یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Home+آریايي ژبپوهنه | څېړونکی: صبغت‌الله قیام   

آریايي ژبپوهنه | څېړونکی: صبغت‌الله قیام   

لارښود: پوهنوال اسدالله وحیدي

لنډیز

لرغونې آریايي ژبپوهنه د اوستا له عصر څخه پیلېږي، د اوستایي مذهبي متونو ثبت د آریايي ژبپوهنې د رامنځته کېدو مهم لامل دی. په څلورمه مېلادي پېړۍ کې د دې کوښښ وشو، تر څو د اوستایي متونو د خوندي کولو لپاره له یوه لیکدود څخه ګټه واخیستل شي او یاد متون پرې خوندي شي، نو په همدې غرض له پهلوي لیکدود څخه ګټه واخیستل شوه. پهلوي لیکدود چې له آرامي لیکدود څخه اقتباس شوی و؛ نو ګڼې ستونزې یې درلودې او د اوستایي متونو د ثبت لپاره ډېر ګټور نه و او تر ډېره یې په اوستایي متونو کې ابهامات رامنځته کړي وو. چې د پهلوي لیکدود نیمګرتیاوې د دې لامل شوې، تر څو یو نو لیکدود اختراع شي، چې تر ډېره دقیق وي او د اوستا ژبې د هر آواز ښکارندويي وکړي، دا لیکدود چې تر ډېره د هماغه پهلوي لیکدود پر اساس ځینې تغیرات پکې راغلل او د اوستا متون یې له زند څخه په دغه نوي لیکدود خوندي کړل، په دې لیکدود خوندي شویو متونو ته پازند  وايي. دا لیکدود د دین دوبیره په نوم هم یاد شوی، چې د دین د خط مانا لري. په آرایي ژبپوهنه کې یوه بله موضوع چې د یادونې وړه ده، هغه د ځینې قاموسونه دي، چې ژبپوهان یې په اریايي ژبپوهنه کې را پېژني دا قاموسونه عبارت دي له:

۱ـ خوارزمي قاموسونه.۲ـ سکایي (ختني) قاموسونه.۳ـ مانوي قاموسونه.۴ـ موراخوتای (آرامي ـ پهلوي) دوه ژبی قاموس.۵ـ اویم ایوک قاموس.

آر وییونه:

ژبه، ژبپوهنه، اوستا، لیکدود، پهلوي لیکدود، اوستایي لیکدود، قاموس او…

سریزه

د آریايي ژبپوهنې موضوع په اصل کې د آریایي ژبپوهنې پر بهیر را څرخي؛ ځکه موږ د ژبپوهنې معاصرې نظریې لولو؛ نو دا چې د ژبپوهنې له لومړنیو نظریاتو سره مو ربط ورکړی وي، اړتیا ده، چې د ژبپوهنې پر بهیرونو باندې هم بحث وکړ او دا روښانه کړو، چې په لومړیو کې د ژبپوهنې موضوعات څه وو؟ ژبه څه ډول پدیده بلل کېده؟ هغه کوم لاملونه وو، چې په پخوا زمانو کې یې د ژبې او ژبپوهنې پر موضوع بحث کولو ته لاره برابره کړې وه؟ دا چې دا بحثونه ډېر پراخ دی او په بيلا بېلو حوزو،  ټولنو او زمانو کې پر ژبه باندې بحثونه شوي، په دې بهیر بحث کول د یوې مقالې له حدودو اوړي؛ خو دا چې د دې بهیر په سپړنه کې مو څه ناڅه برخه اخیستې وي او خپله دنده مو تر سره کړې وي؛ نو غوره به وي چې د آریایي ژبپوهنې په بهیر بحث وکړو. یو څو وضاحتونه چې زما په اند یادونه یې د آریایي ژبپوهنې له بهیر سپړلو وړاندې ضروري ده، باید دلته راوړم:

۱ـ په دې مقاله کې دآریایي ژبپوهنې په بهیر بحث شوی، نه په اریایي ژبو.

۲ـ دا مقاله تر ډېره د آریایي ژبپوهنې پر لومړنیو څرکونو بحث کوي؛ نو په دې اساس ښایي ځینې داسې مباحث هم پکې راوړل شوي وي، چې راوړل یې په ژبپوهنیز بهیر کې دومره مهم نه وي.

