمبول ختمې شي، ځکه چې اکثر ښې کیسې یو انجام نه لري. سیمبولونه نور کمالونه هم لري:
الف- معنا پراخوي، مثلا که یوه کیسه په پسرلي کې پيل شي او په ژمي کې ختمه شي له سیمبولیک اړخه دا کیسه یوازې د دوو فصلونو نه ده. دا کیسه د ژوند د پيلامې او انجام ده چې پسرلی د لومړي ژوند سیمبول دی او ژمی د مرګ سیمبول.
ب- ډیر داسې څه شته چې له سیمبولیکي ژبې پرته یې سم نه شو بیانولی
ج- سیمبولیزم د داستانونو د تصویرونو برخه غني کوي او له لوستونکي سره د تصویرونو تر شا پټې معناوې شریکوي
د- په سیمبولیزم کې لیکوال مجاز ته مخه کوي چې په دې ډول لیکوال کولی شي چې له عادي ورځنیو کلماتو ورها خوا د الفاظو نورې معناوې ترلاسه کړي او په دې توګه نور عاطفي او فلسفي اغیز وشیندي.
ه- سیمبولونه په بیلابیل ضد او نقیض ډولونو تفسیریدای او تعبیریدای شي او دا رنګارنګ معناوې د داستان خوند او رنګ زیاتوي
و- د ژوند عادي پيښې ممکن ولولو، خوند ترې واخلو، هیرې یې کړو خو هغه پیښې چې سوالونه خلقوي هغه تر یوه وخت پورې یا تر ډيره زموږ ذهن بوخت ساتي چې څه شي و؟ ولې شوي و؟ مطلب داسې و که هغسې و؟…
دا او دې ته ورته هغسې سوالونه چې ثابت ځوابونه هر وخت ترې نه شو اخیستلی، سیمبولیکي کیسې ښه طرحه کولی شي.
ز- په سمیبولیزم کې معناوی ثابتې نه پاتیږي. مثلا تیاره د ناامیدۍ نښه ده خو که چیرته په کیسه کې کرکټر په تیاره کې له نورو پناه اخلي دا تیاره د هیلې په سیمبول بدلیدلی شي. یو وخت مې یو فلم لید یوه نجلۍ په تیاره کې څراغ پیدا کوي، خوشاله کیږي چې شکر دی رڼا شوه؛ یوه ورځ مې بیا د نړیوالې دوهمې جګړې یو فلم لید چې هلک د کوټې څراغ لګوي نجلۍ پرې چغه کوي او ورته وایي دغه دې ورک شي مه یې لګوه چې اوس به الوتکې بمباري وکړي، په دې ډول څراغ په داستان کې هم د ژوند په سیمبول بدلولی شو هم د مرګ په سیمبول.
ح- د سیمبول بل کمال دا دی چې د متن له داخلي مفاهیمو سره معناوې بدلوي
ط- سیمبولیزم د دې سبب کیږي چې لیکوال د وینا په ځای یو څه ښکاره کړي.
ی – کیسه لیکوال د سیمبولونو په مرسته کولی شي چې پیچلي مفاهیم او افکار له لوستونکي سره شریک کړي.
ک- په کیسه کې سیمبولونه ډیر کله د دې لپاره استعمالیږي چې لوستونکی د ژوند له مهمو مفاهیمو سره لکه مرګ، بیا ژوند، عذاب، ویره، مینه…سره عمیق اشنا شي
ل- په کیسه کې لیکوال د پیغام د روښانه کولو لپاره هم له سیمبوله استفاده کولی شي، همداراز کرکټرونه داسې سمبولیک راوړی شي چې د دوی د ژوند بیلابیلې مرحلې روښانه کړي.
ارواپوه زیګمونډ فروید* په دې باور دی چې زموږ ټول خوبونه د دې وړ دي چې د سیمبولونو په مرسته تفسیر شي. د ده په اند زموږ خوب د روح تصویري ژبه ده. فروید دا نظر هم لري چې د سیمبولیزم په مرسته ممکنه ده چې د انسانانو ذهن رسا درک کړو. فروید وایي چې د خوب په وخت د شعور او لاشعور ترمنځ دیوال نه وي او لاشعوري محتویات په سیمبولیک ډول درک کوو. په ادب کې هم د سیمبول اثر ځکه زیات دی چې د انسان د اصلي او لاشعوري حالاتو او تاثراتو په انځورولو کې نسبتا کامیابه استفاده ترې کیږي.
م- سیمبول د لیکوال لاس پراخوي که چیرته په یوې المارۍ کې ایښی ساعت په داستان کې ښکاره کوو او لیکو چې ساعت دریدلی دی نو ممکن هدف د ژوند دریدل وي او المارۍ تابوت تصور کړو، همداراز که چیرته کرکټر له مرغه سره تشبه کوو چې یو وزر یې مات دی نو ممکن هدف هیلو ته د نه رسیدو وي خو سیمبولیزم زموږ لاس نه نیسي؛ همدا سیمبولونه سره یوځای کولی هم شو داسې چې د همدې مرغۍ ځاله په یوه متروک کور کې د المارۍ دننه د مات ساعت په منځ کې ودانه کړو چې دلته بیا دریدلی ساعت د هیلو په ټاټوبي بدلیږي.
د سیمبول لپاره کیسه لیکوال داسې نه شي کولی چې له کیسې بهر یو څه په کیسې ورزیات کړي، سیمبول باید د کیسې برخه وي او په کیسه کې د منلو وي. مثلا که چیرته د یوه بزګر د کور په دیوال باندې د یوې ترهیدلې هوسۍ نقاشي ته اشاره کوو چې پړانګ ورته په کمین کې ناست دی او هدف مو دا وي چې دا بزګر هم د ډوډۍ د موندلو لپاره همداسې راګیر دی، نو معقول تصویر به مو نه وي انځور کړی، خو که چیرته د همدې ترهیدلې هوسۍ نقاشي د کابل د یوه شتمن سړي په کور کې راځوړندو خبره به مو د منلو وي چې داسې رسامي د شتمنو په کورونو کې وي.
