یوولسمه برخه
د معراج تر دروازې
زما له ډېره وخته عادت دی چې سهار چای د وخته نوش جان کوم. محمود مې د هوټل په دروازه کې ولید، ویل یې د سهار چای او ناشته درېیم منزل کې ده. لکه دمخه چې مې یادونه کړې، په دې هوټل کې چې اوس موږ اوسېږو ډېر عصري هوټل نه دی، خو دا وخت چې د اسرا او معراج شپې او ورځې دي په هوټلونو کې ځای نه پيدا کېږي، دا هم راته په ډېر تکلیف پیدا شو. زموږ د سفر تنظیموونکي د هوټل په انتخاب کې دوه شرطونه لرل، یو دا چې د بیت المقدس زاړه ښار ته نږدې وي او بل دا چې هوټل باید د مسلمانانو وي. موږ ته یې هم مشوره راکړې وه چې سودا له مسلمانانو واخلو ترڅو ددوی کار وبار او عایداتو سره مرسته وکړو. درېیم منزل ته په یوه زاړه لېفټ کې ورپورته شوم. ما فکر کاوه زه لومړنی کس یم، خو چې ګورم تر ما دمخه ډېر نور ملګري هم راغلي وو. زما په لیدو عبدالله چې د تونس و په خوشالۍ غږ کړل. راځه راځه زموږ خواته راشه. محمود له اشپز سره خپله هم په اشپزخانه کې ولاړ و چې زموږ مېلمه پالنه وکړي. جوشې هګۍ، کباب شوې غوښه، د فلسطنیانو یو ډول سنتي خواړه چې ډول ډول سبزیجات په کې ګډ شوي وو او تور و شنه چایونه پر میزونو ایښودل شوي وو. زما چې د عربانو بغلاوه خوښېږي، لږه بغلاوه، یو دوه جوشې هګۍ، لږ شات او یوه پیاله شین چای مې را واخیستل. اوس موږ باید اوه نیمې بجې د هوټل مخې ته ورشو چې هلته راته موټر ولاړ دی. موږ به له دې ځایه لومړی هغه بل هوټل ته ځو چېرته چې زموږ بل ګروپ اوسېږي. لکه د مخه چې مې وویل په هوټلونو کې د ځای د نشتوالي له امله یې موږ پرون شپه په دوو ګروپونو ویشلي یو. شاوخوا څلوېښت کسان په دې هوټل کې یو او همدومره په هغه Golden Walls Hotel هوټل کې چې د بیت المقدس د زاړه ښار شمالي دروازې باب العمود ته مخامخ دی.
خپلې کوټې ته لاړم، افغاني جامې مې واغوستې او د هوټل مخې ته ښکته شوم. دا هوټل د بیت المقدس د ښار په یوه ارامه کوڅه کې دی. تر ما د مخه څو نور ملګري هم راغلي وو. ما یو ځل بیا له همدې ځایه طلایي ګنبدې ته وکتل. زړه مې له خوشالۍ ډک و، ځکه ما په خپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره هغه ځای په خپلو سترګو لیده چې د اسلام درېیم سپیڅلی مقام دی او د ځینو روایتونو له مخې داسې انچ ساحه په کې نه شته چې هلته پیغمبرانو او یا ملایکو قدم نه وي ایښی.
زموږ د ټیم مشر مصری – امریکایی محمد رسول ډېر هڅانده او خدمتګاره ځوان دی. په خواږه انداز یې پر ملګرو غږ کړل: “چمتو یاست چې د معراج دروازه وګورئ؟” ټولو په لیوالتیا ځواب ورکړ: هو.
محمدرسول هر کال له بېلابېلو ګروپونو سره راځي او دا چې دلته ښه بلد او په ضمن کې د مسلمانانو خدمت ته لېواله دی نو د یوه ګروپ د اسانچاري په توګه مسوولیت ورسپارل کېږي. زموږ په ګروپ کې دی له هوټل، ډریورانو او د سفر له مشرانو سره د ارتباطاتو مسوول دی. سره له دې چې موږ ټول په ټلېګرام کې یو چټ ګروپ لرو او په هغه کې شېبه په شېبه مهم اعلانونه، عکسونه او مهم معلومات پوسټ کېږي، خو دی هم ډېر مهم کارونه کوي.