۳ـ دا چې د آریايي ژبپوهنې موضوع ښایي یو څه پراخه وي او اوږد زماني واټن، پراخه جغرافیه او ډېرې ژبې تر خپل سیوري لاندې راولي؛ نو غوره به وي تر څو یادونه وکړم چې په دې مقاله کې یوازې پر لرغونې اریایي ژبپوهنه او د هغه په بهیر بحث شوی.

۴ـ دا چې په آریایي ژبپوهنه کې پاڼیڼي او د هغه ګرامر د ځانګړي ارزښت او یادونې وړ دی، دلته مو ځکه بحث نه دی ورباندې کړی، چې له یوه اړخه په لرغونې هندي ژبپوهنه کې د ځانګړي بحث موضوع ده، له بل اړخه زموږ ټولګیوال حنان آرمل په لرغونې هندي ژبپوهنه کې (چې په تاند کې خپره شوې)  په دې موضوع مفصل بحث کړی دی.

د موضوع شالید

کله چې د آریایي ژبپوهنې د بهیر اړوند مطالعه کوو؛ نو په پښتو ژبه کې د معلوماتو له نشت سره مخ کېږو، حتی ښایي داسې اثر ونه مومو، چې د آریایي ژبپوهنې تر عنوان لاندې سرلیک دې پکې راغلی وي او دا موضوع دې يې څه ناڅه په پښتو ژبه سپړلې وي. څه چې د دې موضوع سره ربط لري او په پښتو ژبه کې هم یو څه بحثونه پرې شوي، هغه د پاڼیڼي ګرامر دی، چې په لرغونې هندي ژبپوهنه کې د خاصې یادونې وړ دی، بله موضوع چې ژبپوهان يې په آریایي ژبپوهنه کې د بحث وړ موضوع بولي هغه د اوستا ژبه او اوستا کتاب دی، چې د دې موضوع اړوند په پښتو ژبه کې څه ناڅه معلومات په لاس راتللی شي. که په نورو ژبو کې د آریایي ژبپوهنې  اړوند معلومات ګورو، نو ښایي یو څه مواد په لاس راشي، مثلاً په پارسي ژبه کې ځینې داسې آثار پیدا کېږي، چې  په هغو کې دآریایي ژبپوهنې اړوند یو څه معلومات راغلي، دا چې موږ په دې لیکنه کې له دې آثارو څخه ګټه اخیستې؛ نو غوره به وي، تر څو یې د دې موضوع د شالید په توګه یادونه وکړو:

۱ـ نظریه های ربانشناسي. یاد اثر چې راحلې حمیدزۍ لیکلی د نورو موضوعاتو تر څنګ یې یو سرلیک آریایي ژبپوهنې ته هم ځانګړی شوی دی، حمیدزي په دغه بحث کې د آریايي ژبپوهنې په پیلامې باندې بحث کړی او ویلي یې دي چې اریايي ژبپوهنه د اوستايي عصر څخه پیلېږي هغه هم د اوستا کتاب له لیکلو څخه. حمیدزۍ په دې بحث کې د اوستا په کتاب او هغه لیکدود بحث کړی، په کوم چې د اوستا کتاب لیکل شوی.

۲ـ بل اثر چې د آریايي ژبپوهنې بحث پکې راغلي هغه (تاریخ زبانشناسی) دی، چې (مطیع الله حکیمي)په (۱۳۹۸) کال کې  لیکلی دی، حکیمي د خپل اثر په دویم فصل کې په آریايي ژبپوهنه بحث کړی او ویلي یې دي، چې په اریايي ژبپوهنه کې پخواني کارونه د هغه خط له ایجاد څخه پیلېږي کوم چې د مذهبي سرودونو او دیني متونو د ثبت لپاره ایجاد شوی و، وروسته په دې خط باندې هم بحث کوي یوه بله موضوع چې د دې اثر لیکوال تر دې سرلیک لاندې راوړې هغه د ځینې قاموسونو معرفي ده، چې تر ډېره په منځنۍ ایرانی باندې راڅرخي.

دآریایي ژبپوهنې پيل

د آریايي ژبپوهنې د پیل په هکله دوکتور راحله حمیدزۍ د ابوالقاسمي په قول لیکي: د آریایي ژبپوهنې تاریخ د اوستا له وخت څخه پیلېږي، یوازینی اثر چې له دغې ژبې څخه راپاتې دی (اوستا) دی، چې په دوو لهجو لیکل شوی دی. لومړۍ لهجه (ګاهاني)، چې د زردشت ویناوې پرې لیکل شوې، دویمه لهجه، چې د اوستا نورې برخې پرې لیکل شوې، نوې لهجه بلل کېږي. (حمیدزۍ، ۱۴۰۲ :۵۷)

ځینې بیا وایي، چې په لرغونې آریانا کې د ژبپوهنې لومړني کارونه د خط له ایجاد څخه پیلېږي، هغه هم د دې لپاره چې مذهبي متون او سرودونه ثبت کړي. ( حکیمي،۱۳۹۸ :۲۳) په هر صورت په یو شکل نه یو شکل په آریانا کې ژبپوهنه له مذهبي هلو ځلو او د مذهبي متونو له ثبت سره تړلې ده.