د دې ترڅنګ لیکوال ته پکار دي چې د سیمبول نښه لوستونکي ته بیان کړي. کله چې یو لیکوال قصدا سیمبول کاروي نو هغه بیا د دې سیمبول نښې هم ږدي چې له لوستونکي سره د سیمبول د پوهیدو په برخه کې مرسته شوې وي.
ښه لیکوال د سیمبول نښې پریږدي، ښه لیکوال نښه ښکاروي خو درته وایي نه. ښه لیکوال په تلمحي ډول یو څه بیانوي خو بشپړ یې نه توضیح کوي.
د ناول پر مهال کیدای شي چې دا نښې نسبتا ډیرې توضیح شي لکه د زوړ سړي او سیند په ناول کې چې سانتیاګو له بیرغه نیولې تر خوب او کالبوت پورې نښې پرې ایښې دي، خو د لنډې کیسې لمن رالنډه ده، کیدای شي چې ډیر کله هسې یوه وړه اشاره ورته وشي یا یوازې په تکرار یا ټینګار اکتفا وشي.
د سیمبول نښې په لنډو کیسو کې د الفاظو په مټ اسانه دي، کولی شو چې یوه پاڼه چې په ونه کې یې رنګ زیړ شوی دی، بیا رژیږي او بیا تر پښو لاندې کیږي د انسان د ژوند د سیمبول په توګه وکاروو، یا د یوه روغتون سپین دیوال، د ډاکټر د چپنې سپین رنګ او سپین کمیس د ژوند د انجام نښه وګڼو، حتی د امبولانس سره او شنه څراغونه د ژوند او مرګ نښې وبولو. خو کله چې سیمبولیک مفهوم په صحنه کې ځاییږي درک یې لږ ډير دقت غواړي.
د نوبل د جایزې ګتونکی عرب لیکوال نجیب محفوظ * د « پیښه» په نوم لنډه کیسه لري د دې کیسې په پيل کې مو لیکوال د الجیش په نوم د قاهرې یوې کوڅې ته ورولي چې پکې بیروبار دی:
« له ټیلفونخانې په لوړ غږ غږیده، غوښتل یې چې په شور او زوږ کې په خبره پوه شي، سر یې دوکان ته ورننویستی و چې له غالمغاله تر وسه غوږونه پناه کړي» *
په دې کیسه کې دا کرکټر چې نوم نه لري د « الجیش» په کوڅه کې وړاندې موټر وهي: « یو وایي: که په شا شوی وای د موټر له سرعت سره سره بچ کیده….موټروان په موټر تکیه وکړه څو تنو ته یې چې ده ته یې ځیر ځیر کتل وویل:
زما ګناه نه وه، یو دم یې په خپله ځان مخې ته راواچاوه، ښۍ خواته یې هیڅ ونه کتل…
د ټکر شوي سړي اوږد زګیروی شو، ټول ځان یې وپوړیده او بې سده شو…
اې ژوندی دی
سخت به نه وي لګیدلی
پورته غورځار شو توبه خدایه
خو خدای مهربانه دی
وینه یې نه بهیږي
ګوره له خولې سره یې…
…
د هغه دغسې ساه خیژي که ورته ګورو…
پولیس یې خبره رد کړه:
امبولانس او مسوول پولیس راروان دي..»
دلته په پيل کې د شور او نارو صحنه ده. غالمغال یعني ژوند ته انسان دقت نه کوي، خو د بل انسان د مرګ په صحنه راغونډیږي، د وړو جزییاتو حال یې ذهن ته سپاري یوه بل ته یې بیانوي، پولیسو ته کیسه کوي. په دې لنډ داستان کې بیا په ټرموای کې ناست کسان د ټکر د دې صحنې سیل له کړکیو کوي او ټرموای تیریږي.
دا صحنې سیمبولیکې دي، یعني انسان د انسان د درد، رنځ او مرګ تماشا کوي. په کیسه کې دا صحنې د دې لپاره سیمبولیکې راغلې دي چې په پیل کې هم د خلکو د شور صحنه ده چې څوک یې په کیسه کې نه دي او څوک خبره پکې نه شي اوریدلی سیل خو څه کوې. په دې دوو صحنو کې سیمبولیک تضاد هم شته، په لومړۍ صحنه کې کرکټر د خلکو له شوره ځان پناه کوي، خو په دوهمه کې خلک په ده راغونډیږي او دی بیوسه دی، ځان نه شي پناه کولی. د دې کیسې په اخره کې هم بیوسه کرکټر ځان له شوره نه شي ساتلی د کیسې دا وروستۍ صحنه هم د ټکر د پښې په څیر ده، جسد پروت دی « ضابط مړي ته ګوته ونیوله، ویې ویل:
د شاهدانو شهادت یې په ګټه نه دی
دی بستر ته ورنژدې شو:
هیله ده چې ویې پیژنو چې څوک دی
…ضابط ورو د مړي بغل جیب ته ګوتې وروړې، بټوه یې راوایسته…بیا یې یو یو جیب وپلټه….
اخری شی چې یې ومونده سره نغښتې پاڼه وه…لیک د ګران ورور په نوم لیکل شوی و…ګران وروره خدای دې ډیر عمر درکړي:
نن مې په ژوند کې تر ټولو لویه هیله ترسره شوه.