موټر ورو ورو د القدس پر لور وخوځېدو. ځینو ښځینه او نارینه ملګرو ته مې پام شو ډېر خوشاله ښکارېدل. سبحان الله – الحمدلله غږونه اورېدل کېدل. دوی پوهېدل چې دا یو غیر معمولي سفر نه دی او یادونه به یې تلپاتې وي.
زموږ موټر د بیت المقدس له شرق نه د شمال خواته مزل کاوه. پر لاره ګڼ تاریخي ځایونه، کلیساګانې او وړې وړې غونډۍ ښکارېدې. موټر ورو ورو د نوي ښار یوې څنډې ته ننوت چېرې چې ګڼې لوکسې ودانۍ، هوټلونه، بازارونه او د اروپا او امریکا په شان د ژوند سهولتونه موجود دي. لس دولس دقیقې پس موټر شمال خواته تاو شو، د بیت المقدس دیوالونه راښکاره شول او د یوه لوکس هوټل مخې ته ودرېد. زه چې مخکې سیټ کې ناست وم تر ټولو لومړی ښکته شوم. طارق د هوټل مخې ته پیاده رو کې ولاړ و، له چا سره یې پر موبایل ټیلفون خبرې کولې. زه یې خواته روان شوم. ده هم لکه چې خبرې خلاصې کړې وې، غېږه یې راکړه ویل یې وروره شپه مو څنګه وه، په تکلیف خو نه شوئ. ما ویل نه، الحمدلله ډېره خوشاله او ارامه شپه مو تېره کړه.
طارق هم مصری-امریکایی دی. د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د مسلمانانو د یوې ټولنې مشري په غاړه لري، هر کال سلګونه کسان د حج او بیت المقدس زیارت ته راولي. زیاتره کسان خپل مصارف خپله پرې کوي، خو هغه څوک چې وسه نه لري دی ورسره مرسته کوي. طارق بیا ددغو لګښتونو پیسې د خپلو انلاین صنفونو، کمپاینونو، انلاین خرڅلاو او نورو لارو نه ترلاسه کوي.
د پلان له مخې هر ځای او زیارت ته تر تللو دمخه زموږ ټول ګروپ سره راټولېږي، لازمې لارښوونې ورته کېږي او د یوه منظم پلان له مخې ورځو. د مسجد الاقصی زیارت لپاره پلان دا و چې ټول ګروپ به پر یوه لیکه حرکت کوو. د ګروپ نعت ویونکي او دایره غږونکې به مخکې وي. دوی ته کوچني مایکونه ورکړل شوي وو چې اواز یې په ګرځنده سپېکر کې واورېدل شي او ټول ګروپ یې واوري.
له هوټل نه مو حرکت وکړ. د سړک پورې غاړه د بیت المقدس دیوالونه ښکاره کېدل. موږ د بیت المقدس د زاړه ښار باب العمود دروازې سره ودرېدو. دا دروازه د سلطان صلاح الدین د وخت فرهنګي میراث بلل کېږي او د چا خبره د اوو نورو دروازو مور ده. دلته ټولو په ګډه درود او صلوات وایه. ګڼ فلسطینیان مو نندارې ته راټول شوي وو، چا پر خپلو موبایلونو ویډیوګانې او عکسونه اخیستل او چا به په موسکاو او ښه راغلاست بدرګه کولو.
زموږ لارښود راته وویل دا هماغه دروازه ده چې کله د عمري خلافت په وخت کې بیت المقدس فتحه شو نو حضرت عمر (رض) د احترام په توګه له همدې لارې پلی زاړه ښار ته ننوت، کله چې پر غونډۍ پورته شو او پر مسجد الاقصی یې سترګې ولګېدې نو الله اکبر ناره یې تر خولې ووتله او په سجده پرېوت. دده د سجدې محراب اوس هم شته او د مسجد قبلې کیڼې خوا ته کونج کې دی. همداسې شاوخوا ۱۳۰۰ کاله وروسته، کله چې دا ښار د انګریزانو لاس ته ولوېد، انګریز جنرال سر ایډمنډ ایلن هم د حضرت عمر (رض) پېښې وکړې او هغه هم دالخلیل له دروازې پلی ښار ته ننوت. موږ هم همداسې وکړل د بیت المقدس له همدې تاریخي دروازې په پښو ننوتلو او پر ټوله لاره مو د خدای جل جلاله حمد و ثنا ووایه چې دداسې مقدس ښار دیدن یې را نصیب کړی دی. که څه هم د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله اوس د زاړه ښار په تنګو کوڅو کې د موټرو تېرېدل یو څه سخت دي، خو بیا هم کله کله هغه واړه موټر په کوڅو کې تګ راتګ کوي چې کورونه یې همدلته په زاړه ښار کې دي.