کله چې اورو چې د اوستا متون د غویانو په (۱۲۰۰۰) پوستکو لیکل شوي دي؛ نو دا په دې دلالت کوي، چې آریایانو د ژبې د ثبت تلاش کړی دی او همدارنګه په فارس کې د هخامنشي شاهانو یادښتونه (کتیبې) او د دې کتیبو ژباړل په عیلامي او آرامي ژبو د ژبپوهنیزو کوښښونو ښکارندویي کوی. (حکیمي،۱۳۹۸ :۲۳)

‍دا چې په آریايي ژبپوهنه کې د لیک او خط موضوع یوه مهمه موضوع ده، نو اړتیا ده، چې په دې خطونو او هغه ژبه چې د ثبت لپاره یې له دې لیکدودنو څخه ګټه اخیستل شوې ده بحث وکړو. راځو لومړی په اوستا او بیا په هغه لیکدودونو او د هغوی د منځته راتګ په عواملو بحث کوو، چې پر اساس یې اوستایي متون ثبت شوی دی.

اوستا

اوستا ژبه چې پخوا د زند د ژبې په نوم هم پېژندل شوې ده، د لرغونې آریاني ژبو له څانګې د  آرایانا له پخوانیو ژبو څخه ده، چې په اندواروپایي لویه ژبکورنۍ پورې اړه لري. «نسک های اوستا» د زردشتیانو مقدس کتاب هم په اوستا ژبه لیکل شوی دی. پرته له دغه کتاب او هغه آثارو څخه چې په دې کتاب پورې تړلي دي، نور آثار د دې ژبې اړوند په لاس کې نشته.

د اوستا کلمه چې د اوستا په کتاب کې نه ده راغلې د دانش او شناخت (پوهې او پېژندنې) مانا لري، دا کلمه د «ویدا» له کلمې ـ چې د هندوانو د پخواني دیني کتاب نوم دی ـ سره هممانا ده. (اورمړ، ۱۳۹۸: ۲)

د اوستا کتاب تر ډېره وخته سینه په سینه حفظ و، احتمالاً په اشکاني دوره کې د لومړي بلاش یا د ساسانيانو په لومړیو کې د دې کوښښ وشو، چې دا کتاب دې په یو ډول خط چې له آرامي څخه مشتق شوی و؛ لکه د پهلوي خط، ولیکل شي، دا خط له ښي لوري کیڼ لوري ته لیکل کېده. (اورمړ، ۱۳۹۸: ۶)

پهلوي لیکدود او د اوستايي متونو ثبت

د اوستا د متونو په باب ویل کېږي، چې دا متون په لومړیو کې لیکل شوي وو، چې د سکندر مقدوني په وخت کې له منځه تللی؛ خو دا چې دا متون بیا څه وخت ولیکل شول او په کوم لیکدود ثبت شول په دې اړه راحله حمیدزۍ لیکي: «مضامین و مطالب اوستا تا دوره میانه به صورت شفاهي حفظ بود. در دوره میانه (سده چهارم میلادي) با توجه به این که زبان اوستایي یک زبان باستانی و کهنه شده بود و روز به روز نا مفهوم تر می شد، برای احتراز از فراموشی و نیز برای حفظ صورت درست آن به ثبت و ضبط آن به ګونه مکتوب کوشیدند؛ بنا بر این اوستا به زبان پارسی میانه و به خط بهلوی که از الفبای زبوری طرح شده بود، نوشته شد. این الفبا از راست به چپ و متصل به هم نوشته می شد…» (حمیدزۍ،۱۴۰۲: ۵۷-۵۸)

د اوستایې متونو پهلوي ژباړې او تفسیر ته (زند) ویل کېږي، زند د بیان، ګزارش او شرحې مانا لري.