پولیس د لیک له لوستو سترګې پورته کړې د هغه تاریخ ته ځیر شو، نن د فبروري شلمه یې دا خط لیکلی و. مړي ته یې سترګې ورواړولې. رنګ یې ژیړ اوښتی، لکه بت وچ کلک، تر ژبې لاندې یې وویل، نن مې په ژوند کې تر ټولو لویه هیله ترسره شوه. ډاکټر ترې وپوښتل:
څه دې وموندل؟
پولیس ځان ته وکتل، لکه پوزخند چې وهي د عادت له مخې وموسیده…..»
د داستان دا وروستۍ صحنه هم په مړي د نورو انسانانو راټولیدل دي چې دا هم په سیمبولیک ډول په انسان پسې، د انسان په دردونو او رنځونو پسې د بل انسان خندل دي. دا صحنه، د کیسې د پيل د شور صحنه او د کیسې د منځ صحنه چې لارویان د جسد ننداره کوي او قاتل( بې احتیاطه موټروان) چې تر قتل وروسته موټر ته تکیه کوي او وایي «ځان یې خپله د موټر مخې ته راواچاوه ښي لور ته یې هیڅ ونه کتل» دا درې سره صحنې یو ډول سره ورته دي چې دا د سیمبول نښه ده چې یو شی پکې تکراریږي چې لوستونکی یې درک کړي.
د دې کیسې د کوڅې نوم ( الجیش) هم سیمبولیک دی، الجیش یعني عسکر. سرتیری هغه څوک دی چې ډير کله د هغه مرګ په جګړو کې عادي وي، کله په بیدیاو کې خاورو ته سپارل کیږي، کله سنګر پرې نړیږي، کله داسې وژل کیږي چې د پيژندو نه وي، خو شاوخوا سرتیرې هغسې خپګان نه کوي لکه یو نژدې دوست یا خپل خپلوان چې یې له ناروغۍ وروسته مري.
د سیمبولیکو کیسو لیکوال هر څه تر وسه وسه ډیر دقیق رااخلي. نجیب محفوظ د الجیش نوم خیالي نه دی رااخیستی. کله چې ریالیزم له سیمبولیزم سره سر خوري اغیز یې زیاتیږي. الجیش په قاهره کې داسې کوڅه ده لکه په کابل کې منډوي چې خلک پکې ځي راځي، نارې دي، شور دی، چنې دي وهل کیږي او سوداوې دي اخیستل کیږي.
د محفوظ د کیسې په لومړۍ صحنه کې غم نه شته شور دی او د انسان د خبرو په خاطر هم څوک نه غلی کیږي، په دوهمه صحنه کې د قتل سیل او د قاتل بې پروایي ده، په دریمه کې ترخه خندا یعني درې سره د انسان د ژوند په دریو صحنو ملنډې دي، د ژوند او کار صحنه، تر مرګ مخکې صحنه او مرګ.
داستان د سیمبول لپاره پراخه لمن لري خو د تکرار تاب نه لري نو تکرار باید یوازې د سیمبول لپاره نه وي په داستان نور څه هم ورزیات کړي لکه د نجیب محفوظ په کیسه کې چې هره صحنه په کیسه څه ورزیاتوي، کیسه مخته وړي او کیسه ورسره بشپړیږي.
کله چې پیچلي سیمبولونه په کیسو کې زیاتیږي د لوستونکي زړه ورسره تنګیږي د همدې لپاره د پیچلو سیمبولونو لپاره په کیسه کې د زیاتو سیمبولیکو نښو ځاییدل اړین دي. البته په دې برخه کې بیا له ډیر تکرار سره احتیاط پکار دی چې کلمات یوازې او یوازې د سیمبول په خاطر نه وي تکرار شوي، تکرار الفاظ باید په کیسه کې د سیمبولیک بار ترڅنګ یو ډول نقش ولري. په داستان کې هغه تکرار عیب دی چې یوازې او یوازې د سیمبول لپاره کاریدلی وي.
تکرار شوي سولیدلي سیمبولونه هاغه د سیمبول د معنا د تجسس خوند له منځه وړي، لکه عاشق چې معشوق ته په داستان کې سورګل ورکوي یا لکه کوتره چې د سولې د سیمبول په شکل په داستان کې سیمبولیکه راځي. ځکه چې دا کوتره دومره د سولې لپاره تکرار شوې ده چې سمیبولیک هنري اثر یې له منځه تللی دی خو همدا کوتره یو وخت په کابل کې په یوه چاودنه کې ټپي شوې وه که چیرته د دغې ټپي کوترې تصویر په داستان کې رااخلو د سولې هاغه د کوترو د الوزولو له تکرار تصویره به مو ډډه کړې وي. که چیرته همدا کوترې د یوه کور له بامه الوزو چې نورې کوترې ورسره بدرا کړي بیا به مو هم ازاده کوتره په جال کې اسیره کړې وي، خو په بل ډول. په ورته وخت کې سیمبول باید پرته له یوه واضح دلیله په داستان کې ځای نه شي کنه لوستونکی یې ممکن معنا سمه درک نه کړي.
کله چې کیسه لیکوال د کوترې او سورګل په څیر تکرار سیمبول په ورته مفهوم رااخلي دا ډول سیمبولونه هاغه ځانګړی خاصیت له لاسه ورکوي او دال پکې په یوه مدلول بدلیږي.
هغه سیمبول هم بیخونده کیږي چې کیسه لیکوال یې بیا بیا په داسې ډول تکراروي چې نوي څه ترې نه اخلي او په نوي رنګ یې نه استعمالوي.
د دې لپاره چې د دغسې تکرار مخه ونیول شي، لیکوال داسې هم کولی شي چې پخوانی سیمبول د کیسې له موضوع او پيغام سره سم استعمال کړي چې په دې ډول به زوړ سیبمول یو ډول نوی رنګ خپل کړي او نوې ساه به واخلي.
یوشمیر لوستونکي انتقاد کوي چې کیسه باید ګونګه نه وي، د کیسې پیښې ښکاره وي، کیسه د ټولو لپاره ده، ولې باید ټول خوند ترې وانخلي. دا خبره سمه ده خو سبک هم مهم دی که لوستونکی د لیکوال له سبک سره اشنا شي د ګونګوالي ستونزه حل کیږي. که چیرته د یوه لیکوال شل دیرش کیسې سیمبولیکي وي ممکن لوستونکی د ده د سیمبولونو کلیانې درک کړي او بیا یې کیسې ورته روانې ښکاره شي او سیمبول د داستان له محتوا سره سم تفسیر کړي.
ځیني لیکوال بیا یو څه سیبمولیک رااخلي خو د سیمبول نخښې نه پریږدي. هغه لیکوال چې کیسه یې سیمبول ګونګه کړې وي هغه عیب دی، خو په دې برخه کې بیا هم هغه د لیکوال خبره ده، که چیرته پوخ لیکوال وي او د سبک څښتن شوی وي، بیا څه ناڅه ګونګوالی پروا نه کوي ځکه چې لوستونکی ورسره اشنا کیدای شي. مثلا په نړیواله سطحه چې څوک له کافکا* سره اشنا وي پوهیږي چې دی څرنګه لیکل کوي.
د کافکا په کیسو کې بیوسي وینو، بې عدالتي وینو او پردیتوب احساسوو. کله چې د ده د « موږک غار» کیسه لولو هلته موږک هڅه کوي چې ځانته بله خونه جوړه کړي او خوندي شي چې دا په نړۍ کې، چې له خطرونو او ګواښونو ډکه ده د انسان د هڅو سیمبول دی چې د خپل امنیت او هوسایي لپاره یې کوي. په همدې کیسه کې د موږک غار د انسان هڅه او لټه ده چې خوندي ځای ځانته پيدا کوي.
بیوسي بیا د کافکا په « مسخ» داستان کې احساسوو چې کرکټر ګریګور سامسا ناببره په خزندې بدلیږي، دا ناڅاپي بدلون له کورنۍ او ټولنې سره د بیګانګۍ نښه ده او د اوسني انسان سیمبول دی چې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د فشارونو له امله بې ارزښته شوی دی.
اکثر کره کتونکي کافکا په ادبیاتو کې د ابزوردیزم مخکښ ګڼي ځکه چې د ده کیسې موږ ته نړۍ بې معنا او پوچه راښکاره کوي چې کرکټرونه پکې له بې منطقه حالتونو سره مخامخیږي، خو کله چې دغه وضعیت د کافکا په کیسو کې بیا بیا ګورو نو بیا د منلو کیږي. د ځینو کره کتونکو په باور د کافکا کیسې د خپل وخت د اروپا سیاسي او اجتماعي وضعیت موږ ته روښانه کوي خو د کافکا تر مړینې نژدې اویا کالونه وروسته پرتګالي لیکوال ژورې دي سوزا ساراماګو چې کله د اروپا ټولنیز وضعیت موږ ته په خپل ناول ( ړندیدا) کې په سیمبولیک ډول بیانوي له هیلو سره یې بیانوي او یو مخ د کافکا په څیر موږ له تورې ورځې سره چې انجام یې هم توره شپه ده، نه مخامخوي.
(ړندیدا) د نوبل د جایزې ګټونکي ژوزې دې سوزا ساراماګو (۲۰۱۰ مړ) ناول د استبداد او بې عدالتۍ په وړاندې د ټولنې بې وسي په سیمبولیک ډول انځوروي. په دې ناول کې یو کس د موټر چلولو پر مهال ړندیږي، دی د سترګو ډاکټر ته ځي هغه هم په دې ناروغۍ اخته کیږي او بیا دا ناروغي په ټولنه کې خپریږي. حکومت دغه ړانده په یوه روغتون کې قرنطینوي چې ټول خلک په دې ناروغي اخته نه شي. دا کسان په سختو شرایطو کې په یوه لرې پراته روغتون کې شپې ورخې سبا کوي، خو د دې ناروغانو په منځ کې د ډاکټر ښځه هم وي، چې ړنده نه ده. دا ښځه د دې لپاره چې له خپل میړه سره مرسته وکړي حال نه وایي او ځان یې په ړندو کې شمیرلی وي. دا ښځه په دې له ښاره لرې روغتون کې په خپلو سترګو ګوري چې څرنګه انسانان په اخلاقي اصولو باندې پښې ږدي او انسانیت ته شا کوي. دغه ناروغان بیا ډلې ډلې کیږي هره ډله یو قوماندان پيدا کوي، زورو له نورو ډوډۍ او درمل په زور اخلي. له دغه وضعیته ناروغان دومره په تنګیږي چې له روغتونه تښتي او چې ښار ته ځي هلته اوري چې ګډوډي ده او خبریږي چې نور خلک هم نابینا شوې دي.
د ( ړندیدا) په ناول کې بیا بیرته ورو ورو خلک بینا کیږي او هڅه کوي چې د ټولنې د ښیګڼې لپاره څه وکړي.
په دې ناول کې د لیکوال هدف دا دی چې په لږ خرابو شرایطو کې څرنګه اخلاق او انسانیت تر پښو لاندې کیږي، خو په همدې حال کې لیکوال دا خبره کوي چې هیلې مه وژنۍ، هیلې شته.
په دې ناول کې ړندیدل په اخلاقي او معنوي ارزښتونو د سترګو د پټیدو سیمبول دی. په همدې ناول کې دغه ښار نوم نه لري چې ښایي د لیکوال هدف به دا وي چې دا ستونزې نړیوالې دي د یوې ځانګړې سیمې مربوط نه دي. د ړندو بیلابیلې ډلې ټپلې د ټولنې د بیلابیلو اجتماعي طبقاتو نښه ده، د ډاکټر ښځه چې هرڅه ویني د هیلو او د حقایقو د درک سیمبول ده او مطلب یې دا دی چې په تپه توره شپه کې هم رڼا شته.
د ساراماګو د ړندیدا ناول په ۱۹۹۵ کال کې خپور شوی دی هغه وخت په پرتګال کې ډیموکراسي وه، استبداد نه و خو په ځینو ټولنو کې ممکن لیکوال د استبدادي رژیم له ویرې سیمبولیک اثر ولیکي، خپلې خبرې داسې بیان کړي چې بیا جنجال ورته جوړ نه شي او مجازات نه شي، خو که چیرته دغه ډول سیمبولیک داستانونه ډیر طبیعي نه وي راغلي ممکن د استبداد ویره د صدق هغه رابطه پکې زیانمنه کړي چې ښه لیکوال یې له خپل اثر سره لري او سیمبولونه په دې کیسو کې یو ډول پینه اي ښکاره شي.
هغه وخت هم د سیمبول اثر کمیږي چې لوستونکی د هغه د تفسیر توان ونه لري او علت یې دا وي چې لیکوال نه وي توانیدلی چې د سیمبول او معنا رابطه د داستان د فضا او پيښو په چوکاټ کې سمه ټینګه کړي.
د سیمبولونو د پيژندلو لپاره دقت پکار دی. له لویه سره کره کتونکي د سیمبول د پیژندلو ځیني نښې داسې بیانوي:
الف – کله چې په کیسه کې یوه لویه برخه تکراریږي ممکن د یوه سیمبول نښه وي. لکه د نجیب محفوظ د کیسې صحنې چې تکرار شوې وې، البته موتیف هم تکراریږي. موتیف هغه څه دی چې په داستان کې د ځانګړې معنا په خاطر تکراریږي. نو که چیرته یو سیمبول په متن کې تکرار شي ممکن په موتیف بدل شي. مثلا په کیسه کې یو متدین کرکټر یوه بل ته تسبح ورکړي او هر ځل چې دا کرکټر له جیبه تسبح راباسي ممکن دې ته یې پام شي چې ده خو بیا لمونځ نه دی کړی. دا تکرار په موتیف بدلیږي ځکه چې همدا حرکت یوه معنا شیندي د سیمبول په څیر بیلابیل مفاهیم نه افاده کوي.
ب – د کیسې دننه تضاد ممکن د سیمبولونو له لارې څرګند شي لکه د نجیب محفوظ د « پیښه» په کیسه کې چې مخکې توضیح شوه، د کیسې د پیل، پای په صحنو کې تضاد و.
د – کله چې یوه کلمه بیا بیا په کیسه کې زموږ تر سترګو کیږي دا غالبا تصادف نه دی، سیمبول دی
ه- متن ته توجه پکار ده، په داستان کې موقعیتونه، کرکټرونه، شاوخوا شرایط هرڅه ممکن سیمبولیک راغلي وي.
و – تصویري ژبه ښایي د سیمبول لپاره کاریدلې وي.
ط – کله چې په داستان کې محیط بدلیږي ممکن له سیمبولونو استفاده شوې وي.
ي- په مکالمه کې یو نیم وخت کرکټرونه ځیني ځانګړې جملې وایي چې ممکن سیمبولیکې وي.
ک – زمان بله کیلي ده چې په سیمبول مو پوهوي. په کیسه کې کله ناکله له تیرې زمانې حال ته راځو یا له اوسني وخته تیر وخت ته ګرځو چې دغه تغییرات ممکن سیمبول په ګوتو راکړي. کله ناکله په کیسه کې یو زمان نه بیانیږي یو ناڅاپه ورک شي، مثلا د اوس وخت یوه کیسه وي خو لوستونکی د دې پیښې له پخوا او راتلونکې خبر نه وي چې په دې ډول ممکن موږ په دې وخت کې له سیمبولونو سره مخامخ شو.
ل – په کیسه کې د سیمبولیکي کلمې د پيژندلو لپاره دا هم مهمه ده چې کله یو لفظ موږ ته سیمبولیک ښکاره شو په جمله کې د دې کلمې مخکې، وروسته ته ځیر شو همدا کلمه به د خپلې عادي معنا ترڅنګ بل مفهوم یا مفاهیم افاده کوي، مثلا کله چې د یوه زنځیر انځور وینو نو ممکن زندانیان راپه زړه شي. که دا زنځیر په افغانستان کې د یوې غونډې د تالار په سر رسم شوی وي، ممکن د « واعتصموا بحبل الله جمیعا ولاتفرقوا» د ایت شریف مفهوم پکې نغښتی وي. په دې ډول سیمبول خپله معنا له ځای او وخت سره بدلوي.
م- په کیسه کې د سیمبول د پيژندلو لپاره کره کتونکي دا خبره هم کوي چې د بل کلتور او بل زمان د کیسې د لوستو په وخت لوستونکی باید څیړنه وکړي، ځان پوه کړي بیا کیسې ته غور وکړي او سیمبول پکې پيدا کړي. که څوک د امیرعبدالرحمان خان د زمانې کیسه لیکي او یو ایرانی دا کیسه لولي څه به پوهیږي چې امیر عبدالرحمان خان ولې د شاغاسي کلا ورانوله، ولې یې په شینوارو کې خلک وژل؟ چې له ویرې یې ځیني خلک له خپلو کورونو نه راوتل.
ن – د سیمبول د پیژندلو لپاره موږ کولی شو چې د کیسې اصلي مفهوم ته ځیر شو ښایي یو فلسفي مفهوم پکې نغښتی وي یا یو بل عمیق مفهوم پکې ځای شوی وي. همداراز د کیسې د کرکټرونو له افعالو سیمبول ترلاسه کولی شو لکه د زوړ سړی او سیند د ناول د کرکټر سانتیاګو له هڅو چې مو سیمبول وپیژانده.
س- مکان هم ممکن سیمبولیک وي. هغه وخت مکان سیمبولیک خاصیت خپلوي چې د خپل فزیکي موجودیت ترڅنګ د داستان له محتوا او کرکټرونو سره سیمبولیک ارتباط پیدا کړي. د کندز ښار یو مرکزي چوک لري که چیرته لیکوال د کندز ښار د کیسې د مکان په صفت انتخابوي نو ممکن دا چوک سیمبولیک شي. ځکه چې دا ښار ډیر لوی نه دی او د ښار استوګن تقریبا هر کونج له چوک سره تړي، مثلا که چاته ووایې چې د غلام سرور ناشر واټ چیرته دی؟ په ځواب کې به غالبا درته وایي، له چوک سره نژدې دی، که د چوک له خوا ورشئ په دریمه کوڅه کې ښي لور ته غځیدلی سړک د مرحوم ناشر واټ دی. همدې چوک د ناټو د ځواکونو د موجودیت په وخت په رسنیو کې هم سیمبولیک مقام خپل کړی و، طالبانو به عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړې چې د چوک په سر د دوی بیرغ رپیږي، بیا به پوځیانو عکسونه خپاره کړل چې چوک د دوی په لاس کې دی. یوه لورې هم د ولایت مقام نه ښکاره کاوه چې دوی نیولی دی ځکه چې د کندز چوک سیمبولیک اهمیت لري که چوک له چا سره وي د خلکو په نظر ښار ورسره دی.
ع- ځانګړي شیان کیدای شي چې سیمبولیک استعمال شوې وي ممکنه ده چې د کرکټر د تیر ژوند یو شی سیمبولیک راغلی وي، لکه له غور نیکه ورپاتې لونګۍ.
ف – کیسه تر ډيره بریده یو څه ښکاره کوي، وایي یې نه نو صفتونه سیمبولیک راتلی شي خصوصا کله چې یو څه ته رنګ ورکوو، لکه د سانتیاګو د کشتۍ دوه رنګه بیرغ.
ص- که چیرته یوه کیسه موږ ته سوالونه راکوي موږ کولی شو چې ورته ځیر شو او له دې سوالونو سیمبولیک مفاهیم ترلاسه کړو.
په پيښور کې یوه اصطلاح وه چې (عالمي ادبیات) ځینو به داسې تصور کاوه چې یوشمیر لیکنې یوازې د محدودې سیمې لپاره دي خو د سیمبول په برخه کې حتی کلتوري سیبمولونه نړیوال درک پیدا کولی شي. یو شی چې په ادبیاتو کې موقتي وي او عالمي کیدای نه شي هغه سیاست دی، کله یوه ډله یو وخت ښه ګڼي بل وخت یې بده ګڼي نو سیاسي سیمبولونه ډير کله لنډمهاله وي.
د اختناق په وخت استعمال شوي سیمبولونه محدود پاتې شوې دي ښایي اغیز یې هم په خپل وخت کې کړی وي. یو علت یې ممکن د سیاست بې ثباتي وي، لکه وینسټون چرچل* چې ویلي دی چې په سیاست کې نه دایمي دوست شته نه دایمي دښمن، د همدې لپاره سیاسي سیمبولونه د طبیعت په څیر تلپاتې نه وي.
خو په سیاست کې هغه برخې چې ډیر انسانان پرې متفق دي هغه په نړیوالو سیمبولونو بدلیدای شي لکه د نړیوالې دوهمې جګړې نازیانو ته هم جرمنیان بد وایي، هم یهودیان، هم امریکایان، هم روسان. که داسې ډیرې لویې پيښې سیمبولیکي راواخیستل شي هغه د موقت سیمبول ستونزه نه پیدا کوي.
د همدې نړیوالې دوهمې جګړې د وخت زمان په پښتو کیسه کې هم سیمبولیک کارولی شو، خو هغه بهرني سیمبولونه چې عام شوې نه وي له هغوی سره احتیاط پکار دی ځکه چې د پردیو د سیمبولونو خپلول ګران کار دی. ما یو وخت د یوه افغان په شعر کې د کچالو کلمه په سیمبولیک ډول ولوسته او د یوه بل په شعر کې مې د زیتون کلمه سیمبولیکه ومونده. دا دواړه کلمې ماته داسې ښکاره شوې لکه پینه شوې چې وي.
په روسیي ادبیاتو کې کچالو د شتمنۍ سیمبول دی. په نړیواله دوهمه جګړه کې همدې کچالو د روسې ملت له لوږې وژغوره. دوی به کچالو په خپلو کورونو کې ساتل او خوړل بیا چې کله جرمنیان له دې رازه خبر شول د دوی له کورونو به یې کچالو خپلو مرکزونو ته وړل، د دوی په میرمنو به یې کار کاوه او لږ لږ کچالو به یې د خوراک لپاره په بدل کې ورکول. روسانو بیا په ځینو سیمو کې کچالو داسې تر مځکې لاندې کړل چې له بهره به دا مځکه داسې ښکاریده لکه قبر او په دې ډول به یې جرمنیان تیرایستل.
یوه بهرني محصل یو وخت د روسیې کیسه کوله چې د اوړي په رخصتیو کې مې په ماسکو کې یو ځای چې نوي کورونه جوړیدل، کار پیدا کړ. دا د شتمنو سیمه وه، په کوم کور کې چې ما کار کاوه څنګ ته یې داسې کور و چې ما داسې ښایسته کور په خپل ژوند کې نه و لیدلی، د لمبا حوض یې درلود چې سر یې پټیده او پرانیستل کیده، د ګلانو بیله خونه یې لرله چې رنګارنګ ګلان پکې و، دوو میرمنو یې په کور کې کار کاوه او یوه کس د کور ګلان او بوټي ورته ساتل. د دې ښایسته کور په یوه کونج کې ګډوډ بوټي راشنه شوي و، باغبان ویل چې په دې ځای کې د کور څښتن په پسرلي کې له خپلې میرمنې سره یو ځای کچالو وکرل او بیا یې وویل چې په دې ځای به څوک کار نه لري او خپلو دوو زامنو ته یې وویل، که زه مړ شوم اوس داسې څه دلته شته چې تاسو له لوږې وساتي.
کچالو په روسي ژبه کې حتی په سندرو کې یادیږي، یوه سندره ده چې پکې وایي، موږ ټول د کچالو درناوی کوو. همدا جمله که چیرته په پښتو سندرو کې را واخلو ډیر به وخاندي.
زیتون بیا په عربي ادبیاتو کې د پاکۍ، سلامتۍ، روښنایۍ، ښه حاصل او داسې څو نورو مفاهیمو په ډول سیمبولیک استعمال شوی دی. زیتون په معاصر عربي ادب کې د سولې او استقامت د سیمبول په توګه هم راغلی دی. د زیتون ونه د اوبو او سختې هوا په وړاندې مقاومه ده د همدې لپاره د مقاومت د سیمبول په ډول کاریدلې ده.
د فلسطنیانو اقتصاد په زیتون ولاړ دی. په اکتوبر کې فلسطنیان هر کال د زیتون میله کوي دا ډیره لرغونې میله ده. په نولس سوه څلور اویایم کال کې د فلسطنیانو د هغه وخت مشر یاسر عرفات د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته له ځان سره د زیتون یوه څانګه یووړه. د فلسطیني نامي شاعر محمود درویش د شعر یو کتاب هم د زیتون پاڼې نومیږي.
له بیروته تقریبا اتیا کیلومتره لرې د زیتون شپاړس زړې ونې پاتې دي، خلک وایي چې دا د نوح ع د وخت دي. په قرانکریم کې د التین په سورت کې زیتون یاد شوی، همداراز څو ځایه نور ذکر شوی دی. په تورات کې راغلي دي: ماښامی و چې کوترې د زیتون پاڼه په خوله کې وه او نوح ته راغله او پوه شوه چې اوبه په مځکه کې په کمیدو دي. د یهوادنو په اثارو کې زیتون د سولې، هوسایي او روشنایي نښه ده. همدا زیتون په پښتو اثر کې دغه پراخ مفاهیم نه شي خپلولی، چې سیمبولیک یې استعمال کړو.
په عمومي زمان کې بیا کلتورونه سره تر ډیره شریک دي.هر فصل خپله معنا یا معناوې شیندي، هر عمر خپل مفهوم افاده کوي. ورځ یو ډول سیمبولیکه راتلی شي، شپه بل ډول. خو ځانګړې زمانې بیا داسې نه دي، مثلا که په کیسه کې د نویمو میلادي کلونو زمانه رااخلو او مکان مو کابل وي بیا ممکن دا زمان افغان ته د وحشت سیمبولیک مفهوم ولري. البته په دې برخه کې که چیرته پردي دا کیسه لولي او دا کیسه هنري لیکل شوې وي، یعني په دغه زمان ټینګار شوی وي او تکرار شوی وي، بیا دا بهرنی د دې کیسې د سم مفهوم اخیستلو لپاره یو څه څیړنې ته ضرورت پیدا کوي چې په کیسه ځان ښه پوه کړي.
هوا هم ډیره سیمبولیکه راتلی شي، خړې وریځې یوه معنا لري، لمرینه ورځ بله معنا. شین اسمان بل مفهوم افاده کوي. شمالونه نور مفاهیم شیندي او دا ټولې معناوې په کیسه کې د کیسې له محتوا سره بدلیږي رابدلیږي. لکه یو شمال چې د معشوقې په زلفو لګیږي، بل شمال په سړه شپه د پخڅې کور پر کړکۍ میخ شوی پلاستیک رپوي.
په ځینو مواردو کې د طبعیت د همدې مفاهیمو معنا له مکان سره بدلیږي، یو وخت مې په یوه اروپایي تلویزیون کې د هوا پیژندنې راپور اوریده، د ویاند په لاس کې یو لرګی و چې په نقشه یې تیراوه د اروپایي هیوادو د باراني هواوو غیبت یې وکړ او د عربي خلیج د هیوادو د هوا په اړه یې وویل چې په دې سیمو کې رڼه، ښایسته لمرینه ورځ ده. دا ویاند نوی و، که نه پوهیده چې په ګرم خلیج کې د خلکو سترګې باران ته وځي.
په کیسه کې بیلابیل شیان د سیمبول په ډول کارولی شو، مثلا اس د خپلواکۍ، اتلولۍ او عظمت د سیمبول په توګه، وحشي ژوي د وحشت په ډول، له اوبو د ژوند په ډول، له زاړه ساعته د زمان د تیریدو لپاره، هر رنګ او هر عدد خپله سمیبولیکه معنی لرلی شي او دا معناوې که تل په یو ډول په کیسو کې استعمالوو هاغه د رنګارنګ معناو خوند چې سیمبول یې لري له منځه ځي.
د تنوع لپاره له یوه سیمبول سره بل شی یوځای کولی شو، په خپل کلتور کې یې بلې معنا ته پام کولی شو حتی په مختلفو کلتورونو کې یې معناو ته دقت کولی شو، مثلا زموږ په کلتور کې سپین رنګ د پاکۍ نښه ده. نوی زیږیدلی ماشوم په سپین ورڼي کې نغاړو، سپینه لمن د پاکۍ نښه ګڼو خو سپین رنګ د غم رنګ هم دی ځکه چې د کفن رنګ دی. په هندي کلچر کې سور رنګ د پاکۍ نښه ده.
په یوه کلتور کې دننه ګڼ شیان په بیلابیلو سیمبولیک ډولونو راځي. لکه ( زیړ ګلونه) موږ مساپر ته وایو، په مخه دې زیړي ګلونه. زیړي ګلونه د هیلو او خوښیو سیمبولونه دي خو کله بیا همدا رنګ د بیلتون په معنا راځي لکه د ناوې په جامو کې چې زیړ کمیس څوک نه ږدي او وایی چې زیړ رنګ د جدایي معنا لري.
یو شمیر سیمبولونه زموږ په ټولنه کې تیارې ژورې ریښې لري چې له دې ډول سیمبولونو په کیسو کې استفاده کولی شو. د دغو سیمبولونو قوت په هغه حقیقت کې نغښتی دی چې هغه مخکې له مخکې د لوستونکو په لاشعور کې ځای نیولی دی. د دغه ډول یوشمیر سیمبولونو عیب دا دی چې لوستونکي ته ممکن کلیشه ښکاره شي.لکه خړ سیلاب چې موږ یې په کیسو کې د یوه بد حالت لپاره کاروو، خو د دې سیمبول کمال دا دی چې همدا خړ سیلاب د کیسې له پیښو سره بدلولی شو.
د سیمبول استعمال باید منطقي توجه شي یعني باید یو علت ولري کنه د لوستونکي له لورې یې درک سخته کیږي. بل لور ته د سیمبول په استعمالولو کې یو توازن پکار دی
که چیرته کیسه لیکوال سیمبولیک اړخ ته ډيره توجه کوي ممکن د داستان مفهوم له لوستونکي ګډوډ شي.
کره کتونکي د مبتدي لیکوال لپاره دا لارښوونه کوي چې په پيل کې په کیسو کې له ساده سیمبولونو استفاده وکړي، لکه فصلونه؛ مثلا پسرلی د نوي ژوند نښه ده، منی د تیر عمر، ژمی بیا د مرګ سیمبول دی. ناقدان ټینګار کوي چې نوي لیکوال دې داسې سمبولیکي کیسې نه لیکي چې د سیمبول له درک پرته یې د کیسې پیښي واضح نه وي ځکه چې د نویو لیکوالو سبک پوخ شوی نه وي چې لوستونکی د ده په کیسه کې وار له واره سیمبولیکو مفاهیمو ته توجه وکړي خو کله چې دی په لسګونو کیسې ولیکي، په کیسو کې یې سیمبول یو ډول پوخ شي بیا لوستونکي د ده له سبک سره اشنا کیږي.
هغه لیکوال چې د کیسې د لیکلو په وخت سیمبول ته فکر کوي ممکن سمه کیسه ونه لیکي ځکه چې دا ډول کیسې تر ډیره داسې راځي لکه مسجع نثرونه چې سینګار یې په معنوي ارزښت باندې سیوری غوړولی وي. په کیسه کې سیمبول داسې ځاییږي لکه پوخ شاعر چې بیا د مصراعو د وزن لپاره په ګوتو سیلابونه نه شماري، سیلابونه یې په خپله سمیږي. البته په پيل کې چې څوک سیمبول ته پام کوي ممکن ښه دا وي چې یو ځل کیسه ولیکي بیا د بیا کتنې په وخت صفتونو، تصویرونو، کرکټرونو او د کیسې ټولو عناصرو ته پام وکړي او سیمبول پکې سم کړي، خو ښه سیمبول هغه دی چې قصدا په کیسه کې نه وي ځای شوی، په خپله یې په فطري ډول په کیسه کې ځای نیولی وي او د کیسې له عناصرو سره همغږه راغلي وي.
ماخذونه
۱- د حیواناتو فارم- جورج اورویل- ژباړه: اسیر احسان الله، ۲۰۱۹- سروش کتابپلورنځی- کابلISBN 978-9936-647-20-6
۲- ص ۲۲- ډیوه مجله، ۱۹۹۶، جولای- ۱۳۷۵ چنګاښ
۳-زوړ سړی او سیند- ارنست همینګوې- ژباړه: استاد شپون، ۲۰۲۰- مومند خپرندویه ټولنه- جلال اباد، ننګرهار
4-https://sarahscoop.com/angel-number-84-meaning
5-https://www.sosyncd.com/the-meaning-of-the-85-angel-number
6- ۶ شارل پیر بودلر(۱۸۲۱-۱۸۶۷) فرانسوی شاعر او لیکوال
7- پل ورلن (۱۸۴۴-۱۸۹۶) فرانسوی شاعر
8- ستیفان مالارمه (۱۸۴۲-۱۹۹۸) فرانسوی شاعر او نقاد
9-ګیورګ ویلهلم فریدریښ هیګل، جرمني فیلسوف(۱۷۷۰-۱۸۳۱)
10- هیواد بریال کومکی، نړیوال ادبي مکتبونه. ص ۱۲۰ نوی مستقبل خپرندویه ټولنه- کابل-۱۳۹۶ لومړی چاپ
11-څاروان، عصمت، ژباړه او شننه- همینګوې څه وایي، ص -۵۷-کال۲۰۲۱- کابل، سروش کتابپلورنځیISBN 978-9936-647-61-9
12- دا مثال مې یو وخت په انټرنټ کې په یوه مقاله کې لوستی و.
-13فروید- زیګموند فروید(۱۸۵۶-۱۹۳۹ )
14-نجیب محفوظ، مصری کیسه لیکوال(۱۹۱۱-۲۰۰۶ )
15-پسرلی اجمل، نجیب محفوظ څرنګه کیسه لیکي
16- فرانتس کافکا(۱۸۸۳-۱۹۲۴) چکی کیسه لیکوال
Saramago Jose, Blindness 1997, Harcourt Brace and Company New Yourk-17
18-وینسټن لیونارډ چرچل(۱۹۶۵-۱۸۷۴م) لیکوال، سیاستوال او له (۱۹۵۱-۱۹۵۵ م) د بریتانیا لومړی وزیر.