ماته په زړه پورې خبره دا وه چې د بیت المقدس په زاړه ښار کې تاسو لکه د دوبۍ یا نیویارک په کوڅو کې د نړۍ د هر قوم خلک لیدلی شی، مګر دوی دلته د سوداګرۍ یا کار کولو لپاره ندي راغلي، دوی دلته لکه زما غوندې د سکون په لټون پسې راغلي وي. لټون او یا ښایي زما په څیر ژورو پوښتنو ته د ځواب موندلو په هڅه وي.
د کلا پر زړو دیوالونو او ځای ځای په ځینو کوڅو کې د جګړې هغه زړې نښې لا هم لیدل کېږي. دا دیوالونه چې د ډیرو یرغلګرو مخونه یې لیدلي دي. څو ځله نړیدلي او بیا رغول شوي دي. زموږ یوه لارښود راته د مرمیو هغه نښې وښودلې چې د اسرائیلو او اردنیانو د جګړو د وخته پاتې دي. جالبه خو لا داده چې دلته هره جګړه پېښه شوې نو وروسته ورپسې ډېرې جالبې افسانې او کیسې هم تړل شوي دي. د بیت المقدس زوړ ښار دومره لوی ښار نه دی، دیوې لویې کلا منځ کې یو څو کوڅې او مارکیټونه دي، خو په هره برخه کې یې تاریخ پټ دی. د بېلګې په توګه دیوه دیوال مخې ته تیرېدم ګڼ خلک هلته ولاړ وو چې پوښتنه مې وکړه ویل یې دا هغه ځای دی چې له رومیانو سره په کې سختې جګړې شوي دي. دوی ویل یوه یهودي افسانه داده چې کله د روم امپراتور ټایټس دلته معبد ړنګ کړ نو نهیلي شویو پادریانو د بیت المقدس کیلي ګانې اسمانې ته وغورځولې او په ژړا یې وویل: “خدایه ته له دې وروسته د کیلي ساتونکی یې.»
دیوه بل کور مخې ته چې له ښایسته غرنیزو تیږو نه جوړ شوی او کوچنۍ دروازه یې کوڅې ته راوتې ده تېرېدم. په عبري ژبه یوه کوچنۍ لوحه پرې لیکل شوې وه او ځینو غربي زیارت کوونکو یې عکسونه اخیستل. له یوه مې وپوښتل دلته څه دي؟ هغوی راته دا ځل د سلطان صلاح الدین ایوبي په اړه یوه بله جالبه پخوانۍ کیسه وکړه. وایي کله چې سلطان صلاح الدین ایوبي بیت المقدس محاصره کړ. ویل کیږي چې په همدغه وخت کې د بیت المقدس د زاړه ښار دننه په همدغه کور کې د عیسویانو واده روان و. د ناوې مور د واده د مراسمو په اړه خورا اندېښمنه وه، صلاح الدین ته یې لیک واستاوه چې که هغه بریدونه لږ ودروي، چې ددوی واده خلاص شي او ناوې او زوم وکولی شي د آرامۍ او خوښۍ لومړۍ شپه تېره کړي. وایي صلاح الدین ایوبي له خپلو پوځي قوماندانانو وغوښتل چې د ښار په دې برخه کې جګړه ودروي. د ناوې کورنۍ سلطان ته د مننې په توګه د واده خوندور خواړه ور واستول. که څه هم سلطان دا کار د انساني همدردۍ له امله کړی و او ددوی ډوډۍ ته یې کومه اړتیا نه لرله خو بیا یې هم قبوله کړه.