پهلوي لیکدود ځینې ستونزې درلودې چې د اوستایي متونو لپاره ډېر ګټور نه و، نو د دې اړتیا پېښه شوه، چې نوی لیکدد دې رامنځته شي، مخکې له دې چې په دغه نوي لیکدود بحث وکړو، غوره به وي، چې د پهلوي لیکدود ستونزې هم بیان کړو، دا ستونزې عبارت دي له:

۱ـ متصل لیکل کېدلو، چې مفهوم سم نه ترې اخیستل کېدو.

۲ـ د اوستایي متونو سم تلفظ یې نه شو څرګندولی.

۳ـ هزوارش (کلمه به په پهلوي لیکدود لیکل کېده او تلفظ به یې په پارسي و)

۴ـ ډېر توري یې یو بل ته ورته وو.

۵ـ یوه توري یې د څو آوازونو ښکارندویي کوله. (حمیدزۍ، ۱۴۰۲: ۵۸)

نو په دې اساس د اوستا متون سم نه لوستل کېدل، له بل اړخه د مذهبي متونو تقدس د دې علت شو، تر څو یو نوی لیکدود اختراع شي او ټول ابهامات له منځه یوسي، چې دا لیکدود د اوستایي لیکدود په نوم یادېږي.

د اوستایي لیکدود اختراع

پورته مو په ځینو لاملونو بحث وکړ، چې د اوستایي لیکدود رامنځته کېدو ته یې زمینه برابره کړه. په دې عواملو کې یو مهم لامل دا و، چې یو حرف د څو آوازونو ښکارندوی و، چې د اوستایي متونو په لوستلو کې یې لویه ستونزه رامنځته کړې وه، له بل اړخه د یوه داسې لیکدود نشتوالی چې هغه دې د اوستايي متونو ښه ښکارندويي وکړي د دې لامل شو، چې منشیان او روحانیون د پهلوي لیکدود له مخې یو نوی لیکدود اختراع کړ، چې د اوستا ژبې د ټولو آوازونو ښکارندوی و، دا لیکدود په پهلوي کتابونو کې د دین دبیره (د دین د خط په مانا) او په عربي کتابونو کې د دین دبیره، دبیره او دین دویره په نومونو یاد شوی. (اورمړ؛ ۱۳۹۸: ۶، ۷)

دا نوی لیکدود چې د اوستایي الفبا له (۴۸) تورو څخه تشکیل شوی، د نړۍ له بشپړو لیکدودنو څخه ګڼل کېږي، چې د زند د متونو د شرحې لپاره ورڅخه کار واخیستل شو، د دې لیکدود هر توری د یوه آواز ښکارندویي کوي، څنګه چې له دې لیکدود څخه یوازې د اوستایي متونو د لیکل کېدو لپاره ګټه پورته شوه؛ نو د اوستایي لیکدود په نوم یاد شو. کله چې د زند ژبې متون په دغه لیکدود ولیکل شول (پازند) ورته وویل شول. یعنې د اوستايي متونو پهلوي ژباړې او تفسیر ته زند او د زند د متونو تفسیر دغه نوي لیکدود ته (پازند) ویل کېږي.(راحله، ۱۴۰۲: ۵۸)

دا موضوع دقیقه نه ده معلومه چې دغه لیکدود څه وخت ایجاد شوی او اوستا ورباندې لیکل شوې ده، خو ځینې وايي، چې ښايي له څلورمې تر شپږمې مېلادي پېړۍ پورې اوستا کتاب په دغه لیکدود لیکل شوی وي. (اورمړ،۱۳۹۸: ۷)

په آریايي ژبپوهنه کې قاموس لیکنه 

د آریايي ژبپوهنې اړوند یوه بله موضوع چې ځینو ژبپوهانو یې په آریايي ژبپوهنه کې یادونه کړې ده هغه یو شمېر قاموسونه دي، چې تر ډېره د منځنۍ ایراني په دوو څانګو شرقي او غربي ډلو پورې اړه لري.

له لرغونو آریایانو څخه لا تر اوسه پورې داسې کوم سند نه دی راپاتې چې د دې ښکارندویي دې وکړي، چې لرغونو آریایانو قاموسونه لیکلي او یایې لغتونه راټول کړي، اما د منځنۍ ایراني دواړو څانګو ته مربوط داسې معتبر اسناد په لاس کې شته چې په قاموس لیکنه دې دلالت وکړي. (حکیمي، ۱۳۹۸: ۲۶، ۲۷)

دا چې ځینو ژبپوهانو په اریایي ژبپوهنه کې دغه قاموسونه معرفي کړي؛ نو موږ هم اړ یو تر څو د یادو قاموسونو یادونه په لنډ ډول وکړو:

۱ـ خوازمي قاموسونه. دا قاموسونه اګر چې په اسلامي دوره کې لیکل شوي، خو په ژبني لحاظ د منځنۍ دورې له مهمو قاموسونو څخه ګڼل کېږي. دغه قاموسونه عبارت دي له: (مقدمة الادب) چې زمحشري لیکلی، هغه قاموس دی، چې فارسي لغتونه او عبارتونه یې په خوارزمي ژبه ورته راوړي. (رسالة الالفاظ الخوارزمي اللتی فی قنیة المبسوط) دا قاموس په اتمه هجري پېړۍ کې لیکل شوی.

