Homeخبرونهامام علي د چین، تاجکستان، افغانستان د ترانسپورتي دهلیز د عملي کېدو...

امام علي د چین، تاجکستان، افغانستان د ترانسپورتي دهلیز د عملي کېدو غوښتنه وکړه

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۷ مه) د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له خپل چينايي ساري سره له کتنې وروسته په يوه خبري ناسته کې وړانديز وکړ چې د چين، تاجکستان او افغانستان ترانسپورتي کوریدور په اوږدو کې دې د سړکونو او ریلګاډو د جوړولو لپاره عملي تدبيرونه غوره شي.

ده ټینګار وکړ چې د چین، تاجکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانسپورټي دهلیز پراختیا به سیمه ییز اتصال او سوداګري پراخه کړي.

په دې کتنه کې امام علي رحمان او شي جين پينګ د «يو کمربند، يوې لارې» نوښت په چوکاټ کې د همکارۍ پر دوام خوښي څرګنده کړه.

د راپورونو له مخې، تاجکستان ته د شي جين پينګ د سفر په ترڅ کې دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې د ٢٩ مهمو سندونو په لاسليکولو سره خپلې اړيکې پياوړې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...