جالبه داوه چې پر لاره د ډېرو هغو هېوادونو مسلمانان هم راسره ملګري شول چې د بیت المقدس زیارت ته راغلي وو. د بنګله دېش او ترکیې بېرغونه مې په کې وپېژندل خو له نورو سره داسې ښکاره نښې نه وې. پر ټوله لاره په لوړ اواز درود او صلوات ویل کېده. مسلمان دکاندارانو د خوښۍ اظهار کاوه او په سترګو کې یې زموږ په لیدو د ډاډ او مننې موسکا ښکارېده. دا چې زموږ ډله اوس تر سلو کسانو هم زیاته شوه او په ښار کې هم ګڼه ګوڼه موږ ډېر سست مزل کاوه او دې کار ماته زمینه برابروله کله کله ځینو جالبو ځایونو او دوکانونو ته ودرېږم. د نورو سیاحانو او ګروپونو خبرو ته غوږ ونیسم او په زړه پورې معلومات راټول کړم.
د بیت المقدس زوړ ښار په همدې تاریخي کلا کې دی. وایي دا ښار چې کله داود علیه السلام فتح کړ نو دارالامان نوم یې ورکړ. د زاړه ښار له لویې دروازې باب العمود له لارې چې ننوځې دلته یو کوچنی چوک دی. له چوک نه اوه کوڅې نورو خواو ته تللی چې هره کوڅه یوه دروازه لري او شاوخوا یې دوکانونه دي. یو څو کوڅې یې داسې دي چې په سختۍ په کې موټر تېرېږي نورې یې لکه د رقیب زړه تنګ دي. یو یا دوه موټر مې ولیدل چې په غالب ګومان ناروغان یې بار کړي وو او هغه هم ډېر په تکلیف د خلکو تر ګڼې ګوڼې تېر شول. د دوکانونو پر لرغوني کورونه دي چې وړې وړې کړکۍ لري چې د ټوکرو رنګه پردې یې له ورایه د کلا د جوړښت، نقشې او په کې د ودانیو او دوکانونو په اړه به وروسته معلومات درکړم، خو دا مهال زموږ موخه دا وه چې د خپل پلان له مخې مخامخ مسجد اقصی ته ورشو او په لاره کې ونه درېږو. لس دقیقې پلی لاره به مو وهلې وه، چې د ګروپ مخکیني کسان یوې تنګې کوڅې ته تاو شول، دا نو هغه کوڅه ده چې مسجدالاقصی ته لاره خلاصوي. شاوخوا سل متره لرې یوه دروازه وه او هلته لس دولس اسرائیلي عسکر په وسلو سنبال ولاړ وو. زموږ د ګروپ په لیدو او ددوی د لوړ غږ په اورېدو ټول هک پک شول. د خپلو وسلو پر ماشو یې ګوتې کېښودې. دوه تنه مخامخ راته ودرېدل او د ګروپ له مشرانو یې پوښتنې پیل کړې. هغوی ځان وروپېژاند چې زایرین دي او د مسجد الاقصی زیارت ته راغلي دي. د یو دوه تنو پاسپورټونه یې وکتل نور یې ټولو ته اجازه ورکړه.
د الاقصی جومات پراخ انګړ ته د ننوتلو پر وخت د احساساتو او جذباتو یوې څپې زما وجود را ګیر کړ. د دې مقدس ځای تاریخي اهمیت او معنوي هویت زما په سترګو کې اوښکې وبهولې. له یو داسې حالت سره مخ شوم چې بیانول یې سخت کار دی. له ځان سره مې ویل:
زړګیه سترګې لګوه د قدم لاره نه ده
زه یوازې نه وم. د زیاترو ملګرو سترګې اوښلنې وې. ښایي دا احساس چې موږ په داسې ځای کې ولاړ وو چې د نړۍ د ملیاردونو مسلمانانو لخوا یې درناوی کیږي ټول په ژړا کړي وو. ماته داسې ښکارېدل لکه وخت چې پخپله په دې مقدسو دیوالونو کې ولاړ وي. واقعیت دادی چې ددې کمپلېکس په دېوالونو کې د پیړیو رازونه پراته دي. زما زړه له هر ګام سره ګړندی کېده او ورو ورو د تاریخ، روحانیت او کلتوري ارزښت په دې بډایه موزیم کې ډوبېدم.
له دروازې چې ننوځې شاوخوا ارامه باغونه او انګړونه لیدل کېږي چې ډېر زړه اراموونکي دي خو له بده مرغه د وسلوالو اسرائیلي عسکرو ډله ییزې ګزمې د انسان روح نا ارامه کوي. سره له دې چې دا ګزمې ښایي د امنیت ساتلو په موخه وي مګر کله کله ستونزې را ولاړوي او ددوی موجودیت په دغه مقدس مقام کې پر مسلمانانو ښه نه لګېږي.
اسرائیلي ساتونکي که څه هم د حرم شریف په دروازو کې ځای پر ځای شوي دي، خو ما ددوی ډله ییزې ګزمې د جومات شاوخوا هم ولیدلې. د حرم شریف داخلي امنیتي سیستم د اردن د اوقافو ادارې ته سپارل شوی دی. اسرائیلي چارواکي اندېښمن دي چې ښايي یهودي افراطیان د مسلمانانو په سپېڅلو ورځو کې نفوذ وکړي او جنجال جوړ کړي، له همدې امله هلته امنیت سخت دی او د غیر مسلمانانو تګ راتګ په جدي ډول څارل کېږي. زه فکر کوم اسرائیل په دې ښه پوهیږي چې د حرم شریف مسئله نه یوازې د فلسطین بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره مهمه ده او هر ځل چې دلته کومه پېښه کېږي د ټولې نړۍ مسلمانان پاروي.
تر باغونو چې لږ تېر شې، طلایي ګنبده، عالي مېنارونه او شاخوا نور پېچلې ډیزاینونه لیدل کېږي چې د اسلامي تمدن بډایه میراث او هنر منعکسوي. هره ودانۍ او د مرمرینو تیږو هر دیوال د تیر تاریخ کیسه کوي او د بې شمېره نسلونو د ایمان او عقیدې شاهدي ورکوي.
موږ لومړی د طلایي ګنبدې یا قبة الصخره خوا ته ولاړو. واقعیت دادی چې د ډبرې ګنبد ددې ښار سمبول دی. که تاسو د بیت المقدس هر انځور وګورئ، دا ودانۍ ضرور په کې ښکاري. دغه طلایي رنګه ګنبده داسې روحاني اثر، دومره ښکلي او په زړه پوری معمارۍ لري چې له لیدلو سره یې د انسان ذهن پر دې قانع کېږي چې دا یو مقدس مقام دی. په زړه کې مې وویل دا هم د خدای پاک لویه لورېینه ده چې د اسراییلو تر ټولو مهمه پیژندنه د مسلمانانو له خوا جوړه شوې ودانۍ ده.
شیخ مجید چې د عمر ډېر کلونه یې په همدې کمپلېکس او د بیت المقدس په زاړه ښار کې تېر کړي له موږ سره همدلته یو ځای شو. ټیټ قد، اوږده ږیره او زموږ د جهادي قوماندانانو غوندې داسې لږ کلانکاره غوندې سړی و. وروسته چا راته وویل چې شیخ په همدې قد وقواره بدي بلا دی. د اقصی جومات په انګړ کې لسګونه ځوانان د طالبانو په اصطلاح دده انډیوالان دي او چې څه ګړ بړ شي دده اشارې ته په تمه وي. شیخ مجید لومړی هغه کوچني مهراب ډوله ځای ته بوتلو چې د یوه روایت له مخې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له همدې ځایه معراج ته ختلی و. ده په عربي ژبه خبرې کولې او زموږ یو بل ملګري استاد مهدي به په انګریزي ژبه ژباړله. په برنډه کې یې یو ځای ته ګوته ونیوله. ویل یې دغه ځای دی چې جبرائیل علیه السلام حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته وویل: راځه هغلته ودرېږه او بیا له دې ځایه د معراج کیسه پیل کېږي. دی ته قبه النبی وایي. دا له هغو درېیو ګنبدونو ده چې عثمانیانو طلایي ګنبدې سره نږدې جوړه کړې ده. دې ته د جبرائیل ګنبده هم وایي. په اسلامي مورخینو کې جلال الدین سیوطي وایي دا هغه ځای دی چې دلته نبي علیه السلام معراج ته تر تګ دمخه د نورو انبیاو امامت وکړ. خدای شاهد دی دلته زما سترګې له اوښکو ډکې شوې، په ځان پوی نه شوم، شاته مې شیخ عمر ولاړ و هغه په غیږ کې ونیولم او زموږ د سفر یوې بلې ملګرې فاطمې یو نری کاغذ راکړ چې خپلې اوښکې پرې وچې کړم.
ددې کوچنۍ ګنبدې ښی خوا ته یوه بله ګنبده ده چې قبة السلسله یا د زنځیر ګنبده ورته وایي. دروازه یې بنده وه، ویل یې یو روایت دا هم دی چې له هغه ځایه معراج ته ختلی او بل روایت داسې دی چې تر ډبرې ګنبدې یا طلایي ګنبدې لاندې چې کومه غټه تېږه یا صخره ده ویل کېږي له هغه ځایه معراج ته ختلی و. تر دې وروسته موږ د ډبرې ګنبدې ته ننوتلو. په عربي کې یې قبه الصخره بولي. قبه په عربي کې ګنبدې او صخره تېږې ته وایي. یوه نوراني فضا وه، په هر کونج کې د دعاګانو او تلاوتونو خوږو غږونو دغه مقدس ځای ته ځانګړې ښکلا ور بخښلې وه. دلته اړینه ده چې یو غلط فهمي لرې کړو. دا ودانۍ کوم جومات نه دی، پاس ګنبده، لاندې تیږه او شاخوا یې یو ګرد دهلیز دی چې زیارت کوونکي په کې نفلونه او تلاوتونه کوي.
د اقصی کمپلکس به وروسته تشریح کړم، خو یوه خبره یاد ولرئ چې درې واړه مهم ځایونه طلایي ګنبده، د اقصی جومات او د ژړا دیوال سره نږدې ګاونډیان دي. که یهودیان د ژړا دیوال نه سر راپورته کړي د اقصی جومات او طلایي ګنبده ورته ښکاري. که مسلمانان له اقصی جومات نه تیږه واره کړي تر ژړا دیوال هاخوا غورځېږي. خبره داده چې د یهودانو او مسلمانانو ترمنځ د کلونو کلونو جنجال له همدې ګاونډیتوبه زیږېدلی دی. دعوه جلبه یهودیان چې د غربي دیوال یا ژړا دیوال مخې ته درېږي پر ځان خاورې بادوي، چیغې او فریادونه کوي چې دا دیوال د سلیماني هیکل پاتې برخه ده او مسلمانانو په وچ زور د اصلي عمارت پر سر اقصی جومات او طلایي ګنبده جوړه کړې ده. طلایي ګنبده خو بیخي د پلار میراث بولي، دوی دا ډبره د نړۍ پیل ګڼي. باور یې دادی چې حضرت ابراهیم علیه السلام خپل مشر زوی اسحاق علیه السلام چې لقب یې بنی اسرائیل و، پر همدې ډبره قربانۍ ته وړاندې کړو، نه حضرت اسماعیل علیه السلام چې د نوکرې زوی دی. د حضرت اسماعيل علیه السلام مور بي بي هاجره د بي بي ساره وينځه وه. دوی دواړه پښې په یوه موزه کې ننویستي چې دا ځای له مسلمانانو ونیسي. مسلمانان وایي بیخ مو شین شه په دا وچو درواغو. زموږ پیغمبر د معراج په شپه له همدې دیوال سره براق وتړلو او نورو پیغمبرانو هم دلته خپل څاروي ودرول، که موږ غوښتی وخته به مو دا ځای نیولی و خو دا کار موږ نه په تاریخ کې کړی او نه یې اوس کوو.
تر طلایي ګنبدې لاندې لږ وګرځېدم ارامه چاپېریال یې و، ځینو خلکو لمونځونه کول، ځینې ارامه ناست وو ته به وایې چې زړونو یې له خدای جل جلاله سره ژوره اړیکه نیولې وي. تر طلایي ګنبدې لاندې دپرتې ډبرې سینه سورۍ ده. له یوه اړخه یې زړه ته زینه ښکته شوې چې لاندې یوه کوچنۍ غوندې کوټه ده چې ښایي ۱۵- شل کسان په ولاړه په کې ځایېدلای شي. دوه رکعته نفل مې په کې وکړل. ددې تیږې په اړه ویل کېږي چې کله محمد علیه السلام معراج ته تللو نو دا تیږه هم ورپسې له خپله ځایه پورته شوه، خو جبرائیل امین پرې لاس کېښود چې ودرېږي، هغه د لاس نښه اوس هم ښکاري. والله اعلم.
اوس به د دې تیږې بل اړخ ته راشم. تر تیږې لاندې کوټه کې یوه څاه هم ده چې سر یې بند دی. انګریزان یې Well of Souls او عربان یې بئر الأرواح بولي، یانې د ارواو څاه. یهودان باور لري چې د ټولو خلکو ارواه همدلته بند دي او په قیامت کې به له همدې ځایه د هر چا روح خپل کالبوت ته ورشي. خو ماته دا خبره جالبه ده، ځکه دا څاه خو دومره لویه نه ده چې د ټولې نړۍ د انسانانو روحونه دې په کې ځای شي یهودان هم عجب عجب باورونه لري. ددې ځای یوه خیالي کیسه د ډیویډ جونز په یوه فلم Raiders of the Lost Ark کې هم تصویر شوې ده. د ډیویډ جونز په هغه فلم کې داسې ښودل کېږی چې هغوی بکس په همدې څاه کې پیدا کوي خو هغوی هېڅکله هم دې ځای ته نه دي راغلي، هسې بل خیالي ځای یې پیدا کړی دی. ددې څاه تر لیدلو وروسته مې د کندهاریانو په اصطلاح سر ښه خلاص شو چې یهودانو باندې خدای ولې بخت النصر ظالم کړی و. بخت نصر چې کله دغه ښار ویجاړ کړ، د سلیمان معبد یې وسوځاوه، ډیری یهودیان یې ووژل او یو زیات شمېر یې بابل ته د بندیانو په توګه ځان سره بوتلل، نو په هماغه وخت کې له یهودانو نه تورات هم ورک شو او تر ننه په هغه بکس پسې ګرځي چې تورات په کې خوندي شوی و. په هالیوډ کې د ډیویډ جونز د فلم کیسه هم د هماغه بکس پر لټون څرځي.
ددې صخرې یا تیږې د فضیلتونو او تاریخ په اړه کتابونه لیکل شوي چې زه یې جزئیات لازم نه بولم، ماته یې کیسې جالبه دي. وایي کله چې د مسلمانانو دویم خلیفه حضرت عمر (رض) دلته راغی نو هغه وخت د عیسویانو مشر پادري ورته ددې کمپلیکس کیلې ګانې ورکړې. حضرت عمر (رض) ورنه ددې تیږي د ځای ځایګي پوښتنه وکړه خو هغه سم ځایونه نه ورښودل، باالاخره یې د هغو نښو او نښانو له مخې چې پيغمبر علیه السلام ښودلي و دغه ځای پاک کړ او تیږه یې په کې پیدا کړه.
تر ډبرې شاوخوا دیوالونه او ددې جومات پراخه داخلي برخه په ښکليو فانوسونو او غالیو ښکلې شوې او پر دیوالونو یې په عربي ژبه هنري خطاطي د اسلامي کلتور د بډایه هنري میراث څرګندونه کوي.
پر ډبره چې کومه طلایي ګنبده ښکاري ددې ګنبدې د جوړولو کار د اموي خلیفه عبدالملک بن مروان په وخت ۶۸۵ میلاديکې پيل شو چې بیا یې د زوی له خوا کار بشپړ شو. بیا وروسته ګنبدې دوه ځله پر ۸۴۶ میلادي کال او ۱۰۱۶ میلادی کال سقوط وکړ. کله چې صلیبیانو بیت المقدس اشغال کړ، دوی د ډبرې د ګنبد داخلي او بهرنۍ برخه د خپلو مقدساتو په انځورونو سره سینګار کړه. پر ۱۱۸۷ کال د صلاح الدین لخوا د بیت المقدس په فتح کولو سره، د صلیبیانو ټولې نښې د ډبرې له ګنبد څخه لیرې شوې او تر ډبرې لاندې چې کومه وړه کوټه ده او صلیبیانو هلته د مسلمانانو جسدونه غورځول هغه یې هم پاکه کړه.
وروسته څو نورو اسلامي خلفاو هم ددې مقدس مقام په ودانۍ کې برخه واخیسته چې د دویم عبدالحميد تر زمانې یې هم دوام درلود. عبدالحميد په فرش کې ډېر ارزښتناکه پارسي غالۍ کېښودلې، په منځ کې يې يو ستر کرسټال فانوس ځوړند کړ او خطاط محمد شفيق په ډېر ښکلي خط پر زینتي ډبرو سورت ياسين ولیکلو. غالۍ او نور قیمتي فانوسونه خو د وخت په تېرېدو سره زاړه شول مګر د ډبرې د ګنبد پر دیوالونو زینتي ډبرې او لیکنې لاهم هماغسې ښایسته ښکاري. زوی یې لوی کړې په دې هنر چې د یهودانو او عیسویانو د ډېرو ښکلیو معماریو ښایست یې تت کړی. اوسمهال د ډبرې ګنبد د اسلامي معمارۍ یو داسې شهکار دی چې د بیت المقدس په سمبول بدل شوی دی.
ما خو چې همدا ولید د سکون او ارامۍ احساس مې وکړ. هغه څه چې ابن بطوطه په ديارلسمه پېړۍ کې ددې ودانۍ بهرنۍ او نننۍ ښکلا په اړه خپله سفرنامه کې لیکلي و ټولې مې ذهن کې وګرځېدلې. ابن بطوطه مشهور مسلمان سیاح و چې پر نورو ډېرو هېوادونو سربېره بیت المقدس ته هم راغلی و. که څه هم د ابن بطوطه په سفرنامه کې د ودانۍ د څرنګوالي، عظمت او ښکلا په اړه لیکل شوي خو د د جوړېدو د لامل په اړه یې ډېر څه نه دي لیکل شوي. زه یې نه ملامتوم، سیاح خو څه تفتیش ته نه وي راغلی چې ملامت و سلامت معلوم کړي، څه چې ویني هغه لیکي، مګر ماته بیا د مقدسو ځایونو د ظاهري جولې ترڅنګ تاریخي پسمنظر هم جالب وي. لکه دمخه چې مې یادونه وکړه، د ډبرې ګنبد د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه شاوخوا شپیته کاله وروسته جوړ شوی دی. دا هغه وخت و چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافات وو او دارالخلافه یې لومړی کوفې او بیا دمشق ته انتقال کړې وه. تر دیني توجیهاتو ور هاخوا ما تر اوسه په بیلابیلو روایتونو کې د ډبرې د ګنبدې جوړولو دوه روایتونه لوستي دي. یو روایت دادی چې دلته د عیسویانو ښکلې کلیساوې او مقدس ځایونه وو، نو مسلمانانو هم وغوښتل داسې یوه پرتمینه ودانۍ ولري چې مسلمانان په کې راټولېږي. بل روایت د مسلمان مورخ مقدسي دی چې وایي هغه مهال مکه معظمه د خلیفه عبدالملک او دهغه د زوی ولید بن عبدالملک تر واک لاندې نه وه نو دلته یې یو درېیم مقدس ځای جوړ کړ چې د مسلمانانو مخه ور واړوي.
طلایي ګنبدې نه تر وتلو وروسته زما په ذهن کې یوه بله سر خوړلې پوښتنه پیدا شوه. دې مقدس مقام کې هغه کوم مسجد و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسرا او معراج پر وخت په دې ځای کې د انبیاو امامت وکړ؟ شیخ مجید راته وویل د طلایي ګنبدې دروازې سره ښی لاسته چې کوم کوچنی محراب دی همغلته یې امامت وکړ، خو یوه بل عالم چې اوس مې یې نوم هېر دی مسجد اقصی یا مسجد قبله ته اشاره وکړه چې هلته یې د انبیاو امامت کړی دی. د تاریخي شواهدو له مخې خو دا سیمه هغه وخت یوازې یوه کنډواله وه. په هغه وخت خو هلته هېڅ جومات نه و، مګر دیني سندونو کې بیا راغلي چې دلته یو جومات و. د صحیح بخاري په یوه روایت کې راغلي چې کله پیغمبر صلی الله علیه وسلم قریشو ته دا واقعه بیان کړه نو هغوی باور نه کاوه. دغه وخت په مکه کې داسې خلک هم وو چې هغوی دې ځای ته سفر کړی و او جومات یې لیدلی و. وایي هغوی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وویل چې تاسو موږ ته د جومات د نقشې نښې بیان کړئ. وایي کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د جومات د نقشې صحیح معلومات ورکړل نو هغوی وویل چې دی رښتیا وایي. د بخاري د روایت مطابق هلته باید یو مسجد وي، مګر تاریخي شواهد ددې خبرې تصدیق نه کوي. والله اعلم، دا داسې یو بیان دی چې په زغرده مې قلم نه وربرابرېږي، خو تحقیق ورباندې په کار دی.