۲ـ سکایي (ختني) قاموس: د سکایي متونو په منځ کې یو دوه ژبی متن (سنسکریت ـ سکایي) او ورسره یوه چیني ـ ختني او ترکي لغت نامه موندل شوې ده چې سکایي (ختني) قاموس. د دغه قاموس ترتیب په موضوعي بڼه برابر شوی دی.

۳ـ مانوي قاموسونه: دا قاموسوه د سغدي ـ مانوي ژبې څخه راپاتې دي، چې د دې قاموسونو ترتیب هم په موضوعي شکل دی؛ مثلاُ: د نومونو فهرست، د ورځو فهرست او …

۴ـ موراخوتای ( آرامي ـ پهلوي) دوه ژبی قاموس: دغه قاموس ۳۰ بابونه او ۱۳۰۰ کلمې او د۶۳۰ هزوارشونو لرونکی دی، دغه قاموس د منشانو او دبیرانو په نظر یو څه ستونزمن دی. د دې قاموس ترتیب هم په موضوعي بڼه شوی دی.

۵ـ اویم ایوک قاموس: دا یو کوچیني قاموس دی، چې اوستایي کلمې او عبارتونه پکې په پهلوي ژبه ژباړل شوی دی. دغه قاموس د اویم له کلمې (چې د یوه مانا لري) پیل شوی دی او د پهلوي ژبې د ایوک په کلمه یې پای موندلی. دغه قاموس د نورو قاموسونو په پرتله د ژبپوهانو د پام وړ دی.( حکیمي، ۱۳۹۸: ۲۷، ۲۸، ۲۹، ۳۰، ۳۱، ۳۲، ۳۳، ۳۴)

پایله

د دې مقالې د پایلې په توګه ویلای شم، چې په آریانا کې تر ډېره ژبپوهنیز بحثونه له اوستايي عصر څه پيلېږي. کله چې د اوستايي متونو د ثبت موضوع راپورته کېږي، نو اړتیا لیدل کېږي، چې د دې متونو د خونديتوب لپاره دې له لیکدود څخه کار واخیستل شي، چې په پایله کې د اوستایي متونو د ثبت لپاره په دوو لیکدودونو باندې تمرکز کېږي، چې یوه ته یې پهلوي خط ویل کېږي، چې د لومړي ځل لپاره په څلورمه مېلادي پېړۍ کې اوستايي متون ورباندې خوندي شوي. وروسته د دې لیکدود نیمګړتیاوې د دې لامل کېږي، چې یو داسې کره لیکدود دې رامنځته شي؛ تر څو د اوستایي متونو په سم لوستلو کې ستونزې له منځه یوسي؛ نو هماغه وو، چې نوی لیکدود د دین دوبیره په نوم چې تنها اوستایي متون پرې لیکل شوي وو راومنځته شو.

په ټوله کې ویلی شو، چې په آریايي ژبپوهنه کې د ژبپوهنې مباحثو ته مذهبي تمایلاتو لار برابره کړې ده، چې لیکدود پکې تر نورو ډېر د پام وړ موضوع جوړوي.

مأخذونه:

۱ـ اورمړ، خلیل الله. (۱۳۹۸هـ ش). خط و دستور زبان اوستایي. کابل: ریاست اطلاعات و ارتباط عامه اکادمی علوم.

۲ـ  حکیمي، مطیع الله. (۱۳۹۸هـ ش) تاریخ زبانشناسي. تخار: انتشارات ګنج.

۳ـ حمیدزۍ، راحله. (۱۴۰۲هـ ش) نظریه های ربانشناسي. کابل: انتشارات سمون.

۴ـ ربینز، آر، اچ. ژباړن: علی محمد حق شناس. (۱۳۸۱هـ ش)، تاریخ مختصر زبانشناسی (چاپ چهارم). ایران: کتابخانه ملي ایران.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب